غازي خوشدل خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لوی ناب خوشدل خان غازي

غازي خوشدل خان شاغاسی د میوند د تاریخي جگړې مرستیال قومندان و. خوشدل خان د 'لوی سیمه ایز سردار' شاغاسي شېردل خان 'لوی ناب' زوی او د سردار میرداد خان شاغاسي لمسی و. خوشدل خان غازي بارکزو د شاغاسیانو په شاهي خاندان کې د (۱۲۲۳ش - 1844ع)[۱] کال په شاوخوا کې په خپل پلرني ټاټوبې - د کندهار ولایت د ارغسان په معروف - کې زېږېدلی و.

غازي خوشدل خان شاغاسي د امیر دوست محمد خان د واکمنۍ څخه نیولې - بیا د غازي امان الله خان تر واکمنۍ پوري: د 'کمکي ناب'، 'لوی ناب' او 'سردارۍ' رتبې تر لاسه کړي وې. غازي خوشدل خان شاغاسي د کندهار او کابل والی او د ترکستان 'نایب الحکومه' هم تیر شوی دی، په هرات کې د هراتي ایله جاریانو 'منتظم' و او د میوند په تاریخي جگړه کې د سردار محمد ایوب خان د لښکرو د مرستیال قومندان رسالت ور په غاوړه و.

د میوند د تاریخي جگړې مرستیال قومندان غازي لوی ناب خوشدل خان شاغاسي د (1304 ه ش) کال د عقرب په (15) له نړی سترگي پټي کړې او د کابل په جابر انصار کې خاورو ته وسپارل شو.[۱]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ځلمی, محمد ولي (1368). زموږ غازیان. د کتاب پاڼي 147–149. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)