عیسویت په لومړۍ پېړۍ کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عیسویت په لومړۍ پېړۍ کې د عیسی علیه السلام د رسالت له پیله بیا د دولسو«۱۲» رسولانو تر مړینې (۱۰۰ مې) پېړۍ پورې د مسیحیت لومړنی تاریخ رانغاړي او په دې توګه د حواریینود زمانې په نامه هم پېژندل کېږی. لومړۍ مسحیت د عیسی علیه السلام د چوپړتیاوو له پېژندنې سره سمه وده وکړه. د عیسی(ع) له مړینی وروسته، د لومړنۍ پېړۍ د دویم معبد د دورې په وروستیو کې د هغه لومړیو پیروانو د آخر الزمان یهودانولومړنۍ فرقه جوړه کړه. په پیل کې په دې باور وو چې قیامت د عیسی علیه السلام د دورې له پای ته رسېدو سره پیل کېږی، د دوی باور ډېر ژر د عیسی علیه السلام د بېرته راتګ او د وخت په تېرېدو سره د الهی سلطنت په پیل کېدو بدل شو.[۱]

پاول، یو فریسي یهودئ و چې لومړني یهودي عیسویان یې ځورولي وو، بدل شو او د غیر یهودیانو په مینځ کې یې یهودیت ته بلنه «تبلیغ» پیل کړه. د پاول په وینا: غیر یهودیانو ته د یهودي حکمونو څخه د معافیت اجازه ورکول کېده، دی استدلال کوي چې ټول په عیسی (ع)باندې د دوی د باور له مخې توجیه شوي دي. دا اولیه عیسویت او یهودیت د تدریجي وېش یوه برخه وه، ځکه چې عیسویت په عمده توګه د یهودی پیروانو په شمول یو ځانګړی مذهب شو.[۲][۳][۴][۳][۵]

لومړنی عیسوی ټولنه په یورشلم کې وه، چې مشري یې جیمز جسټ، پیټر او جان کوله. د اعمالو 11:26 په وینا، انټیوچ هغه ځای و چې پیروان یې لومړی د عیسویانو په نوم یادیدل. پیټر وروسته د روم د امپراتورۍ په پلازمینه روم کې شهید شو. رسولانو د انجیل پیغام په کلاسیک نړۍ کې خپور کړ او د عیسویت لومړني مرکزونو شاوخوا یې د رسولانو لیدونه تاسیس کړل. وروستی رسول چې وفات شو د ۱۰۰مې پیړۍ جان وو. [۶][۷]

رېښه[سمول]

لومړنی یهودي عیسویان ځانونه د "لارې" (ὁ ὁδός) په نوم یادوي، هغه لاره چې د یسعیاه  څخه راځي، "د څښتن لاره چمتو کړئ. نورو یهودانو هم دوی ته "ناصرین" ویل  په داسې حال کې چې یوه بله یهودي - عیسوۍ فرقه ځانونه د "ایبیونیتس" (د "غریبانو") په نامه یادوي. د اعمالو ۱۱:۲۶ [H1] له قوله، د "مسیحی" اصطلاح په یوناني کې د عیسوی په نامه د لومړي ځل لپاره د انطاکیه (انټیوچ) په ښار کې د عیسی پیروانو ته اشاره شوې، چې معنایې د "مسیح پیروان" دي، د انطاکیه غیر یهودي اوسیدونکوله خوا د "عیسویت" اصطلاح په یوناني Χριστιανισμός)) تر ټولو لومړی شاوخواپه 100 م میلادی کال کې د انټیوچ د اګناټیوس لخوا کارول شوې.[۸][۹][۱۰][۹][۱۱]

جرړې[سمول]

د یهودي – هیلینستي پس منظر[سمول]

د یهودي – هیلینستي پس منظر اصلي مقالې: د نوې عهد نامې تاریخي مخینه، د دویم معبد یهودیت، هیلنیسټیک یهودیت، د یهودي ایسکولوژي "آخیرت پېژندنې"، عهد (بائبل)، او مسیح په یهودیت کې.

د عیسی لومړني پیروان د دویم معبد یهودیت په قلمرو کې د آخرالزمانی یهودي عیسویانو یوه فرقه وه. د ایبیونیتس په څېر لومړنۍ عیسوي ډلې په کلکه یهودي وې، او په بیت المقدس کې لومړنۍ عیسوي ټولنه، چې مشري یې د عیسی ورور جیمز جسټ کوله. "عیسویت "په لومړۍ پیړۍ کې د یهودیت په رومن فلسطین کې د یهودیت د یوې فرقې په توګه راڅرګند شو چې د لومړۍ پیړۍ په همغږي په نړۍ کې د روم قانون او یوناني کلتور تسلط درلود. هلنیستی کلتور په هر ځای کې د یهودانو په دودونو ژوره اغیزه درلوده. په یهودیت کې نفوذ په یهودي میشته سیمو هلنیستی کې یهودیت ته وده ورکړه چې د هیلینیزم کلتور او ژبه کې د عبراني - یهودي مذهبي دود رامینځته کولو هڅه کوي. هلنیستی یهودیت له دریمې پیړۍ څخه په پتولمیک مصر کې خپور شو، او د یونان، اناتولیا، سوریه، یهودو او مصر تر فتحې وروسته د لیسیتا مذهب د پام وړ وګرځېد.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۵][۱۸][۱۴]

لومړۍ پیړۍ سر کې په مقدس ځمکه کې ډیری سیالو یهودي فرقو شتون درلود، او هغه چې د ربینیک یهودیت او پروټو-اورتودوکس عیسویت جوړ شو له دغه دوو څخه وو. په فلسفی ښونځیو کې فریسیان، صدوقیان او زعالان (معتصیبین) شامل وو، مګر همدارنګه د ایسنس په شمول نورې لږ نفوذ لرونکي فرقې هم پکې شاملې وې. د قبل المېلاد اوبعدالمېلاد په لومړیو پېړیوکې د کرشماتي مذهبي مشرانو مخ په زیاتیدونکي شمیر کې برخه اخیستې وه چې کومه یوه به د ربینیک یهودیت مشره شي؛ کومه یوه به  د عیسی رسالت د لومړۍ یهودی عیسوی ټولنې د راڅرګندېدو لامل شي.

په لومړۍ پیړۍ کې د یهودیت مرکزي اندېښنه د خدای سره تړون او د خدای د غوره شوي خلکو په توګه د یهودانو حیثیت و. ډیری یهودیان باور لري چې دا تړون به د مسیح په راتګ سره نوي شي. ودیان په دې باور وو چې قانون د خدای له خوا ورکړل شوی، ترڅو د دوی د څښتن عبادت او له یو بل سره د دوی په تعامل کې لارښود کړي ، "خدای دغه لویه ډالۍ" خپلو خلکو ته ورکړې وه.[۱۹][۲۰]

د یهودي مسیح مفکوره د دویمې پیړۍ څخه تر اولې پیړۍ پورې په اپوکلپټیک ادب کې ریښه لري، د ډیویډیک لین څخه د راتلونکي مشر یا پاچا ژمنه کوي چې تمه کیږي په مقدسو تېلو سره مسح شي او د مسیحي دورې په جریان کې د یهودي خلکو واکمني وکړي او نړۍ ته به راشي مسیح ډېری وخت به عبرانی کې د "پاچا مسیح" په مرهټی ژبه کې د ملخ مشیخ او په رومانیایی کې د ملکا میشیحه په نومونو یادیږي.

د عیسی(ع) ژوند او رسالت[سمول]

عیسوي منابع لکه څلور ګونی انجیلونه، د پاولین خطونه او د نوي عهد نامېاوپو کرافی برېښنا پاڼې، د عیسی(ع) په اړه مفصلې کیسې لري، مګر پوهان د عیسی(ع) په اړه د بائبلیکي حسابونو په اړه د ځانګړو پیښو د تاریخ په اړه اختلاف لري. یوازې دوه پیښې چې د "تقریبا نړیوال رضایت" سره تړاو لري دا دي چې، عیسی(ج) د جان له خوا بپتسما شوی و او د روم پریفیک پونټیوس پیلاټ په حکم سره صلیب شوی و. انجیلونه دیني اسناد دي، کوم چې لیکوالانو ته هغه معلومات چمتو کوي چې د عیسوي ټولنو د مذهبي پرمختګ لپاره اړین ګڼل کیږي، په کومو کې چې دوی کار کاوه. په دوی کې لنډ لنډیزونه، اونخښې شامل دي، کوم چې د انجیل لیکوالانو د دوی د اهدافو سره سم په مختلفو لارو ترتیب کړي.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

مسیحي سرچینې چې د عیسی(ع) د تاریخ مطالعې او رامینځته کولو لپاره کارول کیږي، یهودي سرچینې لکه جوزیفس او رومي سرچینې لکه تاکیټس په کې شاملې دي. دا سرچینې د عیسوي سرچینو لکه پاولین ایپیسلس او Synoptic انجیلونو سره پرتله کیږي. دا سرچینې معمولاً له یو بل څخه خپلواکې دي (د بېلګې په توګه د یهودي سرچینې له رومی هغو سرچینه نه اخلی) او د دوی ترمنځ ورته والی او توپیرونه د تصدیق په پروسه کې کارول کیږي.[۳۰][۳۱]

تاریخي شخصیت[سمول]

د انجیل په روایتونو کې د عیسی علیه السلام د ژوند د توضیحاتو او د هغه د تعلیماتو په معنا باندې د پوهانو تر مینځ پراخ اختلاف شتون لري .پوهان اکثراً د تاریخ د عیسی او د عقیدې د مسیح ترمنځ توپیر کوي او په دې اړه دوه مختلف حسابونه موندل کیدی شي.[۳۲][۳۳]


[H1]د دغه په اصلی معنی پوه نه یم

سرچينې[سمول]

  1. Fredriksen 2018.
  2. Bromiley, Geoffrey W., المحرر (1979). International Standard Bible Encyclopedia: A-D. 1 (الطبعة Fully Revised). Grand Rapids, Michigan: Wm. B. Eerdmans Publishing Co. د کتاب پاڼې 689. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8028-3781-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Barnett 2002، ص. 21.
  4. L. Niswonger, Richard (1993). New Testament History. Zondervan Publishing Company. د کتاب پاڼې 200. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-310-31201-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Seifrid, Mark A. (1992). "'Justification by Faith' and The Disposition of Paul's Argument". Justification by Faith: The Origin and Development of a Central Pauline Theme. Leiden: Brill Publishers. د کتاب پاڼي 210–211, 246–247. ISSN 0167-9732. د کتاب نړيواله کره شمېره 90-04-09521-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Zahn, Theodor. "John the Apostle", The New Schaff-Herzog Encyclopedia of Religious Knowledge, Vol. VI, (Philip Schaff, ed.) CCEL
  7. McGrath 2006، ص. 174.
  8. E. Peterson (1959), "Christianus." In: Frühkirche, Judentum und Gnosis, publisher: Herder, Freiburg, pp. 353–72
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Cwiekowski 1988، صص. 79–80.
  10. Elwell او Comfort 2001، صص. 266, 828.
  11. Pao 2016، ص. 65.
  12. Freeman, Charles (2010). "Breaking Away: The First Christianities". A New History of Early Christianity. New Haven and London: Yale University Press. د کتاب پاڼي 31–46. JSTOR j.ctt1nq44w. LCCN 2009012009. S2CID 170124789. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-12581-8. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Lietaert Peerbolte, Bert Jan (2013). "How Antichrist Defeated Death: The Development of Christian Apocalyptic Eschatology in the Early Church". In Krans, Jan; Lietaert Peerbolte, L. J.; Smit, Peter-Ben; Zwiep, Arie W. (المحررون). Paul, John, and Apocalyptic Eschatology: Studies in Honour of Martinus C. de Boer. 149. Leiden: Brill Publishers. د کتاب پاڼي 238–255. doi:10.1163/9789004250369_016. ISSN 0167-9732. S2CID 191738355. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-04-25026-0. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Ehrman 2005.
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Wilken 2013a.
  16. Mack 1995، ص. کينډۍ:Pn.
  17. Burkett 2002، ص. 3.
  18. Hurtado 2005، صص. 13–55.
  19. Ehrman 2012، ص. 273.
  20. Ehrman 2012، ص. 272.
  21. Levine, Amy-Jill (2006). Amy-Jill Levine; et al. (المحررون). The Historical Jesus in Context. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 1–2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-00992-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Dunn, James D. G. (2003). Jesus Remembered. د کتاب پاڼې 339. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-3931-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) States that baptism and crucifixion are "two facts in the life of Jesus command almost universal assent".
  23. William, R. Herzog (2005). Prophet and Teacher: An Introduction to the Historical Jesus. د کتاب پاڼي 1–6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0664225285. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Crossan, John Dominic (1995). Jesus: A Revolutionary Biography. HarperOne. د کتاب پاڼې 145. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-061662-5. That he was crucified is as sure as anything historical can ever be, since both Josephus and Tacitus...agree with the Christian accounts on at least that basic fact. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Craig, A. Evans (2001). Jesus and His Contemporaries: Comparative Studies. د کتاب پاڼي 2–5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0391041189. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Tuckett, Christopher M. (2001). Markus N. A. Bockmuehl (المحرر). The Cambridge Companion to Jesus. د کتاب پاڼي 122–26. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521796781. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Ehrman, Bart D. (1999). Jesus: Apocalyptic Prophet of the New Millennium. Oxford University Press. د کتاب پاڼي ix–xi. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0195124736. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Chilton, Bruce; Evans, Craig A. (2002). Authenticating the Activities of Jesus. د کتاب پاڼي 3–7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0391041646. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Powell, Mark Allan (1998). Jesus as a Figure in History: How Modern Historians View the Man from Galilee. د کتاب پاڼې 181. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-664-25703-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Bockmuehl, Markus N. A. (2001). The Cambridge Companion to Jesus. د کتاب پاڼي 121–25. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521796781. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Chilton, Bruce; Evans, Craig A. (1998). Studying the Historical Jesus: Evaluations of the State of Current Research. د کتاب پاڼي 460–70. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9004111424. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Graham Stanton, The Gospels and Jesus (2nd ed.), (Oxford: Oxford University Press, 2002) p. xxiii
  33. Jesus as a Figure in History: How Modern Historians View the Man from Galilee by Mark Allan Powell 1998 کينډۍ:ISBN p. 181