Jump to content

غټ ژوي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د وچو سیمو ژویو په ژوپوهنه کې، غټ یا تنه‌ور ژوي (په انګلیسي: Megafauna؛ چې په یوناني کې: μέγας یا مېګاس د «غټ» او په نوي لاتین کې: Fauna یا فونا «د ژوي ژوند» معنی لري) د یوې سیمې، مېشت‌ځای یا ځمکپوهنې دورې، شته یا منقرض شویو ټولو لویو یا غټه تنه لرونکو ژویو ته ویل کېږي. د کارونې وړ تر ټولو عامې اندازې یې دا دي: له 46kg (یا 100lb) څخه زیات وزن (یعنې، له انسان سره د پرتلې وړ یا لا زیاته کتله) او له یو ټُن، 1,000kg (یا 2,205lb) څخه زیات وزن (یعنې له یوه غویي سره د پرتلې وړ یا لا زیاته کتله). د لومړنۍ اندازې اړوند نوعو وزن، په ټولیزه توګه، له حده زیات ګڼل کېږي او په یوې ټاکلې سیمه کې یواځې څو پاتې شوي غټ ژوي دي؛ لکه: سپین‌لکۍ غرڅه، د ټامسن هوسۍ او سور کانګرو. په عمل کې، په اکاډمیکو او عامو لیکنو کې داسې ویل کېږي چې، د وچې اوسېدونکي تي‌لرونکي لږ څه له انسان څخه غټ دي او (یوازې) اېلېدلي نه‌دي. دغه ګړنه له «پلیستوسېن غټ ژوي» سره په ځانګړې توګه اړوند ګڼل کېږي او دا د وچې هغه ژوي دي چې د وروستي کنګلیز پېر د لرغونو بېلګو په پرتله لا غټ وو؛ لکه: ماموتان، چې لویه برخه یې په شمالي اوراسیا، امریکا او اسټرالیا کې په تېرو څلوېښت زرو کلونو کې منقرض شوې ده. د ژوندیو ژیو په منځ کې، د «غټ ژوي» ګړنه تر ډېره د وچې تر ټولو لویو پاتې شویو تي‌لرونکو لپاره کارول کېږي، چې په هغه کې پیل، زرافه، ګوره‌خر، د اوبو آس، کرګدن او لوی غویان شاملېږي (خو په همدو ژویو سره نه‌محدودېږي). د واښه‌خوړونکو دغو پنځو ډلو له جملې څخه، اوس‌مهال یوازې د غویانو نوعه (bovines) له سویلي آسیا او افریقا څخه بهر د موندلو وړ ده، پاتې نور ژوي پخوا په هرځای کې موندل کېدل، خو ورځ په ورځ یې شمېر لا کمېږي او د اوسېدنې سیمې یې لا محدودېږي. د اوبو ځناور آس د «غټو ژویو» یوه بله بېلګه ده، خو اوسنۍ محدودې یې تر ډېر پخوانۍ نړۍ (آسیا، اروپا او افریقا)، په ځانګړې توګه آسیا او افریقا پورې تړل کېږي. د غټو ژویو نوعې کېدای شي د خوراکي رژیم له‌مخې ډلبندي کړل شي: غټ واښه خوړونکي (لکه: فیل)، غټ غوښه خوړونکي (لکه: زمری)، او په ندرت سره، هرڅه خوړونکي (لکه: ایږ). د دې ترڅنګ، غټ ژوي د اړوندو ژویو د ټولګیو (کلاسونو) پر بنسټ هم ډلبندي کېږي؛ دغه ټولګي عبارت دی له: تي‌لرونکي، الوتونکي، څښېدونکي، ذوحیاتین، کبان او بې‌شمزې ژوي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

د دې ترڅنګ، د «غټ ژوي» ګړنه د اوبو اوسېدونکو نوعو، په تېره بیا نهنګانو، او همدا راز د وچې لویو ځناورو یا اېل شویو ژویو (لکه: ښکرورې هوسۍ، غرڅه، آس، غویی او همدا راز ډانګسران او نور منقرض شوي لوی څښېدونکي) لپاره کارول کېږي.

د «غټ ژوي» ګړنه په ندرت سره د بې‌شمزۍ ژویو لپاره کارول کېږي، که څه هم کله ناکله د ناریالي چنګاښ، جاپاني غڼې‌ډوله چنګاښ او همدا راز هغو منقض شویو بې‌شمزۍ ژویو لپاره کارول کېږي چې د اوسنیو ورته بې‌شمزۍ ژویو په پرتله خورا لوی وو (د بېلګې په توګه: د کاربني‌فېروس دورې 1 متري (3ft) څمڅلکي).

اېکولوجیکي ستراتېژي

[سمول]

تنه‌ور غټ ژوي، تر ټولو لویو تي‌لرونکو او الوتونکو په مفهوم، په ټولیز ډول د K ستراتېژي لرونکي دي، چې عمر یې خورا اوږد، د تکثر او ودې او همدا راز د مړینې کچه یې ټیټه او (لږ تر لږه د زښته غټو ژویو لپاره) د ښکاري ژویو له‌خوا د وژلو احتمال یې خورا ټیټ او یا صفر دی. دا چې د غټو ژویو د نسل ډېرښت کچه خورا ټیټه ده، د دغو ځانګړنو له‌امله (که څه هم یوازې دغو تنه‌ورو ژویو ته نه‌ځانګړې کېږي) نوموړي ژوي د انسان خورا زیاتې استفادې وړ ګرځي.[۷][۸][۹]

د لویې تنې د اندازې تکامل

[سمول]

د لویې تنې د اندازې تکامل په هکله د یوې ترسره شوې مشاهدې له‌مخې، د وخت لنډو واټنونو په اوږدو کې د تکامل لېدل شوې لوړې کچې د وخت په لا اوږدو واټنونو کې هغومره پایښت نه‌لري. د وخت په اوږدو کې د تي‌لرونکو د جسم کتلې په یوه ازمایښت کې وموندل شوه چې د وخت په یوه ټاکلي واټن کې د کتلې اعظمي ممکنه زیاتوالی، «د وخت نوموړي واټن په توان د 0.25 سره متناسب دی». داسې ګومان کېږي چې دا زیاتوالی، د تنې اعظمي اندازې ته د تکاملي بهیر په اوږدو کې، د یو لړ اناټومیکي، فزیولوجیکي، چاپېریالي، جنتیکي او نورو هغو محدودیتونو ښودونکی دی چې مخکې تر دې چې د اندازې د لا نور زیاتوالي امکان رامنځ‌ته شي، باید د تکاملي فعالیت پر وړاندې واقع شي. د جسم د کتلې کمېدلو لپاره د بدلون یوه خورا چټکه کچه هم موندل شوې ده چې کېدای شي «د لنډې ونې (dwarfism) ټاپویي اختلال» له ښکارندې سره تړاو ولري. د نسل طبیعي اوږدوالي ته له راګرځېدو وروسته، وموندل شوه چې، د یوه لس برابره بدلون لپاره، د تنې (جسم) د کتلې د کمېدو اعظمي کچه، د تنې د کتلې د زیاتېدو اعظمي کچې په پرتله 30 ځلي لویه ده.[۱۰]

د غټو ژویو ډله‌ییز انقراض

[سمول]

وخت‌بندي او احتمالي لاملونه

[سمول]

د هولوسېن پېر اړوند انقراض د کنګلیز پېر وروستي پړاو (چې د وورم کنګلیز پېر په نامه هم یادېږي) په پای کې پېښ شو او په پایله کې یې، د وړین (وړۍ لرونکو) ماموتانو په څېر، د امریکا لویې وچې او شمالي اوراسیا د کنګلیز پېر ډېري تنه‌ور تي‌لرونکي منقرض شول. په شمالي امریکا کې د انقراض د پېښې د یوې شننې او څېړنې له‌مخې، د لویو ژویو لپاره د ټاکنې له‌اړخه د سېنوزوییک پېر د انقراضونو په منځ کې، نوموړی انقراض یوه بې‌ساري او ځانګړې پېښه ده. بېلابېلو تیوري‌ګانو بیا د انقراض څپې د انسان په لاس ښکار، اقلیمي بدلونونو، ناروغیو، د ځمکې له کُرې بهر اغېزو یا نورو لاملونو سره اړوند ګڼلې دي. سره له‌دې، د پلیستوسین پېر پای ته نږدې دغه انقراض د غټو ژویو د انقراضونو یوازې یوه څپه وه چې 50,000 کاله پخوا د ځمکې په ډېریو برخو رامنځ‌ته شوه؛ په دغه ترڅ کې، په پرتله‌ییز ډول، په افریقا او سویلي اسیا کې (چېرې چې د سیمې غټو ژویو د عصري انسانانو ترڅنګ د تکامل فرصت درلود) غټ ژوي لا لږ اغېزمن شول. د تېرو څو میلیونو کلونو په اوږدو کې، په نوموړو سیمو کې غټ ژوي، په تېره بیا کرار خوځېدونکې نوعې (د غټو زیان‌منونکو یو کلاس چې د غټو کیشپونو په توګه انګېرل کېږي) په تدریجي ډول له‌منځه تللي دي.[۱۱][۱۲][۱۳]

د افرو-اوراسیا لویې وچې بهر، د غټو ژویو دغه انقراضونه د «قاره‌یي-قاره‌یي» یوې خورا ځانګړې بېلګې ته ورته وو چې د نړۍ پخوانیو شاړو سیمو ته د انسان له تګ سره ډېر نږدې ورته‌والی لري او له اقلیمي تاریخ سره هېڅ کومه ټولیزه اړیکه نه‌ښیي (چې کېدای شي د سمندري اکسېجن اېزوتوپونو یا د اټموسفیري کاربن دای‌اکساید سطحو په څېر، د وروستیو جیولوجیکي زماني دورو په اوږدو کې د اقلیمي ښودونکي په واسطه تصور شي). شاوخوا 46,000 کاله پخوا د انقراض څپه لومړی اسټرالیا او نږدې ټاپوګانو (لکه: فلورېس) او وروسته، کابو 41,000 کاله مخکې (وروسته له هغې چې کابو 43,000 کاله پخوا اسټرالیا ته د وچې یو «پُل» رامنځ‌ته شو) دغه څپه تاسمانیا ته ورسېده. په اسټرالیا او نوې ګیانا کې د غټو ژویو په انقراضي بهیر کې د انسانانو ونډه تر بحث لاندې نیول شوې ده او څوګونو مطالعاتو، په دغې لویه وچه کې د انسان تر استوګن کېدو پخوا د غټو ژویو د نوعو شمېر ردوي او ښیې چې نوموړې سیمه کې د انسان په لاس د هېڅ ډول ښکار یا وژنې شواهد موندل شوي نه‌دي؛ داسې ویل کېږي چې په نوموړې لویه وچه کې غټ ژوي د اقلیمي بدلون له‌امله منقرض شوي دي. وار په وار، د انقراض څپه جاپان ته شاوخوا 30,000 کاله پخوا، شمالي امریکا ته 13,000 کاله پخوا، سویلي امریکا ته بیا شاوخوا 500 کاله وروسته له هغو، قبرس ته 10,000 کاله پخوا، انتیلیز ته 6,000 کاله پخوا، نوې کالېدونیا او شاوخوا ټاپوګانو ته 3,000 کاله پخوا، مادګسکر ته 2,000 کاله پخوا، نوي زیلاند ته 700 کاله پخوا، مسکرین ټاپوګانو ته 400 کاله پخوا او کوماندورسکي ټاپوګانو ته 250 کاله پخوا ورسېده. د نړۍ کابو ټولې جلا ټاپوګانې د انقراض ورته بېلګې وښیي چې د انسان له رارسېدو لږ څه وروسته پېښې شوې دي، که څه هم په ډېري دغو ټاپوګانو کې (لکه: د هاوایي ټاپوګانې) د وچې اوسېدونکي غټو ژویو شتون نه‌درلود، نو ویل کېږي چې د نوموړو ټاپوګانو منقرض شوي ژوي لا کوچني وو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  3. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). see page 17
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  5. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  6. Ice Age Animals. Illinois State Museum
  7. https://www.britannica.com/science/K-selected-species. Britannica. Retrieved 2017-4-2.
  8. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  9. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  10. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  11. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  12. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  13. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  14. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  15. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  16. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  17. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  18. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  19. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  20. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  21. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  22. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  23. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  24. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  25. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  26. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  27. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).[مړه لينکونه]
  28. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  29. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  30. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  31. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  32. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  33. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
  34. Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).