علم او عیسویت
ځانګړې وېشنيزه |
---|
له علمي انقلاب وړاندې ډېری علمي او تخنیکي نوښتونه د هغو ټولنو له خوا رامنځته شول چې د مذهبي باورونو پر مټ تنظیم شوې وې. لرغوني عیسوي پوهان د علمي کړنلارې د فردي عناصرو ځانګړي مخکښان و. له تاریخي پلوه عیسویت هم د علومو ملاتړی و. عیسویان د ښوونځیو، پوهنتونونو او روغتونونو په بنسټ اېښودو کې له مخکښانو څخه وو؛ همدارنګه ډېری عیسوي روحانیون د علومو په برخه کې فعال وو او د علم د پرمختګ په برخه کې یې پام وړ مرستې وکړې. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
د علومو په برخه کې تاریخ پوه پیر ډوهم د منځنیو پېړیو کاتولیک ریاضي پوهان او فیلسوفان لکه جان بوریدان، نیکول اورسمه او راجر بېکن د معاصرو علومو بنسټګر بولي. ډوهم موندلې، «میخانیک او فیزیک چې په معاصر مهال کې په موجه ډول ورباندې ویاړ کېږي د هغو بې وقفې هڅو او په ډېر ندرت سره درک کېدونکو دوکتورینو له ټولګې څخه سرچینه اخلي چې د منځنیو پېړیو د مکتابو په زړه کې یې شتون درلود». ډیری کلاسیکو پوهانو د ختیځې ارتدکس کلیسا په بېزانس سترواکۍ کې لوړپوړې څوکۍ لرلې. پروتستانتېزم هم پر علومو پام وړ اغېز درلود؛ د مېرټون تېزس پر بنسټ دغه مهال له یوه اړخه د انګلیسي خالص پالونکو (پیوریټنانو) د ظهور او جرمني زهد باورانو ترمنځ مثبتې اړیکې شته وې او له بل اړخه هم لومړنیو تجربي علومو شتون درلود. [۸][۹][۱۰][۱۱]
په تاریخي او معاصرو مهالونو کې عیسوي پوهانو او عالمانو د علومو، ټکنالوژۍ او طبابت په برخو کې پام وړ ونډه لرلې ده. یو شمېر څېړونکي آن څرګندوي چې عیسویت د علمي انقلاب په رامنځته کېدو کې مرسته کړې ده. له ۱۹۰۱ زکال څخه تر ۲۰۰۱ زکال پورې د علومو په برخه کې د نوبل د جایزې ۵۶.۶٪ ګټونکي عیسویان و او ۲۶٪ نور بیا له یهودي نسل (د یهودي ملحدینو په ګډون) څخه وو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]
د عیسوي اروپا پېښو لکه د ګالیله محاکمې چې له علمي انقلاب او د روڼ آندۍ له دورې سره اړوند وه، د جان ویلیام ډریپر په څېر یو شمېر څېړونکي یې دې ته اړ کړل چې د تضاد موضوع فرض کړي او باوري شي چې دین او علم د تاریخ په اوږدو کې له یو بل سره تضاد لرلی. په داسې حال کې چې د تضاد موضوع تر ډېره پورې په الحادي او مذهب ضد غونډو کې دود ده او د علومو د ډېری تاریخ پوهانو ترمنځ له منځه تللې ده. د علومو ډېری معاصر تاریخ پوهان باوري دي چې د ګالیله محاکمه د علم او عیسویت ترمنځ اړیکو کې یوه استثنا وه او دغې موضوع ته اړوند ګڼ شمېر ناسم تفسیرونه یې تصحېح کړي دي. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
تاریخچه
[سمول]د علمي انقلاب ریښې
[سمول]له ۱۱۵۰ زکال څخه تر ۱۲۰۰ زکال پورې عیسوي پوهان سیسیل او هسپانیې ته ولاړل څو د روم د سترواکۍ له سقوط وروسته په لویدیځ کې د ارسطو ورکې شوې لیکنې بېرته ومومي. دغې چارې د کلتوري جوش داسې یوه دوره رامنځته کړه چې یو معاصر تاریخ لیکونکي هغه «د دولسمې پېړۍ رنسانس» بللی دی. توماس اکویناس هم د خپلو تل پاتې لیکنو په لنډیز کې له ایمان سره د انساني عقل د انطباق په ملاتړ ځواب ورکړ. دغه مهال عیسوي الهیات د ارسطو له سیکولر او انساني طبیعي فلسفې سره منطبق شول. د منځنیو پېړیو په وروستیو کې د اکویناس عقل پالنه په ډېرو پوهنتونونو کې تر بحث لاندې ونیول شوه. ویلیام اوکهام په دې استدلال سره دغه بحثونه حل کړل چې ایمان او عقل باید په جلا بڼه تعقیب کړای شي څو د هر یوه موخو ته لاسرسي وشي. د علومو تاریخ پوهان؛ ډېوېډ سي لینډبرګ، رونالډ نمبرز او اډوارډ ګرانټ له دغه مهال راوروسته ترسره شوې چارې «په منځنیو پېړیو کې د علومو را ژوندي کول» بولي. تاریخ لیکونکی نووا افرون لیکلي چې عیسویت «هغه اصول، کړنلارې او جوړښتونه وړاندې کړل چې بیا وروسته په معاصرو علومو واوښتل». [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]
د معاصرو لویدیځو پوهنتونونو ریښه هم په مستقیم ډول د منځنیو پېړیو کلیسا ته اړوندېږي. دوی له کلیسايي ښوونځیو پیل وکړ او ټول زده کړیالان یې روحانيون بلل کېدل. دا یوه ګټه وه ځکه چې ټول زده کړیالان یې د کلیسايي قضايي صلاحیت لاندې راوړل او له همدې امله دوی د ځانګړو قانوني مصونیتونو او ملاتړونو لرونکي وو. د لویو کلیساګانو ښوونځي بالاخره تر یوې کچې له خپلو کلیساوو جلا او ځانته بنسټونه یې جوړل کړل؛ د دغو بنسټونو لومړني یې د بولونیا (۱۰۸۸ زکال)، د اکسفورډ (۱۰۹۶ زکال) او د پاریس (شاوخوا ۱۱۵۰ زکال) پوهنتونونه دي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]
یو شمېر څېړونکو د «سنتي عیسویت د ځانګړو اړخونو» او د علومو د ودې ترمنځ مستقیمې اړیکې بیان کړي دي. یو شمېر نورو څېړونکو او تاریخ پوهانو بیا عیسویت د علمي انقلاب بنسټ جوړونکی عامل بللی دی. د رابرټ کي مرټون په خبره د انګریزي پیورټنېزم او جرمني ذهد باورۍ ارزښتونه په ۱۷مه او ۱۸مه پېړۍ کې د علمي انقلاب لامل وګرځېدل. (د مرټون تېزس هم په پراخه کچه منل شوی او هم تر جنجال لاندې دی.) مرټون توضېح کوي چې د مذهبي اړوندتیا او له علم سره د علاقې ترمنځ اړیکه د تقوی څخه ډکو پروتستانتي ارزښتونو او د معاصرو علومو ترمنځ د ارزښتونو د پام وړ زیاتوالي پایله ده. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]
نقد
[سمول]د عیسوي اروپا یو لړ پېښې، لکه د ګالیله محاکمه چې د علمي انقلاب او د روڼ آندۍ د دورې سره اړوند ده لامل وګرځېدې څو یو شمېر څېړونکي لکه جان ویلیام ډراپر د تضاد نظریه فرض کړي او باور ومومي چې دین او علم د تاریخ په اوږدو کې د میتودولوژیکي، واقعي او سیاسي کړنلارو له مخې په تضاد کې دي. همدغه موضوع د ریچارډ ډاوکینز او لاورنس کراوس په څېر د څو نورو پوهانو له خوا هم وړاندې شوه. په داسې حال کې چې د تضاد موضوع لا هم په الحادي او مذهب ضد غونډو کې دود ده، خو د ډېری معاصرو تاریخ لیکونکو پر وړاندې یې خپل ارزښت له لاسه ورکړی او د متحده ایالاتو په پوهنتونونو کې ډېری پوهان د تضاد لیدلوری ته کوم ارزښت نه ورکوي.[۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵]
د ګالیله محاکمه
[سمول]په ۱۶۱۰ زکال کې ګالیله د ستوریز پیغام راوړونکي (Sidereus Nuncius) په نامه خپل اثر خپور کړ او په هغو کې یې په خپل نوي تلسکوپ باندې ترسره شوي مشاهدات توصیف کړل. دغه اکتشافاتو او نورو اکتشافاتو د جنت د درک اړوند ستونزې څرګندې کړې. د ارسطو د هغو لیکنو له بیاځلي کشف وروسته چې له میلاد څخه یې ۳۰۰ کاله وړاندې لیکلې وې د کاتولیک کلیسا په ګډون یو شمېر پوهانو د ارسطو دغه نظریه منلې وه چې ځمکه پر خپل ځای ثابته ده. جفري فاس لیکي چې د ګالیله پر مهال د نړی اړوند ارسطویي – بطلیموسي نظریه «په بشپړ ډول په کاتولیک الهیاتو کې ادغام شوې وه». [۵۶][۵۷]
همدا و چې د هغه مهال پوهانو د ګالیله نظریات تر ډېره بریده رد کړل، ځکه چې ډېری دغو پوهانو تلسکوپ نه درلود او ګالیله هم د لمر په چاپېر باندې د سیارو د څرخېدو د توضېح په موخه چې د ارسطويي فزیک له مخې ناشونې چاره وه کومه فیزیکي نظریه نه لرله. (دغه ستونزه تر راتلونکو سلو کلونو لپاره حل نه شوه.) د ګالیله د دورې پوهانو د هغه د «تېروتنو» اړوند مذهبي چارواکو ته خبرداری ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل چې لاس په کار شي. د دغې چارې په غبرګون کې کلیسا ګالیله د دغو موضوعاتو له تدریس منع کړ، په داسې حال کې چې تر هغه مهاله یې د هغو اړوند بحث هم منع نه کړ چې په ښکاره توګه یوازې یوه فرضیه وه. ګالیله د دې اړوند اثار خپاره کړل او د هغو علمي برتري یې وښووله. نوموړی دوه ځله د رومي عقایدو د تفتیش محکمې ته وغوښتل شو. په پیل کې اخطار ورکړل شو او بیا وروسته «د شدید بدعت په تور» په کورني بند محکوم شو. [۵۸]
د ګڼ شمېر کسانو پر باور د ګالیله محاکمه د دین او علم ترمنځ د اړیکې په تاریخ ټاکلو کې یوه ټاکونکې شېبه وه. همدا و چې د اندرو ډیکسون وایټ او جان ویلیام ډریپر له خوا د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې د تضاد د نظریې د جوړېدو له مهاله مذهب د ځپونکي او همدارنګه د علم د مخالف په توګه انځور شوی دی. اډوارډ ډاوب څرګندوي، په داسې حال کې چې د شلمې پېړۍ د علومو تاریخ پوهانو د وایټ او ډریپر ادعاوې له پامه غورځولې دي، خو لا هم د خلکو ترمنځ دود دي. جفري پاس لیکي چې د ګالیله کیسه د علم او دین ترمنځ د سیالۍ له کچې څخه ډېره ساده توضېح وړاندې کوي. ګالیله د یو داسې اوږد علمي دود وارث و چې د منځنیو پېړیو پر مهال یې ژورې عیسوي ریښې لرلې. [۵۹][۶۰][۶۱][۶۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ Rodney Stark, For the Glory of God: How Monotheism Led to Reformations, Science, Witch-Hunts and the End of Slavery, 2003, Princeton University Press, ISBN 0-691-11436-6, page 123
- ↑ Den Heijer, Alexandra (2011). Managing the University Campus: Information to Support Real Estate Decisions. Academische Uitgeverij Eburon. ISBN 9789059724877.
Many of the medieval universities in Western Europe were born under the aegis of the Catholic Church, usually as cathedral schools or by papal bull as Studia Generali.
- ↑ A. Lamport, Mark (2015). Encyclopedia of Christian Education. Rowman & Littlefield. p. 484. ISBN 9780810884939.
All the great European universities-Oxford, to Paris, to Cologne, to Prague, to Bologna—were established with close ties to the Church.
- ↑ B M. Leonard, Thomas (2013). Encyclopedia of the Developing World. Routledge. p. 1369. ISBN 9781135205157.
Europe established schools in association with their cathedrals to educate priests, and from these emerged eventually the first universities of Europe, which began forming in the eleventh and twelfth centuries.
- ↑ Gavroglu, Kostas (2015). Sciences in the Universities of Europe, Nineteenth and Twentieth Centuries: Academic Landscapes. Springer. p. 302. ISBN 9789401796361.
- ↑ G.A. Dawson, Patricia (2015). First Peoples of the Americas and the European Age of Exploration. Cavendish Square Publishing. p. 103. ISBN 9781502606853.
- ↑ Wright, Jonathan (2004). God's Soldiers: Adventure, Politics, intrigue and Power: A History of the Jesuits. HarperCollins. p. 200.
- ↑ Wallace, William A. (1984). Prelude, Galileo and his Sources. The Heritage of the Collegio Romano in Galileo's Science. N.J.: Princeton University Press.
- ↑ Lindberg, David C.; Westman, Robert S., eds. (27 July 1990) [Duhem, Pierre (1905). "Preface". Les Origines de la statique 1. Paris: A. Hermman. p. iv.]. "Conceptions of the Scientific Revolution from Bacon to Butterfield". Reappraisals of the Scientific Revolution (1st ed.). Cambridge: Cambridge University Press. p. 14. ISBN 0-521-34804-8.
- ↑ The faculty was composed exclusively of philosophers, scientists, rhetoricians, and philologists; Tatakes, Vasileios N.; Moutafakis, Nicholas J. (2003). Byzantine Philosophy. Hackett Publishing. p. 189. ISBN 0-87220-563-0.
- ↑ Cohen, I. Bernard (1990). Puritanism and the rise of modern science: the Merton thesis. New Brunswick, New Jersey: Rutgers University Press. ISBN 978-0813515304.
- ↑ Gilley, Sheridan (2006). The Cambridge History of Christianity: Volume 8, World Christianities C.1815-c.1914. Brian Stanley. Cambridge University Press. p. 164. ISBN 0521814561.
... Many of the scientists who contributed to these developments were Christians...
- ↑ Steane, Andrew (2014). Faithful to Science: The Role of Science in Religion. OUP Oxford. p. 179. ISBN 978-0191025136.
... the Christian contribution to science has been uniformly at the top level, but it has reached that level and it has been sufficiently strong overall ...
- ↑ L. Johnson, Eric (2009). Foundations for Soul Care: A Christian Psychology Proposal. InterVarsity Press. p. 63. ISBN 978-0830875276.
... . Many of the early leaders of the scientific revolution were Christians of various stripes, including Roger Bacon, Copernicus, Kepler, Francis Bacon, Galileo, Newton, Boyle, Pascal, Descartes, Ray, Linnaeus and Gassendi...
- ↑ S. Kroger, William (2016). Clinical and Experimental Hypnosis in Medicine, Dentistry and Psychology. Pickle Partners Publishing. ISBN 978-1787203044.
Many prominent Catholic physicians and psychologists have made significant contributions to hypnosis in medicine, dentistry, and psychology.
- ↑ Baruch A. Shalev, 100 Years of Nobel Prizes (2003), Atlantic Publishers & Distributors, p.57: between 1901 and 2000 reveals that 654 Laureates belong to 28 different religions. Most (65.4%) have identified Christianity in its various forms as their religious preference. ISBN 978-0935047370
- ↑ Harrison, Peter. "Christianity and the rise of western science". Australian Broadcasting Corporation. نه اخيستل شوی 28 August 2014.
- ↑ Noll, Mark, Science, Religion, and A.D. White: Seeking Peace in the "Warfare Between Science and Theology" (PDF), The Biologos Foundation, p. 4, archived from the original (PDF) on 22 March 2015, نه اخيستل شوی 14 January 2015
- ↑ Lindberg, David C.; Numbers, Ronald L. (1986), "Introduction", God & Nature: Historical Essays on the Encounter Between Christianity and Science, Berkeley and Los Angeles: University of California Press, pp. 5, 12, ISBN 978-0-520-05538-4
- ↑ Gilley, Sheridan (2006). The Cambridge History of Christianity: Volume 8, World Christianities C.1815-c.1914. Brian Stanley. Cambridge University Press. p. 164. ISBN 0521814561.
- ↑ Beit-Hallahmi, Benjamin (2014). Psychological Perspectives on Religion and Religiosity. Routledge. pp. 215–220. ISBN 9781317610366.
- ↑ Russel, C.A. (2002). Ferngren, G.B. (ed.). Science & Religion: A Historical Introduction. Johns Hopkins University Press. p. 7. ISBN 0-8018-7038-0.
The conflict thesis, at least in its simple form, is now widely perceived as a wholly inadequate intellectual framework within which to construct a sensible and realistic historiography of Western science
- ↑ Shapin, S. (1996). The Scientific Revolution. University of Chicago Press. p. 195. ISBN 9780226750200.
In the late Victorian period it was common to write about the 'warfare between science and religion' and to presume that the two bodies of culture must always have been in conflict. However, it is a very long time since these attitudes have been held by historians of science.
- ↑ Brooke, J. H. (1991). Science and Religion: Some Historical Perspectives. Cambridge University Press. p. 42.
In its traditional forms, the conflict thesis has been largely discredited.
- ↑ Finocchiaro, Maurice A. (2014). "Introduction". The Trial of Galileo : Essential Documents. Hackett Publishing Company, Incorporated. pp. 1–4. ISBN 978-1-62466-132-7.
..one of the most common myths widely held about the trial of Galileo, including several elements: that he "saw" the earth's motion (an observation still impossible to make even in the twenty-first century); that he was "imprisoned" by the Inquisition (whereas he was actually held under house arrest); and that his crime was to have discovered the truth. And since to condemn someone for this reason can result only from ignorance, prejudice, and narrow-mindedness, this is also the myth that alleges the incompatibility between science and religion.
- ↑ Jules Speller (2008). Galileo's Inquisition Trial Revisited. Peter Lang. pp. 55–56. ISBN 978-3-631-56229-1.
- ↑ John Lennox (2009). God's Undertaker. Lion Books. p. 26. ISBN 978-0-7459-5371-7.
- ↑ McMullin, Ernan (2008). "Robert Bellarmine". Dictionary of Scientific Biography. Scribner & American Council of Learned Societies.
- ↑ Grant, Edward (1996-10-28). The Foundations of Modern Science in the Middle Ages: Their Religious, Institutional and Intellectual Contexts. Cambridge: Cambridge University Press. Back cover. ISBN 978-0-521-56762-6.
- ↑ Grant, Edward (1996-10-28). The Foundations of Modern Science in the Middle Ages: Their Religious, Institutional and Intellectual Contexts. Cambridge: Cambridge University Press. Back cover. ISBN 978-0-521-56762-6.
- ↑ Numbers, Ronald L. (8 November 2010). Galileo Goes to Jail and Other Myths about Science and Religion. Harvard University Press. pp. 80–81. ISBN 9780674057418.
- ↑ Falk, Seb (2021-11-30). The Light Ages: The Surprising Story of Medieval Science. National Geographic Books. ISBN 978-0-393-86840-1.
- ↑ Matthews او Platt 1991، م. 250.
- ↑ Matthews او Platt 1991، م. 222.
- ↑ Matthews او Platt 1991، م. 221.
- ↑ Riché, Pierre (1978): "Education and Culture in the Barbarian West: From the Sixth through the Eighth Century", Columbia: University of South Carolina Press, ISBN 0-87249-376-8, pp. 126–127, 282–298
- ↑ Den Heijer, Alexandra (2011). Managing the University Campus: Information to Support Real Estate Decisions. Academische Uitgeverij Eburon. ISBN 978-90-5972-487-7.
Many of the medieval universities in Western Europe were born under the aegis of the Catholic Church, usually as cathedral schools or by papal bull as Studia Generali.
- ↑ A. Lamport, Mark (2015). Encyclopedia of Christian Education. Rowman & Littlefield. p. 484. ISBN 978-0-8108-8493-9.
All the great European universities-Oxford, to Paris, to Cologne, to Prague, to Bologna—were established with close ties to the Church.
- ↑ B M. Leonard, Thomas (2013). Encyclopedia of the Developing World. Routledge. p. 1369. ISBN 978-1-135-20515-7.
Europe established schools in association with their cathedrals to educate priests, and from these emerged eventually the first universities of Europe, which began forming in the eleventh and twelfth centuries.
- ↑ Gavroglu, Kostas (2015). Sciences in the Universities of Europe, Nineteenth and Twentieth Centuries: Academic Landscapes. Springer. p. 302. ISBN 978-94-017-9636-1.
- ↑ GA. Dawson, Patricia (2015). First Peoples of the Americas and the European Age of Exploration. Cavendish Square Publishing. p. 103. ISBN 978-1-5026-0685-3.
- ↑ Verger, Jacques (1999). Culture, enseignement et société en Occident aux XIIe et XIIIe siècles (په فرانسوي) (1st ed.). Presses universitaires de Rennes in Rennes. ISBN 978-2-86847-344-8. نه اخيستل شوی 17 June 2014.
- ↑ Verger, Jacques. "The Universities and Scholasticism", in The New Cambridge Medieval History: Volume V c. 1198–c. 1300. Cambridge University Press, 2007, 257.
- ↑ Rüegg, Walter: "Foreword. The University as a European Institution", in: A History of the University in Europe. Vol. 1: Universities in the Middle Ages, Cambridge University Press, 1992, ISBN 0-521-36105-2, pp. XIX–XX
- ↑ Noll, Mark, Science, Religion, and A.D. White: Seeking Peace in the "Warfare Between Science and Theology" (PDF), The Biologos Foundation, p. 4, archived from the original (PDF) on 22 March 2015, نه اخيستل شوی 14 January 2015
- ↑ Becker, George (1992), The Merton Thesis: Oetinger and German Pietism, a significant negative case, Sociological Forum (Springer) 7 (4), pp. 642–660
- ↑ Sztompka, Piotr (2003), Robert King Merton, in Ritzer, George, The Blackwell Companion to Major Contemporary Social Theorists, Malden, Massachusetts Oxford: Blackwell, p. 13, ISBN 9781405105958
- ↑ Lindberg, David C.; Numbers, Ronald L. (1986), "Introduction", God & Nature: Historical Essays on the Encounter Between Christianity and Science, Berkeley and Los Angeles: University of California Press, pp. 5, 12, ISBN 978-0-520-05538-4,
It would be indefensible to maintain, with Hooykaas and Jaki, that Christianity was fundamentally responsible for the successes of seventeenth-century science. It would be a mistake of equal magnitude, however, to overlook the intricate interlocking of scientific and religious concerns throughout the century.
- ↑ Ecklund, Elaine Howard; Park, Jerry Z. (2009). "Conflict Between Religion and Science Among Academic Scientists?". Journal for the Scientific Study of Religion. 48 (2): 276–292. doi:10.1111/j.1468-5906.2009.01447.x.
- ↑ Russel, C.A. (2002). Ferngren, G.B. (ed.). Science & Religion: A Historical Introduction. Johns Hopkins University Press. p. 7. ISBN 0-8018-7038-0.
The conflict thesis, at least in its simple form, is now widely perceived as a wholly inadequate intellectual framework within which to construct a sensible and realistic historiography of Western science
- ↑ Shapin, S. (1996). The Scientific Revolution. University of Chicago Press. p. 195. ISBN 9780226750200.
In the late Victorian period it was common to write about the 'warfare between science and religion' and to presume that the two bodies of culture must always have been in conflict. However, it is a very long time since these attitudes have been held by historians of science.
- ↑ Brooke, J. H. (1991). Science and Religion: Some Historical Perspectives. Cambridge University Press. p. 42.
In its traditional forms, the conflict thesis has been largely discredited.
- ↑ Ferngren, G.B. (2002). Ferngren, G.B. (ed.). Science & Religion: A Historical Introduction. Johns Hopkins University Press. p. x. ISBN 0-8018-7038-0.
... while [John] Brooke's view [of a complexity thesis rather than an historical conflict thesis] has gained widespread acceptance among professional historians of science, the traditional view remains strong elsewhere, not least in the popular mind.
- ↑ Numbers, Ronald L. "Introduction" in Galileo Goes to Jail and Other Myths About Science and Religion. Ed. Ronald Numbers. Cambridge, Massachusetts: Harvard University Press, 2009. Page 6.
- ↑ "How the Catholic Church Built Western Civilization". نه اخيستل شوی 2010-02-03.
- ↑ Hilliam, Rachel (2004-12-15). Galileo Galilei: Father of modern science. The Rosen Publishing Group, Inc. ISBN 978-1-4042-0314-3.
- ↑ Foss, Jeffrey (2014). Science and the World: Philosophical Approaches (illustrated ed.). Broadview Press. pp. 285–286. ISBN 9781551116242.
- ↑ Foss, Jeffrey (2014). Science and the World: Philosophical Approaches (illustrated ed.). Broadview Press. pp. 285–286. ISBN 9781551116242.
- ↑ Aechtner, Thomas."Galileo Still Goes to Jail: Conflict Model Persistence within Introductory Anthropology Materials"; and Garrett Kenney,"Why Religion Matters and the Purposes of Higher Education: A Dialogue with Huston Smith."." Zygon® 50.1 (2015): 209–226. loc=Abstract
- ↑ Daub, Edward E. "Demythologizing White's Warfare of Science with Theology." American Biology Teacher 40.9 (1978): 553–56.
- ↑ Numbers, Ronald L. (8 November 2010). Galileo Goes to Jail and Other Myths about Science and Religion. Harvard University Press. pp. 80–81. ISBN 9780674057418.
- ↑ Foss, Jeffrey (2014). Science and the World: Philosophical Approaches (illustrated ed.). Broadview Press. pp. 285–286. ISBN 9781551116242.