فرملې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

داستان پشتو از فرملی ها

بسم الله الرحمن الرحيم

(پرمليان يا فرمليان)

فرمليان په پښتنو کې يوه ډيره لرغونې قبيله ده چې د غرغښت په ټولنيز ګروپ پورې اړه لري او ځانونه د کاکړو يوه

څا نګه بولي٠

ددوی د استوګنې اصلي ټاټوبی پرمل يا برمل دی چې د سليمان د غرونو لړۍ او د پکتيکا په ولايت پورې يوه اړونده ولسوالي ده٠

ډپټي محمد حيات خان په خپل مشهور اثر تا ريخ

حيات افغاني کې د فرمليانو په اړوند ليکي:" فرمليان زياتره په ارګون او د خروټو د سېمې په منځنۍ برخه کې او سيږي."

البيروني د قانون مسعودي په دريم ټوک کې د فرمليانو د سيمي موقعيت د غزني او ملتان تر مينځ ښودلی دی٠ همدا راز د صولت افغاني دتاريخ مؤلف زردار خان ناغر د فرمليانو د سيمې د موقعيت په اړوند ليکلي دي:" برمل د غزني په توابعو کې د يوې سيمې نوم دی او هغه کسان چې د برمل په سيمه کې استوګن دي د فرمليانو په نامه ياديږي."

د افغانستان نامتو او وتلی مؤرخ اروا ښاد استاد احمد علي کهزاد هم د فرمليانو اصلي ټاټوبی اورګون ښودلی چې فرمليان پکې ژوند کوي٠

که څه هم د فرمليانو د توکميزو(نژادي) اړيکو په اړوند بيلا بيلې نظر يې څرګندې شوي او د ځينو په اند دوی د يفتلي شهزاده ګانو او لاده ده چې د عربو د فتوحاتو او سوبو له وخته د غزنوي واکمنۍ پورې تر اوسه په سليمان او سپين غر کې مېشته دي.

همداراز د فرمليانو په اړوند دريم نظر دادی چې دوی غلجي پښتانه دي،خو د تاريخي شواهدو پر بنسټ دوی د پښتنو د غر غښت د ټولنيز ې ډلې پورې اړه لري٠

هغه وخت چې المتو کل علی الرحمن پښتون واکمن بهلول لودي د ډيلي سلطنت تر لاسه کړ نو د يوه فرمان له مخې يې پښتانه قبايل هند ته ور وبلل تر څو د خپلې واکمنۍ ستنې

پياوړې او مضبوطې کړي او له بلې خوا پښتنو ته د خپلې واکمنۍ په قلمرو کې جاګيرونه او منصبونه ورکړي٠ د بهلول لودي په دې فرمان کې را غلي وو:" ما ته خدای د هندوستان تخت راپه برخه کړ، خو ددې تخت ساتنه هغه څوک کولای شي چې دقوم او قبيلې خاوند وي٠ نو پښتنو ته په کار دي چې ددوی ډير شمير هندوستان ته راشي او نه يوازې د واکمنۍ په پياوړتيا کې برخه واخلي، بلکې دغې واکمنۍ ته پراختيا ورکړي او جاګير ونه ترلاسه کړي٠ "

ددغه فرمان په ځواب کې ډير پښتانه قبايل چې په هغه کې لواڼيان ، نيازيان،لوديان،سرواڼيان،پڼي، ترين، سړبني،سوريان، مياڼه، کاکړ،کرلاڼي او پرمليان( فرمليان ) هم شامل وول افغانستانه دهند لور ته لاړل چې ډيرو يې لوړ لوړ منصبونه او جاګيرونه تر لاسه کړل چې موږ کولای شو د لودي او سوري

د واکمنانو په وخت کې د ځينو مشهورو امراوو نومونه واخلو چې فرملي پښتانه وو٠

1- خانۍ خانان فرملي:

د سلطان بهلول لودي د مشهورو امراوو نه شميرل کيده چې دده د واکمنۍ په وخت کې دده د سوبو يو پياوړی ملګری پاتې شوی دی٠

د راجپوتانه يا اوسني راجستان په اوديپور کې د هندوانو د مشهور او پياوړي راجپوت جنرال رانا خوريي چتر سال ته ماتي ورکړې وه٠

ـ۲دولت خان فرملي: د بهلول لودي د مشهورو اميرانو نه و٠

٣-کالا پهاړ فرملي: د لودي او سوري واکمنانو د واکمنۍ په وختونو کی يو ډير مشهور امير و٠

٤- شيخ سعيد فرملي: چې د سلطان سکندر لودي له امر اوو نه و٠

د فرمليانو د استوګنې سېمې:

په اوسني وخت کې فرمليان په افغانستان کې په لاند يو سيمو کې مېشته دي:

١- زوړ ارګون:

چې د اوسني اورګون په شپږ کيلو مترۍ کې پروت دی او ويل کيږي چې په دغه ځای کې د فرمليانو تقريباً څلور زره کورنۍ ژوند کوي٠ د زاړه اورګون فرمليان په دوو ښاخونو ويشل کيږي: شرف او سپري. شرف بيا د بالیشې، سيل احمد او ملت کلان په څانګو او علي خيل او قره خيل د سپري په ښاخ پورې اړه لري٠

٢- د کابل د چهارد هي په ولسوالۍ کې:

هغه فرمليان چې د کابل د چهارد هي په ولسوالۍ کې او سيږي نو ددوی د سيمو او محلونو نومونه دادي:

کلای قاضي، کلای غيبي،اقا علي شمس، ده مراد خان،چهلستون،سر اسياب، مو سهي فرمليان،کلای کاشف،يوسف بنګي بر فرملي او کوز فرملي چې د ګلباغ په سيمې پورې اړه لري، کلای غيب الله او کلای بهادر خان فرملي ٠

همداراز د کابل درخت شنګ ته نږدې په کوز فرملي کې هم فرمليان ژوند کوي٠

يو شمير فرمليان د مزار شريف په چارکنک ا ود لوګر، غزني، هلمند او کندهار په ولايتونو کې هم اوسيږي٠

د پښتونخوا په صوابۍ او د پاکستان په پنجاب کې هم يو شمير فرمليان استوګنه لري٠

د فرملي قبيلي پورې اړوند مشهور خلک:

١- دکتور محمد عثمان صدقي: چې تاريخ پوه و او د کابل دچهاردهي د کلای قاضي فرملي و٠

٢- ارواښاد معاون سر محقق محمد محسن فرملي چې د افغانستان د علومو غړی او دڅه مودې له پاره د نوموړې اکاډيمۍ سرپرست پاتې شوی او د اعليحضرت محمد ظاهرشاه د واکمنۍ په وخت کې په ولسي جرګه کې د کابل دچهاردهي ولسوالۍ د خلکو استازی و٠

3- محمد آصف پيام فرملي ليكوال او ملي شاعر

4 - محمد يونس عيني ليكوال او شاعر

5- محمد متين مونس ليكوال او د اكادمي علومو غړي.

رحیم سادات

Rahim Sadat