فردریک آکوم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فردریش کریسچین آکوم یا فردریک آکوم (زوکړه: د ۱۷۶۹ زکال د مارچ ۲۹مه – مړینه: د ۱۸۳۸ زکال د جون ۲۸مه) جرمنی کیمیاه پوه و چې په پام وړ لاسته راوړنو کې یې د ګازي روښنايي په برخه کې پرمختګونه، د خطرناکو موادو څخه د پروسس شوو خوړو د ساتنې په برخه کې هڅې او همدارنګه د عامه وګړو ترمنځ د کیمیا له علم سره د لیوالتیا رامنځته کول شاملېږي. آکوم له ۱۷۹۳ زکال څخه تر ۱۸۲۱ زکال پورې په لندن کې ژوند وکړ. ده له یو یوناني درمل جوړونکي (حکیم) سره له کار زده کړې وروسته خپل سوداګریز لابراتوار پرانیست. د خپلې دغې سوداګرۍ په ترڅ کې یې بېلابېل کیمیاوي او لابراتوري تجهیزات تولید او وپلورل. خپله آکوم د عملي کیمیا په برخه کې د فیس په ترلاسه کولو عامه لکچرونه ورکول او د ګڼ شمېر نورو علمي بنسټونو په څېړنیزو هڅو کې یې مرسته کوله. [۱]

نوموړي د فردریک وینزور له چارو سره شدیده لېوالتیا لرله، ځکه هغه په لندن کې ګازي روښنايي معرفي کړه او دی هم د دغه نوښت مجذوب وګرځېد. د ګاز لایټ اېنډ کوک کمپنۍ په غوښتنه، ده په دې برخه کې ګڼ شمېر ازموینې ترسره کړې. له دغه شرکت سره له یو څه مهال همکارۍ وروسته نوموړي په ۱۸۱۲ زکال کې د هغو مدیره پلاوي ته لار ومونده. یاد شرکت بیا د خصوصي او دولتي برخو لپاره د ګازي روښنايي د چمتو کولو په موخه د ګازو لومړنۍ کارخونه تاسیس کړه. آکوم د ګازو د دغې بریالۍ کارخونې د جوړولو د مفهوم او طراحۍ په برخه کې پام وړ ونډه لرله.

د آکوم ډیری لیکنې په انګریزي ژبه دي. دا په داسې سبک باندې لیکل شوې چې ټولو ته د درک وړ دي. د هغه د لیکنو پر مټ پام وړ علمي چارې تشرېح شوي چې په هغه دوره کې یې د کیمیا د ترویج په برخه کې پام وړ اغېز درلود. په ۱۸۲۰ زکال کې آکوم په خوراکي توکو کې د چلوټۍ اړوند یوه رساله خپره کړه چې په هغو کې یې په خوړو کې له کیمیاوي توکو څخه ګټنه وغندله. دغې چارې د خوراکي توکو په جوړولو باندې څارنې ته د اړتیا اګاهي رامنځته کړه. آکوم لومړنی کس و چې دغې موضوع ته یې پام وکړ او د خپلو چارو پر مټ یې ګڼ شمېر مخاطبینو ته لاسرسی وموند. د هغه اثر دغه مهال بحث پارونکی و، ګڼ شمېر مخاطبین یې وموندل او په پریمانه کچه وپلورل شو. له دې امله چې دغه اثر د خوراکي موادو د پروسس کولو صنعت وګواښه، همدا و چې په لندن کې یې د خوراکي توکو ګڼ شمېر تولید کوونکي په دښمنانو باندې واوښتل. آکوم وروسته له هغه لندن پرېښود چې پر ضد یې په محکمه کې دوسیه پرانیستل شوه. په دې سره نوموړي د خپل ژوند پاتې برخه د برلین په یوه صنعتي موسسه کې تېره کړه.

ځواني او زده کړې[سمول]

آکوم د هانوفر لویدیځ لوري ته په ۵۰ کیلومترۍ (۳۱ مایله) فاصله کې د شاومبورګ – لیپه په بوکبورګ کې وزیږېد. پلار یې د ولوتو اصلي اوسېدونکی و چې په شاومبورګ – لیپه کې یې د کنټ ویلهلم فون لپاره په پیاده نظام کې خدمت کاوه. د آکوم پلار په ۱۷۵۵ زکال کې له یهودیت څخه پروتستانت عیسویت ته واوښت. له دغې چارې وروسته یې له ځنډ پرته په بوکبورګ کې له جودیت برث دیت لاموته سره واده وکړ. جودیت د خولیو د یو جوړونکي لور وه چې په برلین کې یې په یوې فرانسوۍ ټولنه کې ژوند کاوه؛ نیکه یې کډوال و او په فرانسه کې د اوګنویانو له خوا شکنجه او ځورول شوی و. [۲]

باپتېزم ته د اوښتو وروسته، مشر آکوم خپل نوم له مارکوس هرز څخه کریسچین آکوم ته تبدیل کړ. د آکوم پلار د کریسچین په خوا کې د آکوم تخلص په خپل نوي تازه دین باندې د ټینګار په موخه وکاروه چې له عبري «آکوم» څخه اخیستل شوی او د «غیر یهودي» په معنی دی. خو دا معلومه نه ده چې ده دغه چاره په خپل ابتکار ترسره کړې، که د خپلې کوژدنې د کورنۍ په خاطر یې کړې ده. له واده وروسته کریسچین آکوم په بوکبورګ کې د خپلې مېرمنې په کور کې د صابون جوړولو کارخونه او هټۍ پرانیسته. هغه له جودیت سره له واده نهه کاله وروسته د دغه ښار تابعیت ترلاسه کړ. د هغه پلار کریسچین د ۱۷۷۲ زکال د مۍ په ۹مه نېټه د ۴۵ کلونو په عمر د ده له زیږون درې کاله وروسته ومړ. [۳]

فریدریک آکوم د بوکبورګ اډولفینوم جمنازیوم ته د زده کړو په موخه ولاړ او له دې سربېره یې په خصوصي بڼه د فرانسوي او انګریزي زده کړې هم کولې. د زده کړو له پای وروسته هغه د درمل جوړونکي یا حکیم په توګه د شاګردۍ دوره په هانوفر کې له برانډي کورنۍ سره پای ته ورسوله. دغې کورنۍ په لندن کې هم سوداګري لرله او د انګلستان د هانوفري پاچا، دریم جورج له حکیمانو څخه و. لندن د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې د علمي او صنعتي څېړنو د مخکښ مرکز په توګه د اروپا تر ټولو غوره او ځلانده افکار خپل کړل. آکوم د دغې چارې ګټې احساس کولې او په ۱۷۹۳ زکال کې یې لندن ته کډه وکړه. هغه په ارلینګټون واټ کې د برانډي کورنۍ د یوې بلې یوناني دواخانې د مرستیال په توګه ځانته کار پیدا کړ. [۴][۵][۶]

ښوونکی او څېړونکی[سمول]

د ۱۸۰۱ زکال په مارچ میاشت کې فریدریک آکوم ته د لندن په آبلمارل واټ کې د سلطنتي څېړنو په انستیتیوت کې د کار کولو وړاندیز وشو؛ یاد انستیتیوت دوه کاله وړاندې د کنټ رامفورډ له خوا تاسیس شوی و. هغه د دغې دندې په منلو سره د دغه انستیتیوت د لابراتوار د مدیر هامفري ډیوي د مرستیال په توګه کار پیل کړ چې له ده سره یوځای استخدام شو او بیا وروسته د سلطنتي ټولنې مشر شو. دلته د آکوم دنده د ۱۸۰۳ زکال په سپټمبر میاشت کې پای ته ورسېده. د هغه ژوند لیک لیکونکی ار.جې کول پخلی کوي چې دغه بدلون په پاریس کې د کنټ رامفورډ له ګمارنې سره اړوند و. رامفورډ هغه محرکه قوه وه چې وه یې شو کولای د آکوم لپاره ځانګړی ځایګی جوړ کړي. [۷]

تر ۱۸۰۳ زکال پورې آکوم په نیکولسون ژورنال کې بېلابېلو موضوعاتو ته اړوندې یو شمېر مقالې خپرې کړې؛ دغه مقالې د درملو د خالص توب ټاکنې د لارو چارو، په وانیل عصاره کې د بنزوئیک اسیدونو د شتون ټاکنې او د سلفر – فاسفورس د مخلوط د چاودېدونکې وړتیا د مشاهدې تر عنوان لاندې وې. په ۱۸۰۳ زکال کې آکوم خپل یو مهم اثر بشپړ کړ. د آکوم ژوند لیک لیکونکي، کول، څرګنده کړې چې دغه اثر، د کیمیا تیوریکي او عملي سیسټم، «په انګریزي ژبه باندې لیکل شوی و او د کیمیا لومړنی کتاب و چې د لاووازیه د نوو اصولو پر مټ و چې خپله دغه اصول له مخکښو اصولو څخه و. دغه کتاب د رایج سبک پر بنسټ و او د یو معاصر درسي کتاب په توګه یې کار ورکړ».[۸][۹]

آکوم د کیمیا او منرالوژي په برخه کې خپل لومړنی لکچر په اولډ کامپټون واټ کې د خپل کور په یوې کوچنۍ خونه کې ورکړ. د هغه مخاطبینو ډېر ژر زیاتوالی وموند او له همدې امله اړ شو څو په کورک واټ کې میډیکل تیاتر کرایه کړي. له سلطنتي انستیتیوت څخه له استعفا ورکولو او همدارنګه په سري نومي انستیتیوت کې یې د نوې دندې له اخیستو وروسته په عامه محضر کې وینا کولو ته مخه کړه. د ټایمز مجلې د ۱۸۰۹ زکال د جنوري میاشتې د ۶مې نېټې په ګڼه کې یوه خبرتیا ښيي چې آکوم د چهارشنبې ورځو په مازیګر کې د منرالوژۍ او د فلزاتو د کیمیاوي تحلیل اړوند روزنیزې غونډې جوړولې. [۱۰]

په ۱۸۱۱ زکال کې هغه مهال چې د پتاشیم نایتریت پاریسي تولید کوونکي، برنارد کورتوري د لومړي ځل لپاره د سمندري شنیلي بوټي (kelp) له ایرو څخه ایوډین جوړ کړل، د ګڼ شمېر کارپوهانو پام یې ځانته واړوه او دغه چاره له پام وړ هرکلي سره مخ شوه. آکوم په انګلستان کې یو له لومړنیو هغو کیمیا پوهانو څخه و چې د ایوډینو د جلا کولو په موخه یې یو شمېر ازموینې ترسره کړې. نوموړي د ۱۸۱۴ زکال په فبروري او جنوري میاشت کې د تیلوخ په فلسفي ژورنال کې د دوه مقالو په خپرولو سره د سمندري شنیلي بوټي په بېلابېلو ډولونو کې د ایوډینو ماهیت او همدارنګه یې په مفصله توګه د هغو د تولید بهیر تشرېح کړ. [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. Chambers Biographical Dictionary, کينډۍ:ISBN, page 5
  2. Cole, Friedrich Accum, p. 128
  3. Bürgerbuch der Stadt Bückeburg, Entry on 22 February 1764 cited in Browne, The life and chemical services of Frederick Accum, p. 831.
  4. Cole, Friedrich Accum, p. 129, supposes that Judith Accum had good connections.
  5. About the Brande family as apothecaries to the English court, see Leslie G. Matthews, London’s Immigrant Apothecaries, 1600–1800, in: Medical History 18, 3 (1974), available online as PDF, p. 262–274, here p. 269f.
  6. Christa Jungnickel and Russell McCormmach Cavendish (American Philosophical Society: Philadelphia) 1996, p. 68
  7. About the early history of the Royal Institution, see Morris Berman, The Early Years of the Royal Institution 1799–1810: A Re-Evaluation, in: Science Studies 2, 3 (1972), S. 205–240.
  8. Cole, Friedrich Accum, p. 131 lists On the Separation of Argillaceous Earth from Magnesia, in: Journal of Natural Philosophy, Chemistry and the Arts 2 (1798), p. 2; An Attempt to Discover the Genuineness and Purity of Drugs and Medicinal Preparations, in: Journal of Natural Philosophy, Chemistry and the Arts 2 (1798), p. 118; A Historical Note on the Antiquity of the Art of Etching on Glass, in: Journal of Natural Philosophy, Chemistry and the Arts 4 (1800), p. 1–4; The Occurrence of Benzoic Acid in Old Vanilla Pods, in: Journal of Natural Philosophy, Chemistry and the Arts 1 (1802), p. 295–302; Analysis of New Minerals such as the so called Salt of Bitumen, the Bit-Nobin of the Hindoos, in: Journal of Natural Philosophy, Chemistry and the Arts 5 (1803), p. 251–255; On Egyptian Heliotropium, in: Journal of Natural Philosophy, Chemistry and the Arts 6 (1803), p. 65–68; Experiments and Observations on the Compound of Sulphur and Phosphorus and the dangerous Explosions it makes when exposed to Heat, in: Journal of Natural Philosophy, Chemistry and the Arts 6 (1803), p. 1–7.
  9. Cole, Friedrich Accum, p. 130.
  10. Cole, Friedrich Accum, p. 132 citing the notice. It appeared in The Times on 6 January 1809, Nr. 7562.
  11. Cole, Friedrich Accum, p. 132