فرانسیس بړني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فرانسیس بړني (زوکړه د ۱۷۵۲ کال د جون ۱۳مه – مړینه د ۱۸۴۰ کال د جنوري ۶مه) همدارنګه د فني بړني  او وروسته د مېډم ډاربلي په نوم هم پېژندل کېده، یوه انګلیسۍ ناول لیکونکې، د ورځنیو یادښتونو لیکونکې او ډرامه لیکونکې وه. هغې د ۱۷۸۶ – ۱۷۹۰ کلونو تر منځ د شارلوټ مکلنبورګ – اسټرلیتز د درېیم جورج د ملکې لپاره د «جامو ساتونکې» دنده پرغاړه لرله. په ۱۷۹۳ کال کې يې د ۴۱ کلونو په عمر له جلاوطن جنرال الکساندر داربلای سره واده وکړ. د لیکوالۍ تر یوې اوږدې دورې او د جګړې پر مهال سفرونو وروسته چې هغه يې له یوې لسیزې ډېره په فرانسه کې ښکېله کړه د انګلستان په بات کې مېشته شوه، چې هلته د ۱۸۴۰ کال د جنوري په ۶مه ومړه. د هغې له لومړیو څلورو ناولونو څخه د اولینا ناول تر ټولو بریالی و او د ټولو پام يې ځانته راواړوه. د هغې ډېری ډرامې د هغې د ژوند پر مهال اجرا نه شوې. هغې د خپل پلار خاطرې ولیکلې (۱۸۳۲ کال) او همدارنګه یې ګڼ لیکونه او مجلې ولیکلې چې له ۱۸۸۹ کال څخه راپه دیخوا په ورو ورو خپرې شوې.  

د هغې مسلک ته کتنه[سمول]

فرانسس بړني ناول لیکونکې، خاطرې لیکونکې او ډرامه لیکونکې وه. هغې په ټوله کې ۴ ناولونه، ۸ ډرامې، یو ژوندلیک او ۲۵ جلده مجلې لیکلې وې. هغې په‌خپل حق کې انتقادي درناوی ترلاسه کړی، خو د طنزي چلند لرونکي لېکوالان لکه جین استین او وېلیم میکپیس ټاکري یې د مخه پوه کړي وو.  

هغې د اولینا په نوم خپل لومړی ناول په ناپېژانده توګه په ۱۷۷۸ کال کې خپور کړ. بړني وېره لرله چې پلار به یې هغه څه ومومي چې هغې «سرسري لیکل» بلل. کله چې هغې اولینا په ناپېژاند ډول خپور کړ یوازې یې خپلو خویندو وروڼو او دوو د باور وړ ترورګانو ته وویل. د هغې نږدې خور سوزنا د پوښښ په برخه کې ورسره مرسته وکړه. بالاخره د هغې پلار ناول ولوست او اټکل یې وکړ چې بړني یې لیکواله ده. د هغې د پېژندګلوۍ خبر خپور شو. دې ناول د خپل ځانګړي نکل او طنزي ځواک پر مټ د بړني د سم‌لاسي شهرت لامل شو. چې په ۱۷۸۲ کال کې یې له سیسیلیا، په ۱۹۹۶ کال کې یې له کامېلا او په ۱۸۱۴ کال کې يې له وانډېرر (لاروی) ناولونو سره وڅاره. [۱][۲]

د بړني ټول ناولونه د انګلیسي اشرافو واکمنانو ژوند او د هغوی ټولنیزې ادعاوې او شخصي کمزورتیاوې د لویو پوښتنو لکه د ښځینه هویت سیاستونو له لید سره راسپړي. بړني له یوې استثنا سره، هېڅ‌کله د خپلو ډرامو د لوبولو په ترسره کولو کې بریالۍ نه شوه، چې تر ډېره یې د پلار د مخالفتونو له امله و هغه فکر کاوه چې د دغه ډول تبلیغاتو لپاره هڅه به د هغې شهرت زیانمن کړي. استثنا اېډوې او ایلګیوا وې چې له بده مرغه د لوبغاړو په ډله کې د سارا سیدونز له حضور سره سره د خلکو له تود هرکلي سره مخ نه‌شوې او د لومړۍ شپې تر اجرا کولو وروسته وتړل شوې. [۳]

که څه هم د هغې ناولونه د هغې د ژوند په بهیر کې ډېر مشهور وو، د یوې ناول لیکونکې په توګه د بړني تر مړینې وروسته د هغې شهرت د هغو منتقدینو او ژوند لیکونکو له‌خوا چې احساس یې کاوه د هغې تر مړینې وروسته د ۱۸۴۲ او ۱۸۴۶ کلونو تر منځ خپرې شوې پراخې خاطرې يې د ۱۸مې پېړۍ ډېر کره او په زړه پورې انځور وړاندې کوي، زیانمن شو. اوس مهال کره‌کتونکي له نوې لېوالتیا سره په یو ډېر نر-پلوه فرهنګ کې د ښځو د مبارزې او ټولنیز ژوند په اړه د هغې ناولونو او ډرامو ته راګرځېدلي دي. څېړونکي همدارنګه د انګلیسي ټولنې د څرګندې انځورونې لپاره د بړني خاطراتو ته ارزښت ورکوي. [۴]

د بړني د لیکوالۍ په ټوله دوره کې د طنز په کاریکاتور کې د هغې وړتیا په پراخ ډول تایید شوه: د ډاکتر ساموئل جانسون، ادموند برګ، هسټر لینچ ټرېل، ډيوېډ ګاریک په څېر څېرې او د آبي رنګه جورابو ټولنې ګڼ نور غړي چې هغې خپل ځان ورسره پېیلی باله د هغې له ستایوونکو څخه وو. د هغې لومړني ناولونه جین اسټن ولوستل او له هغو څخه يې خوند واخیست، چې د غرور او تعصب په نوم د خپل اثر سرلیک یې د سیسیلیا له وروستیو پاڼو څخه اخیستی. ویل کېږي چې ټاکري د ځان پلورنې په نوم خپل اثر کې د واټرلو جګړې د لومړي کس د حساب په باب د هغې د ورځنیو یادښتونو له ریکارډ څخه کار اخیستی. [۵]

د بړني د ژوند لومړي کلونه په شدید ډول له خپل پلار سره د هغې د اړیکو او د یو کورني ملګري ساموئل کریسپ له نیوکو سره مل پاملرنې تر اغېز لاندې وو. هغوی دواړو نوموړې لیکوالۍ ته وهڅوله، خو د ډراماتیکو طنزو د خپرولو یا اجرا کولو لپاره يې د هغې د مخنیوي لپاره له خپل نفوذ څخه ګټه واخیسته، ځکه هغوی دا ژانړ د یوې ښځې لپاره مناسب نه باله. ډېری فېمېنیست منتقدین نومړې هغه لیکواله بولي چې د طنز په برخه کې د هغې طبعي استعداد پر ښځينه لیکوالانو د ټولنیزو فشارونو له امله زندۍ شوی و. بړني له ناکامیو سره سره خپل کار ته دوام ورکړ. کله چې د هغې طنزي لیکنې له کمزوري هرکلي سره مخ شوې، هغه ناول لیکلو ته راستنه شوه او وروسته یې د لومړي ځل لپاره تراژیدي لیکل وازمویل. هغې د ورپسې ناولونو کامېلا او لاروي په مرسته ترلاسه شوي عاید په مرسته د خپل ځان او کورنۍ مالي ملاتړ کاوه. [۶]

کورنی ژوند[سمول]

فرانسیس د ۱۷۵۲ کال د جون په ۱۳مه د انګلستان په لین رجیس کې چې اوس د کینګزلین په نوم یادیږي د موسیقار ډاکتر چارلز بړني (زوکړه ۱۷۲۶ – مړینه ۱۸۱۴) او د هغه له لومړۍ مېرمنې اسټر اسليپ بړني (زوکړه ۱۷۲۵- مړینه ۱۷۶۲) څخه د هغوی له ۶ ماشومانو څخه د درېمې ماشومې په توګه نړۍ ته راغله. د هغې مشران خویندې وروڼه اسټر (هېټي، زوکړه ۱۷۴۹-مړینه ۱۸۳۲) او جېمز (زوکړه ۱۷۵۰- مړینه ۱۸۲۱) و او تر هغې کشران سوزنا الیزابت (زوکړه ۱۷۵۵- مړینه ۱۸۰۰)، چارلز (زوکړه ۱۷۵۷- مړینه ۱۸۱۷) او شارلوټ ان (زوکړه ۱۷۶۱ - ۱۸۳۸) وو. د هغې له وروڼو څخه جېمز د سمندري ځواکونو مشر شو او په خپل دویم او درېیم سمندري سفر کې یې له کپتان جېمز کوک سره بېړۍ وچلوله. کشر چارلز بړني په یو پېژندل شوي کلاسیک پوه بدل شو چې د بړني ورځپاڼو ټولګه د هغه په نوم نومول شوې ده. [۷][۸]

د هغې کشرۍ خور سوزانا په ۱۷۸۱ کال کې د شاهي سمندري ځواک له افسر مولرورث فیلیپس سره چې د کپتان کوک د ورستي سفر پر مهال یې په بېړۍ کې سفر کاوه، واده وکړ. هغه له خپل ځان څخه یوه مجله پرېښوه چې د ګورډون د اصلي بلواګانو د عیني شاهدانو راپور وړاندې کوي. د هغې ناسکه کوچنۍ خور سارا هریټ بړني (زوکړه ۱۷۷۲- مړینه ۱۸۴۴) هم د ۷ داستاني اثارو له خپرولو سره ناول لیکونکې شوه.  اسټر سليپ بړني دوه نور زامن هم وزېږول چې ډواړه چارلز نومي وو او په ۱۷۵۲ او ۱۷۵۴ کلونو کې په ماشومتوب کې مړه شول. [۹][۱۰]

فرانسیس بړني تقریباً د الفبا له زده کولو سره سم د کوچنیو لیکونو او کیسو په لیکلو پیل وکړ. هغې غالباً له خپلو خویندو ورڼو سره په لیکوالۍ او د ډرامو په لوبولو کې برخه اخیسته. د بړني کورنۍ ډېر نږدې ملګري لرل. «پلار کریسپ» تقریباً د فرانسیس دویم پلار و او د هغې د لیکوالۍ په لومړیو کلونو کې یې پر هغې ډېر اغېز درلود. د بړني څېړونکې مارګاریت ان ډوډي د بړني په کور دننه نښتې څېړلې دي چې د بړني پر شخصي ژوند او لیکنو یې اغېز کړی. هغې ادعا وکړه چې په ۱۷۹۸ – ۱۸۰۳ کلونو کې د جمېز او د هغه د ناسکه خور سارا تر منځ یو ډول نامشروع اړیکه موجوده وه، خو د دې موضوع لپاره هېڅ مستقیم سند نه دی موجود او د ژوند په وروستیو کې له سارا سره د فرانسیس د مینې او مالي ملاتړ تر څنګ د دې خبرې یوځای کول خورا ستونزمن دي. [۱۱][۱۲]

د فرانسیس بړني مور ایسټر سلیپ، چې تاریخ پوهان یې «ملایمه او هوښیاره» ښځه بولي د ډوبوا په نوم د یو فرانسوي پناه‌غوښتونکي لور وه او کاتولیکه لویه شوې وه. دغې فرانسوي میراث د ژوند په وروستیو کې د فرانسیس بړني پر شخصي پوهې اغېز وکړ او په احتمالي ډول یې د الکساندر داربلای په واسطه د هغې په جلبولو او ورسره واده کولو کې مرسته وکړه.  ایسټر بړني په ۱۷۶۲ کال کې کله چې بړني ۱۰ کلنه وه ومړه. د فرانسیس پلار چارلز بړني د خپل شخصي جذابیت او تر ډېره د موسیقار، موسیقي پوه، سندرې جوړوونکي او ادبي شخصیت په توګه د پام وړ و. په ۱۷۶۰ کال کې هغه خپله کورنۍ لندن ته کډه کړه، دا هغه ځای و چې د انګلیسي ټولنې کلتوري عناصرو ته یې د دوی لاسرسی او همدارنګه د دوی ټولنیز موقف ښه کړ. دوی د یوې هنري پلوه ټولنیزې کړۍ په منځ کې ژوند کاوه چې د چارلز د کور شاوخوا ته د سوهو په پولنډ سړک کې سره راټول شوي وو. [۱۳][۱۴]

چالرز بړني په ۱۷۶۷ کال کې وتښتېد تر څو د دویم ځل لپاره د شرابو د شمتن سوداګر کینګز لین له کونډې الیزابیت الن سره واده وکړي. الن په‌خپله درې بچیان لرل او تر واده څو کاله وروسته دا دواړه کورنۍ په یوه کور کې سره مدغمې شوې. دا نوی کورنی وضعیت له تاوتریخوالي ډک و. د بړني بچیانو خپله میره/ناسکه مور مغروره او زر غوسه کېدونکې بلله او د هغې په مسخره کولو سره به یې د هغې تر شا پناه اخیسته. په هر حال په ځینو اړخونو کې د هغوی ټولیزه نارضایتي د هغوی د نږدېوالي لامل شوه. دې کورنۍ په ۱۷۷۴ کال کې بیاځلي د وېسټ مېنسټر په سړک کې د اسحق نیوټن کور ته کډه وکړه. [۱۵][۱۶][۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite ODNB
  2. "Second Glance: Wave and Say Hello to Frances | Open Letters Monthly – an Arts and Literature Review". www.openlettersmonthly.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Second Glance: Wave and Say Hello to Frances | Open Letters Monthly – an Arts and Literature Review". www.openlettersmonthly.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ اکتوبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Commire, Klezmer, pg. 231.
  5. Biography of Frances BurneyArchived 16 June 2006 at the Wayback Machine.
  6. Commire, Anne and Deborah Klezmer. Women in World History: a biographical encyclopedia. (Waterford: Yorkin Publications, 1999–2002), pg. 231.
  7. Turner, Adrian. "17th and 18th Century Burney Collection Database". www.bl.uk (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ مې ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Chisholm 1911، ص. 826.
  9. Philip Olleson, The Journals and Letters of Susan Burney: Music and Society in Late Eighteenth-Century England. Ashgate, 2012; کينډۍ:ISBN
  10. Commire, Klezmer, pg. 228.
  11. Frances Burney: The Life in The Works (New Brunswick, NJ: Rutgers University Press 1988), pp. 277 ff.
  12. Lorna J. Clark, "Introduction", pg. xii. In: Sarah Burney: The Romance of Private Life, ed. Lorna J. Clark (London: Pickering & Chatto, 2008; کينډۍ:ISBN)
  13. Doody, pg. 11.
  14. Commire, Klezmer, pg. 228.
  15. Burney, Frances. Early Journals and Letters (په انګرېزي ژبه کي). د کتاب پاڼي Early Journals and Letters 2: 32. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  16. Saggini, Francesca (29 Mar 2023). "Frances Burney: A Houstory". European Romantic Review. 34 (2): 223–242. doi:10.1080/10509585.2023.2181487. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Chisholm 1911، ص. 827.