فزیوتراپي(فزیکي درملنه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فزیو تراپي پیژند                         

فزیکي درملنه چي د فزیوتراپي په نوم هم یادیږي، د روغتیایې مسلکونو سره تړلی یو مسلک دی چي په شواهدو ولاړې کنزیولوژۍ، الکترونیکي درملنې، د شاک څپو څرنګوالي، تمرینې نسخې د مفصلونو د موبلایز او روغتیایې زده کړې په وسیله د مزمن یا سخت درد، د نرمو نسجونو زخمونه، هغه مفصلونه چي کرپندوکي یې زیانمن شوي وي، د تګ ناروغۍ او فزیکي معلولیتونو په ځانګړي ډول د عضلي سکلیټي، قلبي تنفسي، عصبي او نورور... درملنه کوي.

فزیوتراپي د فزیکي ازمایښتونو، تشخیص، رغېدنې، فزیکي لاس وهلو او فزیکي بیا رغونې په وسیله د ناروغ د فزیکي دندو د ښه کولو لپاره استعمالیږي او همدغه کارونه د فزیکي درملنې د ډاکټر په وسیله چي فزیوتراپيست ورته ویل کیږي سرته رسیږي.

عمومي کتنه

فزیوتراپي هغه ناروغۍ او ټپونه په نښه کوي چي د ناروغ وظیفوي وړتیاوي محدودوي لکه تګ ورځنۍ چاري او نور فعالیتونه.

د فزیوتراپي په وسیله کولای شو همدا محدودیتونه له منځه یوسو او ناروغ خپل عادي حالت ته راوګرځوو تر څو په عادي ډول خپلې ورځنۍ چارې مخته یوسي.

فزیوتراپیستان تشخیص ته د رسېدو لپاره له انفرادي تاریخچې او فزیکي ازموینو نه ګټه اخلي او کله چي اړتیا وي بیا له لابراتوار او د انځوریزو مطالعاتو لکه X- Ray  سي ټي سکن (CT - Scan) او یا هم د (MRI) له موندنو نه ګټه اخلي.

فزیوتراپي یو حرفوي مسلک دی چي زیاتې تخصصي څانګې لرې لکه عضلي سکلیټي، اورتوپېدي، قلبي تنفسي، عصبي، اندوکراینولوژي، د ماشومانو ناروغي، د ښځو روغتیا، الکترومایوګرافي او داسي نور...

فزیوتراپیستان په ډیرو ځایونو کي خپل تمرینونه  ترتیبوي لکه خپلو شخصي فزیوتراپي کلینیکونو، هغه کلینیکونو چي ناروغان یې له بستر نه بهر وي، روغتیایې کلینیکونو، بیا رغونکو روغتونو، د نرسینګ اسانتیاوي لرونکو مرکزونو، شخصي کورونو، څیړنیزو او زده کړیزو مرکزونو، ښوونځیو او نورو صنعتي ځایونو کي.

تاریخچه

فزیوتراپي د  لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال رامنځته شوه او همدارنګه په لومړ ۍ نړیوالې کي د ټپیانو د توانمندي موندلو لپاره زده کړیز مرکز رامنځته شو.

په 1985 زیږدیز کال کي په انګلیستان کي د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ د زیاتیدو سره هم مهاله د امریکایي ډاکټرانو یوې ډلې ددې هیواد نه د لیدنې پر وخت د درملنې له یوې طریقې څخه چي مساج، تمرینې درملنه، تودول او داسي نور ورکي شامل و ګټه پورته کړه چي د درملنې دا طریقه د فزیوتراپي په نوم پیژندل کیدله.

په 1922 زیږدیز کال کي د اغلې مک میلان په ریاست د امریکا د ښځو د فزیوتراپي انجمن تاسیس شو چي وروسته د یاد انجمن نوم د امریکا د فزیوتراپي انجمن (APTA)  ته بدل شو او همدارنګه ښځو ته پکې د غړیتوب اجازه ورکړل شوه

په دغه وخت کي ددې انجمن غړي له 1000 کسو کم و.

د دویمې نړیوالې جګړې او د ماشومانو د ګوزڼ سراسري اپیډمې په ظاهریدو سره د 1940 او 1950 لسیزو په اوږدو کي د فزیوتراپي مسلک له ښه استقبال سره مخ شو او همدارنګه د انجمن د غړو شمېر 8000 کسانو ته ورسېد.


اې پي ټې اې (APTA) چي یو ملي حرفوي سازمان دی، هدف یې د فزیوتراپۍ زده کړې او څیړنو ته وده ورکول دي.


د فزیوتراپي تاریخچې ته لنډ کتنه

1500-1800زیږدیز

ـ په 16مه زیږدیزه پیړۍ کي ډاکټر ګیلبرټ(Gilbert) د بریښنایې درملنې(الکتروتراپي) مډرنې پوهې ته په انګلیستان کي پراختیا ورکړه.

ـ د الکتروتراپي لومړنی کتاب د جان وسلي په وسیله په انګلېسې ژبه ولیکل شو


1800 - 1900 زیږدیز

ـ په 1985 کال کي پالمر(Palmer) مانیپولېشن کایروپرکتیک ته پراختیا ورکړه.

ـ فین سن(Finsen) د ماورای بنفش وړانګو په واسطه د میکروب وژنې اهمیت په اثبات ورساوو.

1913ز کال

ـ په پنسیلوانیا کي د فزیوتراپي د لیسانس لومړنی سند وړاندي شو.

1915 کال

ـ اغلې ماري مک میلان د امریکا په متحده ایالاتو کي د لومړنۍ فزیوتراپیستې په حیث وپېژندل شوه، هغې خپلې زده کړې په انګلیستان کي بشپړه کړې او په 1915 کال کي بیرته متحده ایالاتو ته وګرځېده.

1921 کال

ـ د امریکا د ښځو د فزیتراپې انجمن د اغلې مک میلان پت واسطه تأسیس شو.

ـ د فزیوتراپي نشریه چي یوه ځانګړې مجله ده، د 1921 کال په مارچ میاشت کي یې په کار پیل وکړ.

1922 کال

په 1922 زیږدیز کال کي د (امریکا د ښځو د فزیوتراپي انجمن)  نوم د (امریکا د فزیوتراپي انجمن) ته بدل شو.

1944 کال

ـ د طبابت تخصص په فزیکي طیب کي پراختیا ومونده، ډاکټرانو د فزیوتراپیست نوم لري او فزیاتریست ته یې بدل کړ، په همدې ترتیب د فزیوتراپي ټکنیشنانو د ټکنیشن کلمه لري کړه او په خپل نوم کي یې د فزیوتراپیست له کلمې نه ګټه واخیسته.

2940 - 1950 کلونه

ـ د توان ورکونې مفهومونه چي په دویمه نړیواله جګړه کي وپېژندل شو. د فزیکي طیب د تخصص سبب وګرځېد، په زیاتره مؤسیسو کي د فزیوتراپي خدمتونه یواځي فزیوتراپیستانو ته په ورتلو سره اسانه او د لاسرسي وړ شول

1951 کال

ـ په 1951 زیږدیز کال کي د فزیوتراپي نړیوال کنفدراسیون(WCPT) تأسیس شو

1985 کال

ـ لومړنيو بالینې متخصیصینو د قلبي- ریوي فزیوتراپي په برخه کي تصدیق پاڼې تر لاسه کړې.

1996 کال

ـ د فزیوتراپي د حرفوي دکتورا(DPT) لومړنۍ ورودې برنامه د کراتین په پوهنتون کي پرانستل شوه، چي خپل لومړنۍ زده کړیالان یې په 1996 کال کي فارغ کړل.