غوز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
How to read a taxoboxويکيپېډيا:How to read a taxobox
How to read a taxobox
چارمغز

Walnuts
Walnuts
ساينسي ډلبندۍ
سلطنت: Plantae
وېش: Magnoliophyta
ټولگی: Magnoliopsida
Order: Fagales
کورنۍ: Juglandaceae
Genus: Juglans
Species: J. regia
Binomial name
Juglans regia
L.

غوز د سخت زړوميوو له ډ لي څخه شميرل کيږي . اوسخت زړي ميوي هغه ميوي دي چي پريکارپ يي دري طبقي لري.اپي کارپ يانازکه طبقه ميزوکارپ ياگوشتي اوانډوکارپ چي ډبرين ډوله وي.

دغوزانو طبقه بندی

دغوزانو تا ريخچه

دغوزان زياته تنوع په افغانستان کي وجود لري له همدي کبله د غوزانومنشامرکزي اسيااوپه اغلب گومان افغانستان گڼل کيږي. اوپه افغانستان کي ځکه زياته تنوع ليدل کيږي چي:

دورايتي انتخاب پکي صورت نه نيسي. زخه پيونداوشاخچه پيوند پکي نه اجراکيږي.

اوcross pollination پکي صورت نيسي. دغوزانودکروموزومونوشمير32 دي يعني 2n=32 دي.دنړي ترټولوزيات غوزاندامريکادمتحده ايالاتوپه کليفورنياايالت کي توليديږي چي کلني توليد يي 284000 MT ته رسيږي. او دغوزانوهغه انواع چي په کلفورنيا ايالت کي نن ورځ دعمده ورايټي (leading variety) رول لوبوي دافغانستان څخه دکلټيوارپه ډول وړل شوي اووروسته يي اصلاح په کي رامنځ ته کړيده.

دغوزانوغذايي اواقتصادي ارزښت

غوزان دنيمه استوايي سيمودکلک پوستو ميووپه ډله کي لوړاقتصادي اوغذايي ارزښت لري.دغوزانوپه وسطي برخه کي په سلوکي 76 برخي غوړ،22 برخي پروتين،يوه اندازه کاربوهايدريتونه اويوشميرفزيالوجيکي فعال مرکبات چي غذايي ارزښت يي لوړوي شته دي.دغوزانووسطي برخه هم تازه اوهم وچي خوړل کيږي اوبرسيره پردي په شيريني اوکلچه جوړولوکي هم پکارورل کيږي.

دغوزانولرگي هم ديرارزښت لري اودترکاڼي لپاره دغوزانولرگي ډيرمناسب اوداهميت وړدي ځکه چي کلک،ښکلي،اوسريښناک دي دچاوديدلوامکان يي لږدي په اساني سره برمه ،اره اورنده کيږي.

دغوزانونه ديره ښکلي بڼه لري،ددي لپاره په زياتره پارکونوکي دښکلادزياتوالي په مقصدکينول کيږي .

دغوزانود بڼ اقليم اوخاوره

اقليم

1-اقليم:(climate)دغوزانو باغونه بايدپه هسي تړليوواديوکي جوړنه شي چيرته چي په پسرلي کي هواډيره سړه وي.ځکه چي دغه پسرلني هواد غوزانودونوگلان اوتنکي نودي زيانمنوي.دباغونودجوړولولپا ره هغه سا حي غوره بريښي کومي چي غربي او شمالي برخي نشيب(slope) لري.

دغوزانودباغونو لپا ره دجنوبي لوري نشيب په زړه پوري نه دي. ځکه په دغه ډول سا حوکي وني د مخه گل کيږي.اوپه نتيجه کي دپسر لني سړو(frost) په وا سطه زيان مومي.

خاوره

2 -خاوره(Soil): دغوزانودباغ دخاوري خصوصيات بايد په لاندي ډول وي:

ښيرازه خاوره(Fertile soil) ژوره خاوره(Deep soil) ښه زهکشي شوي خاوره(Well drained soil) غيرطبقاتي لومي خاوره(Non stratified loamy soil). کله چي نيالگي په خاوره کي کينول کيږي نوبايد ټول هغه شيان چي د ريښودانکشاف مانع گر ځي بايد دمنځه يوړل شي اودغوزانوريښي تقريباد3m په اندازه په خاوره کي ښکته ځي. ځيني خاوري سخته طبقه ياcrust جوړوي چي د مخنيوي لپاره يي بايد دعضوي موادو دعلاوه کولو څخه کار واخيستل شي ترڅودخاوري ساختمان(structure) نرم وساتل شي.

دغوزانودروزلـــــــوسيستم

غوزان عموما دکوږوږمرکزي ســـيســــــــــتم ياModified central system پواسطه روزل کيږي.ددي سيستم دروزني دوخت په اوږدوکي مرکزي ساقه(main stem) په خفيف ډول څو ځلي قطع کيږي اودودي ســـمت يي تغيرمومي .

پدي توگه مرکزي ساقه په دوامداره توگه غالب کيدوته نه پريښودل کيږي دمرکزي ساقوقطع کول اودهغه دپاسه دجانبي څانگو(scaffold limbs) انتخاب ترهغه وخته ادامه کوي ترڅوپه مناسبه فاصله پوره شمير جانبي څانگي مينځته راشي تردي وروسته دمرکزي ساقي ودي (growth) ته خاتمه ورکوله کيږي اوونه څه ناڅه گرده لمنځ خلاصي بڼه نيسي . پدي توگه دکوږوږسيستم پواسطه روزل شوي ونه ټيټ توليدي شاخونه تشکيلوي چي هغه يوتربله په مناسبه فاصله کي واقع وي. يعني پدي سيستم کي د 4 نه تر6 پوري اصلي شاخونه(scaffold limbs) په اصلي ساقه باندي پريښودل کيږي اوداصلي شاخونوترمــــــــــنځ بايدد(12-18) انچونوپوري فاصله موجوده وي او scaffold limbs بايد دساقي په شااوخواباندي په متوازن ډول موجودوي.

څرنگه چي پدي سيستم کي دونووده په نسبي توگه ټيټه راځي له دي کبله دونومختلفي چاري لکه شاخبري يا pruning , دواپاشل اونوري کرنيزي چاري ورکي اسانه اجراء کيږي اودلمررڼادوني هري برخي ته پکي په صحيح ډول رسيږي.

دغوزانودونـــــوشـــــاخــــبري(Pruning of walnut trees)

دغوزانودTraining سيستم بايدModified leader system وي اود 5 نه تر6 پوري عمده شاخونه(Scaffold limbs) ولري اووروسته لدي په کي کمه شاخبري صورت ونيسي يعني دالاندي شاخونه بايد تري قطع کړل شي:

  1. په ناروغۍ اخته شاخونه
  2. مات شوي شاخونه
  3. مداخله کوونکي شاخونه

اوشاخبري بايد پسرلي وختي (Early spring)په غير فعال حالت (Dormant season) کي ترسره شي.ِ اودټيټ قدونيله بوټو (dwarf rootstocks) دنودونموء(shoot growth) بايد (10ـ15) سانتي مترو وي.ا ودنيمه قد ټيټونيله بوټو (semi-dwarf rootstocks) دنودونموء بايد د (20-30) سانتي مترو ترمنځ وي.

اوهغه وني چي لږڅه ښه حا صل نيسي په هغه کي لږ څه (thinning out) ښاخبري اجرا شي اودجگي ودي دکنترول لپاره ضرورت نشته ځکه چي دغوزانو حاصل په خپله توييږي.

دغوزانوباغ ته سره ورکول

1- نايتروجني سره (Nitrogenous fertilizer): نايتروجني سره بايدlb/acre 100-400 ساحه کي استعمال شي او په کال کي بايد يوځلي استعمال شي .اودعمومي سفارش په اساس په کال کي بايد 150-200 lb/acre نايتروجني سره دغوزانوپه باغونوکي استعمال شي. اوکله چي سره استعماليژي نوبايد ژرترژره اوبه ورکړل شي ترڅودريښي ساحي (root zone) ته ورسيږي. 2- دفاسفورس سره(Phosphoric fertilizer) : فاسفورس لرونکي سره بايد دغوزانوپه باغونوکي استعمال نه شي ځکه دافغانستان خاوري دنبات دضرورت وړفاسفورس لري.اوکه فاسفورس استعماليږي نوبايد د پسرلي په لومړيووختونوکي استعمال شي.اوکه چيرته دفاسفورس د کموالي ضرورت احساس شي نوبايد په يوه جريب ساحه کي 16-20 lb/acre سره استعمال شي. 3- دپوتاشيم سره (Potash fertilizer) : څرنگه چي دافغانستان خاوري لوړ pH (2.8 يالوړ) لري.اوالقلي خاوري گڼل کيږي نودپوتاشيم کموالي زيات نه محسوسيژي.که خاوري ريگي(sandy) وي نودپوتاشيم داستعمال ضرورت هم ليدل کيږي.که چيرته ضرورت احساس شي نوبايد 6-8 lb/jerib ځمکه کي په کال کي 2 يا 3 ځلي استعمال شي.( )

دغوزانودباغونوخړوبول(Irrigation)

په افغانستان کي دغوزانودخړوبولوکوم منظم سيستم وجودنه لري امادغوزان دښه توليد لپاره بايد باغونه په منظم ډول په ټاکلي وخت کي خړوب شي.داوبوکموالي دکوچنيو ونولپاره زيات تاوان لري اوځوانو ونوته هم بايد داوبو کمبود ونه رسيژي. که داوړي په موسم کي داوبو کموالي پيداشي نودلمرسوځوني (sun scald) ناروغي پيښيږي. مغزيا kernel چملک کيږي اورنگ يي تور شکل (Dark) نيسي. اوپا ڼي يي وختي توييږي اوداعادت په ټولو ونويا ميوو کي موجود دي. اوبل داچي بي وخته گل تشکيلوي.

اوداوبو زياتوالي هم تاوانونه لري ځکه چي ريښي داکسيجن څخه محروميږي اوبل داچي د Water logging مشکل پيښيږي اوحشرات زياتيږي اوبل د Phytophtora sp. فنگس لپاره مساعد محيط برابروي اودځمکي لا ندي برخه (Roots) خرابيږي.دريشي په ســـــاحه (root zone)کـــي بايد دومره لندبل مــوجود وي چي په حاصل اودحاصل په کميت اوکيفيت باندي په موجوده اواينده موسم کي تآثيروانه چوي.

دغوزان حاصل ورکوونکي باغونه د وده ييز پړاو په اورد وکي 5 يا 6 ځلي خړوب شي اوهرځـــــــــــل هريوهکتارځمکي ته 1000m اوبه ورکړل شي ډير حاصل ورڅخه په لاس راتلاي شي،خو2-3 حلي يي په ژمي کي هم خړوبول ضرور دي.د دي ډول خړوبولوڅخه هد ف دادي چي دونومقاومت دسړوپه مقابل کي زيات شي، هرڅومره چي دغوزانووني ځواني وي هغومره چټک خړوبول يي پکاردي.

دباغونو دخړوبولووخت: بهتره اوغوره بريښي چي ټولي ميوه لرونکي وني سهار وختي اويامازد يگرخړوب شي ځکه چي په گرمه هوا کي دخاوري سوري (pores) د اکسيجن پواسطه ډک وي اونبات په گرمه هواکي زيات تنفس کوي اوکله چي په گرمه هوا کي اوبه کړل شي نواکسيجن داوبو پواسطه بي ځايه کيږي اودنبات لپاره داکسيجن کموالي محسوسيږي چي په بعضي وختونوکي دنبات دمړيني سبب گرځي.

دغوزانودپندکونوتوليديد ل اوانکشاف

غوزان يوMonoecious نبات دي چي نارينه او ښځينه الي په عين نبات کي جلا موقعيت لري.نارينه گلان (Male flowers) دتير کال په نودو(shoots) منځ ته راځي حال داچي ښځينه گلان (female flower) دروان کال په نموياوده (current season growth) جوړيږي . اولمړي گلان په انجامي قسمت (terminal bud) باندي جوړيږي . اوگلونه يي (apetallous) دي يعني گلبرگونه (petals)نلري .اوښځينه گلان درسيم (raceme)په قسم يوساختمان جوړوي .

دغوزانوپند کونه په دوه ډولو ويشل کيږي

وده ييزپند کونه (vegetative buds):چي پاڼي (leaves) اوڅانگي (shoots)تشکيلوي .داډول پند کونه دنودوپه څنگونواوڅوکوکي موجودوي .اودڅنگ زخي دپاڼي دډنډرونوپه بيخ کي موجودوي . حاصل ورکونکي پند کونه (productive buds) : داډول پند کونه بيا هم په دري ډوله دي : الف: هغه حاصل ورکونکي پند کونه چي نارينه گلان تشکيلوي .

ب: هغه حاصل ورکونکي پند کونه چي ښځينه گلان تشکيلوي .

ج: دريم دول هغه زخي دي چي داوړي زخي (summer buds) ورته وايي .

دا ډ ول زخــــــي دښځينه گل توليدوونکو زخوسره په يوه وخت کي تشکيليږي او دنودوپه پاسنيوبرخوکي دپانوپه بيخ کي موقعيت لري .د2-3 هفتو په موده کي دازخي کلکيژي اواندازه يي پياوړي کيږي اودسرطان د ميا شتي په پيل کي ورڅخه ددوبي څانگه کي تشکيليږي دغوزانودوني څانگه کۍ (shoots) هم په دوه برخو ويشل کيږي :

وده ييزي څانگه کۍ :چي دودي يودوران لري اوعادي وده يي دجوزادمياشتي په دويمه نيمايي کي تکميليږي . حاصل ورکوونکي څانگه کۍ دغوزانوني دحمل په مياشت کي گل کوي اوداهغه وخت دي چي کله نازکي نودي خپله وده پيل کړي .دښځينه اونارينه دگل دزخودسپړودلو پړاو (blooming period) د(4-5) هفتو څخه تر (10-12) هفتو پوري اوږد وي چي داموده په اقليم پوري اړه لري .

دغوزانيوشميرډولونه حاصل ورکونکي څانگوټي دوه ځلي خپله وده سرته رسوي  :

(1) پسرلني وده (spring flush) :پدي مرحله کي دگل پړاو اودتخمدانوتشکيليدل صورت نيسي .

(2) داوړي وده (summer growth) : چي دامرحله يواځي وده ييزه وي.

گرده افشاني، القاح او ميوه نيول

غوزان يومونوشيزنبات دي.ښځينه اونارينه گلان په يوه نبات کي وجود لري.اوغوزان يو Self pollinated نبات دي مگرپه عمومي دول په غوزانکي cross pollination صورت نيسي . اوعلت يي دdichogamy دحالت موجوديت دي. يعني دښځينه اونارينه گلانو دسپړودلووخت (blooming time) په يوه وخت کي نه واقع کيږي. اودباغ دجوړولو په وخت کي بايد دوي داسي ورايټي (varieties) وکرل شي چي ديوي ورايټي دنارينه گل دسپړودلووخت دبلي ورايټي دښځينه گل دسپړودلو وخت سره برابر وي.

دغوزانودميوووده دگل کيدوڅخه سملاسي وروسته په لومړي مياشت کي پيل کيژي اوداسد په مياشت کي بشپړيژي.اوپه راتلونکي کي يي دحاصلا تو تررا ټولولو(Harvesting) پوري بهرني برخه غټيژي اومغزيي کلکيږي.

دغوزانودونوتکثير(Propagation)

په غوزانوکي T-budding (ټي- زخه پيوند) , Patch budding (پټي-زخه پيوند),Tongue grafting (ژبه پيوند) ا وBark grafting (پوټکي پيوند) اجرآکيداي شي.په غوزانوکي Budding (زخه پيوند) د Grafting (شاخ پيوند) په نسبت غوره گڼل کيږي ځکه چي Budding چابکه او ارزانه طريقه ده ا ود پيوستون برخه خورا ټينگه ا وښکلي راځي. اوپټي زخه پيوند په پسرلي يا اوړي کي اجرا کيږي . دغوزانو تخم دي د عقرب په مياشت کي د 4 cm په ژوروالي او 15 cm په ليري والي سره وکرل شي وروسته د بياد تخم دپاسه د(15–20 cm) سانتي مترو په اندازه خاوره واچول شي ترڅوتخمونه په طبيعي ډول زرغونيدوته چمتو شي . په راتلونکي پسرلي کي هغه وخت چي دغوزانوپوټکي مات شويوي ا ونيلي يي د10cm په اندازه وي د 15–20 cm په اندازه خاوره ليري کړي پداسي شرط چي زرغونيدونکو تخمونو ته تاوان ونه رسيژي . نيالگي(seedlings) داوړي دوده ييزموسم څخه وروسته دمني په سرکي زخه پيوند ته چمتو کيږي.

که چيري غوزان د دريومياشتولپاره دسانتي گريدپه 2-ــ4 درجوکي وساتل شي يعني stratification شي نوپه راتلونکي پسرلي کي دکرلووروسته زرغونيږي.

دزخه پيوند(پټي- زخه يا ټي- زخه پيوند) څخه 6 ورځي مخکي ښايي چي نيله بوټي (Rootstock) ا وپيوند بوټي (Scion) دواړه اوبه شي. د پيوند داجراکيدووروسته دې سمدسـتي پيوند شوي بوټي هم اوبه شي. پيوند (زخه) بايد دجاري موسم له ودي (current season growth) څخه وي. دپيوند د لرگي (Bud stick) دپريکولوڅخه وروسته پاڼي ليرې شي .

که پيوند سمد ستي نه استعماليږي نوبايدهغه په يوه ساړه ځاي کې د سانتي گراد په (3-2) درجوکي وساتل شي.

دساتلووخت بايد دڅلوروورځوڅخه زيات ونه ځنډيږي.ترراتلونکي پسرلي پوري پيوند شوي نيالگي په خپل حال پاتي کيږي کله چي دحمل په مياشت کي وده شروع شي نو(Rootstock)دپيوند شوي برخي څخه cm20لوړبايدغوڅ شي .کله چي پيوندشوې زخې دcm20په اندازه وده وکړي نوRootstockبايددپيوستون برخي ته نژدي پريکړل شي.که چيري پيوند شوي زخي خطا شوي وي نوپدي صورت کي بايد نيالگي په پسرلي کي د شاخ پيوند شي. په شاخ پيوند کي د کوشش وشي چي د scion او Rootstock دکمبيم طبقي (cambium layers) يو په بل پوري ونښلي . داوبوورکولومنظم پلان دپيوند په روغيدوکي مهم عامل گڼل کيږي.بايدوويل شي چي په افغانستان کي دغوزانومختلف ډولونه موجود دي.دځينوډولونوکيفيت زيات دي ښايي چي مطلوبه اعلي ډولونه دپيوندپه ذريعه وساتل شي .تخم عموماًخپل اصلي ډول نه توليدوي. اودتخم په واسطه تکثيرله همدي امله په زړه پوري نه بريښي.په افغانستان کي بايد د داخلي غوزانوڅخه دروسټاک په حيث استفاده وشي .څرنگه چي دافغانستان غوزان د Juglans regia دنوعې څخه دي نوددې نوعي دتخم څخه زرغون شوي نيالگي په زړه پوري ريښې تشکيلوي اودپيوندسره ښه پيوستون منځ ته راوړي. د Crown rot دناروغي په مقابل کي ترټولو نورو روسټاکوزيات مقاومت لري .

برسيره پردي نوموړي نيله بوټي خورا قوي اودسړو سره پوره ټينگوالي ښيئي دغوزانولپاره نورزيات نيله بوټي (rootstocks) په بهرنيوهيوادوکي استعماليږي څرنگه چي هغه په افغانستان کي وجودنلري نودلته ځانته دهغونومونه ليکو.

  1. Northern California Black walnut (J.hindsii)
  2. Southern California Black walnut (J.californica)
  3. Persian walnut (J. regia)
  4. Paradox walnut (J. hindsii X J. regia)
  5. Royal walnut (J. nigra X J. hindsii)
  6. Chinese walnut (Pterocarya stenoptera)
  7. Eastern black walnut (J. nigra . L)

بايد وويل شي چي د پورتنيوروستاکونوڅخه هريويي فوا يد اونواقص لري.

دغوزانو ډولونه

په نړي کې د Juglans په جينس (genus) پوري تړلي ډولونه ډيرزيات دي خومشهور يي په لاندي ډول دي:

1-يونــــــــــــــــاني غوزان(Juglans regia): داډول غوزان ډيراقتصادي اوغذايي ارزښت لري . چي په نيمه استوايي اومعتدله سيموکي په پراخه پيمانه روزل کيږي. د 1000 دانو وزن يي د 4,5 څخه تر 16 کيلوگرامه پوري رسيږي. ددي غوزانوميوې لويې اوپوستکي يي نري وي, چي ځيني يي دلاس په موټي کولوسره هم ما تيږي اومغزيي دپوست څخه په اساني سره جداکيږي اوځيني يي ددي په پرتله کلک اوپنډ پوستکي لري اووزن يي نسبتا لږوي. ددي ډول غوزانويوه بله نوعه هم وجودلري چي ميوې يي کوچنۍ، پوستکي يي ډيرکلک اودخوړلو وړبرخه يي خورا لږه وي. چي هغه هم دکلک پوستکي په منځ کي داسي کلکه نښتې وي چي حتي راويستل يي دستنې پواسطه هم مشکل وي.

2- منچوريايي غوزان(Juglans mandshurica) : ددي غوزانووني (27-29) متره لوروالي لري اودساقي پنډوالي يي (70-100) سانتي متروته رسيږي. عمريي (200-500) کلونوپه موده کي وي . اوديخني په مقابل کي ډيرمقاومت لري.

3- خړغوزان(Juglans cinerea) : داغوزان په شمالي امريکا کي ډيرروزل کيږي. دوني لوړوالي اوپنډوالي يي دمنچوريايي غوزانوڅخه کم ندي. د 1000 دانو ميوو وزن يي(11.5-16.5 ) کيلوگرامه ښودل شويدي. داغوزان په سړوسيموکي ډيرزيات حاصل ورکوي.

4- تورغوزان(Juglans nigra) :داغوزان د شمالي امريکا څخه اروپا اواسياته راوړل شويدي. لوړوالي يې 45m اوپنډوالي يي 1.8m ښودل شويدي. ونه يي ډيره ښکلي اوچټکه وده لري. د 1000 دانوميوو وزن يي د 10 kg څخه تر14kg پوري ټاکل شويدي.

دامريکادغوزانوعمده ورايټي(Leading varieties)

دبهرنيو غوزانوورايټي ميوه په جانبي زخواووږي (cluster) ډوله تشکــــــــــيلوي مگردافغانســــــــتان ورايټي گــــانې ميوه په نهايي زخو (terminal buds) يوه يوه تشکيلوي.

دامريکاعمده ورايټي گانې عبارت دي له:

Payne variety: a- داورايټي 90% ميوه په جانبي زخوباندي توليدوي.

b- اود Dichogamy حالت پکي نه واقع کيږي.

c- اوداډيره وختي پخيدونکي ورايټي ده.

d-اودوني جسامت يي متوسط دي.

e- اوددي ورايټي ونې بايد 22X24 ft په اندازه وکرل شي.

Ereka variety : داورايتي دPayne دورايټي څخه 10 ورځي وروسته گل کوي.

په انجامي زخوباندي ميوه تشکيلوي.

اودونوجسامت يي لوي دي.

او ونې يي بايد 50X50 ft يا 35X35 ft په اندازه کينول شي.

دافغانستان غوزان هم د Ereka په ورايټي پوري اړه لري.

دغوزانودميوي دراټولولووخت

دغوزانوميوي هغه وخت راټولوي چي ښي پخي شي اوکه چيري دپخيد و ترمخه راټولې شي دمغزاندازه يي کميږي, اوښه نه ساتل کيږي. کله چي يي ميوه پخه شي شين پوست يي چوي اوميوي يي ځمکي ته توييږي. دغوزانو ميوې 3-4 ځلي په لاس سره راټولوي اوڅانگي يي څنډي.

کومي ميوي چي په څانگوپوري کلکي نښتي وي هغه په اوږد لرگي پوري تړل شوي لورباندي غوڅوي.په ځينوهيوادونوکي دغوزانميوي په ميکانيزه ډول راټولوي.

ددي لپاره چي راټولي شوي ميوي غوره کيفيت اوسپين رنگ ولري, نوسملاسي يي پوست کوي , بيايي پريمينځي اوبيايي په اخرکي وچَوي. دپريمينځلووروسته يي دلمرپواسطه وچوي اوپه وچ اوساړه سرپټي ځاي کي چي دحرارت درجه يي دسانتي گراد دc10 درجوسره سمون لري ساتي. که چيري دزيرمه ځاي دتودوخي درجه دسانتي گراد د c3 درجوسره برابره وي تريوه کاله پوري پرته دزيانمنيدوڅخه ساتل کيداي شي. خوپه يخچالونوکي يي دا موده ترڅلوروکالو پوري اوږديږي.

ستونزې

په افغانستان کي عمومابزگران دلاندې ستونزوسره مخامخ وي:

1-پداسي ځاي کې دباغ انتخاب اواحداث چي تړلي وادي وي اوبادپکي نشي چليداى بالاخره دنبات ديخ وهلو سبب کيږي .

2-دتخم پواسطه دميوه لرونکوونوتکثيرول چي خپل اصلي جنس له لاسه ورکوي اودبزگردنارضايي سبب گرځي.

3-د Budding ا و Grafting په مهارتونونه پوهيد ل.

دفني اشخاصوکموالي اويانشتوالي. دشاخبري اوروزنې په سيستمونونه پوهيدل چي کومه نوعه د روزني اوشاخبري سيستم مربوطه ميوي ته مناسب بريښي. سپارښتنې .

دغوزانودباغ , توليد اوروزلوپه وخت کي بزگران بايدلاندي نقطي په نظرکي ونيسي:

(1) دباغ خاوره مطالعه کړي ترڅوخاوره داخصوصيات ولري:

الف: ژوره وي.

ب: ښه زهکشي شوي وي.

ج: حاصلخيزه وي.

(2) دباغ دځاي انتخاب: يعني باغ بايد په داســـــــــــــــــــــي ځاي کي انتخاب نشي چي

دهوادچليد ل پکي صورت نه نيسي بلکي داسي ځاي انتخاب شي چي هواپکي چليږي اوديخ وهنې (frost) مخنيوي وشي چي په اوســـــــــــــــــــــــني حالت کي يودعمده مشکلاتو څخه گڼل کيږي.

(2) دباغ داوبولودپلان برابرول : مخکي له مخکي بايددباغ لپاره داوبولوپلان تنظيم شي چي کومه اندازه اوبه په يوه وده ييزفصل کي څوځلي ورکړل شي.

(3) باغ ته سره ورکول: بايد په مناسبه اندازه په مناسب وخت کي ورکړل شي. (4) دروزني سيستم اوشاخبري: غوزان بايددکوږوږمرکزي سيستم پواسطه وروزل شي اوغوزان زياتي شاخبري ته ضرورت نلري بلکي بايد کم اندازه شاخبري پکي صورت ونيسي ځکه دغوزان حاصل په خپله دوني څخه دڅنډلوپواسطه توييداي شي.

ماَخذونه

  1. ح, س. 1378. دافغانستان کلک پوستي ميوي. داريک دگــــــرځند کتابتونونودخپرونولړۍ. مخ: 1-8, 13-17
  2. ح, نورگل .1359 . دنباتاتودتکثيرلاري . دکابل پوهنتون خپروني. مخ: 212-214
  3. ح, نورگل. 1370 . دهارتيکلچراساسات. دننگرهارپوهنتون دکرني پوهنځي ،.مخ: 194-195 .(4)- ح, ن.1384 . دميوُوداساساتولکچرنوت. دکابل پوهنتون , دکرهڼې پوهنځۍ.