فرېدرېک بارټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
فرېدرېک بارټ

ډاکټرفرېدرېک بارټ ( ۱۹۲۸م زېږدي کال) يو ټولنپوه ، وگړپوه او توکمپوه دی . همدا رنگه د ټولنپوهنې او وگړپوهنې په څانگه کې د امريکې د بوسټن ښار په پوهنتون کې رسمي پروفيسر دی .

مخينه

پوهاند فرېدرېک بارټ په ناروې کې زېږېدلی دی . دی د نړېوال څېړونکي ، توکمپوه او ټولنپوه پوهاند مورگن ستيرنې زده کوونکی او علمي اړخ کې ېې پالونکی دی .

زده کړې

دندې

علمي کارونه

ډاکټر پوهاند فرېدرېک بارټ په سلهاؤ نړېوالو رسنيو کې ليکنې ، علمي څېړنې ، او نورې شننې خپرې کړي . همدا رنگه ېې ډېر علمي او څېړنيزو سکاليو گانو باندې ځانگړي کتابونه خپاره کړي . ده په ځانگړي توگه د افغانستان ـ پاکستان پولې ته څېرمه په قبايلو او د هغوی په ژوند باندې څېړنيزه اثار کښلي دي ، په دې لړ کې ېې (The Political Leadership Among the Swat Pathans) (1959) ېې نړېوال شهرت موندلی . پوهاند فرېدرېک بارټ برسېره پر خپل مورنۍ ژبه ناروېژي ، انگرېزي ، جرمني ، فرانسوي پښتو او هندي باند ې هم گړېدی شي.

چاپي اثار

  1. د سويلي اسيا کوچان (۱۹۶۱) ــ Nomads of South Asia
  2. د ټولنيزو ټولنو مخ بېلگې (۱۹۶۶) ــ Models of Social Organization
  3. په نوې گوينيا کې د باکتامان تر منځ دود او پوهنه (۱۹۷۵) ــ Ritual and Knowledge Among the Baktaman of New Guinea
  4. د نورو ـ او زموږ خپل ژوند (۱۹۸۰) ـ Others life - and our owns
  5. د بالينيز نړۍگانې (۱۹۹۳) ـ Balinese Worlds
  6. څرگندېدل او پړاؤ ېې (۱۹۹۴) ـ Manifestation and process
  7. په توکمپوهنې کې نوې او تل پاتې سکالويو گانې (۲۰۰۱) ـ New and Permanent subjects in the studies of Ethnicity
  8. موږ انسانان (۲۰۰۵) ـ We The Humans
  9. د پښتون هويت او خونديتوب (۱۹۶۹) ـ Pathan identity and its maintenance
  10. افغانستان او طالبان (۲۰۰۸) ـ Afghanistan and The Taliban


  • Cosmologies in the making : a generative approach to cultural variation in inner New Guinea. Cambridge: Cambridge University Press, 1987. ISBN 0521342791
  • Sohar, culture and society in an Omani town. Baltimore: Johns Hopkins University Press, 1983. ISBN 0801828406
  • Ethnic groups and boundaries. The social organization of culture difference. Oslo: Universitetsforlaget, 1969. ISBN 9780045720194

سرچينې

د انگرېزي ويکيپېډيا پوهنغونډ