Jump to content

غمچينه ور لنډه لکۍ لرونکې لړم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Schizomida
غمچينه ور لنډه لکۍ لرونکې لړمان
مملکه ژوی
بې شمزۍ ژوي
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
لاندی شاخه نوسی لرونکې ژوې
کلاس غڼه ډوله ژوي
تیره غمچينه ور لنډه لکۍ لرونکې لړمان

غمچينه ور لنډه لکۍ لرونکې لړمان (په لاتين: Schizomida) د غڼه ډوله ژويو څخه دي چې په حارو سیمو کې ژوند کوي. نوموړي ژوي د لمر رڼا سره مینه نه لري او د دي لپاره تر ډبرو لاندي او په غارونو کې اوسېږي. غمچينه ور لنډه لکۍ لرونکې لړمان کوچنی ژوي دي چې نرمی بدن، cephalothorax (چې د دريو برخو څخه جوړ شوي دي) او درې جوړې پښې (مخکینی پښې په حسو غړو تبدیل شوي دي) لري. بطن یې بیضوي شکل لري چې په ۱۲ برخو تقسیمیږي. د بطن وروستي برخه لنډه غمچينه (لکۍ) لري. نوموړي ژوي هېڅ سترگې نه لري. ټوله طايفه (ډله) ۲۳۰ ډوله ژوي لري چې په دريو کورنيو وېشل کېږي.

  • Calcitronidae - مړ شوي کورنۍ ده چې په دوو جنسو تقسیمېږي.
  • Hubbardiidae - تر ټولو لویه کورنۍ ده چې په ۴۶ جنسو تقسیمېږي
  • Protoschizomidae - نوموړي کورنۍ په دوو جنسو تقسیمېږي.