فاضلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فاضلاب (یا کورني فاضلاب، کورنۍ جوټه اوبه او ښاري فاضلاب) د فاضلابو یو ډول دی چې د یوې ټولنې خلک یې تولیدوي. دا فاضلاب معمولاً د فاضلابو د سیستم له لارې لېږدول کېږي. په فاضلابو کې هغه جوټه اوبه شاملېږي چې په یوه سیمه کې له موجودو استوګنیزو، سوداګریزو او اداري تاسیساتو څخه راوځي. د فاضلابو فرعي ډولونه خړې اوبه (د پخلنځیو، حمامونو، شاورونو، د جامو وینځلو او لوښو وینځلو د ماشینونو اوبه) او تورې اوبه (هغه اوبه دي چې د کموډونو د وینځلو لپاره کارول کېږي چې له انساني مدفوع سره یوځای کېږی او بهر ځي). په فاضلابو کې صابون او وینځونکي مواد هم موجود دي. ښايي په دغو اوبو کې د لوښو له وینځلو څخه راپاتې خوراکي مواد هم موجود وي او له دې امله ښايي د کثافاتو د تصفیه کولو په ځایونو کې خوراکي مواد ډېر شي. په هغو تشنابونو کې چې هلته تشناب کاغذ کارول کېږي، دا کاغذ هم په فاضله موادو کې زیاتېږي. په فاضلابو کې لوی ککړوونکي او کوچني ککړوونکي شامل دي او ښايي ځينې جامد ښاري کثافات او د صنعتي فاضلابو ککړوونکي هم په کې شامل وي.[۱][۲]

فاضلاب معمولاً د ودانیو له نلونو څخه د فاضلابو د لېږد سیستم ته ورځي او له هغه ځایه بیا بل ځای ته لېږدول کېږي یا یې د فاضلابو ځايي تاسیساتو ته لېږدوي. په یوه ځای کې د څو کورنیو فاضلاب معمولاً د مجرايي یا ترکیبي فاضلابو د سیستم له لارې راټولېږي. لومړی یا مجرایي سیستم د توپاني اوبو د ایستلو لپاره ډیزاین شوی دی او دویم یا ترکیبي سیستم بیا د دې لپاره جوړ شوی دی چې دغه توپاني اوبه جذب کړي. د فاضلابو تولید په ټولیز ډول د اوبو په مصرف پورې اړه لري. یو شمېر عوامل د هر کس پر سر د اوبو پر مصرف او له همدې کبله د چټلو اوبو پر جریان هم اغېز لري. په دغو مواردو کې د اوبو موجودیت (د اوبو د کمښت برعکس)، د اوبو رسولو انتخابونه، اقلیم (ګرم اقلیم ښايي د اوبو د ډېر مصرف لامل شي)، د ټولنې اندازه، د ټولنې اقتصادي کچه، د صنعتي کېدو کچه، د کورنیو د مصرف اندازه کول، د اوبو لګښت او د اوبو فشار شامل دي.[۳]

د فاضلابو هغه پارامترونه چې د فاضلابو د ځواک او کیفیت د ارزولو او د تصفیې د انتخابونو د اندازه کولو لپاره کارول کېږي دا دي: جامد مواد، د عضوي موادو شاخصونه، نایتروجن، فاسفورس او د غایطه موادو د ککړتیا شاخصونه. دا د فاضلابو اصلي لوی ککړوونکي ګڼل کېږي. په فاضلابو کې ناروغي زیږوونکي میکروبونه هم موجود دي چې له غایطه موادو را پیدا کېږي. لاندې څلور ډوله دا میکروبونه په فاضلابو کې موندل کېږي: ناروغۍ زیږوونکې باکتریا، ویروسونه، پروتوزوا (د سیستونو یا اوسیستونو په شکل کې) او چنجي (د هګیو په شکل کې). د عضوي موادو د سنجولو په موخه معمولاً د اړین بیولوژیکي او کیمیاوي اکسیجن په څېر غیر مستقیمې طریقې کارول کېږي.[۴][۵][۶]

اصطلاحات[سمول]

فاضلاب او جوټه اوبه[سمول]

فاضلاب (یا کورنۍ جوټه اوبه) هغه جوټه یا چټلې اوبه دي چې په یوه سیمه کې له موجودو استوګنیزو، سوداګریزو او اداري تاسیساتو څخه راوځي. فاضلاب د اوبو (د ټولنې د اوبو رسولو له سیستم څخه)، د انسان د فاضله موادو (غایطه مواد او ادرار)، په حمامونو کې د مصرف شویو اوبو، د خوړو چمتو کولو د ضایعاتو، د جامو وینځلو د جوټه اوبو او د نورمال ژوند د نورو اضافي تولیدي موادو مخلوط دی.[۷]

په ښاري فاضلابو کې د سوداګریزو فعالیتونو او ادارو جوټه اوبه شاملې دي، مثلاً هغه اوبه چې له رستورانتونو، د جامو وینځلو له ځایونو، روغتونونو، ښوونځیو، زندانونو، دفترونو، پلورنځیو او هغو ادارو څخه راځي چې د لویو ټولنو په محلي سیمو کې خدمت کوي.[۸]

د «فاضلابو» اصطلاح دا مهال تر ډېره د «جوټه اوبو» پر ځای د «ښاري جوټه اوبو» په معنا په ډېری درسي کتابونو، اسنادو، پالیسیو او ادبیاتو کې کارول کېږي. په دقیق ډول جوټه اوبه یوه پراخه اصطلاح ده، ځکه دا هغو اوبو ته ویل کېږي چې وروسته د بېلابېلو کارونو لپاره کارېږي. ځکه نو ښايي «صنعتي جوټه اوبو»، کرنیزو جوټه اوبو او نورو هغو جریانونو ته اشاره وکړي چې په کورنیو فعالیتونو پورې اړوند نه وي.[۹][۱۰][۱۱]

تورې اوبه[سمول]

تورې اوبه د حفظ الصحې له نظره د تشنابونو هغو جوټه اوبو ته ویل کېږي چې میکروبونونه لري او دا میکروبونه د غایطه موادو له لارې خپرېدلای شي. په تورو اوبو کې د فلش لرونکو تشنابونو غایطه مواد، ادرار، اوبه او تشناب کاغذ موجود دي. تورې او خړې اوبه توپیر لري. خړې اوبه تر تشنابونو پرته له پخلنځیو، حمامونو، د جامو وینځلو له ماشینونو او د پخلنځي له نورو لوازمو څخه راوځي. خړې اوبه له خوراکي توکو، جامو، لوښو او ځان وینځلو څخه پیدا کېږي.

تورې او خړې اوبه په «ایکولوژیکي یا چاپېریالي ودانیو» لکه خپلواکو ودانیو کې سره جلا کېږي. ډېری تفریحي نقلیه وسیلې [چې د خوب او پخلي په څېر نورې اسانتیاوې لري] د ځان وینځلو او پخلي کولو او د تشناب د تورو اوبو د ساتلو لپاره جلا ذخیرې لري.

خړې اوبه[سمول]

خړې اوبه کورنیو جوټه اوبو ته ویل کېږي چې له کورونو یا اداري ودانیو څخه د هغو کوچنیو ویالو له لارې راوځي چې غایطه موادو ونه لري، یعنې د کموډ له اوبو پرته د نورو اوبو ټولو جریانونونو ته ویل کېږي. د خړو اوبو په سرچینو کې د پخلنځیو، حمامونو، جامو وینځلو او لوښو وینځلو د ماشینونو اوبه شاملې دي. دا چې دا اوبه د کورنیو جوټه اوبو په پرتله لږ میکروبونه لري، په ټولیز ډول يې مدیریت بې خطره دی او د تشنابونو د وینځلو، د کرنیزو ځمکو د اوبولو او نورو هغو شیانو لپاره په اسانۍ سره بیا تصفیه کېدای او کارول کېدای شي چې څښاک په کې ښکېل نه وي. خړې اوبه ښایي د چټلو جامو د وینځلو یا په حمام کې د مقعد د شاوخوا وینځلو له امله یوه اندازه میکروبونه ولري.

د ښاري اوبو په سیستمونو کې د خړو اوبو بیا کارول د اوبو رسولو فرعي سیستمونو او د جوټه اوبو فرعي سیستمونو دواړو ته ډېرې ګټې لري، یعنې پاکو خوږو اوبو ته تقاضا کموي او د لېږد او تصفیې لپاره د اړینو فاضلابو کچه ورسره کمېږي. تصفیه شوې اوبه د کارولو ډېر ځایونه لري چې د تشناب فلش وینځل یا ځمکې خړوبول یې د بېلګې په توګه یادولی شو.[۱۲]

ککړوونکي[سمول]

فاضلاب تر ډېره له اوبو څخه جوړ دي او د اوبو په هرو زرو برخو کې د جامدې مادې تر یوې برخې کم مواد لري. په بله وینا ویلی شو چې فاضلاب له ۹۹.۹ سلنه خالصو اوبو څخه جوړ شوي او ۰.۱ سلنه پاتې یې جامد مواد دي چې ښايي د منحل جامداتو یا معلقو جامداتو په شکل وي. د زرو او د یوه تر منځ نسبت د یوې دقیقې سلنې پر ځای یوه اټکل شوې اندازه ده، ځکه چې د غلظت کمولو له لارې له رامنځته شوي توپیر پرته جامدات ښايي له مایعاتو څخه د جامدو ټوټو د جلا کولو میکانیزم ته په کتو سره په بېل ډول تعریف شي. د رسوبي جامدو موادو پاتې شوني چې د رسوب له لارې له منځه ځي یا معلق جامدات چې د فېلتر کولو له لارې له منځه ځي، ښايي پام وړ اندازه جذب شوې اوبه ولري، په داسې حال کې چې د اوبو له بړاس وروسته پاتې شوي وچ جامد مواد اوبه پرېږدي خو په هغو کې محلول منرالي مواد موجود دي چې د فېلتر کولو یا جاذبي جلا کولو له لارې نه جذبېږي. په معلقو او محلولو جامداتو کې پر عضوي او منرالي موادو سربېره مایکرو ارګانېزمونه هم شته.[۱۲][۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Tilley, E., Ulrich, L., Lüthi, C., Reymond, Ph., Zurbrügg, C. (2014). Compendium of Sanitation Systems and Technologies (الطبعة 2nd Revised). Swiss Federal Institute of Aquatic Science and Technology (Eawag), Duebendorf, Switzerland. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-906484-57-0. مؤرشف من الأصل في 8 اپریل 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  2. Von Sperling, M. (2015). "Wastewater Characteristics, Treatment and Disposal". Water Intelligence Online (په انګلیسي ژبه کي). 6. doi:10.2166/9781780402086. ISSN 1476-1777. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781780402086. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Von Sperling, M. (2015). "Wastewater Characteristics, Treatment and Disposal". Water Intelligence Online (په انګلیسي ژبه کي). 6. doi:10.2166/9781780402086. ISSN 1476-1777. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781780402086. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. World Health Organization (2006). Guidelines for the safe use of wastewater, excreta, and greywater. World Health Organization. د کتاب پاڼې 31. OCLC 71253096. د کتاب نړيواله کره شمېره 9241546859. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Andersson, K., Rosemarin, A., Lamizana, B., Kvarnström, E., McConville, J., Seidu, R., Dickin, S. and Trimmer, C. (2016). Sanitation, Wastewater Management and Sustainability: from Waste Disposal to Resource Recovery Archived 2017-06-01 at the Wayback Machine.. Nairobi and Stockholm: United Nations Environment Programme and Stockholm Environment Institute. کينډۍ:ISBN, p. 56
  6. Von Sperling, M. (2015). "Wastewater Characteristics, Treatment and Disposal". Water Intelligence Online (په انګلیسي ژبه کي). 6. doi:10.2166/9781780402086. ISSN 1476-1777. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781780402086. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Von Sperling, M. (2015). "Wastewater Characteristics, Treatment and Disposal". Water Intelligence Online (په انګلیسي ژبه کي). 6. doi:10.2166/9781780402086. ISSN 1476-1777. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781780402086. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Von Sperling, M. (2015). "Wastewater Characteristics, Treatment and Disposal". Water Intelligence Online (په انګلیسي ژبه کي). 6. doi:10.2166/9781780402086. ISSN 1476-1777. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781780402086. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Von Sperling, M. (2015). "Wastewater Characteristics, Treatment and Disposal". Water Intelligence Online (په انګلیسي ژبه کي). 6. doi:10.2166/9781780402086. ISSN 1476-1777. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781780402086. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Wastewater engineering : treatment and reuse. George Tchobanoglous, Franklin L. Burton, H. David Stensel, Metcalf & Eddy (الطبعة 4th). Boston: McGraw-Hill. 2003. OCLC 48053912. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-07-041878-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: آخرون (link)
  11. Henze, M.; van Loosdrecht, M. C. M.; Ekama, G.A.; Brdjanovic, D. (2008). Biological Wastewater Treatment: Principles, Modelling and Design (په انګلیسي ژبه کي). IWA Publishing (Spanish and Arabic versions are available online for free). doi:10.2166/9781780401867. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78040-186-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); روابط خارجية في |publisher= (مساعدة)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Norton, John F.; Maxcy, Kenneth F.; Pirnie, Malcolm (1947). Standard Methods for the Examination of Water and Sewage (الطبعة Ninth). New York: American Public Health Association. د کتاب پاڼي 145–146. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Urquhart, Leonard Church (1959). Civil Engineering Handbook (الطبعة Fourth). New York City: McGraw-Hill Book Company, Inc. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)