Jump to content

غایت‌پال استدلال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

غایت‌پال استدلال یا د اصلي مقصد پېژندنې استدلال (چې له یوناني کلمې څخه اخیستل شوی او معنا یې «پای، هدف، مقصد» دی؛ او همدا راز د فیزیکي-الهیاتي استدلال یا برهان، د طراحۍ یا ډیزاین استدلال او د هوښیار-ځیرک ډیزاین استدلال په نومونو هم پېژندل کېږي) د خدای (ج) د وجود د اثبات یو استدلال دی؛ یا په عمومي توګه په هغې طبیعي نړۍ کې چې ډیزاین شوې ښکاري، دا ټول پېچلی فعالیت د دې ثبوت دی چې یو ځیرک خالق شته دی.[۱][۲][۳][۴]

د دغه استدلال لومړنۍ ثبت شوې نسخې په لرغوني یونان کې له سقراط سره تړاو لري، که څه هم دا استدلال شوی چې هغه هم یو بل زوړ استدلال کارولی و. افلاطون او ارسطو د دې اټکل لپاره چې کاینات یا عالم یو ځیرک لامل لري، پېچلې تګلارې رامنځته کړې؛ خو رواقیونو بیا د دوی تر اغېزې لاندې "د تخلیقي استدلال کرښه رامنځته کړه چې په پراخه کچه «له ډیزاین څخه اخیستل شوي استدلال» په نامه پېژندل کېږي.[۵][۶][۷]

ابراهیمي ادیانو غایت‌پال یا ټیلولوژیکي استدلال په بېلابېلو لارو کارولی او له دوی سره اوږده اړیکه لري. په منځنیو پېړیو کې د الغزالي په څېر د اسلامي الهیاتو پوهانو دا استدلال کارولی و، که څه هم قرآني ادبپوهانو غیر ضروري بللی او رد کړی یې دی او همدا راز ډېرو اسلامي فیلسوفانو غیر قانع کوونکی بللی. دا استدلال وروسته بیا د «توماس اکویناس» له‌خوا ومنل شو او د خدای (ج) د وجود د اثبات د "پنځه ګونو برهانونو" په ډله کې یې د پنځم برهان یا استدلال په توګه شامل کړ. د عصري انګلستان په لومړیو کې یې د «ویلیم ټرنر» او «جان ري» په څېر ځینې روحانیون مشهور پلويان وو. د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې «ویلیم دېرهام» خپل فزیکو–الهیات اثر خپور کړ چې په هغه کې نوموړي "د خدای (ج) د مخلوقاتو له اثارو څخه د هغه د وجود او صفاتو اثبات" وړاندې کړ. وروسته بیا «ویلیم پیلي» هم په ۱۸۰۲ کال کې په خپل «طبیعي الهیات یا د الوهیت د وجود او صفاتو شواهد» تر عنوان لاندې اثر کې د ډیزاین استدلال یو مهم پریزنټشن خپور کړ چې په کې نوموړي د ساعت جوړوونکي منطقي قیاس یا شباهت (watchmaker analogy) نسخه او "ډیزاین د ډیزاینر ښکارندویۍ استدلال" د جملې لومړی ځل کارول عام کړل.[۸][۹]

د ټیلولوژیکي استدلال له پیل راهیسې د دغه استدلال پر بېلابېلو نسخو ګڼ انتقادونه هم شوي دي او د غیر ټیلولوژیکي طبیعي علم پر ضد شته ادعاوو ته د دغه استدلال چلنجونو ته ځوابونه هم وړاندې شوي دي. د ډېوېډ هیوم «د طبیعي دین اړوند ډیالوګونه» اثر چې په ۱۷۷۹ کال کې خپور شوی او د چارلس داروین په ۱۸۵۹ کال کې خپاره شوي اثر «د ژوندیو نوعو ریښه» کې د بیولوژیکي پېچلتیا په اړه ورکړل شوي توضېحات په دې برخه کې هغه عمومي منطقي استدلالونه دي چې له ځانګړي اهمیت څخه برخمن دي. له ۱۹۶۰مې لسیزې راوروسته د تخلیق یا پیدا کولو د علم غورځنګ په پراختیا او پرمختګ کې د پیلي استدلالونه اغېزناک وو. دغه خوځښت د «ځیرک ډیزاینر له‌خوا ډیزاین» په څېر جملې وکارولې. له ۱۹۸۷ کال وروسته بیا دا مفهوم پر «ذهین یا ځیرک ډیزاین» بدل شو چې د ځیرک ډیزاین غورځنګ له‌خوا ترویج شو او یوه ځیرک ډیزاینر ته اشاره لري. دواړو خوځښتونو یا غورځنګونو د تکامل د اړوند عصري ساینسي پوهاوي پر ضد د استدلال کولو لپاره له ټیلولوژیکي استدلال څخه کار اخیستی او ادعا کوي چې مافوق الطبيعي یا ماوراء الطبیعه توضېحاتو ته باید د ښوونځیو په نصاب کې مساوي اعتبار ورکړل شي.[۱۰][۱۱]

همدارنګه د ټیلولوژیکي استدلال دوې کړنلارې یا طریقې رامنځته شوې چې په کلاسیک یونان کې لا له وړاندې پیل شوې وې او تر منځ یې توپیر په دې پوهاوي کې دی چې ایا طبیعي نظم واقعاً خلق شوی که نه. غیرخلقت‌پال (non-creationist) چلند یا طریقه په روښانه توګه له ارسطو سره پیلېږي، که څه هم ډېر مفکرین لکه «نیو-افلاطونیستان» پر دې باور وو چې دا مخکې له مخکې د افلاطون له لوري په پام کې نیول شوې وه. دا چلند یا کړنلاره په ساده معنا کې خلقت‌پاله نه ده، ځکه په داسې حال کې چې پر دې توافق لري چې یو کاسمیک یا کایناتي هوښ یا قدرت د طبیعي نظم مسؤول دی، خو دا اټکل هم ردوي چې دا چاره یوه داسې "خالق" ته اړتیا لري چې دا نظم په فزیکي توګه رامنځته کړي او وساتي. نیوافلاطونیستانو بیا ټیلولوژیکي استدلال قانع کوونکی نه باله او په دې برخه کې د الفارابي او ابن سینا په څېر د منځنیو پېړیو فیلسوفانو هم د دوی پیروي کړې ده. وروسته بیا ابن رشد او توماس اکویناس دا استدلال د منلو وړ وباله، خو نه دا چې لزوماً دې تر ټولو غوره استدلال وبلل شي.

په داسې حال کې چې د طبیعي نظم تر شا د یوه هوښ یا ځیرکتیا یا قدرت د شتون مفهوم لرغونی دی، خو داسې منطقي استدلال چې پایله یې موږ ته راښيي چې طبیعي نړۍ یو ډیزاینر یا طراح لري، یا یو داسې خالق یا پیدا کوونکی قدرت چې د انسان په څېر اهداف لري، ښکاري چې له کلاسیکې فلسفې سره پیل شوی دی. په یهودیت، هندویېزم، کنفیوشینېزم، اسلام او مسیحیت کې ځینو دیني مفکرینو هم د ټیلولوژیکي استدلال نسخې رامنځته کړې. وروسته بیا له ډیزاین څخه د درک استدلال بېلابېلې بڼې په لوېدیځه فلسفه کې او د عیسوي بنسټپالنې له‌خوا تولید شوې دي.[۱۲]

د ټیلولوژیکي استدلال معاصر ملاتړي تر ډېره عیسویان دي چې «ریچارډ سوینبرن» او «جان لینوکس» یې د بېلګې په توګه یادولی شو.[۱۳]

د منځنیو پېړیو فلسفه او الهیات

[سمول]

اسلامي فلسفه

[سمول]

لومړنۍ اسلامي فلسفې په منځنیو پېړیو کې د یهودانو او مسیحیانو مفکرینو په منځ کې د خدای (ج) په اړه د فلسفي پوهاوي په پراختیا کې مهم رول ولوباوه، خو د ټیلولوژیکي استدلال په اړه د دغه روایت یوه تل‌پاتې اغېزه د هغو پېچلتیاوو او ستونزو له اړوند بحثونو څخه راوتلې چې د اثبات دا ډول یې لري. له ډیزاین څخه د درک شوي استدلال بېلابېل ډولونه په نهمه پېړۍ کې د متکلمون الهیات پوهانو له وخت څخه د اسلامي الهیات پوهانو او فیلسوفانو له لوري کارول شوي دي، که څه هم دا د بنسټپالو یا لغوي مکتبونو له‌خوا رد شوي، د چا له نظره چې په قرآن کې د خدای (ج) ذکر باید کافي ثبوت یا شواهد وګڼل شي. د ډیزاین استدلال ته هم د لومړنیو پېړیو د اسلامي فیلسوف «الفارابي» له لوري د یوه غیرقانع کوونکي استدلال په سترګه کتل کېدل. نوموړي یې پر ځای د افلوطین په څېر نیوافلاطونیستانو د "صدور نظریې" (emanationist) د کړنلارې یا چلند لاره غوره کړه چې له مخې یې طبیعت په منطقي یا عقلاني توګه منظم شوی ګڼل شوی، خو خدای (ج) د یوه داسې صنعتګر په څېر په کې مطرح نه دی چې په واقعي توګه نړۍ اداره کوي. وروسته بیا ابن سینا هم پر دې قانع شو او پر ځای یې د خدای (ج) د وجود لپاره کاسمولوژیکي یا کاینات‌پال استدلال وړاندې کړ.[۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. "teleological argument". Oxford English Dictionary.  Archived June 26, 2018, at the Wayback Machine.
  2. Ayala, Francisco J. 2006. "The Blasphemy of Intelligent Design". History and Philosophy of the Life Sciences 28(3):409–21. کينډۍ:JSTOR. (review of Creationism's Trojan Horse: The Wedge of Intelligent Design): "The argument from design to demonstrate God's existence, now called the 'Intelligent Design' argument (ID) is a two-tined argument. The first prong asserts that the universe, humans, as well as all sorts of organisms, in their wholes, in their parts, and in their relations to one another and to their environment, appear to have been designed for serving certain functions and for certain ways of life. The second prong of the argument is that only an omnipotent Creator could account for the perfection and purposeful design of the universe and everything in it."
  3. "The Argument from Design". Princeton University. خوندي شوی له the original on 2019-07-16.
  4. "Intelligent Design". Intelligent Design. خوندي شوی له اصلي څخه په 2013-05-15. بياځلي په 2013-05-14.
  5. Ahbel-Rappe, Sara, and R. Kamtekar. 2009. A Companion to Socrates. John Wiley & Sons. p. 45. "Xenophon attributes to Socrates what is probably the earliest known natural theology, an argument for the existence of the gods from observations of design in the physical world."
  6. Sedley (2007:86) agrees, and cites other recent commentators who agree, and argues in detail that the argument reported by Xenophon and Plato is "at any rate the antecedent" of the argument from design (p. 213). He shows that the Stoics frequently paraphrased the account given by Xenophon.
  7. Sedley 2007, p. xvii.
  8. Derham, William. 1713. Physico-Theology.
  9. "Design". Oxford English Dictionary, substantive number 4.
  10. Manning, Russell Re. 2013. "Introduction". Pp. 1–9 in The Oxford Handbook of Natural Theology. Oxford: Oxford University Press. p. 3, for example: "Between them, so the story goes, Hume, Darwin and Barth pulled the rug out from underneath the pretensions of natural theology to any philosophical, scientific, or theological legitimacy."
  11. Scott, Eugenie C. 2007. "Biological design in science classrooms". Proceedings of the National Academy of Sciences 104(suppl. 1):8669–76. doi:10.1073/pnas.0701505104. کينډۍ:PMID. کينډۍ:PMC.
  12. Ahbel-Rappe, Sara, and R. Kamtekar. 2009. A Companion to Socrates. John Wiley & Sons. p. 45. "Xenophon attributes to Socrates what is probably the earliest known natural theology, an argument for the existence of the gods from observations of design in the physical world."
  13. کينډۍ:Cite court, Ruling p. 26. A selection of writings and quotes of intelligent design supporters demonstrating this identification of the Christian god with the intelligent designer are found in the pdf Horse's MouthArchived June 27, 2008, at the Wayback Machine. (PDF) by Brian Poindexter, dated 2003.
  14. Goodman, Lenn Evan (1992), Avicenna, Cornell university press, p. 63, ISBN 978-0801472541