فاشېزم
ښکارېدونکې بڼه
فاشېزم دا اصطلاح د ايټالوي Fascisma او د لاتيني Fasces له كلمې څخه اخيستل شوې ده. د فاشيزم اصطلاح د لومړي ځل له پاره د ’موسولينى’ له خوا په ايټاليه كې منځ ته راغله. موسوليني په ۱۹۱۹ زیږدیز كال كې فاشيستي ګوند جوړ كړ او په ۱۹۲۳ زیږدیز كال كې د ايتاليا فاشيست ګوند د موسوليني تر رهبرۍ لاندې سياسي واک لاس ته راوړ. فاشيزم له هغه توګه او حكومت څخه عبارت دى چې په افراطي اندازه ډله ايز استبداد منځ ته راوړي.