فدا جان نظري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فدا جان نظري (انگرېزي : Feda Jan Nazari) په کال ۱۹۴۹زېږدي کې د کندهار د برو دروازې د لوديانو په کوڅه کې زېږېدلی . دی يو سياسي او ټولنيز کس دی .

زده کړې

بنسټيزې زده کړې ېې لومړی په خپل پلرني ټاټوبي د کندهار په جوماتونو کې له ديني زده کړو پیل کړي بيا ورپسې د دغه ښار له ډېرو وتليو موليانو او مفسرينو څخه تفسيري زده کړې ترلاسه کړي دي .

دندې

په ۱۹۶۷ زېږدي کال کې ېې سياست ته وردانگلي او په دې وخت کې د خپل د وخت د کندهاری خواريکښ ځلمي په نوم پېژندل کېده .

سياسي تگلاره

ليکلي اثار

فدا جان نظري پر پښتو برسېره ېې پاړسي ، عربي، انگرېزي ، او روسي ژبې هم زده کړي . د پښتو او پاړسي ژبو اشعار او ادب سره ېې مينه ده او کله نا کله شعر هم جوړوي . د لیکنو په برخه کې ېې دوه کتابونه ليکلي او اوسمهال په لنډن کې اوسېږي .

  1. (Political and Social Dictionary of Afghanistan ) ېې په انگرېزي کې کال ۱۹۹۷م زېږدي کې خپور کړی .
  2. ښکلي نومونه او ادبي تخلصونه (د پښتو او پاړسي نومونو او تخلصونو لارښود) ېې ۲۰۱۰م زېږدي کې خپور شوی.

سرچينې

ښکلي نومونه او ادبي تخلصونه (د کتاب وروستنی پښتۍ ) خپروونکی : روهيال خپرنۍ موسسه (کندهار)