فضايي خځلې
د فضاغزنی ولايت آب بند ولسوالۍخانګل دکلي وسدنکی (تشیال) خځلې (چې د فضا د فضله موادو، فضا د ککړتيا، فضا د خرابو توکو، فضا د مهملاتو يا فضا د کثافاتو په نوم هم پېژندل کېږي) په فضا کې هغه غېرفعال (مړه) مصنوعي شیان دي- په ځانګړي ډول د ځمکې په مدار (چورلنګ) کې – کوم چې د ګټورو کارونو په توګه خدمات نه وړاندې کوي. په دې کې خوشې شوې فضايي بېړۍ – غېر فعالې خلايي بېړۍ او د استول شويو وسايلو خوشې شوي پړاونه – ماموريت اړوند خځلې شاملې دي، په ځانګړي ډول چې ډيری يې د ځمکې په مدار کې دي، همدا راز د خوشې شويو توغنديو د بدنو او فضايي بېړيو له ماتېدو څخه ټوټه ټوټه شوې خځلې يې هم برخه دي. د انسانانو له خوا په مدار کې خوشې شويو اجسامو سربېره، د تشيال د خځلو په نورو بېلګو کې د جامدو توغندیو د چلونکو څخه وتلي بڅرکي، خرابېدو، يا ټکر يا ان د رنګ ټوټې، له فضايي بېړۍ څخه وتل شوي سخت مايعات، شامل دي. فضايي خځلې فضايي بېړيو په وړاندې د ګواښ ښودنه کوي.[۱][۲]
تاريخچه
[سمول]په ۱۹۵۷ز کال کې په لومړي ځل په مدار کې د مصنوعي سپوږمکۍ سپوټنيک -۱ په استولو سره د ځمکې په مدار کې د فضايي خځلو راټولېدل پيل شول، خو ان له هغې هم مخکې، له ځمکې څخه په طبيعي ډول د وتونکو تر څنګ، شونې ده انسانانو داسې وتونکي شیان تولید کړي وي چې په فضايي خځلو بدل شوي دي، لکه د ۱۹۵۷ز کال په اګست مياشت کې د «پاسکالB» ازموینه. د سپوتنيک له استولو وروسته، د شمالي امریکا فضايي دفاعي مشرتابه (NORAD) ټولو معلومو توغنديو استولو او تر مدار پورې رسېدونکو شيانو د ډاټابيس (خوندي ځای) (د فضايي شيانو لست) په جوړولو پيل وکړ چې هغه شيان دا دي: سپوږمکيانې، خوندي کوونکي سپرونه او د استونکو وسيلو لوړ پړاونه. وروسته ناسا د ډاټابيس اصلاح شوې بڼه په دوه ليکي عنصر په ټولګه کې خپره کړه او د ۱۹۸۰ز لسيزې په لومړيو کې د CelesTrak د نشریاتو د تختې نظام له خوا يو ځل بيا خپور شو.[۳][۴][۵][۶]
د (NORAD) په نوم تعقيبونکي چې د ډيټابيس له بشپړولو سره يې مرسته وکړه، په مدار کې د نورو شیانو له شتون څخه خبر و، د کوم ډېره برخه کې چې په مدار کې د چاودنو پايله وه. د دې له ډلې ځينې يې د ۱۹۶۰ز لسيزې پر مهال د ستلايټ ضد وسلو (ASAT) د ازموینو پر مهال قصداً جوړ شول او نور يې په مدار کې د توغنديو د چاوديدو د پړاونو پايله وه، ځکه چې پاتې شوي پر مخ وړونکي پراخه شوې او د دوی شوبلې يې وچاودولې. د څرک معلومولو ته د ودې ورکولو په موخه، د NORAD يو مامور «جان ګبارډ» يو جلا ډيټابيس وساته. د چاودنو د مطالعې په پايله کې «ګبارډ» د خپلو توليداتو د مداري لارو د وړاندوينې لپاره يوه تګلاره جوړه کړه او همدا د «ګبارډ» خاکه (يا نقشې) اوس په پراخه کچه کارول کېږي. دا مطالعې د مداري تکامل او له منځه تللو نمونه جوړولو ته د ودې ورکولو لپاره کارول شوې وې.[۷][۸]
کله چې د ۱۹۷۰ز لسيزې په اږدو کې د NORAD ډيټابيس په عام ډول د لاسرسي وړ وګرځېد، د سيارګيانو د کمربند لپاره چمتو شوې تګلارې د پېژندل شوې مصنوعي سپوږمکۍ د ځمکنیو شيانو د ډيټابيس پر مطالعاتو هم عملي کړای شو.
د خځلو د کمولو پر تګلارو سربېره، چېرته چې وخت او طبيعي د جاذبې قوه/اتموسيفيري اغېزې د فضايي خځلو په پاکولو کې مرسته کوي، يا د فضايي خځلو د کمولو لپاره يو لړ نورې تيکنالوژیکي تګلارې چې وړانديز يې شوی دی (ډېر ځله د عمل وړ نه دي) ډېرو پوهانو درک کړې چې اداري لاملونه – سياسي، حقوقي، اقتصادي او کلتوري «د لوبې اصول» - د ځمکې سره نژدې ځای د پاکوالي په برخه کې تر ټولو ستر خنډونه دي. تر ۲۰۱۴ز کال پورې، فضايي خځلې د کمولو لپاره ډېره کمه سوداګريزه هڅونه موجوده وه، دا ځکه چې د هغې د سمبالښت لپاره لګښت د هغې په پيدا کونکې ادارې نه اچول کېږي، بلکې دا مسئولیت د فضاي چاپيريال د ټولو کارونکو دی او په ټوليز ډول د انساني ټولنې پورې اړه لري، کومه چې د فضايي ټيکينالوژيو او علومو څخه ګټه اخلي. ادارو ته د ودې ورکولو په موخه يو لړ وړانديزونه شوي دي، څو د فضايي خځلو د کمولو په برخه کې هڅونې زیاتې کړي. د هغوی په هڅونه کې دولتي لارښوونې او تر څنګ يې هغه شرکتونه شامل دي چې د اوسنيو حکومتي معيارونو د تګلارو په پرتله په زیاتې سختۍ سره د دې خځلو د کمولو په برخه کې د اقتصادي ګټو لپاره رامخ ته کېږي. په ۱۹۷۹ز کال کې ناسا د ځمکې په مدار کې د فضايي خځلو د کمولو د اقداماتو د څېړلو لپاره د مداري خځلو پروګرام بنسټ کېښود.[۹]
د خځلو زياتېدل
[سمول]د ۱۹۸۰ز لسيزې په اوږدو کې، ناسا او د متحده ايالاتو نورو ډلو هڅه وکړه چې د خځلو زېاتېدل محدود کړي. يو ازمېښتي حل د «ميکډونال ډوګلاس» له خوا د ډيلټا لېږدولو وسيلې لپاره په عمل راوړل شو، په دې ډول چې پرمخ وړونکی يې د هغې د چاوديدنکو توکو څخه لرې کړ او د هغې په شوبلو کې شته هر ډول چلونکي يې وايستل. په دې ډول په شوبلو کې د فشار د زياتېدو يوه سرچينه ختمه شوه، کومه به چې پخوا د دوی د چاودېدو او د لا زياتې مداري خځلې د پيدا کېدو لامل ګرځېده. د دې اقدام په خپلولو کې نورو هېوادونو سستي وکړه او په ځانګړي ډول د شوروي اتحاد د يو شمېر استونو له امله، د ټولې لسيزې په اوږدو کې ستونزه لا پسې ستره شوه.[۱۰][۱۱]
کله چې ناسا، NORAD او نورو د مداري چاپېريال د ښه پېژندلو هڅه وکړه، د مطالعاتو يوه نوې لړۍ پيل شوه، په داسې حال کې چې هر يو يې په لوړې بحراني کتلې سيمه کې د خځلو د ټوټو شمېر منظموي. سره له دې چې په ۱۹۸۱ز کال کې (کله چې د شيفر ليکنه خپره شوې وه) د شيانو شمېر ۵،۰۰۰ اټکل شوی و، په ځمکه نصب شويو برېښنايي ليدونکو د ژورې فضا څارونکي نظام کې نويو کشفونکو نوي شيان پيدا کړي دي. د ۱۹۹۰ز لسيزې تر وروستيو پورې، فکر کېدو چې د ۲۸۰۰۰ استول شويو شيانو له جملې ډيری يې له پخوا څخه له منځه تللي دي او نږدې ۸۵۰۰ په مدار کې پاتې شوي دي. تر ۲۰۰۵ز کال پورې، دا شمېء لوړ شوی او تر ۱۳۰۰۰ شيانو پورې رسېدلی و او په ۲۰۰۶ز کال کې يوې مطالعې دا شمېر نور هم لوړ او تر ۱۹۰۰۰ پورې ورسولو، چې دا د ASAT ازموينې او سپوږمکيو د ټکر پايله ده. په ۲۰۱۱ز کال کې، ASAT وويل چې ۲۲۰۰۰ شيان موندل شوي دي. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ "'We've left junk everywhere': why space pollution could be humanity's next big problem". The Guardian. 26 March 2016. خوندي شوی له اصلي څخه په 8 November 2019. بياځلي په 28 December 2019.
- ↑ "Guide to Space Debris". spaceacademy.net.au. خوندي شوی له اصلي څخه په 26 August 2018. بياځلي په 13 August 2018.
- ↑ Harrington, Rebecca (February 5, 2016). "The fastest object ever launched was a manhole cover — here's the story from the guy who shot it into space". Tech Insider - www.businessinsider.com Business Insider. بياځلي په 11 June 2021.
- ↑ Thomson, Iain (16 July 2015). "SCIENCEDid speeding American manhole cover beat Sputnik into space? Top boffin speaks to El Reg - How a nuke blast lid may have beaten Soviets by months". www.theregister.com. بياځلي په 11 June 2021.
- ↑ Felix Hoots, Paul Schumacher Jr.; Glover, Robert (2004). "History of Analytical Orbit Modeling in the U.S. Space Surveillance System". Journal of Guidance Control and Dynamics. 27 (2): 174–185. Bibcode:2004JGCD...27..174H. doi:10.2514/1.9161.
- ↑ T.S. Kelso, CelesTrak BBS: Historical Archives Archived 17 July 2012 at Archive.is, 2-line elements dating to 1980
- ↑ David Portree and Joseph Loftus. "Orbital Debris: A Chronology" Archived 1 September 2000 at the Wayback Machine., NASA, 1999, p. 13.
- ↑ Schefter, p. 48.
- ↑ Foust, Jeff (15 November 2014). "Companies Have Technologies, but Not Business Plans, for Orbital Debris Cleanup". Space News. خوندي شوی له the original on 6 December 2014. بياځلي په 28 December 2019.
- ↑ See charts, Hoffman p. 7.
- ↑ Schefter, p. 50.
- ↑ Schefter, p. 48.
- ↑ In the time between the writing of Klinkrad (2006) Chapter 1 (earlier) and the Prolog (later) of Space Debris, Klinkrad changed the number from 8,500 to 13,000 – compare pp. 6 and ix.
- ↑ See chart, Hoffman p. 4.
- ↑ "Space Junk Threat Will Grow for Astronauts and Satellites" Archived 9 April 2011 at the Wayback Machine., Fox News, 6 April 2011.
- ↑ Michael Hoffman, "It's getting crowded up there." Space News, 3 April 2009.