غورځولی
غورځولی | |
---|---|
تمثيلي ریلیز پوسټر | |
ډاېريکټر | Robert Zemeckis |
توليدونکي | Tom Hanks Jack Rapke Steve Starkey Robert Zemeckis |
لېکوال | William Broyles, Jr. |
فېلم لېکونکي | William Broyles, Jr. ![]() |
لوبغاړي | Tom Hanks Helen Hunt Nick Searcy |
موسيقي جوړونکی | Alan Silvestri |
فېلم اخېستونکي | Don Burgess |
اډېټور | Arthur Schmidt |
تولیدونکی کمپنۍ | ImageMovers Playtone |
وېشونکي | 20th Century Fox (North America) DreamWorks Pictures (International) |
د خپريدو نټېه |
|
وخت | 143 دقیقې |
هېواد | متحده ایالات |
ژبه | انگرېزی |
بودېجه | $90 ميليونه [۱] |
د خرڅ جعبه | $429.6 ميليونه [۱] |
غورځولی په انګرېزی کې (Cast Away) يو امريکايي فلم دی چې په ۲۰۰۰ ميلادي کال کې د رابرټ زيميکيس په لارښوونه جوړ شوی دی. د فلم د مرکزي لوبغاړي "چک نولانډ" رول "ټام هانکس" لوبولی دی. دی د FedEx د ادارې سيسټم انجنير وي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د يادې ادارې څانګو ته ځي او هلته د مثمريت اړوند ستونزې اواروي. دا ځل دی ګمارل شوی وي چې د FedEx د ماليزيا دفتر ته ولاړ شي خو پر لارې يې الوتکه د شديد طوفان له کبله اقيانوس سمندر ته لوېږي. دی اوبه پر سر اخلي او يوې نامالومې جزيرې ته يې وړي. په درسته جزيره کې يوازې يو انسان تر کومه ژوندی پاتې کېږي؟ د چا لپاره ژوند کوي؟ خپل دردونه له چا سره شريکوي؟ څه خوري، څښي او له کومو زاره ترکيو سره مخامخ کېږي؟ دا ټول نو په فلم کې وګورئ... دا فلم د لوړهمت کيسه ده، د سوچه مينې داستان دی، او د وفادارۍ درس دی. دا فلم که دې ژړوي، خندوي دې هم. د فلم جوړېدو دوه کاله وخت ونيو. ډېر وخت يې ځکه واخېست چې د فلم د جوړولو پر مهال ټام هانکس بايد په اول سر کې ډېر چاغ وای او وروسته بيا ډنګر. هانکس ۲۳ کيلوګرامه ځان چاغ کړ او بيا يې بيرته کار وکړ چې وزن بايلي.
پر فلم باندې ۹۰ ميليونه ډالره لګښت راغی او ۴۲۹.۶ ميلونه ډالره بازار يې وکړ
سرچینۍ[سمول]
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ "Cast Away (2000)". Box Office Mojo. January 1, 2001. د لاسرسينېټه January 10, 2015. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة)