عطا محمد میاخېل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عطامحمد میاخیل یو تکړه ژباړونکی لیکوال او د پوهنتون استاد دی . نوموړی د مدیر صاحب ګل میاخېل زوی د محمد انور میاخېل لمسی او د میا رحم دل کړوسی دی. نوموړی په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د مرغومي (جدي) په پنځلسمه د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی.

زدکړې:[سمول]

لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه عبدالحی حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي او په ۱۳۸۰ لمریز کال له یادې لېسې څخه فارغ شوی دی، ښاغلي میاخېل د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۴ هـ.ش کال خپلې لوړې زده کړې کړي او د لیسانس سند یې تر لاسه کړی دی.

دندې:[سمول]

ښاغلي میاخېل په ۱۳۸۶ لمریز کال د کب د میاشتې په شپږمه نېټه د یاد پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې د تخنیکي اسیستانت (دعملي درسونو د استاد) په صفت دنده پیل کړه، چې تر دې دمه په همدې دنده بوخت دی او د دې ترڅنګ د ملي پیوستون پروګرام له خوا د کلیوالې شورا د مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړې ده. استاد میاخېل په علمي او مسلکي برخه کې د لا زیاتو مالوماتو د تر لاسه کولو په موخه دوه ځلې ډهلي پوهنتون ته علمي سفرونه کړي. ښا غلي عطا محمد میاخېل د خپل اکاډمیک دوران په اوږدو کې په علمي، مسلکي، ټولنیز او ادبي ډګر کې بېلابېلې لیکنې او ژباړې کړي، چې د هېواد له بېلابېلو چاپي او برېښنایي رسنیو څخه خپرې شوي دي .

د لیکوال چاپ شوي اثار:[سمول]

۱- ماشوم پالنه ۲ـ زرتار

تر چاپ لاندې آثار:[سمول]

۱ ـ د مدیریت هنر ۲ ـ د ژوند ۱۰ رازونه