فرانسیسکو دي ویتوریا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
فرانسیسکو دي ویتوریا
فرانسیسکو دي ویتوریا

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۴۸۰[۱]
مړینه 12 اگسټ 1546 (65–66 کاله)[۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب کاتولیکه کلیسا[۴]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ليکوال
فیلسوف  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) هسپاني
لاتين ژبه[۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

فرانسیسکو دي ویتوریا (شاوخوا ۱۴۸۳ – ۱۵۴۶ ز کال د اګست ۱۲مه) د فرانسیسکو ډي ویکټوریا په نوم هم پېژندل شوی) یو هسپانوی رومي کاتولیک فیلسوف، الهیاتپوه او د رینسانس هسپانیا حقوق‌پوه و. نوموړی په فلسفه کې د هغه دود بنسټ اېښودونکی دی چې د سالامانکا مکتب په نوم پېژندل کېږي، او په ځانګړې توګه د هغه د عادلانه یا مشروع جګړې (just war) او نړیوال قانون د تیورۍ له کبله یې پام ځان ته جلب کړی دی. نوموړی په تېرو وختونو کې څېړونکو او پوهانو، د البېریکو جینټیلي او هوګو ګروټیوس ترڅنګ، د "نړیوال قانون پلار" بللی دی، که څه هم ځینې معاصرو اکاډمیکو پوهانو بیا ویلي چې دا ډول تعریف یې بې ځایه او ناسم دی، ځکه د پوسټ ماډرن نړیوال قانون مفهوم واقعا تر ډېرو وروستیو پورې نه و رامنځته شوی. امریکايي حقوق‌پوه ارثر نوسباوم له هېواده بهر د سوداګرۍ د حق اړوند پر نړیوالو قوانینو د ویتوریا د نفوذ یادونه کړې. وروسته دا بیا د "سوداګرۍ د ازادۍ" په توګه تعبیر شو.[۵][۶][۷]

ژوند[سمول]

ښاغلی ویتوریا د ۱۴۸۳ ز کال په شاوخوا  کې په بورګوس ښار یا ویتوریا-ګاستېز ښار کې زیږېدلی او په بورګوس ښار کې لوی شوی دی. نوموړی د الابا ایالت اوسېدونکي پیډرو ډي ویتوریا او مېرمن کاتالینا ډي کمپلوډو زوی دی، چې دواړه د اشرافو له کورنۍ څخه وو. د عصري څېړنو له مخې، هغه د مور له اړخه (د کمپلوډو کورنۍ) یهودي نسب درلود، چې د بورګوس پاول او الفونسو ډي کارټاګینا په څېر مشهورو عیسوي دین ته اوښتو شخصیتونو پورې یې تړاو درلود. نوموړی په ​​۱۵۰۴ ز کال کې ډومینیک عیسوي عقیدې ته واوښت، او د پاریس په سینټ جیکس کالج کې یې زده کړه وکړه، چېرته چې هغه د دېسسیدریوس ایراسموس د اثارو تر اغېزې لاندې شو. له ۱۵۱۶ ز کال وروسته یې (د پیري کروکارټ او توماس کاییتان تر اغېزو او نفوذ لاندې) د الهیاتو تدریس پیل کړ. په ۱۵۲۲ ز کال کې اسپانیا ته راستون شو ترڅو د وایادولید ښار په سینټ ګریګوري کالج کې د الهیاتو تدریس وکړي، چېرې چې ډېری ځوان ډومینیکان په نوې نړۍ کې د تبلیغي کار لپاره روزل کېدل. په ۱۵۲۴ ز کال کې په سالامانکا پوهنتون کې د الهیاتو د څانګې رییس وټاکل شو، چېرته چې نوموړي د تومیزم (د سینټ توماس اکویناس د فلسفې او الهیاتو) په وده کې مهم رول درلود. فرانسیسکو دي ویتوریا د ۱۵۴۶ ز کال د اګست په ۱۲مه په سالامانکا ښار کې مړ شو.[۸][۹][۱۰]

د امریکايي سورپوستانو د قانوني حالت په اړه یې دریځونه[سمول]

د روم د مقدس سترواک او د هسپانیا د پاچا پنځم چارلز له لوري د یوه مشهور عالم په توګه په علني توګه سلا مشورې ترې اخیستل کېدې. نوموړي د واک او ځواک د هغه ډول د محدودولو لپاره هلې ځلې وکړې، چې د هسپانوي امپراتورۍ له لوري پر ځایي خلکو تحمیلېده. هغه وویل: "د ټولو مخکېنیو پایله دا ده چې اصلي استوګنو بې له شکه د عیسویانو په څېر په عامه او شخصي دواړو چارو کې واقعي حاکمیت درلود او دا چې نه د دوی له شهزادګانو او نه شخصي افرادو څخه د ځمکې پر مخ د دوی ملکیتونه غصب او لوټ کېدای شي چې ګواکې دوی یې اصلي مالکین نه دي." ویتوریا دا رد کړه چې اصلي یا بومي خلک په ارسطویي اصطلاح کې په طبیعي توګه د غلامانو په توګه پېژندل کېدای شي. هغه د اکویناس د رومي قانون مفهوم ius gentium ("د ملتونو قانون") ومانه. له امریکایي هندیانو یا سورپوستانو څخه د هغه دفاع د انسان د ذاتي کرامت او وقار په اړه د علمي پوهاوي پربنسټ وه، هغه وقار چې د ده په اند په نوې ​​​​نړۍ کې د اسپانیا د پالیسیو له لوري تر پښو لاندې شوی یا نقض شوی و.[۱۱][۱۲]

ښاغلي ویتوریا د ۱۵۳۷ او ۱۵۳۹ ز کلونو ترمنځ په دریو لیکچرونو کې دا نتیجه ګیري وکړه چې هنديان د دوی د ملکیت حقداره مالکان دي او د دوی مشران د دوی پر قبیلو د اعتبار وړ واک او صلاحیت لري. همدا دریځ مخکې د بل حقوق‌پوه پالاسیوس روبیوس دریځ هم و. نه پاپ او نه هم پنځم چارلز د سورپوستانو د ژوند یا مال د سلبولو قانوني حق نه لري. د دوی پر وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی نشي کېدای، او نه هم د دوی ځمکې یا ملکیتونه غصبېدای شي، مګر دا چې هنديان د هسپانویانو د قانوني حقونو په تر پښو لاندې کولو او یا سرغړونې سره هسپانویانو ته زیان ورسوي یا یې ټپي کړي. ښاغلي ویتوریا په خپل یوه لیکچر "کافرانو ته د مذهبي تبلیغ په اړه" کې وویل چې لومړی خو "هنديان باید په جبري توګه عسویت منلو ته اړ نه ایستل شي؛ خو دویم دا چې دوی ښایي د مذهبي مبلغینو پر وړاندې د مزاحمتونو او خنډونو جوړولو یا ځورولو او همدا راز د حضرت مسیح (ع) او مسیحیانو له سپکاوي څخه د زور له لارې منع شي."[۱۳][۱۴]

فرانسیسکو دي ویتوریا "کافرانو ته د مذهبي تبلیغ په اړه" لیکچر کې له هغه مفهوم کار اخیست چې د هسپانوي مسیحي نړیوالتوب (Spanish Christian Universalism) په توګه ګڼل کېده. هسپانوی عیسوي نړیوالتوب هغه عقیده وه چې وايي په دې نړۍ کې ټول موضوعات، استدلالونه او پېښې سره تړلې دي او ښاغلي ویتوریا "یوه داسې نړیواله ټولنه انځور کړې وه چې هر څومره خپلواک دولتونه پکې ځایېدای شي او تر خپل منځ اړیکې پاللی شي."[۱۵]

فرانسیسکو دي ویتوریا استدلال وکړ چې د هنديانو جبري دین اړول به "د بې‌دینانو یا مشرکینو ترمنځ د لویې پارونې او ناکرارۍ لامل شي." دویم دا چې "د عقیدې لپاره د اړینې خیرخواهۍ او مناسبې عاطفې پر ځای، په زوره له دینه اړول به په دوی کې شدیده کرکه او نفرت رامنځته کړي، او دا به بیا په خپل وار سره د ریاکارۍ او دوه‌مخۍ لامل هم شي."[۱۶]

ښاغلي ویتوریا هندیانو ته په نورو بڼو کې د متوجه ضررونو په برخه کې هم له هغوی دفاع وکړه، د بېلګې په توګه په غیر مستقیم ډول عیسویت ته د هندیانو مجبورول، "په ځانګړې توګه د مالیاتو او باجونو له لارې د دوی هڅول چې خپلې عقیدې واړوي." هغه استدلال وکړ: "مګر د باج او خراج یا جزیې په اړه، چې له ایماندارانو هم نه شي غوښتل کېدای، زه ټینګار کوم چې له کافرانو څخه هم د دوی د دین بدلولو په نیت نه شي غوښتل کېدای. کافران د عیسویانو په پرتله د دوی د کفر پربنسټ له خپل مال څخه نه شي محرومېدای، ځکه دوی د خپلو شتمنیو د مالکیت له واقعي حق څخه برخمن دي. "[۱۷]

د عادلانه جګړې د تیورۍ د یوه ملاتړي په توګه، فرانسیسکو د جګړې قوانین یا حقوق (De iure belli ) اثر کې وایي، چې د "عادلانه جګړې" لپاره اساسي وړاندیز شوي شرایط "په هند یا انډیز کې له سره شته نه دي". یوازینۍ ساحه چېرې چې هغه په ​​کورنیو چارو کې د هسپانیا د مداخلې لپاره توجیه لیدلې وه، هغه د قربانیانو ساتنه وه کوم چې د انساني قربانۍ لپاره نیول شوي وو، او په خپله د قربانیانو د ذاتي انساني وقار او کرامت له کبله – چې حقونه یې تر پښو لاندې کېدل او په دې توګه یې دفاع ته اړتیا لرله.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

آثار[سمول]

له ۱۵۲۷ کال څخه تر ۱۵۴۰ ز کال پورې د هغه له لیکچرونو او ویناوو څخه د نوموړي د زده کوونکو له لوري نیول شوي یادښتونه کاپي شوي او تر لاندې سرلیکونو لاندې خپاره شوي دي:

  • د مدني ځواک په اړه، ۱۵۲۸.
  • د قتل یا انسانوژنې په اړه، ۱۵۳۰.
  • د واده په اړه، ۱۵۳۱.
  • د کلیسا د واک او ځواک په اړه، لومړی او دویم ټوکونه، ۱۵۳۲.
  • سورپوستان یا هندیان، ۱۵۳۲.
  • د بربریانو پر وړاندې د هسپانویانو د جګړې قوانین یا حقوق، ۱۵۳۲.
  • د پاپ او شورا د واک او ځواک په اړه، ۱۵۳۴.
  • د الهیاتو اړوند لیکچرونه، ۱۵۵۷.
  • د کلیسا د مقدساتو لنډیز، ۱۵۶۱.
  • سورپوستان یا هندیان او د جګړې حقونه (د الهیاتو اړوند لیکچرونو د یوې لویې برخې د ۱۹۱۷ کال ژباړه).

تنقیدي ژباړې[سمول]

  • فرانسیسکو دي ویتوریا: سیاسي لیکنې، د جېرېمي لارنس ژباړه او د جېرېمي لارنس او انتوني پاګډن اېډېټ، د کامبریج پوهنتون انتشارات، ۱۹۹۱.
  • فرانسیسکو دي ویتوریا: د انسان وژنې یا قتل په اړه لیکچر او د لاله الهیاتو د لنډیز په اړه تفسیر یا تبصره، کیو ۶۴ (توماس اکویناس) ژباړه، سریزه او یادښتونه د جان پي ډویل له خوا، میلواکي: د مارکیټ پوهنتون انتشارات،  ۱۹۹۷ز کال.

سرچينې[سمول]

  1. GND ID: https://d-nb.info/gnd/11768239X — د نشر نېټه: ۳۱ مې ۲۰۲۰
  2. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/vitoria-francisco — subject named as: Francisco Vitoria — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  3. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/4074 — subject named as: Francisco De Vitoria — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119285624 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  5. Woods, Thomas E. (Jr.) (2005). How The Catholic Church Built Western Civilization. Washington, DC: Regnery Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-89526-038-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Pagden, Anthony (1991). Vitoria: Political Writings (Cambridge Texts in the History of Political Thought). UK: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې xvi. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-36714-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Arthur Nussbaum (1947). A concise history of the law of nations. New York: Macmillan Co. د کتاب پاڼې 82. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Hernandez O.P., Ramon. "The Internationalization of Francisco de Vitoria and Domingo de Soto", translated by Jay J. Aragones, Fordham International Law Journal, Vol. 15, Issue 4, 1991
  9. Carlos G. Noreña, Studies in Spanish Renaissance Thought, Springer Science & Business Media (2012), p. 37
  10. Schroeder, Henry Joseph. "Francis of Vittoria." The Catholic Encyclopedia. Vol. 6. New York: Robert Appleton Company, 1909. 10 Sept. 2014
  11. Francisco de Vitoria, “The Law of War,” in War and Christian Ethics, ed. Author F. Holmes (Grand Rapids, MI: Baker Book House, 1975), 118-119.
  12. "Francisco de Vitoria", Columbia University
  13. Francisco de Vitoria, “On the Evangelization of Unbelievers,” 1534-35, in Colonial Latin America : A Documentary History. Denver: Rowman & Littlefield Publishers, 2002, 70.
  14. Pagden, Anthony (1991). Vitoria: Political Writings (Cambridge Texts in the History of Political Thought). UK: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې xvi. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-521-36714-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Kenneth Mills et al., Colonial Latin America : A Documentary History. Denver: Rowman & Littlefield Publishers, 2002, 67.
  16. Kenneth Mills et al., Colonial Latin America : A Documentary History. Denver: Rowman & Littlefield Publishers, 2002, 71.
  17. Kenneth Mills et al., Colonial Latin America : A Documentary History. Denver: Rowman & Littlefield Publishers, 2002, 75-76.
  18. Salas Jr., Victor M., "Francisco de Vitoria on the Ius Gentium and the American Indios", Ave Maria Law Review, 2012 Archived 2014-09-11 at the Wayback Machine.
  19. Borschberg, Peter (2011). Hugo Grotius, the Portuguese and Free Trade in the East Indies. Singapore and Leiden: NUS Press and KITLV Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9971-69-467-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Ernest Nys, introduction to Francisco de Vitoria, De Indis et Ivre Belli, English translation of a substantial portion of Relectiones XII Theologicae, available online.
  21. Coujou, Jean-Paul, & Zorroza, María Idoya. Bibliografía Vitoriana. Pamplona: Publicaciones Universidad de Navarra, 2014. [۱]
  22. Franciso Castilla Urbano, El pensamiento de Francisco de Vitoria. Filosofía, política e indio Americano (Barcelona, Anthropos, 1992) note 5, 317-323]
  23. Koskenniemi, Martti. "Colonization of the ‘Indies’ –the Origin of International Law?, University of Helsinki(presentation at the University of Zaragoza, December 2009)
  24. Scott, James Brown; Vitoria, Francisco de (2000). The Spanish Origin of International Law: Francisco de Vitoria and His Law of Nations (په انګلیسي ژبه کي). The Lawbook Exchange, Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58477-110-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)