عیسی خان لغمانی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عیسی خان لغمانی د افغان ملي اردو یو سرتېری او د لغمان ولایت اوسېدونکی دی چې د ۱۳۹۴ کال د سرطان پر لومړۍ نېټه یې د افغانستان په پارلمان د ترهگرو له خوا په شوي برید کې په یوازې ځان ۶ تنه ترهگر د پارلمان ودانۍ په دروازه کې یو په بل پسې ووژل.

د پېښې څرنگوالی: په پام کې وه چې په دغه ورځ ددفاع وزارت له پاره نومول شوی وزیر معصوم ستانکزی د جمهوري ریاست د دویم مرستیال سرور دانش له خوا ولسي جرگې ته د اعتماد رایې د ترلاسه کولو له پاره معرفي شي چې د ودانۍ ترڅنگ یوه وېروونکې چاودنه وشوه. چاودنه د موټربمي برید وه چې ورپسې د ترهگرو او دافغان ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوه.