فرید ماموندزی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فرید ماموندزی د (۱۹۶۶م) کال د جون په لسمې نیټې د کونړ د مرورې ولسوالۍ په لر کلي کې زیږیدلی دی. لومړنۍ زده کړې یې په لر کلي کې سرته رسولي او

بیا دخپلې کورنۍ سره پیښور ته کډه شوی دی.
پلار یې د پیښور په دولتي لیسې کې شامل او له هغې فارغ شوی دی.

د اسلامي علومو ډیره برخه چې د قرانکریم ترجمه هم په بر کې نیسي، د خپل پلار ارواښاد مولوي حمدالله ماموندزي څخه ولوستله. ورپسی یې د پیښور په اسلامیه کالج کې د کیمیا او بیولوژي په برخه کې د ليسانس سند تر لاسه کړ. ماموندزي د محصلۍ په دوره کې،‌ د وحدت په جریده کې لنډې ټولنیزې مقالې لیکلې او هم یې د جوانان د جريدې د پښتو برخې د چلوونکي په توګه کار کړی دی.

دندې او فعاليتونه:[سمول]

لومړنۍ کاري دنده یې په (۱۹۹۲م) کې د ماین پاکۍ په یوې موسسې کې د محاسب په توګه پیل کړه او دوه کاله وروسته په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ له دفتر سره د محاسب په توګه مقرر شو.

له څلور نیم کاله خدمت څخه وروسته د ملګرو ملتونو د خوراک او کرنې له سازمان سره د اداري مسؤلیت ترڅنګ، د مالي امورو په اداره کې د ماسټرۍ سند هم تر لاسه کړ.
په (2000 م) کال کې د ملګرو ملتونو د نړیوال کارمند په توګه په مراکش/ المغرب کې د ملګرو ملتونو لخوا په لویدیزې صحرا کې د ریفرنډم له هیئت سره د بودیجې د مسول په صفت کار پیل کړ. 

له شپږ کلنې دندې وروسته،‌ لومړی د افریقا سيراليون او بیا د آسیا نیپال ته، د محاسبې او بودیجې د مسول په توګه د ازادې مقابلې له لاري انتخاب او ولیږل شو. له هغه وروسته ایټالیا ته واستول شو او د ملګرو ملتونو د مرکزي منيجمنټ د برخې د عمومي مسول په توګه‌ شپږ کاله همدلته پاتې شو.

نوموړی نن سبا د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې چې په نیویارک کې دی، د ترهګرۍ ضد ادارې په پروګرام کې د افسر په توګه کار کولو تر اړخه، د کارنل پوهنتون څخه یې د بشري منابعو د ادارې ډیپلومه هم تازه تر لاسه کړي دي.

په اسلام آباد کې د هستوګنې په مهال یې د افغانستان د لرغوني تاریخ د میراث د ساتنې د ټولنې سره چې د آغلې نانسي ډوپرې په څیر مشهورو خلکو یې غړیتوب درلود له نېږدې کار کړی دی. 

همدارنګه اوسمهال په افتخاري ډول، د خورو ورو افغانانو له هغې ټولنې سره همکاري لري چې له هیواد څخه د باندې د هغوي په کلتوري او اړونده ستونزو باندی څیړنې او خدمات ترسره کوي.

اړونده لیکنې[سمول]

دا هم وګورئ[سمول]

سرچینې[سمول]