عمردراز خلیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عمردراز خلیل د پښتو فلمونو یو وتلی ستوری ؤ چې په سوونو فلمونو کې یې د ولن یا ظالم کردارونه ترسره کړي دي.

د عمردراز تعلق د پيښور سره ؤ اؤ د هغه پلارښاغلي خلیل خان هم د فن د دنیا سره تعلق لرلو.

په کال ۱۹۶۸ کې ښاغلي عمردراز د خپل فني ژوند پیل د پاکستان ټیلي ویژن څخه کړی ؤ .

په کال ۱۹۷۰ کې ښاغلي عمر دراز د پښتو فلم دره خیبر څخه د خپل فلمي ژوند پیل وکړو اؤ بیا یې لږ تر لږه په درې نیمو سوؤ فلمونو کې خپل هنري صلاحیتونه د فلم مینه والو ته وښودل.

ښاغلي عمردراز په پښتو فلمونو کې زیاتره د ولن کردارونه ترسره کړي اؤ په دغو کردارونو کې یې دومره ژوند اچولی چې نن هم په فلم دا ګز دا میدان کې د عمردراز د کږې خولې اؤ منفردې لهجې کردار د پښتو فلم بینو په زړونو اؤ ذهنونو نفش دی.

په ۱۶م دسمبر کال ۲۰۱۶م کې هغه د پښتونخوا په ایبټ اباد سیمه کې د فالج د ناروغۍ له امله د۷۱ کالو په عمر کې وفات شوی اؤ په پیښور کې خاورو ته سپارل شوی ؤ