فتح جنگ
ښکارېدونکې بڼه
فتح جنګ د شاه شجاع زوی د اعلیحضرت تیمور شاه نمسی او د افغانستان د بنسټګر احمد شاه ابدالي کړوسی و. د خپل پلار شاه شجاع تر مړیني وروسته یې ډېره کمه موده واکمني کړې ولي وروسته واک امیر دوست محمد خان ته انتقال شوی دی. نوموړی یو تورزن، عالم او پوه مشر وو ولي د بارکزیو او پوپلزیو د کورني کشمکش له امله یې ټوله وخت په کورنیو ستونزو او کړاونو کي تیر سو. د ژوند د وروستیو حالاتو او کورنۍ په اړه یې دقیق معلومات تاریخ نه دي ثبت کړي ولي داسي ګومان کیږي چي د خپل تره اعلیحضرت شاه زمان خواته تللی وي او هلته استوګن شوی وي.[۱]