فرانسه هند او چين په دویمه نړیواله جګړه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۱۹۴۰ کال په لومړیو کې نازي المان په چټکۍ د فرانسې درېیم جمهوریت ته ماته ورکړه او د فرانسې استعماري هندوچین (ویتنام، لائوس او اوسنی کامبوج) يې د فرانسې دولت (ویشي فرانسه) ته پرېښود. ډېری امتیازات لکه له بندرونو، هوايي ډګرونو او رېل پټلیو څخه ګټه اخیستنه د نازي متحدې سترواکۍ جاپان ته ورکړل شول. جاپاني پوځيان د لومړي ځل لپاره د ۱۹۴۰ کال په سېپټمبر کې د هند او چين ځینو برخو ته دننه شول او د ۱۹۴۱ کال تر جولای پورې جاپان وکولی شوی پر ټول هندوچين خپل واک ته پراختیا ورکړي. متحده ایالات چې د جاپان د پراختیا په اړه اندېښمن وو، د ۱۹۴۰ کال له جولای څخه يې جاپان ته د پولادو او تېلو پر صادراتو بندیز ولګوه. له دغو بندیزونو څخه تېښتې او په سرچینو کې ځان بسیاینې ته تمایل د جاپان د دې پرېکړې لامل شو چې د بریتانیا پر سترواکۍ  (هانکانګ او مالایا) برید وکړي او په هم‌مهال ډول متحده ایالاتو (په فليپین او د هاوايي په پرل هاربر) برید وکړ. دا چاره د ۱۹۴۱ کال د ډېسمبر په ۸مه د جاپان پر وړاندې د متحده ایالاتو د جګړې د اعلان لامل شوه. وروسته متحده ایالات د بریتانیا له سترواکۍ سره یوځای شول چې له ۱۹۳۹ کال څخه له المان او د هغه د فعلي متحدینو سره د محور ځواکونو له پیوستون سره په جګړه کې وه. [۱][۲]

هندوچیني کمونیستانو په ۱۹۴۱ کال کې د کاوبانګ په ولایت کې یو پټ سرمشریز مرکز رامنځته کړی و، خو د دواړو کمونیستو او غیر کمونیستي ډلو په ګډون د جاپان، فرانسې یا دواړو پر وړاندې د ویتنام مقاومت تر ډېره د چين پر پوله پاتې شو. چینایانو د جاپان له پراختیا سره د خپل مخالفت د یوې برخې په توګه په ۱۹۳۵/۱۹۳۶ کال کې په نانکینګ کې د دونګ مین هوي (DMH) ملي‌پال غورځنګ وهڅاوه. په دې غورځنګ کې کمنیستان شامل وو خو کنټرول يې د هغوي په لاس کې نه و. دغې چارې مطلوبې پایلې له ځان سره نه لرلې، په دې توګه د چین کمونیست ګوند په ۱۹۴۱ کال کې هوشي مین ویتنام ته ولېږه تر څو د ويت مين کمونیست په مرکزیت د یوې زیرزمینۍ مشري وکړي. هو په سویل ختیځه اسیا کې د کمینټرن (د نړۍ د کمونیستو ګوندونو ټولنه، ژباړن) لوړپوړی استازی و او په چين کې د چين د کمونیستو وسلوالو ځواکونو سلاکار و. دا ماموریت د اروپايي اطلاعاتي سازمانونو او بیا د متحده ایالاتو د ستراتيژیکو خدماتو د دفتر (OSS) په‌ مرسته ترسره شو. د فرانسې خپلواکو استخباراتو هم د ویشي - جاپان همکارۍ پر پراختیاوو د اغېز هڅه وکړه.    [۳][۴][۵]

جاپانیانو د ۱۹۴۵ کال په مارچ کې فرانسوي مدیران بندي کړل او د جګړې تر پایه يې د ویتنام مستقیم کنترول په واک کې واخیست. هغه وخت ویتنامي ملي‌ پالانو د اګست په پاڅون کې د ویت مېن له بیرغ سره واک خپل کړ د خپلواک دیموکراتیک ویتنام اعلامیه يې صادره کړه. خو فرانسې په ۱۹۴۵-۱۹۴۶ کلونو کې د دې هېواد کنترول بېرته ونیوه.

د سویل ختيځې اسیا یو پراخ انځور ته په کتنه کې د دویمې نړيوالې جګړې په پای کې د اصلي لوبغاړو بېلابېلې سیاسي فلسفې سره ټکر شوې، چې له ډلې يې:

  • کمونیست ضد لویدیځ ځواکونه، چې فرانسویان يې د کمونیستانو له پراختیا څخه د سیمې ژغورونکي بلل.
  • ملي پال او د استعمار ضد غورځنګونه چې له فرانسویانو څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو غوښتونکي وو.
  • داخلي او خارجي کمونیستان چې د خپل نفوذ د پراختیا په لټه کې وو.

د دغه غورځنګونو تر منځ کرښې تل روښانه نه وې او ځینې اتحادونه ورته اسان وو. فرانکلین ډي. روزولټ په ۱۹۴۵ کال کې تر خپلې مړینې مخکې د هندوچين بیاکنترول او نیونې ته د فرانسویانو د نه تمایل په اړه څو نظریې وړاندې کړې. [۶]

تر جګړې مخکې پېښې[سمول]

۱۹۳۶[سمول]

په‌خپله په فرانسه کې د فاشیست ضد یوه ولسي جبهه رامنځته شوه چې مرکز، چپ اړخ او کمونیستان په کې شاملیدل او نه یوازې هندوچین بلکې د فرانسې ټولو مستعمرو ته يې نوې پالیسي اعلان کړه. د هندوچین اړوند یوه دیموکراتیکه جبهه رامنځته شوه. 

یو نامشهور عمومي قومندان ځای ناستی شو او ویتنامي ملي پالان يې وهڅول چې یو فرانسوي پلټونکي کمیسیون دې د شکایتونو له لېست څخه کتنه وکړي. د کمیسیون د رسېدو پر مهال کیڼ‌اړخي نه یوازې د یو اپوزیسیون غړي وو بلکې د داسې یو دولت برخه وو چې د جاپان د پراختیا په اړه اندېښمن وو. د مستعمراتو سوسیالیست وزیر ماریوس موته په سېپټمبر میاشت کې په سایکون کې فرانسوي چارواکو ته پیغام ولېږه، «تاسې به عمومي نظم خوندي کړئ... د سیاسي او اقتصادي وضعیت رغېدل زموږ اندېښنه ده ... خو د نورو ځایونو په څېر په هندوچين کې باید د فرانسې نظم ټینګ شي.» د موته ولسي جبهې د وضعیت په  حقیقي ازادولو کې ماته وخوړه او هغه یوه لسیزه وروسته له لويې ماتې سره مخ شوه.  [۷]

۱۹۳۷[سمول]

په ټوله ختيځه او سویل ختيځه اسیا کې د ۱۹۳۷ او ۱۹۴۱ کلونو تر منځ ترینګلتياوې رامنځته شوې ځکه جاپان د چين لور ته پراختيا ومونده. روزولټ دا موضوع په چین د متحده ایالاتو د ګټو تخلف باله. متحده ایالاتو له مخکې د جاپانله‌خوا د چین په یانګ تسه سیند کې د یوې توپ لرونکې سمندري بېړۍ یواس‌اس پانای (USS Panay) د بمبار لپاره غرامت منلی و. [۸]

۱۹۳۸[سمول]

د فرانسې ولسي جبهې سقوط وکړ او د هندوچين دیموکراتیکه جبهه پټه شوه. کله چې د ۱۹۳۸ کال په اګست د درېیم جمهوریت په واک کې د فرانسې نوی دولت جوړ شو، د فرانسې د لوي ښار او دهغې د سترواکۍ امنیت يې له اصلي اندېښنو څخه و. [۹]

له لومړیو اقداماتو څخه يې د هندوچين د قوماندان په توګه د جنرال ژرژ کاترو ټاکل وو. هغه د ۱۸۵۸ کال د فتحې تر پیل وروسته په ۱۸۷۹ کال کې د فرانسې د غيرپوځي حکومت له پیل څخه لومړنی عمومي پوځي قومندان و، چې د نوي حکومت یواځینۍ اندېښنه: له خاورې او سترواکۍ څخه دفاع منعکسوي. د کاټرو بېړنۍ اندېښنه د جاپان په اړه وه چې په فعال ډول په نږدې چین کې جنګېدل.  [۱۰]

۱۹۳۹[سمول]

د فرانسې او هندوچين دواړه کمونیست ګوندونه ناقانوني وبلل شول.  [۱۱]

دویمه نړيواله جګړه[سمول]

۱۹۴۰[سمول]

د ۱۹۴۰ د جون په ۲۲مه له اوربند سره د فرانسې تر ماتې وروسته شاوخوا د هېواد ۲-۳یمه برخه د المان پوځ په مستقیم کنترول کې وه. د فرانسې د سویل ختيځ پاتې برخه او د فرانسې مستعمرات د لومړۍ نړیوالې جګړې د اتل مارشال فليپ په مشرۍ د په نوم خپلواک دولت په توګه وه چې پلازمېنه يې په ویشي کې وه. جاپان د ۱۹۴۰ کال په سېپټمبر کې د درې اړخیز تړون د لاسلیک تر مهاله له المان سره نه و متحد چې د هندوچین له طریقه یې چین ته د تدارکات له لېږد څخه د مخنیوي په برخه کې له المان څخه مرسته وغوښته.

د محور ځواکونو د فشار زیات‌والی[سمول]

جنرال کاترو چې په لومړیو کې يې له بریتانیا څخه د ملاتړ غوښتنه کړې وه او له فرانسې څخه خارج يې هېڅ پوځي کومکي سرچینه نه لرله، له چین سره یې سوداګري ودروله تر څو د جاپانیانو د ډېرې پارونې مخنیوی وکړي. د جون په ۲۵مه د ایساکو نیشیمورا په مشرۍ يوه جاپاني باوري کوونکې ډله هندوچين ته دننه شوه. [۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Spector, Ronald H. (2007). In the ruins of empire : the Japanese surrender and the battle for postwar Asia (الطبعة 1st). New York. د کتاب پاڼې 94. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780375509155. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "World War II (1939-1945)". www2.gwu.edu. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Tôn Thất Thiện (1990) Was Ho Chi Minh a Nationalist? Ho Chi Minh and the Comintern. Singapore: Information and Resource Centre. p. 39.
  4. Quinn-Judge, Sophie (2002) Ho Chi Minh: The Missing Years 1919–1941. Berkeley and Los Angeles: University of California Press. p. 20
  5. Patti, Archimedes L. A. (1980). Why Viet Nam? Prelude to America's Albatross. University of California Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0520041569. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), p. 477
  6. Patti, Archimedes L. A. (1980). "3: Indochina: Pressure Point". Why Viet Nam?: Prelude to America's Albatross. Berkeley: University of California Press (نشر 1982). د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780520047839. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۹. Roosevelt had pressed the question of trusteeship at Cairo, Teheran, and Yalta and had received the endorsement of Chiang Kai-Shek and Stalin.
    Cordell Hull's memoirs, published in 1948, are even more specific. The President, he wrote 'entertained strong views on independence for French Indo-China. [...]'
    الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hammer, Ellen J. (1955), The Struggle for Indochina 1940-1955: Vietnam and the French Experience, Stanford University Press الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), pp. 91-92
  8. Arima, Yuichi (December 2003), "The Way to Pearl Harbor: US vs Japan", ICE Case Studies (118) الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hammer, p. 92
  10. Vets with a Mission, World War II - Occupation and Liberation, د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اکتوبر ۲۰۲۰ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hammer, p. 92
  12. Dommen, Arthur J. (2001), The Indochinese Experience of the French and the Americans, Indiana University Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 0253109256 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) pp. 47