ستورمزلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له فضانوردي نه مخ گرځېدلی)
Sputnik 1, the first artificial satellite orbited earth at 939 km (583 mi) to 215 km (134 mi) in 1957, and was soon followed by Sputnik 2. See First satellite by country (Replica Pictured)

فضايي اکتشاف د باندنۍ فضا د پلټنې په موخه د ستور پوهنې او فضايي تکنالوژۍ کارولو ته ویل کېږي. فضايي اکتشاف تر ډېره د ستور پوهانو له‌خوا د تلسکوپ په مرسته ترسره کېږي، خو فزیکي اکتشاف بیا د روباتیکو فضايي څېړونکو او د انسان د فضايي الوتنو له لارې ترسره کېږي. فضايي اکتشافات د پخواني شکل یعنې ستور پوهنې په څېر د فضايي علومو یوه لویه سرچینه ده.[۱]

که څه هم د فضايي اجرامو او څیزونو کتنه چې په ستور پوهنه هم پېژندل کېږي، تر ثبت شوي تاریخ وړاندې هم د باور وړ ده، خو د لویو او یو څه کارندو توغندیو جوړېدو د شلمې پېړۍ په منځنیو کلونو کې د فضا فزیکي څېړنو ته پر واقعیت د بدلېدو زمینه برابره کړه. په نړۍ کې د لویې کچې لومړنی تجربوي توغندیز پروګرام د ۱۹۲۰مو ز کلونو په وروستیو کې «Opel-RAK» و، چې مشري یې «فریټز فون اوپل» او «ماکس والیر» کوله. دغه پروګرام د لومړنیو انسان‌ لېږدوونکو توغندیو او توغندیزو الوتکو د جوړېدو لامل شو چې د نازي دورې V2 پروګرام او تر ۱۹۵۰ ز کال وروسته د متحدو ایالتونو او شوروي ګډو فعالیتونو ته یې لاره هواره کړه. Opel-RAK پروګرام او د ځمکنیو او هوايي وسایلو کتنې ډېر خلک را جلب کړل، د «رامبل توغندي» په نامه د نړیوال عمومي هیجان را منځته کېدو لامل شول او د فضايي الوتنو پر راتلونکو سرلارو، لکه: «ورنر وون براون» یې ډېرې اوږدمهالې اغېزې وکړې. په فضا کې د څېړنو لپاره معمولې انګېزې د علمي څېړنو پرمختګ، ملي اعتبار، د بېلابېلو ملتونو یووالی، د بشریت د راتلونکي پایښت تضمینول او د نورو هېوادونو په مقابل کې د پوځي او ستراتیژیکو برلاسیتوبونو پراختیا بللی شو. [۲][۳][۴][۵]

کله چې د ۲۰۰۰ ز کال په لومړۍ لسیزه کې هند «چانډریان ۱» فضايي بېړۍ وتوغوله، چین د فضايي خدمې د الوتنې یو بریالی پروګرام پیل کړ، د دې تر څنګ اروپايي اتحادیې او جاپان هم د خدمې د فضايي ماموریت لپاره پلانونه جوړ کړي دي. چین، روسیې او جاپان د یووېشتمې پېړۍ په لړ کې سپوږمۍ ته د ستور مزلو د لېږدوونکو ماموریتونو ملاتړ کړی، د دې تر څنګ اروپايي ټولنې د یووېشتمې پېړۍ په لړ کې سپوږمۍ او مریخ دواړو ته د ستور مزلو د لېږونکو ماموریتونو ملاتړ کړی دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د اکتشاف تاریخچه[سمول]

تلسکوپ[سمول]

ویل کېږي چې لومړنی تلسکوپ په هالنډ کې د عینکو یوه جوړوونکي «هانس لیپرشي» اختراع کړ. د لومړني فضايي تلسکوپ نوم (Orbiting Astronomical Observatory 2) و، چې د ۱۹۶۸ ز کال د ډسمبر میاشتې په ۷مه نېټه وتوغول شو. د ۲۰۱۹ ز کال د فبرورۍ میاشتې تر دویمې نېټې پورې ۳۸۹۱ تر لمر هاخوا تایید شوې سیارې کشف شوې. اټکل کېږي چې د شیدو لار کهکشان له ۱۰۰ تر ۴۰۰ میلیارده ستوري او تر ۱۰۰ میلیارده ډېرې سیارې لري. په لیدل کېدونکې نړۍ کې لږ تر لږه ۲ تریلیونه کهکشانونه موجود دي. له ځمکې څخه تر ټولو لرې پېژندل شوی څيز GN-z11 نومېږي چې له ځمکې سره یې واټن ۳۲ میلیارده نوري کاله ښودل شوی دی.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

بهرنۍ فضا ته لومړنۍ الوتنې[سمول]

په ۱۹۴۹ ز کال کې Bumper-WAC توغندی ۳۹۳ کیلومتره (۲۴۴ مایله) ارتفاع ته وخوت او د ناسا ادارې په وینا: دا د انسان په لاس جوړ شوی لومړنی جسم و چې فضا ته دننه شو، د دې تر څنګ V-2 MW 18014 توغندی په ۱۹۴۴ ز کال کې تر کارمان کرښه تېر شوی و.[۱۹][۲۰]

بهرنۍ فضا ته لومړنی انساني الوتنه[سمول]

فضا ته د انسان لومړنی کامیاب الوتنه، «وسټوک ۱» و چې د ۱۹۶۱ کال د اپرېل میاشتې په ۱۲مه نېټه یې ۲۷ کلن روسی ستور مزلی «یوري ګاګارین» ولېږداوه. دغه کیهاني بېړۍ، د ځمکې پر کره یو دور را وګرځېده چې شاوخوا ۱ ساعت او ۴۸ دقیقې وخت یې واخیست. د ګاګارین الوتنې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې انګازې وکړې. دا د شوروي د پرمختللي کیهاني پروګرام یوه ننداره وه چې په فضايي اکتشافاتو کې یې یوه بېخي نوې کړکۍ پرانیسته او هغه د انسان کیهاني الوتنه وه.

د اکتشاف موخې[سمول]

د شلمې پېړۍ له منځنیو کلونو را وروسته پلټونکي او وروسته انساني ماموریتونه د ځمکې مدار او سپوږمۍ ته ولېږل شول. د دې تر څنګ د پېژندل شوي لمریز نظام ګوټ ګوټ او د لمر مدار ته پلټونکي ولېږل شول. تر یووېشتمې پېړۍ پورې له خدمې پرته کیهاني بېړۍ د زحل، مشتري، مریخ، زهرې او عطار مدارونو ته لېږل شوې دي او «وویجر ۱ او ۲» فضايي بېړیو د ځمکې او لمر څه باندې ۱۰۰ برابره واټن وهلی دی.

عطارد[سمول]

عطارد د ځمک ‌ډوله سیارو (Terrestrial planets) تر منځ تر ټولو کمه پلټل شوې سیاره ده. د ۲۰۱۳ز کال تر مې میاشتې را وروسته مارینر ۱۰ (Mariner 10) او مسنجر (MESSENGER) یوازني هغه ماموریتونه وو، چې عطارد یې له نږدې وکوت. مسنجر د ۲۰۱۱ ز کال په مارچ میاشت کې د عطارد مدار ته دننه شو، تر څو هغه مشاهدات وڅېړي چې په ۱۰۷۵ ز کال کې مارینر ۱۰ ماموریت ترسره کړي وو.

عطارد ته د ورتلو درېیم ماموریت چې ټاکل شوې په ۲۰۲۵ ز کال کې ورسېږي، بپي‌کلمبو (BepiColombo) دی چې دوه پلټونکي لري. بپي‌کلمبو د اروپا د فضايي مرکز او جاپان یو ګډ ماموریت دی. مسنجر او بپي‌کلمبو غواړي بشپړوونکي اطلاعات راټول کړي، تر څو له څېړونکو سره د هغو رازونو په سپړلو کې مرسته وکړي، چې د مارینر ۱۰ الوتنو له لارې کشف شوي دي.

ځمکه[سمول]

فضايي اکتشافات د یوه اسماني څيز په توګه د ځمکې په اړه د معلوماتو لپاره د یوې وسیلې په توګه کارېدلي دي. مداري ماموریتونه د ځمکې په اړه داسې اطلاعات برابرولی شي چې لاسته راوړل یې په ځمکه کې ډېر ستونزمن یا ناشوني دي.

د بېلګې په توګه: د «وان الن تشعشعي کمربندونه» تر هغه مهاله نه وو پېژندل شوي چې د متحدو ایالتونو لومړنۍ مصنوعي سپوږمکۍ «اکسپلورر ۱» کشف کړل. په دغو کمربندونو کې داسې تشعشعات دي چې د ځمکې مقناطیسي ډګرونو نیولي دي چې دا مهال د هغو اوسېدو وړ فضايي تم‌ځایونو جوړول ناشوني کوي، چې تر ۱۰۰۰ کیلومتره پورته وي. تر دغه لومړني او مهم کشف وروسته له فضايي منظر څخه د ځمکې د څېړنې او پلټنې لپاره ګڼې سپوږمکۍ اېښودل شوې دي. دغو سپوږمکیو د ځمکې‌اړوندو ښکارندو په اړه له معلوماتو سره لویه مرسته کړې ده. د نمونې په توګه: په اوزون پرده کې ژور ځای یا سوری د هغې مصنوعي سپوږمکۍ په مرسته پیدا شو، چې د ځمکې د اتومسفیر په اړه یې څېړنه کوله. سپوږمکیو د لرغون‌پوهنې د اړوندو هغو ځایونو او ځمکنیو جوړښتونو د کشفولو شونتیا برابره کړې ده چې له دې پرته یې کشفول ډېر ستونزمن او ناشوني وو.

سپوږمۍ[سمول]

سپوږمۍ لومړنی اسماني ستوری او څيز دی چې د فضايي اکتشاف برخه ګرځېدلی. دا لومړنی اسماني ستوری دی چې فضايي بېړۍ ورغله او یوازنی لرې پروت اسماني ستوری هم دی چې تر دې مهاله یې انسانان لیدو ته ورغلي دي.

مریخ[سمول]

د مریخ اکتشاف د شوروي اتحاد (روسیې)، متحدو ایالتونو، اروپا، جاپان او هند د فضايي اکتشافاتو د پروګرامونو یوه مهمه برخه ده. لسګونه روباتیکې فضايي بېړۍ چې پر مدار ګرځېدونکې او پر سطحه ښکته کېدونکې په کې شاملې دي، له ۱۹۶۰مې ز لسیزې را وروسته د مریخ پر لوري توغول شوې دي. د دغو ماموریتونو موخه د مریخ د اوسنیو شرایطو په اړه اطلاعات راټولول او د مریخ د تاریخ اړوندو پوښتنو ته ځوابونه موندل دي. تمه کېږي چې د عالمانو له‌خوا مطرح شوې پوښتنې به نه یوازې دا چې د سرې سیارې یعنې مریخ په اړه ښه معلومات وړاندې کړي، بلکې د ځمکې د احتمالي راتلونکي او تېر وخت په اړه به یو ښه لیدلوری هم وړاندې کړي.

مریخ یو هغه انتخاب دی چې انسانان له ځمکې بهر ژوند په کې کولی شي او مریخ ته د رسېدو تنکالوژي شونې اوممکنه ده.[۲۱]

سرچینې[سمول]

  1. "How Space is Explored". NASA. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جولای ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. https://www.airforcemag.com/article/0904rocket/ article by Walter J. Boyne in Air Force Magazine, September 1, 2004
  3. https://www.opelpost.com/05/2018/opel-sounds-in-the-era-of-rockets/ Opel Post article on 90th anniversary of Opel RAK2 public rocket demonstration at AVUS Berlin
  4. (په 28 August 2015 باندې). NASA's Next Horizon in Space. The New York Times.
  5. https://www.airspacemag.com/daily-planet/century-elon-musk-there-was-fritz-von-opel-180977634/ article by Frank H. Winter in Air&Space, April 30, 2021
  6. (په 9 March 2011 باندې). After 13 Years, International Space Station Has All Its NASA Rooms. Space.com.
  7. Connolly, John F. (October 2006). "Constellation Program Overview" (PDF). Constellation Program Office. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۰ جولای ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lawler, Andrew (22 October 2009). "No to NASA: Augustine Commission Wants to More Boldly Go". Science. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مې ۲۰۱۳ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "President Outlines Exploration Goals, Promise". Address at KSC. 15 April 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Elon Musk says SpaceX's Starship could fly for as little as $2 million per launch". TechCrunch (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "SpaceX". SpaceX (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Joseph A. Angelo (2014). Spacecraft for Astronomy. Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 20. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4381-0896-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "How Many Stars in the Milky Way?". NASA Blueshift. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Staff (په 2 January 2013 باندې). 100 Billion Alien Planets Fill Our Milky Way Galaxy: Study. Space.com.
  15. Conselice, Christopher J. (2016). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Evolution of Galaxy Number Density at z < 8 and Its Implications"]. The Astrophysical Journal 830 (2): 83. doi:10.3847/0004-637X/830/2/83. Bibcode2016ApJ...830...83C. 
  16. (په 17 October 2016 باندې). Two Trillion Galaxies, at the Very Least. The New York Times.
  17. (په 3 March 2016 باندې). Astronomers Spot Record Distant Galaxy From Early Cosmos.
  18. (په 3 March 2016 باندې). GN-z11: Astronomers push Hubble Space Telescope to limits to observe most remote galaxy ever seen. Australian Broadcasting Corporation
  19. "First Human-Made Object to Enter Space". NASA. 3 January 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Williams, Matt (2016-09-16). "How high is space?". Universe Today. مؤرشف من الأصل في ۰۲ جون ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. BBC, Online (2013-11-12). "We must become a multi-planet species". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)