فرانسېس شیهي سکیفینګټون
فرانسېس ژوزف کریسټوفر سکیفینګټون (وروسته شیهي سکیفینګټون؛ زوکړه: د ۱۸۷۸ زکال د ډسمبر ۲۳مه – مړینه: د ۱۹۱۶ زکال د اپرېل ۲۶مه) ایرلنډي لیکوال او راډیکال فعال و چې د سکیفي په مستعار نوم هم پېژندل کېده. [۱][۲]
لومړنی ژوند
[سمول]فرانسېس سکیفینګټون د ویلیام سکیفینګټون (۱۴۶۵ – ۱۵۳۵ زکال) لمسی و، نیکه یې د شپاړلسمې پېړۍ په لومړیو کې د پاچا اتم هنري د مرستیال لارډ په توګه په ایرلنډ واکمني وکړه. فرانسېس د کاوان ایالت په بیلیبورو ښارګوټي کې وزیږېد او د ډاون ایالت په ډاون پاتریک ښارګوټي کې را لوی شو، هغه د دولتي ښوونځیو د ارزونکي ډاکټر ژوزف بارتولومیو سکیفینګټون (شاوخوا ۱۸۵۰ – ۱۹۱۹ زکال) او د هغه د مېرمنې، روز (کورنی نوم یې ماګوریان؛ شاوخوا ۱۸۳۴ – ۱۹۰۹ زکال) یوازنی زوی و. ژوزف او روز په ۱۸۶۹ زکال کې د ډاون ایالت د بالی کینلار سیمې په رومن کاتولیک کلیسا کې واده وکړ. [۳][۴][۵]
فرانسېس چې د ماشومتوب پر مهال د «فرانک» په نوم پېژندل کېده، لومړۍ زده کړې یې په کور کې له خپل پلار سره وکړې او وروسته یې په دوبلین کې د سنټ سټیفان ګرین په یسوعي ښوونځي کې زده کړې پیل کړې. هغه ډیر ژر له راډیکال سیاستونو سره همدردي پیدا کړه، هماغه ډول چې د ایسپرانټو جوړې شوې ژبې سره د هغه لیوالتیا یې څرګندويي کوله. په ۱۸۹۳ زکال کې هغه مهال چې نوموړی ۱۵ کلن و د ډاون ایالت یو سیمه ییز اخبار ته یې په یوه مقاله کې څرګنده کړه چې «ګالي» ژبه په نه جبران کېدونې بڼه له منځه تللې او «د ایسپرانټو ژبې زده کړه به د ایرلنډي ځوانانو لپاره ګټمنه پریوزي». نوموړی وروسته د خپل ژوند پر مهال په دغه ژبه بلد شو او له مړینې وروسته یې په کتابتون کې په دغه ژبه یو شمېر کتابونه وموندل شول. دغه لیوالتیا هغه مهال په کین اړخو محافلو کې غیر معمول نه وه او د جیمز کانولي په ګډون په ۱۹۱۶ زکال کې د ایسترپاڅون ګڼ شمېر مخکښ مشران هم ایسپرانټېستان وو.[۶][۷]
د زده کړیالۍ کلونه
[سمول]سکیفینګټون په ۱۸۹۶ زکال کې د اوولسو کلونو په عمر په یونیورسیټي کالج کې داخله واخیسته، دغه کالج د دوبلین ښار د مرکز په سن سټیفان ګرین پارک کې موقعیت درلود او وروسته بیا د یسوعیانو له خوا اداره کېده. نوموړی د ماسټرۍ د سند د ترلاسه کولو تر مهاله په دغه کالج کې پاتې شو. هغه په یاد کالج کې یو پېژندل شوی شخصیت و چې فرد پالونکی او نامتعارفه خوی یې درلود. نوموړی د ادبي او تاریخي ټولنې په ګډون چې په ۱۸۹۷ زکال کې یې جوړه کړه د زده کړیالانو په سیاسي او مناظروي ټولو بنسټونو کې فعال و.
د زده کړو پر مهال د هغه نږدې ملګري جیمز جویس او توماس کېټل (دویم یې وروسته اوښی شو) و. د یونیفورم پر ضد اعتراض کې نوموړي د ږیږې خریلو څخه ډډه وکړه او د نیکرز بوکرز تنګو پایڅو لرونکی پتلون یې اغوست چې له امله یې د «نیکرزبوکرز» په نوم شهرت وموند. هغه د ښځو د حقونو یو له پیاوړو ملاتړو څخه و او د ښځو لپاره د رایې نښان یې په لاس کې درلود. همدارنګه د سولې غوښتنې او ویجیټیرینېزم (بوټو خوړلو) له سخت دریځو ملاتړو څخه و او سګرټ څکول، د شرابو څښاک او د ژوندیو موجوداتو د وجود سپړنه یې غندله. نوموړی بوټي خوړونکی او د غاښونو ډاکټر و. خو ځانته یې د چاکلېټو د خوراک اجازه ورکړې وه او تر ډېره به یې په جیب کې د شیدو چاکلېټو شتون درلود. [۸][۹]
جویس په ۱۸۹۸ زکال کې په یونیورسیټي کالج کې نوم ثبت کړ. نوموړی له سکیفینګټون څخه څلور کاله کشر و خو یوازه دوه ټولګي له هغه شاته و. د جویس یو شمېر لومړني آثار چې د «اپیفاني» په نوم پېژندل کېږي او د ۱۹۰۱ زکال څخه تر ۱۹۰۲ زکال پورې جوړ شوي؛ تر ډېره د هانا شیهي په کور کې تنظیم شوي او د حاضرینو په جمع کې یې سکیفینګټون هم شامل دی. جویس د ځوان سړي په توګه د یو هنرمند د انځور (A Portrait of the Artist as a Young Man) تر عنوان لاندې خپل ناول کې د سکیفینګټون تخیلي څېره بیان کړې او هغه ته یې د «مک کان» نوم کارولی، هغه زده کړیال چې د جویس تخیلي شخصیت سټیفان ډیډالوس هغه «جګړې ته د چمتو کس په توګه چې د نښې ویشتو جامې او ډال ورسره دی» توصیف کړی دی. سټیفان په یاد راوړي چې ویل یې: «ډیډالوس، ته د ټولنې ضد یو کس یې، په ځان کې نغښتی یې. زه نه یم. زه دیموکرات یم: او په راتلونکې کې به د اروپا په متحده ایالاتو کې د ټولنیزې برابرۍ او د ټولو طبقاتو او جنسونو د برابرۍ لپاره ګام واخلم». وروسته بیا «مک کان» له ټولګي وروسته په سالون کې ولاړ ښوول کېږي او د نړیوالې سولې لپاره د روسیې د تزار د انځور لاندې لوی غوښتنلیک لاسلیک کوي، ځکه چې تزار د بې وسلې کولو ملاتړی و. (د دغه کال په پسرلني سمستر کې سکیفینګټون د نړیوالې سولې په کنفرانس کې چې تزار جوړ کړی و، ګډون وکړ). [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
واده او سیاسي ژوند
[سمول]سکیفینګټون له یونیورسیټي کالج څخه له فراغت وروسته د آزاد خبریال په توګه کار وکړ او په ایرلنډ، انګلستان، فرانسې او شمالي امریکا کې یې له سوسیالیستي او سوله غوښتونکو نشریاتو سره همکاري وکړه. له ۱۹۰۱ زکال څخه تر ۱۹۰۲ زکال پورې نوموړي د کیلکني په سنټ کیران کالج کې تدریس وکړ، چېرې چې نوموړی د انګریزي، فرانسوي او تاریخ د ښوونکي توماس مک ډونا ملګری او همکار و. دوی دواړو همدارنګه په کیلکنی ښار کې په یوه کور کې ژوند کاوه. له دې وروسته یې د همدغه کالج د شمولیت د برخې د مدیر په توګه دنده واخیسته.
د ۱۹۰۳ زکال د جون میاشتې په ۲۶مه یې له هانا شیهي سره چې د راتمنز د تجارت په کالج (د دوبلین د ټکنالوژۍ د انستیتیوت پخوانی بڼه) کې ښوونکې وه، واده وکړ. دوی دواړو په مشترکه بڼه د «شیهي سکیفینګټون» تخلص ځانته وټاکه. د شیهي کورنۍ په کورک ایالت کې کرونده او یوه ژرنده لرله چې هوسا ژوند یې درلود. پلار یې د پارلمان ملت پاله استازی و او د خپلو انقلابي چارو له امله له شپږو ځلو څخه کم نه و بندي شوی. [۱۹][۲۰]
دوی دواړه د ایرلنډي ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکې او سیمه ییز دولت د ټولنې او همدارنګه د متحد ایرلنډ د اتحادیې د ځوانانو له څانګې سره یوځای شول. دوی همدارنګه د ښځو له هغو ټولنیزو او سیاسي اتحادیو ملاتړ وکړ چې په بریتانیا کې یې د ښځو د حقونو لپاره لابي ګري کوله. له واده څخه لږ وروسته فرانسېس په یونیورسیټي کالج کې د نارینه و په څېر د ښځو د شمولیت اړوند یو لوی غوښتنلیک برابر کړ. هغه مهال چې د نوموړي غوښتنه د پوهنتون له خوا رد شوه، فرانسېس د اعتراض په بڼه د شمولیت د برخې له مدیریت استعفا ورکړه او د یو څه مودې لپاره یې په هانا اتکا وکړه څو هغه یې ملاتړ وکړي. نوموړی د ایرلنډ د سوسیالېست ګوند مشر و. [۲۱][۲۲]
په ۱۹۰۷ زکال کې فرانسېس د تیاره او شیطاني ورځو (Dark and Evil Days) تر عنوان لاندې ناول ولیکه چې له مړینې څخه یې یوکال وروسته په ۱۹۱۶ زکال کې خپور شو. [۲۳]
په ۱۹۰۸ زکال کې نوموړي د ایرلنډي ملت پاله او د لنډ لیګ (Land League) ډلې د سرکشه غړي مایکل ډوایت ژوند لیک ولیکه. [۲۴]
په ۱۹۱۲ زکال کې ده او هانا د ایرلنډي ښځو لپاره د رایو ورکولو د حق غوښتنې اتحادیه (Irish Women's Franchise League) جوړه کړه. ده د ایرلنډي وګړي (The Irish Citizen) په نامه د دغې اتحادیې د اخبار مدیر مسئولیت پر غاړه واخیست. دغې ټولنې د ښځو لپاره د رایو ورکولو د حق ترلاسه کولو هڅه کوله. په غړو کې یې د هغه اوښی ټام کېټل، ملګری یې توماس مک ډونا او همدارنګه د هغه مهال د رایو د حق غوښتونکې غیر ملت پاله فعالینې شاملې وې. (ملت پالو ښځو له دغې چارې مخه نیوله، پر دې بنسټ دغې اتحادیې غوښتل د بریتانیا پارلمان ته لار ومومي، په داسې حال کې چې ملت پالو هڅه کوله ترې ووزي).
په ۱۹۰۹ زکال کې د اوون په نامه د فرانسېس او هانا زوی وزېږېد. دوی هغه ته د تعمید د غسل له ورکولو ډډه وکړه چې له امله یې له نیوکو سره مخ شول.
په ۱۹۱۴ زکال کې هغه مهال چې لومړۍ نړیواله جګړه پیل شوه، شیهي سکیفینګټون د جګړې لپاره د استخدام پر ضد مبارزه وکړه او د شپږو میاشتو لپاره بندي شو.[۲۵][۲۶]
نوموړي د امریکا د موټر جوړونکي شرکت د څښتن هنري فورډ د سولې له وړاندیز ملاتړ وکړ او هغه مهال چې کنټس مارکیویچ د ایرلنډي ملت پالو له وسله وال پاڅون ملاتړ وکړ، هغه یې د دغې موضوع اړوند د مناظرې لپاره راوباله. هغه دغه مبارزه د جیمز کانولي ورځپانې، ورکرز ریپبلېک (The Workers' Republic) ته د یو پرانیستي لیک په لېږلو ومنله. [۲۷]
سرچينې
[سمول]- ↑ Dara Redmond, "Officer who exposed pacifist's murder" Archived 16 November 2018 at the Wayback Machine., The Irish Times, 26 August 2006 (accessed 29–31 March 2016).
- ↑ "Francis Sheehy Skeffington (1878-1916)". Ricorso.net. Archived from the original on 11 September 2017. نه اخيستل شوی 9 October 2016.
- ↑ "The surname was brought to Ireland in 1529 by Sir William Skeffington, Lord Deputy of Ireland under king Henry VIII." - Kay Muhr and Liam O'Haisibeil, Surnames of Ireland (Oxford University Press, 2021), p. 677.
- ↑ Grave of Rose Skeffington and her son Francis Sheehy Skeffington in Glasnevin Cemetery, Dublin.
- ↑ Marriage dated 30 September 1869 recorded in the Cathlolic marriage register for Tyrella, Diocese of Down and Connor; National Library of Ireland, Catholic Parish Registers.
- ↑ Ken Keable, "James Connolly and Esperanto", published both on www.communist-party.org.uk Archived 22 March 2020 at the Wayback Machine. and www.anphoblacht.com Archived 9 November 2014 at the Wayback Machine., on 29 May and 28 June 2001 respectively (both accessed 30–31 March 2016). The earlier version has more detailed citations.
- ↑ Leah Levenson, With Wooden Sword: a portrait of Francis Sheehy-Skeffington, Northeastern U. Press, 1983, p. 13
- ↑ Richard Ellman, James Joyce, Oxford University Press, 1982, pp. 61-62, 69.
- ↑ See also James Joyce, A Portrait of the Artist as a Young Man, chapter 5, Oxford World Classics, p. 163.
- ↑ James Joyce, Poems and Shorter Writings, Faber and Faber 1991, p. 177, and see also 174, 173, 172.
- ↑ James Joyce, A Portrait of the Artist as a Young Man, chapter 5; Oxford World Classics edition, pp. 149, 164, 167.
- ↑ Czar Nicholas II had issued a "peace rescript" in 1898, which solicited petitions to hold the international peace conference which Skeffington would attend in the Hague in of 1899.
- ↑ William Thomas Stead, a crusading anti-war journalist.
- ↑ Both goals of the Hague peace conference.
- ↑ A strange mixture of evangelical Christianity and Utilitarian socialism!
- ↑ James Joyce, A Portrait of the Artist as a Young Man, chapter 5; Oxford World Classics edition p. 163 ff. For a critical perspective on this passage see the article by Sheehy Skeffington's daughter-in-law Andrée Sheehy Skeffington Archived 5 October 2016 at the Wayback Machine., "Historical Background to the Testimonial to the Tsar of Russia Referred to in Stephen Hero and A Portrait of the Artist", in James Joyce Quarterly, v. 20, no. 1 (fall 1982), p. 117-120.
- ↑ Cited by Richard Ellman, James Joyce, Oxford University Press, 1982, p. 192.
- ↑ St Stephen's ran from 1901-1906 and contains early writings by James Joyce, Thomas Kettle and Patrick Pearse as well as Sheehy Skeffington. Later series were issued under the same title in the 1960s and 1970s.
- ↑ Leah Levenson, With Wooden Sword: a portrait of Francis Sheehy-Skeffington, Northeastern U. Press, 1983, p. 40
- ↑ Thomas O'Riordan, "Hanna Sheehy-Skeffington" Archived 5 March 2016 at the Wayback Machine., Multitext Project in Irish History, University College Cork, accessed 30 March 2016.
- ↑ Marian Broderick, Wild Irish Women: Extraordinary Lives from History, Dublin: O'Brien Press, 2012, p. 168.
- ↑ Barberis et al, Encyclopedia of British and Irish Political Organizations, pp. 207-08, 251.
- ↑ Francis Sheehy Skeffington, In Dark and Evil Days, Dublin : J. Duffy, 1916.
- ↑ Michael Davitt; Revolutionary, Agitator, and Labor Leader; Book review by James Connolly Archived 25 January 2009 at the Wayback Machine., Marxists.org; accessed 5 June 2020.
- ↑ Thomas O'Riordan, "Hanna Sheehy-Skeffington" Archived 5 March 2016 at the Wayback Machine., Multitext Project in Irish History, University College Cork, accessed 30 March 2016.
- ↑ Murphy, William (2014). Political Imprisonment and the Irish, 1912-1921. Oxford University Press. p. 39. ISBN 978-0191651267.
- ↑ Lauren Arrington, Revolutionary Lives, op. cit., p. 121, citing "Constance de Markievicz", letter to the editor, The Workers' Republic, 22 January 1916, pg .1.