فرانک وایټل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د هوايي ځواکونو قوماندان ښاغلی فرانک وایټل (زوکړه: د ۱۹۰۷ زکال د جون لومړۍ نېټه – مړینه: د ۱۹۹۶ زکال د اګست ۸مه) انګریزي انجینر، مخترع او د بریتانیا د سلطنتي هوايي ځواک افسر و. نوموړي د توربوجېټ ماشین د اختراع له امله شهرت وموند. د دغې اختراع حق په ۱۹۲۱ زکال کې ماکسیم ویلیام ته ورکړل شوی و، خو هغه مهال دغه ډول چاره له تخنیکي پلوه ناشونې وه. د وایټل له خوا جوړ شوي جیټ ماشین د هغه د جرمني سیال هانس فون اوهاین د نوي ماشین له جوړولو څو کاله وړاندې پراختیا ومونده؛ اوهاین د لومړي ځل لپاره توربوجیټ ماشین جوړ کړ، خو د هغه دغه ماشین هېڅکله عملیاتي بڼه وه نه موندله.

وایټل له ماشومتوبه په انجینرۍ کې ذکاوت درلود او له الوتنې سره یې لیوالتیا لرله. نوموړی په پیل کې د سلطنتي هوايي ځواک څخه رد شو، خو له دغه ځواک سره یې د یوځای کېدو هوډ لامل وګرځېد نوموړی په خپلو فزیکي محدودیتونو برلاسی شی او ومنل شو؛ همدا و چې نوموړی د تخنیکي زده کړو دویمې شمېرې پوهنځي ته ولېږل شو څو په کرانوېل روزنیز مرکز کې د الوتکو په برخه کې د زده کړیالانو له لومړي ټولي سره مل شي. نوموړي د الوتکو د ماشینونو تیوري زده کړه او د هغو د انجینرۍ په ورکشاپونو کې یې عملي تجربه ترلاسه کړه. د الوتکو د زده کړو په برخه کې د هغه علمي او عملي وړتیاوې لامل وګرځېدې چې نوموړی په کرانوېل کې د افسرۍ زده کړو ته معرفي شي. نوموړی په خپلو زده کړو کې تکړه و او په دې سره تکړه پیلوټ ترې جوړ شو. نوموړي د خپلو زده کړو د پای لیک د لیکلو پر مهال هغه اساسي مفاهیم فورمول بندي کړل چې له امله یې توربوجیټ ماشین جوړ شو او په ۱۹۳۰ زکال کې یې د خپلې دغې طراحۍ د اختراع حق ترلاسه کړ. د انجینري په برخه کې د افسرۍ د زده کړو پر مهال د هغه کارکړنې لامل وګرځېدې چې نوموړی د کمبریج په پیټرهاوس کې لا زیاتو زده کړو ته لاسرسی ومومي او بیا له دغه ځایه په لومړۍ درجه فارغ شو. [۱][۲]

نوموړي د بریتانیا د هوايي چلن وزارت له مرستې پرته د سلطنتي هوايي ځواک له دوه تقاعد شوو افسرانو سره یوځای د پاورجېټ په نامه شرکت جوړ کړ، څو د ټامسون – هوسټون بریتانوي شرکت په مرسته خپل ماشین جوړ کړي. د محدودې بودېجې سربېره دوی د دغه موتور لومړنۍ نمونه جوړه کړه چې په ۱۹۳۷ زکال کې یې د لومړي ځل لپاره وازمویله. له دغې بریا وروسته د الوتکو د موتورونو د لا پراختیا په موخه د قراردادونو په ترلاسه کولو سره یې رسمي پام ځانته واړوه، خو د هغه دایمي اندېښنې لرلو د هغه پر روغتیا جدي اغېز وکړ چې له امله یې په ۱۹۴۰ زکال کې مغزي سکته وکړه. په ۱۹۴۴ زکال کې هغه مهال چې پاور جیټ شرکت ملي کړای شو، هغه بیا ځلي مغزي سکته وکړه او په ۱۹۴۶ زکال کې یې د دغه شرکت له مدیره پلاوي څخه استعفا ورکړه. [۳][۴]

وایټل په ۱۹۴۸ زکال کې له سلطنتي هوايي ځواک څخه تقاعد او د شوالیه نښان یې ترلاسه کړ. نوموړي په شېل شرکت کې د متخصص انجینر په توګه له کار کولو وړاندې د بریتیش آورسیز ایروېز (BOAC) د تخنیکي سلاکار په توګه دنده ترسره کړه او له شیل څخه وروسته یې د بریسټول ایرو انجن په نامه شرکت کې کار وکړ. په ۱۹۷۶ زکال کې متحده ایالاتو ته له کډوالۍ وروسته نوموړي د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو په اکاډمۍ کې د هوايي څېړنو د ښوونکي دنده ومنله. وایټل د ۱۹۹۶ زکال په اګست میاشت کې د سږو د سرطان له امله د مریلنډ ایالت په کولمبیا سیمه کې په خپل کور کې ومړ. وایټل په ۲۰۰۲ زکال کې د بي بي سي د یوې نظر پوښتنې له مخې د ۱۰۰ مخکښو بریتانویانو په نوملړ کې ۴۲م ځایګی ترلاسه کړ. [۵][۶]

لومړنی ژوند[سمول]

وایټل د ۱۹۰۷ زکال د جون په لومړۍ نېټه د انګلستان د کاونټري ښار د ایرلسډون سیمي د نیوکامب واټ په یوه اپارتمان کې وزیږېد. هغه د موزس وایټل او سارا الیس ګارلیک مشر زوی و. هغه مهال چې نوموړی ۹ کلن و، کورنۍ یې رویال لیمنګټون سپا ته څېرمه کډه وکړه؛ پلار یې د یو علمي انجینر او مبتکر میخانیکي کس په توګه لمینګوټون والو اینډ فیسټون رینګ نومي کمپنۍ (Leamington Valve and Piston Ring Company) وپیرله چې د غوڅولو څو ماشینونه او نور وسایل یې لرل، همدارنګه یې یو سلنډري ګازی ماشین هم درلود چې وایټل بیا په هغو ځان سم پوی کړ. وایټل له هوايي چلن سره د خپل ماشومتوب د لیوالیتا له امله یو انقلابي او له ستونزو ډک بهیر را پیل کړ. [۷][۸][۹][۱۰]

په میلورټون ښوونځي کې له دوه کاله زده کړو وروسته هغه د متوسطې لیسې یو سکالرشیپ ترلاسه کړ چې بیا د لیمینګټون د هلکانو په کالج بدل شو، د پلار په سوداګرۍ کې د ستونزو له را پیدا کېدو وروسته یې کورنۍ نوره په کافي کچه مالي وړتیا نه لرله هغه هلته زده کړو ته ولیږي. نوموړي په چټکۍ سره د عملي انجنیري په برخه کې خپلې وړتیاوې د خپل پلار له کارخونې سره د مرستو پر مهال زیاتې کړې او د یو لیواله لوستونکي په توګه یې د خپل بیکاره وخت ډیره برخه د لیمینګټون په کتابتون کې د ستورپوهنې، انجینرۍ، توربینونو او د الوتنې پرواز ته د اړوندو منابعو په لوستنې تیروله. ویټل په ۱۵ کلنۍ کې دا پرېکړه وکړه چې باید پیلوټ شي همدا و چې په سلطتني هوايي ځواک کې یې د ګډون غوښتنلیک وسپاره. [۱۱]

په سلطنتي هوايي ځواک کې شاملېدل[سمول]

د ۱۹۲۳ زکال په جنوري میاشت کې وایټل د سلطنتي هوايي ځواک د شمولیت په ازموینه کې د لوړو نمرو په اخیستو د هوايي ځواک هالټون اکاډمۍ ته د الوتکو په برخه کې د شاګردۍ په موخه معرفي کړای شو. نوموړی دلته یوازې دوه ورځې و ځکه چې د طبي معایناتو له مخې په شرایطو برابر وه نه ګڼل شو؛ هغه یوازې ۵ فوټه قد درلود او په ځان کې هم ډنګر و. له دې چارې وروسته یې د ځان لپاره یو جدي تمریني پروګرام او ځانګړی غذايي رژیم وټاکه څو په ځان کې پیاوړی شي؛ دغه پروګرام په هالټون کې د بدني روزنې د یو ښوونکي له خوا ابداع شوی و. له دې سره هم شپږ میاشتې وروسته بیا پاتې راغی. دغه مهال یې هغه ته وویل چې بل چانس ورته شتون نه لري په داسې حال چې نوموړي په خپل قد او سینه کې ۳ انچه توپیر رامنځته کړی و. هغه له کومې اندېښنې پرته بیاځلي د مستعار نوم په ورکولو غوښتنه وکړه او ځان یې د هوايي ځواک په کرانوېل روزنیز مرکز کې د تخنیکي زده کړو دویمې ګڼې پوهنځي ته نوماند کړ. دا ځل یې فزیکي دوره بشپړه کړه او د همدغه کال په سپټمبر میاشت کې یې د ۳۶۴۳۶۵ ګڼې په لرلو سره د بای وایټل ایف په نامه د الوتکو د میخانیک درې کلنې زده کړې پیل کړې.[۱۲][۱۳][۱۴]

وایټل د هغه شدید نظم او انضباط څخه کرکه لرله چې په کار زده کوونکو باندې تحمیل کېدل او له دې څخه په ډاډ ترلاسه کولو سره چې پیلوټ کېدای نه شي یو مهال یې په جدي بڼه له پوځ څخه د تېښتې فکر وکړ. له دې سره هم هغه د الوتکو د یو شاګرد په توګه د خپلو لومړیو ورځو پر مهال (او د سلطنتي هوايي ځواک په کرانوېل کالج کې) له موډل الوتکو سره لیوالتیا ومونده او د موډل الوتکو له ټولنې سره مل شو، چېرې چې نوموړي د هغو کاپي موډلونه جوړول. د هغه د کار کیفیت د الوتکو د شاګردۍ د برخې د افسر پام ځانته جلب کړ او څرګنده یې کړه چې وایټل د ریاضي نابغه و؛ هغه یې هم تر اغېز لاندې راغی او په ۱۹۲۶ زکال کې یې په کرانوېل کې د افسرانو د روزنې کالج ته ولېږه. [۱۵][۱۶]

د وایټل لپاره دا د هغه د ټول عمر لپاره یو چانس و؛ نه یوازې هغه د افسرۍ رتبې ته پرې رسېده بلکې هلته یې کولای شو د آورو ۵۰۴ الوتکې الوتنه هم زده کړي. هغه مهال چې په کرانوېل کې یې زده کړې کولې په ډورینګټون کې اوسېده. د الوتکو د یو پخواني شاګرد په توګه د ښوونځیو د ګڼ شمېر پخوانیو زده کوونکو ترمنځ هغه ته د یو کدري افسر په توګه ژوند کول اسانه چاره نه وه، خو له دې سره هم په خپلو زده کړو کې مخکښ و او په ۱۹۲۷ زکال کې یې یوازې له ۱۳.۵ ساعته روزنې وروسته ډېر ژر وده وکړه او په ټیټه ارتفاع کې یې د بریسټول جنګي الوتکو د پرواز او په هغو باندې یې د ایروباټیک حرکاتو د ترسره کولو له امله شهرت وموند. [۱۷][۱۸]

د دغې دورې یو الزام دا و چې هر زدکړیال باید د فراغت په موخه پای لیک ولیکي؛ وایټل هم هوډ وکړ چې د الوتکو د بالقوه طراحۍ په برخه کې د پراختیا، په ځانګړې توګه په لوړه ارتفاع کې د الوتنې او په ساعت کې له ۵۰۰ میله (۸۰۰ کیلومتره) څخه د زیات تګ اړوند لیکنه وکړي. هغه د الوتکو د طراحۍ د راتلونکې پراختیا تر عنوان لاندې خپله لیکنه کې وښووله چې دا ډیره لرې ده چې په موجودو ماشینونو کې دې تدریجي وده لامل وګرځي دغه ډول الوتنې ته لار برابره کړي. د دې پر ځای یې هغه څه تشرېح کړل چې نن ورځ د موټرجېټ په نوم یادیږي؛ هغه ماشین چې له یو پیسټوني موتور څخه په ګټنې د احتراق یوې خونې ته کامپرېس شوې هوا لېږدوي او د هغو له آګزوز څخه په مستقیم ډول د منډې لپاره ګټنه کیږي – هغه اساسا د الوتکو له موتور سره یو بل احتراقي ماشین ونښلوه. دغه نظریه نوې نه وه او له ډېرې مودې راهیسې د الوتکو په صنعت کې د هغو اړوند خبرې کېدلې، خو د وایټل موخه دا وه څو وښيي چې په لوړه ارتفاع کې د بهرنۍ هوا لږ کثافت د هغو موثریت زیاتوي. [۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Sir Frank Whittle Archived 7 February 2013 at the Wayback Machine., The Daily Telegraph, Obituaries, 10 August 1996
  2. "Eminent Petreans". Peterhouse Cambridge. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Evans, R. L. "Whittle Power Jet Papers". Cambridge Digital Library. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Power Jets – A brief biography Archived 4 October 2011 at the Wayback Machine., The Sir Frank Whittle Commemorative Trust
  5. کينډۍ:Cite video
  6. (په 22 August 2002 باندې). The 100 greatest Britons: lots of pop, not so much circumstance. The Guardia.
  7. Whittle's biography on the RAF history website p. 1 Archived 1 December 2007 at the Wayback Machine. Retrieved: 18 July 2008
  8. Details from the Sir Frank Whittle Jet Heritage Centre display at the Midland Air Museum
  9. Sir Frank Whittle Archived 7 February 2013 at the Wayback Machine., The Daily Telegraph, Obituaries, 10 August 1996
  10. کينډۍ:Cite video
  11. Details from the Sir Frank Whittle Jet Heritage Centre display at the Midland Air Museum
  12. Sir Frank Whittle Archived 7 February 2013 at the Wayback Machine., The Daily Telegraph, Obituaries, 10 August 1996
  13. Whittle's biography on the RAF history website p. 1 Archived 1 December 2007 at the Wayback Machine. Retrieved: 18 July 2008
  14. Details from the Sir Frank Whittle Jet Heritage Centre display at the Midland Air Museum
  15. Sir Frank Whittle Archived 7 February 2013 at the Wayback Machine., The Daily Telegraph, Obituaries, 10 August 1996
  16. Details from the Sir Frank Whittle Jet Heritage Centre display at the Midland Air Museum
  17. Details from the Sir Frank Whittle Jet Heritage Centre display at the Midland Air Museum
  18. Sir Frank Whittle Archived 7 February 2013 at the Wayback Machine., The Daily Telegraph, Obituaries, 10 August 1996
  19. Sir Frank Whittle Archived 7 February 2013 at the Wayback Machine., The Daily Telegraph, Obituaries, 10 August 1996
  20. Golley 1987، ص. 24.