فشار د ټیټیدو او لوړیدلو علتونه په څه کې دي دلته یې ولولئ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فشار د ټیټیدو او لوړیدلو علتونه په څه کې دي دلته یې ولولئلوی متن لوی متن

په دې باید پوه شو چې فشار د ټیټیدو او لوړیدلو علتونه په څه کې دي. د وینې جریان او په بدن کې د وینې سرعت د بدن د سیسټم په فعالیت کې بنسټیز اهمیت لري.

له همدې امله د وینې فشار د ټیټیدو او لوړیدلو د بدن په ټول جسماني روغتیا اغیزه کوي.

د ماهرینو په وینا، روغ او متوازن د وینې فشار باید د 80/120 ترمنیځ وي. او د 90 /140 څخه کم د وینې فشار بیا د راتلونکې ژوند د صحت لپاره ګټور وي. همدارنګه که 140/90 څخه د وینې فشار زیات شي بیا د صحت لپاره خطرناکه ثابتیدلای شي. دې ډول د وینې فشار ته لوړ فشار ویل کیږي.

په دغه ناروغۍ یعنې د وینې لوړ فشار د زړه سربیره د وینې رګونو ته هم زیان رسوي. چې له امله یې فلج، د پښتورګو ناروغي، د زړه حمله او همدارنګه د زړه ډول ډول ناروغیو سبب کیږي.

وینې د لوړ فشار له څه نه پیدا کیږيلوی متن

روغتیا پالان وايي چې د وینې د لوړ فشار لاملونه عبارت دي: – په غذايي رژیم کې د مالګې ډیر استعمال – د الکولي مشروباتو استعمال – غوړ لرونکو خواړو خوړل – د وینې د رګونو ناروغۍ – عصبی او روانی تشویشونه – سگریټ څښل – ارثيت – عمر زیاوالی – وزن زیاتوالی

د لوړ فشار ناروغي ډیری لاملونه لري، په ځانګړي توګه رواني عوامل چې د وینې فشار باندې ډیر تاثیر لري.

لکه غوسه او اضطراب یا چیغې وهل چې له دې سره د وینې فشار لوړیږي.


همدارنګه د وینې ټیټ فشار هم د صحت لپاره ښه نه ده. په دې وخت کې دماغ ته اکسیجن په سمه توګه نه رسول کیږي.

فشار د وینې فشار آلې په واسطه اندازه کیږي. دغه اله دوه شمیرې لري، لومړۍ‎ شمیره د وینې رګونو او شریانونو فشار ښیې. کله چې د زړه ضربان صورت نیسي، د هر ضربان سره وینه له زړه څخه راوځي.

او د وریدونو او شریانونو پواسطه ټول بدن ته خوریږي. دا هغه فشار دی چې په شریانونو کې وینه جریان کوي.

دغه وینې فشار ته Systellic فشار ویل کیږي. او کله چې زړه د ضربان په وخت کې له وینې څخه ډک شي، نو فشار راټیټیږي چې دیته Dystrllic فشار ویل کیږي.

د وینې فشار د کنټرول لارې چارېلوی متن

فشار د ټیټیدو یا لوړیدو یادې ناروغي یعنې د وینې فشار د کنټرول لپاره ځانګړي درمل جوړ شوي دي. چې د دغو درملو خوړلو سره د وینې فشار متوازن ساتل کیږي. د وینې فشار ناروغان له دې ناروغۍ څخه د خلاصون لپاره کورني درمل هم کاروي. لکه په لوړ فشار کې د مڼې خوراک ګټور دي، شیبه په شیبه د لیمو اوبه څښل لوړ فشار په کنټرول کې راولي. او همدارنګه د شوملو څښل هم د لوړ او ټیټ فشار لپاره ګټور ثابتیدلای شي.

فشار څخه مخنوی

په نړۍ کې ډیری مزضونه دي چئ ډیر خطرناک هم دی. له دغې جملې څخه یو هم د وینې فشار دی د دغه ناروغي د راټیټیدو یا لوړیدو څخه وقایه او مخنیوي لپاره دا مهمه ده. چې هره ورځ ورزش وشي. منظم ډول خواړه او هره ورځ کافي اندازه اوبه وڅښل شي. چې له دې سره د فشار له ناروغۍ څځه خوندي پاتې شئ.

او د 40 کالو څخه زیات عمر لرونکي خلک باید هره ورځ په منظم ډول فشار وګوري. ”

ژباړه: سید نظیر سادات