عمار البلوچي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عمارالبلوچي (په عربي ژبه عمار البلوشي، عمارالبلوشي؛ چې په لاتیني عربي لیکدود کې د امرالبلوشي په توګه هم لیکل کېږي، د ۱۹۷۷ کال د اګست په ۲۹مه د علي عبدالعزیز علي په کورنۍ کې زېږېدلی) یو پاکستانی ښاروند چې د متحده ایالاتو د ګوانتانامو په توقیفي اډه کې بندي دی. «د سېپټمبر د ۱۱مې بریدونو اسانچاري، اسامه بن لادن ته د یو استازي په توګه کار او په کراچۍ کې د متحده ایالاتو پر کونسلګرۍ له چاودېدونکو توکو څخه ډکې الوتکې د نسکورولو پلان پر هغه لګېدلي تورونه دي.»[۱][۲][۳][۴][۵]

د خالد شیخ محمد (KSM) او رمزي یوسف په څېر د هم‌هغه البلوچي ټبر یو غړی دی؛ د متحده ایالاتو رسمي چارواکي داسې څرګندونه کوي چې هغه د خپل تره KSM له کلیدي مرستیالانو څخه و چې د سېپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو په پلي کولو کې یې ورسره مرسته وکړه او هغه پلټونکو ته وویل چې له القاعده سره یې د بیولوژیکي وسلو د جوړولو په هڅو کې مرسته کړې تر څو يې د خپلو دوښمنانو پر وړاندې وکاروي. د راپورونو له مخې هغه له پاکستانۍ ساینس پوه عافیه صدیقي سره واده کړی او وروسته يې طلاقه کړې، یاده مېرمن پر امریکايي سرتېرو د ډزو کولو په تور محکومه او په متحده ایالاتو کې زنداني ده.  [۶][۷]

هغه په ۲۰۰۳ کال ونیول شو او د سالټ پېټ (په افغانستان کې د تورو سیمو او ناقانونه پلټنو د مرکزونو پټ نوم، ژباړن) په نوم د سي‌آی‌اې (د مرکزي اطلاعاتو سازمان) په یوه توره سیمه کې په افغانستان کې ساتل کېده او په دې بهیر کې په شدید ډول شکنجه کېده. سي‌آی‌اې  بلوچ پلټونکو ته د شکنجې تخنیکونو د تدریس لپاره د یوې «روزنیزې پايې» په توګه کاروه؛ کار زده‌کوونکو به په خپل وار سره په ساعتونو اوږدو جلسو کې د هغه سر په دېوال وهه چې هغه ته يې مغزي زیان اړوه. هغه همدارنګه په سړو اوبو کې ځوړندېده او په سترس لرونکو موقعیتونو (داسې حالت چې د بدن ټول وزن یوازې په یوه یا دوو عضلو پرېوځي، ژباړن) کې ساتل کېده. د هغه شکنجه کولو سي‌آي‌اې ته څه ګټور معلومات ورنکړل. بلوچي په ۲۰۰۶ کال کې د ګوانتانامو زندان اډې ته ولېږل شو، په ۲۰۱۸ کال کې ملګرو ملتونه په خپل سرې توګه د هغه د نیولو له امله د هغه د سم‌لاسي خوشي کولو غوښتنه وکړه.  [۸][۹][۱۰][۱۱]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

عمار البلوچي د کوېټ په الاحمدي ښار کې زېږېدلی او د خالد شیخ محمد (د سېپټمبر د یوولسمې د بریدونو سازمانوونکی) مورنی وراره او په ۱۹۹۳ کال کې د نړیوالې سوداګرۍ پر مرکز د بمي بریدونو د سازمانوونکي رمزي یوسف د تره زوی دی. د البلوچي لویه کورنۍ په قوم بلوچ او په اصل کې بلوچستانیان دي. د کورنۍ مشر پلار او د هغه ورور د دیوبندي له دیني واعظانو څخه وو. هغوی خپله کورنۍ په ۱۹۶۰ لسیزه کې کویټ ته کډه کړه. [۱۲][۱۳][۱۴]

بلوچي په کوېټ کې لوی شو خو د خپلې نوې ځوانۍ ډېری کلونه يې د ایران په بلوچستان کې ټېر کړل. هغه یو پاکستانی ښاروند دی. هغه د کمپیوټر د تخنیګر په توګه زده‌کړې کړې وې، لویدیځې جامې به يې اغوستې او «ځان به يې تاجر معرفي کاوه»، خو د خبریال ډبرا سکروګېنز له راپور سره سم د هغه د ترونو د او د تره زامنو په وینا هغه «له هلکتوب څخه له پټې جکړې سره د یو ځای کېدلو لپاره ځان سینګاروه». د متحده ایالاتو د یو دولتي ژوندلیک له مخې د هغه «اصلي لارښود» په ۱۹۹۳ کال کې د نړیوالې سوداګرۍ په مرکز کې د بمي برید سازمانوونکی او د هغه د تره زوی رمزي یوسف و، «هغه کس چې په ۱۹۹۰ کال کې يې په ایران کې هغه ته د لویدیځ خلاف جګړې ارزښت ورزده‌کړ». [۱۵][۱۶][۱۷]

هغه په انګلیسي ژبه بشپړ تسلط لري او د څه مودې لپاره يې په کراچۍ کې د محمدي د شاتو د پروسس په شرکت کې تر هغه کار وکړ چې په ۱۹۹۸ کال کې په دبۍ کې د مدرن الکترونیک شرکت له‌خوا د کمپیوټر د تخنیګر په توګه وګومارل شو. د جنګي حالت د ارزونې محکمې ته د ځینې وړاندې شویو شواهدو پر اساس هغه ډېر روښانفکره او لویديځ‌پال و، حال دا چې د هغه پخوانۍ مېرمنې پوښتونکو/ پلټونکو ته وويل چې هغه «یو سخت دریځی مسلمان» دی چې له کور څخه يې د مېرمنې له وتلو سره مخالفت درلود. [۱۸][۱۹]

په جهاد کې دنده[سمول]

د سېپټمبر د یوولسمې پېښې (۹/۱۱) ته تیاری[سمول]

د متحده ایالاتو د دولتي ژوندلیک پر اساس بلوچي خپل «خدمات په ۱۹۹۷ کال کې په رضاکارانه ډول» خپل تره خالد شیخ محمد ته پیل کړل. [۲۰]

د متحده ایالاتو د چارواکو په وینا د سېپټمبر د یوولسمې لپاره چې کومې پیسې د الوتکې سعوديي تښتوونکو ته ورسېدې ډېری يې د بلوچي او مصطفی الحوساوي په‌واسطه ولېږدول شوې. د ۹/۱۱ کمسیون راپور ورکړ چې هغه «د الوتکې په ټيکټونو، د مسافرونو په چېکونو او د هوټل په نیولو کې له هغوی سره مرسته وکړه» او «هغوی ته یې په لویديځ کې د عادي ورځني ژوند چارې لکه د خوړو راغوښتل او د جامو اخیستل ورزده کړل». بلوچي له خپل ځان څخه په دفاع داسې ادعا کوي چې هغه تر ډېره د دبۍ له خلکو سره په داسې چارو کې مرسته کوله تر څو یوه عایداتي ضمیمه ولري او پر دې د پوهېدو لپاره له هغه سره هېڅ لاره هم نه وه چې هغوی مجرمان دي یا نه دي.  [۲۱][۲۲][۲۳]

بلوچي د ۱۹۹۸ کال د اوکتوبر په ۱۰مه د اماراتو په نړیوال بانک کې له خپل پاسپورت څخه کار واخیست او د ابن عبدالعزیز علي د نسب پر بنسټ يې د «علي» له نوم څخه کار واخیست او د خپل مستخدم پته يې د دبۍ د جبل علي ښار له ۱۶۹۵۸ پوستي صندوق سره درج کړه.

هغه وروسته د خپل تره له‌خوا مروان الشیحي ته ورپېژندل شو الشیحي ظاهراً له هغه څخه غوښتنه وکړه چې په دبۍ کې له الشیحي شرکت څخه په متحده ایالاتو کې د هغه شرکت ته د پیسو په لېږد کې ورسره مرسته وکړي او که چېرې هغه پیسې له ځان سره ولېږدوي په تظاهري ډول به له بانکي لګښتونو څخه مخنیوی وکړي. [۲۴]

د ۲۰۰۰ کال په جنوري کې له شیحي کارت څخه په ګټې اخیستنې یو سپارښت د بلوچي د کار ځای پتې ته ولېږل شو چې د بوئینګ ۷۴۷-هوايي کرښې د الوتنې سمولېټر (د الوتکو د چلن تقلیدي یا ورته سیستم، ژباړن) برنامه، د بوئینګ ۷۶۷ الوتنې د عرشې یوه ویډیو د الوتنې د خدمې ځینې ادبیات او د سفر لارښود کتاب په کې وو. بلوچي وروسته هغه خپل تره ته ولېږل تر څو شیحي ته ورسېږي. [۲۵][۲۶]

بلوچي د اپرېل په ۱۸مه په دبۍ کې د وال سټرېټ د مبادلې له مرکز څخه د ساندیاګو د اسلامي مرکز مدیر عادل رافیه ته ۵۰۰۰ ډالر حواله کړل، چې خپله پوستي پته او پاسپورت يې وکارول او خپله شمېره يې داسې ۰۵۰۶۷۴۵۶۵۱ ولیکله. رافیه وروسته ادعا وکړه چې نواف الحزمي له هغه څخه غوښتنه وکړه چې د هغه په استازیتوب دا پیسې ومني.  [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

د بلوچي له شمېرې څخه د نیول شویو اړیکو له څار څخه چارواکو وموندله چې هغه د جون له ۲۸ څخه ۳۰ پورې د وایس‌سټریم/ټی موبایل کمپنۍ له یو مخکې ادایني تلیفون څخه چې د جون په ۴مه په مېنهټن کې اخیستل شوی و ۱۶ اړیکې ترلاسه کړې وې. دا تلیفون د جولای له ۱۱مې څخه غیر فعال شو او چارواکي ادعا کوي دې تلفون له عطا سره تړاو درلود، په داسې حال کې چې بلوچي په دې ټینګار کوي چې هغه یوازې له شیحي سره چا چې هغه ګومارلی و خبرې کولې. په همدې وخت کې بلوچي محمد ته شکایت وکړ چې دا ټول اضافي کارونه یوازې په‌خپله نه شي کولی او تره يې هغه ته وویل چې مصطفی الحوساوي به له هغه سره په همغږي د بلوچي د مرستیال په توګه کار وکړي.  [۳۱][۳۲]

د جون په ۲۹مه د «عصام منصور» په نوم یو سړي د نیویارک په ۱۴۴۰ براډوې کې ویسټرنیون ته ۵۰۰۰ ډالر ولېږل او شيحي له همدې پتې څخه ترلاسه کړل. ویل کېږي چې دا بلوچي و ځکه د مبادلاتو له مرکز څخه د «عصام منصور» له خوا دوه پرلپسې مستقیمې حوالې یوه ۱۰۰۰۰ ډالري د جولای په ۱۸مه او دویمه ۹۵۰۰ ډالري حواله د اګست په ۵مه د شیحي سان ټراست حساب ته شوې وې چې د بلوچي پوستي پته يې ورکړې وه. [۳۳][۳۴][۳۵]

بلوچي د اګست په ۸مه د خپل نوم، پاسپورت او تلیفون شمېرې له کارولو سره د دبۍ په اسلامي بانک کې ځانته حساب پرانیست. د اګست په ۲۹مه د بلوچي له حساب څخه ۲۰۰۰۰ ډالر د شیحي سان ټرسټ حساب ته ورکړل شول او داسې د تلیفون شمېره يې ورکړه چې د اګست په ۵مه د عصام منصور له ورکړل شوې شمېرې سره يې یو عدد توپېر درلود.  [۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. (په 6 June 2008 باندې). Guantanamo 9/11 suspects on trial. BBC News.
  2. "Loading..." الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Shannon, Elaine. Time, Al-Qaeda Moneyman Caught, 1 May 2003
  4. Shannon, Elaine (1 May 2003). "Al-Qaeda Moneyman Caught". Time. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 26 April 2011 باندې). Guantánamo files paint Aafia Siddiqui as top al-Qaida operative.
  6. Scroggins, Wanted Women, 2012: p.246
  7. 9/11 Commission Report Findings Archived 23 April 2016 at the Wayback Machine.
  8. Borger, Julian (14 March 2022). "CIA black site detainee served as training prop to teach interrogators torture techniques". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. . CIA misled on interrogation program, Senate report says.
  10. . CIA misled on interrogation program, Senate report says.
  11. "OHCHR | Guantanamo detention of Ammar al Baluchi breaches human rights law, UN experts say". www.ohchr.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Shannon, Elaine. Time, Al-Qaeda Moneyman Caught, 1 May 2003
  13. Shannon, Elaine (1 May 2003). "Al-Qaeda Moneyman Caught". Time. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Scroggins, Wanted Women, 2012: p.60
  15. Scroggins, Wanted Women, 2012: p.219
  16. "Detainee Bios" (PDF). PROJECT TO ENFORCE THE GENEVA CONVENTIONS (also on FAS.org). September 2006. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۶ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Summary of Evidence (.pdf), prepared for Ammar al-Baluchi's Combatant Status Review Tribunal
  18. Summary of Evidence (.pdf), prepared for Ammar al-Baluchi's Combatant Status Review Tribunal
  19. Scroggins, Wanted Women, 2012: p.246
  20. "Detainee Bios" (PDF). PROJECT TO ENFORCE THE GENEVA CONVENTIONS (also on FAS.org). September 2006. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۶ اکتوبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. 9/11 Commission Report Findings Archived 23 April 2016 at the Wayback Machine.
  22. "Detainee Biographies". Office of the Director of National Intelligence. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۳۱ اگسټ ۲۰۰۹ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Summary of Evidence (.pdf), prepared for Ammar al-Baluchi's Combatant Status Review Tribunal
  24. Summary of Evidence (.pdf), prepared for Ammar al-Baluchi's Combatant Status Review Tribunal
  25. 9/11 Commission Report Findings Archived 23 April 2016 at the Wayback Machine.
  26. FBI Report: "Summary of Penttbom Investigation", 29 February 2004. pp. 78
  27. Summary of Evidence (.pdf), prepared for Ammar al-Baluchi's Combatant Status Review Tribunal
  28. Shannon, Elaine. Time, Al-Qaeda Moneyman Caught, 1 May 2003
  29. "Statement of Robert S. Mueller: Joint Investigation Into September 11". fas.org. 26 September 2002. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Shannon, Elaine (1 May 2003). "Al-Qaeda Moneyman Caught". Time. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Summary of Evidence (.pdf), prepared for Ammar al-Baluchi's Combatant Status Review Tribunal
  32. 9/11 Commission Report Findings Archived 23 April 2016 at the Wayback Machine.
  33. Shannon, Elaine. Time, Al-Qaeda Moneyman Caught, 1 May 2003
  34. Summary of Evidence (.pdf), prepared for Ammar al-Baluchi's Combatant Status Review Tribunal
  35. Shannon, Elaine (1 May 2003). "Al-Qaeda Moneyman Caught". Time. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Summary of Evidence (.pdf), prepared for Ammar al-Baluchi's Combatant Status Review Tribunal