فریدریک لیست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جورج فریدریک لیست (۱۷۸۹ ز، د  اګست ۶مه – ۱۸۴۶ ز د نومبر ۳۰مه) یو جرمنی-امریکایی اقتصادپوه و، چې د سیاسي اقتصاد "ملي نظام" یې رامنځته کړ. نوموړی د جرمني د اقتصاد تاریخي مکتب پلار ګڼل کېږي او د جرمني د ګمرکونو اتحادیې په ګټه یې له یوه ملتپال نظره استدلال او پلوي کړې. هغه د کورنیو توکو د آزادې سوداګرۍ د ملاتړ ترڅنګ پر وارداتي توکو د تعرفې د لګولو غوښتنه کوله او ویل یې، چې د تعرفې لګښت ته باید د هېواد په راتلونکې تولیدي کېدنه کې د یوې پانګونې په سترګه وکتل شي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

لیست یو سیاسي لېبرال و او له کارل وان روټیک او کارل تیوډور ویلکر سره یې په روټیک-ویلکرسچ سټاټسلیکسیکون [په جرمني ژبه] دایرة المعارف کې ګډه همکاري لرله. دا د سیاسي علومو هغه دایرة المعارف و، چې د قانوني لیبرالیزم ملاتړ یې کاوه او د ورمارس (Vormärz) پر دوره یې اغېزې وکړې. هغه مهال په اروپا کې لېبرالې او ملتپالې مفکورې په تقریبا نه بېلېدونکې توګه سره تړلې وې، او سیاسي لیبرالیزم تر هغه مهاله له هغه څه سره چې وروسته "اقتصادي لیبرالیزم" وګڼل شو، نه و تړل شوی. ایمانویل ټوډ، جان مینارډ کینز د "معتدل یا تنظیم شوي پانګوالیزم" د یوه تیوریست په توګه د لیست منطقي تسلسل ګڼي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

ژوندلیک[سمول]

لیست د جرمني د ورتمبرګ ایالت په رویټلینګن ښار کې زیږېدلی و. هغه نه غوښتل چې د خپل پلار شغل او کاروبار ته دوام ورکړي. د هغه پلار یو تکړه څرمن جوړوونکی یا دباغ و. له دې امله لیست په ​​عامه خدماتو کې د محاسب یا حسابدار دنده پیل کړه (چې بیورو کمرالیست یا اداري بیوروکراټ بلل کېده). نوموړی په ۱۸۱۶ کال کې د وزارت د مرستیالۍ پوست ته ورسېد. په ۱۸۱۷ کال کې بیا په ټوبینګن پوهنتون کې د ادارې او سیاست په څانګه کې پروفیسور وټاکل شو، مګر په ۱۸۱۹ ز کال کې د وزارت له سقوط سره استعفا ته اړ شو. نوموړی د ورتمبرګ خونې د مرستیالۍ پر مهال د اداري اصلاحاتو په ملاتړ کې فعال و. هغه بالاخره له ورتمبرګ خونې وایستل شو او د ۱۸۲۲ ز کال په اپریل کې د اسپرګ ښارګوټي په پوځي کلا کې د سخت کار کولو پر لس میاشتني بند محکوم شو. نوموړی بیا الزاس سیمې ته وتښتېد، او د فرانسې او انګلستان له لیدنې وروسته په ۱۸۲۴ ز کال کې د خپلې سزا بشپړولو لپاره بېرته راستون شو، او امریکا ته د کډوالۍ له ژمنې کولو سره خوشی شو.

په ۱۸۲۵ زکال کې متحده ایالاتو ته له رسېدو سره په ​​پنسلوانیا کې مېشت شو او هلته د ډېرې ځمکې څښتن شو. هغه لومړی په کرنه کې بوخت و، خو ډېر ژر یې ژورنالېزم ته مخه کړه او په ریډېنګ ښار کې یې د یوې جرمنۍ ورځپاڼې مدیریت وکړ. هغه د اورګاډي پټلۍ په جوړولو کې هم فعال و. ځینې څېړونکي ​​استدلال کوي (د بېلګې په توګه چانګ، ۲۰۰۲ز) چې په امریکا کې نوموړي د الکساندر همیلټن د اثارو له مطالعې څخه هغه الهام واخیست چې له نوموړي څخه یې د هغه د وړاندې کړو "ملي نظام" نظریو اقتصادپوه جوړ کړ، چې د هنري کلې "امریکایي نظام" تر نوم لاندې اقتصادي پلان کې یې پلي کېدو ته لاره وموندله. ځینې نور بیا دا ردوي (داستول، ۲۰۱۱ز)، ځکه نوموړي وړاندې په ۱۸۱۹ ز کال کې د جرمني د ګمرکي اتحادیې پلوي کوله، هغه هم کله چې نوموړي د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د جرمني لومړۍ اتحادیه جوړه کړه. د کورنیو تولیداتو د ملاتړ تګلارې (protectionism) په اړه د نوموړي نظریات په امریکا کې تر استوګنې مخکې مطرح شوي او د کورنیو تولیداتو لېبرالو ملاتړو لکه اډولف تیر تر اغېزې لاندې وو. د ژان انتوان چاپتال د ۱۸۱۹ ز کال اثر "فرانسوي صنعت" هغه اصلي تیوریکي ریفرینس و، چې ښاغلي لیست د ۱۸۲۷ ز کال په خپله رساله "د امریکا د سیاسي اقتصاد اوټلاین" کې ذکر کړی. په دې رساله کې نوموړي د عملي ملاتړ او ازادې سوداګرۍ له نظریې دفاع کړې ده. په ځینو هغو ځمکو کې د ډبرو سکرو کشف، چې هغه ترلاسه کړې وې، نوموړی له مالي پلوه خپلواک او ځان‌بسیا کړ.[۱۲][۱۳][۱۴]

په ۱۸۳۰ ز کال کې په ​​هامبورګ کې د متحده ایالاتو قونسل وټاکل شو، مګر اروپا ته له رسېدو سره خبر شو چې سنا جرګې د هغه ټاکنه نه ده تایید کړې. په پاریس کې له یو څه مودې استوګنې وروسته بېرته پنسلوانیا ته ستون شو. په ۱۸۳۳ ز کال کې د جرمني په لایپزیګ ښار کې مېشت شو او هلته د یو څه مودې لپاره د متحده ایالاتو قونسل و. هغه له ۱۸۳۷ ز کال څخه تر ۱۸۴۳ ز کال پورې په پاریس کې ژورنالیست و او د اډولف تیر منځلارې کیڼ اړخې ورځپاڼې"لي کانسټیټیوشنل" ته یې مقالې لیکلې. هغه د اوګسبورګ ښار آلګیمین زیتونګ ورځپاڼې ته هم لیکنې کړې دي چې بیا په ۱۸۴۱ کال کې "د سیاسي اقتصاد ملي سیستم" تر سرلیک لاندې په یوه ټوک کې خپرې شوې.[۱۳][۱۴]

په ۱۸۴۳ ز کال کې یې په ​​ اوګسبورګ ښار کې زولورینسبلاټ (Zollvereinsblatt) ورځپاڼه پیل کړه، چې پکې نوموړي د جرمني ګمرکي اتحادیې (جرمني: Zollverein) د پراختیا، او د ملي سوداګریز نظام د تنظیم غوښتنه او ملاتړ کاوه. هغه په ​​جرمني کې د اورګاډي پټلۍ د سیستم غځولو په کلکه ملاتړ وکړ. د جرمني د ګمرکي اتحادیې (Zollverein) رامنځته کېدل، چې له اقتصادي پلوه د جرمني د یووالي لامل شوه، تر ډېره بریده د هغه د ملاتړ او لېوالتیا پایله وه.[۱۵]

په ۱۸۴۱ ز کال کې د هغه ناروغي د دې لامل شوه چې د رهاینش زایټینګ په نوم په کولون ښار کې د لېبرال نظریانو نوې ورځپاڼې د مدیریت وړاندیز رد کړي. دا دنده بیا کارل مارکس په غاړه واخیسته. هغه په ​​۱۸۴۴ کال کې اتریش او هنګري ته سفر وکړ او په ۱۸۴۶ کال کې یې انګلستان ته سفر وکړ، ترڅو د دغه هېواد او جرمني تر منځ یو سوداګریز ائتلاف رامنځته کړي، خو په دې کار کې بریالی نه شو. د هغه د ژوند وروستۍ ورځې له ډېرو بدبختیو سره مل وې. د یوه مالي کړکېچ له امله، هغه په امریکا کې خپله ډېره شتمني له لاسه ورکړه، ناروغۍ هم پر هغه لمنه وغوړوله او په پای کې یې د ۱۸۴۶ ز کال د نومبر په ۳۰مه ځان وژنه وکړه.[۱۶][۱۷]

نفوذ او اغېزې یې[سمول]

له آزادې سوداګرۍ سره د نوموړي دښمني په لومړي ځل د هغه د ملګري اډولف تیر او په فرانسه کې د نورو کورنیو تولیداتو د ملاتړو لېبرالانو د نظریاتو په وسیله جوړه شوه. نوموړی بیا وروسته د الکساندر همیلټن او امریکايي اقتصادي مکتب تر اغېزې لاندې شو. دا مکتب هم د همیلټن په اقتصادي اصولو کې ریښې لري چې ډانیل ریمونډ هم پکې راځي. همدا راز د امریکا د خزانې د وزیر د تفکر ډول هم اغېزه پرې کړې وه او د ادم سمیټ پر نظریاتو د هغه سختو نیوکو هم پر نوموړي اغېزې کړې وې. هغه په ​​معاصر اقتصادي نظام کې له ګڼ-ملیتي (cosmopolitan) اصل او د آزادې سوداګرۍ له مطلقې نظریې سره مخالفت وکړ کومه چې له دغو اصولو سره هم‌غاړې وه، او پرځای یې د نوو زیږېدلو صنعتونو د ملاتړ بحث رامنځته کړ، چې هغه ته همیلټن او ریمونډ له لوري وړاندیز شوی و. نوموړي ملي مفکورې ته خورا اهميت ورکړ او د هر ملت پر ځانګړو غوښتنو یې د هغوی د شرايطو او په تېره بيا د هغوی د پرمختګ کچې ته په کتو سره ټينګار وکړ. هغه د پرمختللو هېوادونو په ځانګړې توګه انګلستان له لوري د آزادې سوداګرۍ د غوښتنې پر رښتینولۍ شک درلود.[۱۸]

د ادم سمیټ له نظریاتو سره اختلاف[سمول]

ښاغلي لیست استدلال کاوه چې واکمنان دوه مسؤولیتونه لري: "یو د معاصرې ټولنې پر وړاندې او بل هم د راتلونکو نسلونو پر وړاندې". په ټولیز ډول، د دولت‌مشرانو ډېره پاملرنه پر بېړنیو مسایلو متمرکزه ده او پر راتلونکو مسایلو غور کولو ته ډېر لږ وخت ورکوي،مګر هرکله چې یو هېواد د پرمختګ په لور یو مهم پړاو ته رسېږي، مشران یې په اخلاقي توګه مکلف وي چې له هغو مسایلو سره هم تعامل وکړي چې راتلونکی نسل اغېزمنوي. "د خپل هېواد په پرمختګ کې د یوه نوي پړاو په درشل کې، سیاستوال باید چمتو وي چې اوږدمهالی نظر ولري، سره له دې چې له بېړنیو مسایلو سره هم د تعامل کولو اړتیا لري."[۱۹]

د هغه بنسټیز نظر دا و چې د یوه ملت رښتینې شتمني د شته اسعارو ارزښت نه، بلکې د هغه ملت د تولیدي ځواک بشپړه او څو-اړخیزه پراختیا ده. د بېلګې په توګه، اقتصادي زده کړې باید د یوه ملت د سملاسي تولید د ارزښت په پرتله زیاتې مهمې وي، او ښایي دا سمه وي چې یو نسل باید د راتلونکې ځواکمنۍ او مهارت د خوندي کولو لپاره خپلې ګټې قرباني کړي. په نورمال حالت کې له اقتصادي پلوه یو رسېدلی ملت باید کرنې، تولید او سوداګرۍ ته هم وده ورکړي. که څه هم وروستي دوه فکتورونه ډېر مهم وو، ځکه دوی د ملت پر کلتور او خپلواکۍ غوره اغېزې ښندلې وې او په ځانګړې توګه له تګ راتګ، رېل پټلۍ او پرمختللې ټیکنالوژۍ سره تړلي وو، او یو خالص زراعتي هېواد په ټپه درېدو ته نژدې و.

سرچینې[سمول]

  1. After becoming an American citizen, List returned to Germany in 1834 to serve as U.S. consul at Leipzig. – Encyclopædia Britannica: Friedrich List
  2. FREEMAN, C. (1995), "The National System of Innovation in Historical Perspective", Cambridge Journal of Economics, No. 19, pp. 5–24
  3. Helleiner, Eric (2020-11-23). "The Diversity of Economic Nationalism". New Political Economy. 26 (2): 229–238. doi:10.1080/13563467.2020.1841137. ISSN 1356-3467. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Helleiner, Eric (2021). The Neomercantilists: A Global Intellectual History (په انګلیسي ژبه کي). Cornell University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5017-6014-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Fonseca Gl. Friedrich List, 1789–1846 Archived 2009-01-04 at the Wayback Machine.. New School.
  6. "Strategies of Economic Order". Keith Tribe. Cambridge University Press. 2007. p. 36. Accessed January 27, 2010.
  7. Encyclopædia Britannica: Friedrich List
  8. Hagemann, Harald; Wendler, Eugen (2018). The Economic Thought of Friedrich List. Routledge. د کتاب پاڼي 58–62. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Wendler, Eugen (2014). Friedrich List (1789-1846): A Visionary Economist with Social Responsibility. Springer. د کتاب پاڼي 12 and 135–137. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Walther, Rudolf (1984). "Economic Liberalism". Economy and Society. 13 (2): 178–207. doi:10.1080/03085148300000019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Wendler, Eugen (2014). Friedrich List (1789-1846): A Visionary Economist with Social Responsibility. Springer. د کتاب پاڼې 220. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. کينډۍ:Cite Appletons'
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ کينډۍ:Cite NIE
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Todd, David (2015). Free Trade and its Enemies in France, 1814–1851. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 15, 125 & 146–153. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:Cite Appletons'
  16. "Friedrich List". Encyclopædia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ جون ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Henderson, William O. Friedrich List: Economist and Visionary. Frank Cass: London, 1983, p. 85.
  18. Chang, Ha-Joon. "Kicking Away the Ladder: How the Economic and Intellectual Histories of Capitalism Have Been Re-Written to Justify Neo-Liberal Capitalism". Post-Autistic Economics Review. 4 September 2002: Issue 15, Article 3. Retrieved on 8 October 2008.
  19. "The German Zollverein" in the Edinburgh Review, 1844, p. 117