غوښتنليک ليکنه!

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عريضه_ درخواست_ غوښتنليک_ (Petition): عريضه د درخواست،عرض يا غوښتنې په مانا دی، چې پښتو کې ورته غوښتنليک،فارسي_دري کې ورته عريضه يا درخواست نامه، انګليسي کې ورته (Petition) وايي. ژبپوهان د عرض کلمه په بېلابېلو ډولو تعبيروي، چې يو له هغې څخه هم د يو مطلب بيان او وړاندې کول دي؛ د ټيټ پوړي يا کوچني وګړي څخه لوړ پوړي يا خلکو ته. د پخوا وختونو راهيسې، غوښتنليک د دولتي ارګانونو او ملت ( عوامو) تر منځ د اړيکو د پل حيثيت غوره کړی؛ چې په اوسني وخت کې هم د خلکو د غوښتنو او تقاضاوو يوه مهمه وسيله ده. کله چې د يو چا کار د دولت سره بند وي،يا غواړي چې له يو چاسره لانجه او شخړه حل کړي او يا خپل حق تر واخلي يا ځينې نور کارونه،چې د دولت په چوکاټ کې يې تره کړي،نو مجبور دی،چې يوه پاڼه غوښتنليک د خپلو غوښتنو له پاره نوموړي ادارې ته،چې دده کار يا سکالو ور پورې اړه لري،وليکي.. په افغانستان کې غوښتنليک ليکنه له پخوا راهيسي دود ده او هر څوک يې ليکي د خپلو ستونزو د حل کول له پاره. هغه لارښوونې او ټکي چې په غوښتنليک ليکنه کې اړين دي،په لاندې ډول دي: ۱_ په ياد ولرو، چې غوښتنه مو څه ده؟ يا د څه په اړه غوښتنليک ليکو. ۲_ متن ته بايد پاملرنه وشي. ۳_ چاته يا کومې ادارې ته ليکو؟. ۴_ په دواړو رسمو ژبو بايد ليکل وکړو. ۵_ ژبني ګرامر ته پاملرنه . ۶_ که د ټايپ اسانتياو موجوده وي،نو بايد ټايپ شي. د غوښتنليک ليکلو شکل يا جوړښت: د غوښتنليک ليکلو شکل يا جوړښت په لاندې ډول دی! لومړی برخه: #_ د غوښتنليک ليکوونکي نوم. #_ پلار نوم. #_ نيکه نوم. #_ د اوسېدو ځای. دويمه برخه: #_ دلته هغه ادارې او ارګان نوم ليکو،کوم يو ته چې غواړو غوښتنليک وکړو. #_ د ادارې او مقام د پتې پسې لاندې د اسلام د ستر پيغمبر نبي اکرمه صلی الله عليه وسلم سنت ( السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته) ليکو. درېيمه برخه: #_ هغه څه چې غواړو او يا هغه څه چې د هغې په اړه نوموړي ادارې ته عارض کېږو،د پورته ياد شوو لارښوونو په نظر کې نيولو سره یې وليکو. #_ بیا ورپسې د غوښتنليک کوونکي لاسليک يا ګوته لګول کېږي. د غوښتنليک جوړښت: // سکالو// _ () د () د زوی غوښتن پاڼه د () ..... د ............ درانه مقام ته! السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته. متن ! درنښت لاسليک


ليکوال : ښوونکی عابدالله حافظ ډلګۍ : د ژبژغورنې غورځنګ د انلاين زده کړو ډلګۍ