عمران دانش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عمران دانش

عمران دانش افغان خبریال او ليکوال دی. له شاوخوا لسو کلونو راهيسې د ژورنالېزم په ډګر کې فعاليت کوي او اوسمهال په کابل کې د طلوع نيوز خبريال دی.

دانش له خیبرنوښت راډيو، رغون راډيو، کاوون غږ خپلواکه راډيو، ژوندون تلوېزيون، زاويه مېډيا او يو شمېر نورو رسنیو سره د کار تجربه لري.

هغه د لغمان پوهنتون له ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی. مورنۍ ژبه يې پښتو ده؛ خو په دري او انګليسي هم پوهېږي.

عمران دانش اوسمهال په کابل کې د طلوع نيوز لپاره په بېلابېلو مسايلو راپورونه او خبرونه جوړوي.[۱]

  1. [۱] Archived 2021-07-14 at the Wayback Machine. د کابل پريس کلب خبري ويب سايټ