غونډال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خپلې خبرې

سپېڅلی څښتن مو وايي : ((لَّقَدْ كانَ لَكُمْ فى رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسنَةٌ لِّمَن كانَ يَرْجُوا اللَّهَ وَ الْيَوْمَ الاَخِرَ وَ ذَكَرَ اللَّهَ کَثِيراً (الاحزاب/21)= په يقين د خداى د استازي په ژوند كې مو هغو خلكو ته غوره بېلګه ده،چې خداى او د اخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي.))

ستاېنه يوازې نړۍ پال ته ده،سلام او درود دې زموږ پر ښاغلي او لارښود؛حضرت محمد مصطفى صلى الله عليه و آله وسلم،پر سپېڅلې کورنۍ او عزتمنو اصحابو دې يې وي .

((په رښتيا چې د رسول الله (ص) ژوند غوره بېلګه ده ))

د  رسول الله (ص) سيرت انسانانو ته غوره بېلګه ده .

د  رسول الله (ص) سيرت عبرتناک او د انسان د ودې لامل دى .

د  رسول الله (ص) پر سيرت ټول انسانان پوهېداى او عملي کولاى شي .

د  رسول الله (ص) سيرت د ارواییزو او جسمي ناروغيو درملنه ده .

د  رسول الله (ص) سيرت د انسان ټولنيز پوهاوى زياتوي .

د  رسول الله (ص) سيرت د انسان کړنې مانيزوي .

د  رسول الله (ص) سيرت تل نوى او تازه دى .

د  رسول الله (ص) سيرت يو اخلاقي، عبادي،عرفاني او ټولنيز کړندود دى .

د  رسول الله (ص) سيرت انسان بيمه کوي .

د  رسول الله (ص) سيرت انسان ته وګړه او مقام ورکوي .