علي خېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

علي خېل يوه پښتني قبيله ده ددوى مشر نيکه علي د سليمان ورور وو. علي د ايزب زوى د برهان لمسى او د غلجي کړوسى وو. علي څلور زامن لرل چي د اکا، عبدالرحيم، وش او باړي په نومونو يادېدل. اوس دده د زامنو په نوم يو شمېر خيلونه لکه: اکا خېل، عبدالرحيم خېل، وشخېل او باړي خېل شهرت لري. اکا خېل هم په څو پښو ويشل شوي لكه : مموزي، مشخېل يوسف خېل، مندوزي او نور. عبدالرحيم هم په بيلا بېلو خيلونو ويشل شوي چي جلال خېل، متى خېل، خواجه خېل او ميرخان خېل د بيلګي په توګه يادولى شو. علي خېل ډېر شمېر په زرمله(زرمت)، پکتيا او غزني کي استوګن دي . له دې پرته علي خېل په خوست، پکتيا، ښرنه او خال خال د هيواد په نورو سيمو کي مېشت دي.