فدراليزم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فدراليزم د حکومت مخلوط يا مرکبه بڼه ده، په کومه کې چې عام حکومت (مرکزي يا وفاقي حکومت) په يو واحد سياسي سيستم کې له سيمه ييزو حکومتونو (ولايتي، ايالتي، کانټونال، سيمه ييز يا نور فرعي-واحد حکومتونه ) سره يو ځای شوی وي او په دې ډول واکونه د دواړو خواوو تر منځ ځواک سره وېشي. په اوسمهال (مودرن عصر) کې فدراليزم د پخواني سويسي کانفدراسۍ پر مهال په لومړي ځل پلی شوی و.[۱]

فدراليزم او کانفدراليزم سره توپير لري، په کانفدراليزم کې د حکومت عمومي کچه د سيمه ييزې کچې تابع وي، همدا راز په يو اتحادي ايالت کې له واک سپارلو (سیمه ييزو حکومتونو ته واک سپارل) سره هم توپير لري، په واک سپارلو کې د حکومت سيمه ييزه کچه د حکومت د عمومي کچې تابع وي. دا د سيمه ييز يو ځای والي يا جلا والي په لاره کې د مرکزي بڼې استازولي کوي، کوم چې په کانفدراليزم کې د په کم متحد شوي اړخ پابند او په یو اتحادي دولت کې د واک لېږدولو په مټ په زيات متحد شوي اړخ پابند وي.[۲]           

د فدراسيون يا فدرالي ولايت یا دولت په بېلګو کې ارجنټاين، استراليا، بلجيم، بوسنيا او هرزګوينا، برازيل، عراق، کاناډا، المان، متحده عرب امارات، مکسيکو، هندوستان، ماليزيا، نيپال، نايجيريا، پاکستان، روسيه، سويټزرلينډ او متحده ايالات شامل دي. ځينې اروپايي ټولنه په ګڼ ايالتي جوړښت کې د فدراليزم مخکښه بېلګه بولي، په هغه تصور کې چې د «د ايالتونو فدرالي ټولنې» په نوم نومول شوې ده.[۳]

ټولکتنه[سمول]

ارپېژندنه[سمول]

د «فدراليزم» او «کانفيدراليزم» اصطلاحاتو رېښې د لاتيني ژبې ټکي «foedus» کې سره شريکې دي، معنا يې ده «تړون، موافقه، يا مننه». د اتلسمې پېړۍ تر وروستيو پورې د دې اصطلاحاتو عامه لومړۍ معنا په ساده ډول تړون، يا د تړون پر بنسټ جوړ شويو خپلواکو دولتونو تر منځ بين الحکومتي اړيکې وې. په همدې بنسټ دې دواړو په لومړي سره کې سره مترادفې معناوې درلودې. په همدې معنا کې و چې «جيمز ماډيسن» په خپل  «Federalist No.39» کې د متحده ايالاتو نوي اساسي قانون ته په دې ډول اشاره کړې چې «نه ملي او نه فدرالي اساسي قانون دی، بلکې د دواړو ګډوله ده» (دا معنا چې نه يې يو ستر اتحادي دولت جوړ کړی دی، نه يې د کوچنيو ايالتونو تر منځ يوه ټولنه/کانفدراسيون جوړ کړی، بلکې د دواړو مخلوط دی). د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې متحده ايالاتو د فدراليزم معنا د بدلون پر لور ولاړه، په ځانګړي ډول نوي يو ځای شوي سياسي بڼې ته يې اشاره کول پيل شول، کوم چې د فلاډيلفيا په کنوانسيون کې منځ ته راغلی و، په داسې حال کې چې د کانفدراليزم معنا هماغه د ايالتونو ټولنه پاتې شوه. [۴][۵]

پيل[سمول]

په تنګه معنا، فدراليزم هغه ډول حکومت ته اشاره کوي، په کوم کې چې د يو دولت سياسي بدنه په داخل کې منظمه شوې وي او دا يې هماغه معنا ده چې اوسمهال ډېر کار ځينې اخيستل کېږي. خو سياسي پوهان دا اصطلاح په ډېره پراخه معنا کې کاروي او په دې سره «د يو ټولنيز او سياسي ژوند  ګڼ پوړيز او مخلوط تصور ته اشاره کوي».[۶]

د فدراليزم لومړۍ بڼې په لرغونو وختونو کې جوړې شوې چې د ايالتونو تر منځ د ايتلاف په بڼه وې. له اومې څخه تر دویمې مخزېږديزې پېړۍ پورې يې په بېلګو کې د «ارکياک لیګ، ايتوليک ليګ، پيلوپونيسين ليګ» او «ډيلين ليګ» شامل دي. د فدراليزم يو ابتدايي مخکښ په هلينستي يونان کې «اچين ليګ» و. د کلاسيکي يونان د يوناني ښاري ايالتونو په خلاف، د کومو هر يو به چې د بشپړې خپلواکۍ پر ساتلو ټينګار کاوه، په هلينستي پړاو کې بدلېدونکو شرايطو ډېری ښاری ايالتونه اړ کړل چې يو له بل سره وتړل شي، ان د خپلې خپلواکۍ د يوې برخې له لاسه ورکولو په قيمت هم وي. د ايالتونو په وروستيو اتحاديو کې د سويس دويم کانفدراسيونونونه (۱۲۹۱-۱۷۹۸ او ۱۸۱۵-۴۸)، د هالنډ متحده ولايتونه (۱۵۷۹-۱۷۹۵)، جرمن بونډ (۱۸۱۵۱-۶۶)، لومړی امريکايي اتحاد چې د امريکا متحده ايالاتو د کانفدراسيون په نوم پېژندل کېږي (۱۷۸۱-۸۹) او دويم امريکايي اتحاد چې د امريکا متحده ايالاتو په بڼه جوړ شو (۱۷۸۹-۱۸۶۵)، شامل دي.[۷]

سياسي تيوري[سمول]

اوسنی فدراليزم په ديموکراتيکو اصولو او ادارو ولاړ يو سياسي نظام دی، په کوم کې چې حکومت کونکی ځواک د ملي او ولايتي/ايالتي حکومتونو تر منځ وېشلی وي. د «federalist» اصطلاح په نړۍ کې ګڼ سياسي باورونه تشريح کوي چې تر حالاتو پورې اړه لري. په داسې حال کې چې فدرالي کېدل « federalization » هم جلا سياسي بهيرونه تشريح کوي، د هغې استعمال هم تر شرايطو پورې اړه لري.[۸]

په سياسي تيورې کې، د فدرالي کېدو دوه مرکزي بڼې پېژندل شوي دي:

  • يوځای کونکې (انضمامي)، يا مجموعي فدرالي کېدل چې ګڼې پروسې تشريح کوي لکه: د نوي فدراسيون په جوړولو سره د غېر فدرالي سياسي هستو سره يو ځای کول، په يو شته فدراسيون کې د غېر فدرالي هستو سره رايوځای کول، يا په فدراسيون د يو کانفدراسيون بدلول[۹][۱۰]
  • واک سپارونکی، يا غېر مجموعي فدرلي کېدل: په فدراسيون د يو ا تحادي دولت بدلول[۱۱]

د پلي کولو دلايل[سمول]

د «دانيال زيبليټ» په وينا، په علمي ادبياتو کې د فدرالي نظامونو د پلې کولو لپاره څلور سيال نظرياتي تشریحات شته چې هغه دا دي:

  1. نظرياتي تيوريانې، د کومې معنا چې دا ده چې په ټولنه کې د غېر متمرکزو نظرياتو لپاره ستره نظرياتي ژمنتيا فدراليزم ته د پلې کېدو لپاره لا زيات وړ ګرځوي.
  2. کلتوري-تاريخي تيوريانې، د کومو معنا چې دا ده چې په کلتوري يا توکميز ډول خپرو شويو وګړو لرونکو ټولنو کې د فدرالي ادارو د پلې کېدو شونتيا زیاته ده.
  3. د «ټولنيز تړون» تيوريانې، کومې چې په دې باور دي چې فدراليزم د يو مرکز او د يو څنګ وزلي تر منځ د يوې معاملې په توګه منځ ته راځي، چېرته چې مرکز دومره پیاوړی نه وي چې څنګ وزلي په خپل واک کې راولي او څنګ وزلي هومره پیاوړې نه وي چې له مرکز څخه جلا شي.
  4. «زېربنايي ځواک» تيوريانې، کومې چې په دې باور لري چې هغه وخت د فدراليزم د منځ ته راتګ شونتيا پیدا کېږي، چېرته چې د ممکنه فدراسيون له فرعي واحدونو سره له مخکې څخه زياتې پرمختللي زېربناوې موجودې وي (لکه، دوی له مخکې څخه اساسي قانون، پارلمان او له اداري  اړخه نوي ايالتونه لري).[۱۲]

«ايمانويل کانت» يادنه کړې چې «د يو دولت د قيام ستونزه د شيطانانو د قوم په مټ هم حل کېدای شي»، تر هغه وخته چې هغوی سره يو مناسب قانون موجود وي، کوم چې وکولای شي يو د بل پر وړاندې مخالفې ډلې په منظم توازن ودروي. په ځانګړو انفرادي دولتونو کې فدراسيون د جګړې د شونتيا په وړاندې د خونديتوب په توګه اړین دی.[۱۳]

د فدرالي نظامونو ملاتړو له تاريخي اړخه استدلال کړی چې په فدرالي نظام کې د ځواک شراکت داخلي دولتي امنيتي ګواښونه او بهرني ګواښونه کموي. فدراليزم له ايالتونو سره مرسته کوي چې پراخه او متنوع شي او د ځواکونو د مرکزيت په مټ د ظالم حکومت ګواښ کم کړي.[۱۴][۱۵]

بېلګې[سمول]

ډېرو هېوادونو د مرکزي او سيمه ييزو خپلواکيو بېلا بېلو کچو فدرالي حکومتي نظامونه جوړ کړي دي. د دې هېوادونو فدرالي حکومت په تر ټولو کم فدراسيون کې وېشل کېدای شي، کوم چې د يواځې دوه فرعي فدرالي واحدونو يا ګڼو سيمه ييزو واحدونو څخه جوړ وي، دا يې هغه دي چې له درې څخه تر لسګونه سيمه ييزو حکومتونو څخه جوړ شوي وي. دوی هم د جوړښت د سياسي ډول پر بنسټ ډلندي کېدای شي، لکه امارت، ولايت، جمهوري يا ايالتي فدرالي نظامونه. د فدرالي شويو هېوادونو د مطالعه کولو يوه بله لاره دا ده چې هغوی په هغه ډول ډلبندي کړای شي، د کومو ټوله سيمه چې فدرالي شوي وي، دا د هغې حالت په عکس حالت دی چې د هغې سيمې يواځې یوه برخه د هېواد په فدرالي برخه کې شامله شوې وی. ځينې فدرالي نظامونه ملي نظامونه دي، په داسې حال کې چې د اروپايي ټولنې په څېر نور له ملتونو څخه هم لوړ دي.

سرچينې[سمول]

  1. Forsyth 1981، ص. 18.
  2. Wheare 1946، صص. 31–22.
  3. See Law, John (2013), p. 104. http://www.on-federalism.eu/attachments/169_download.pdf This author identifies two distinct federal forms, where before only one was known, based upon whether sovereignty (conceived in its core meaning of ultimate authority) resides in the whole (in one people) or in the parts (in many peoples). This is determined by the absence or presence of a unilateral right of secession for the parts. The structures are termed, respectively, the federal state (or federation) and the federal union of states (or federal union).
  4. Law, John (2012) "Sense on Federalism", in Political Quarterly, Vol. 83, No. 3, p. 544.
  5. Madison, James, Hamilton, Alexander and Jay, John (1987) The Federalist Papers, Penguin, Harmondsworth, p. 259.
  6. Bulmer, Elliot. "Federalism". International IDEA Constitution-Building Primer 12: 12. https://www.idea.int/sites/default/files/publications/federalism-primer.pdf. 
  7. Forsyth 1981، صص. 18, 25, 30, 43, 53, 60.
  8. Broschek 2016، ص. 23–50.
  9. Broschek 2016، صص. 27–28, 39.
  10. Gerven 2005، ص. 35, 392.
  11. Broschek 2016، صص. 27–28, 39–41, 44.
  12. Ziblatt, Daniel (2008). Structuring the State: The Formation of Italy and Germany and the Puzzle of Federalism. Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780691136493. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Reiss, H.S. (2013). Kant: Political Writings. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781107268364. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Deudney, Daniel H. (2007). Bounding Power: Republican Security Theory from the Polis to the Global Village (په انګلیسي ژبه کي). Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4008-3727-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Deudney, Daniel (2004). "Publius Before Kant: Federal-Republican Security and Democratic Peace" (in en). European Journal of International Relations 10 (3): 315–356. doi:10.1177/1354066104045540. ISSN 1354-0661. http://journals.sagepub.com/doi/10.1177/1354066104045540.