عصبي، جبري سوچونه OCD

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اجباري عصبي افکار یاهم سوچونه ( OCD ) یوه داسي ناروغي ده چي انسان اړ باسي ترڅو خپل عصاب ځینو سوچونو ته دخپلي خوښي خلاف تسلیم کړي اوعصاب پخپل سر بېله دې چي دانسان خوښه وي ځیني افکار اوسوچونه وهي ترڅو انسان له رواني اوعصبي اختلال سره مخ کړي . دغه ډول افکار په عمومي توګه وسواسي اوخپلسري وي . [۱] [۲] [۳]

په ocd کي دوامداره ناغوښتل شوي فکرونه، ذهني انځورونه، یا هغه غوښتنې شاملي دي چې د اضطراب ، کرکې ، یا ناراحتۍ احساسات رامنځته کوي. [۴] په یاده ناروغي کي ځینې عام سوچونه لکه د ککړتیا ویره، د هماهنګۍ سره جنون، د کفر د عمل کولو ویره، د رنځونکي جنسي تمایل ، او د احتمالي نورو یا ځان ته د زیان رسولو ویره شامل دي. [۲] [۵] په ocd کي مجبوریتونه اوتکراري کړنې یوداسي معمول دي چي داضطراب څخه د راحت دترلاسه کولو لپاره دجنونونو په ځواب کې پیښیږي. په عامو مجبوریتونو کي د لاسونو ډیر مینځل ، پاکول ، شمیرل ، امر کول، د محرکاتو څخه ډډه کول، ذخیره کول ، بې طرفه کول، ډاډ ترلاسه کول، دعا کول، او د شیانو پلټل (ترنظر تېرول) شامل دي. [۲] [۵] [۶] په OCD اخته کسان ممکن یوازي ذهني مجبوریتونه ترسره کړي چي دې ته په ابتدايي توګه د جنون جنون – اجباري اختلال (Pure O) ویل کیږي. د OCD سره ډیری اخته کسان پدې پوهیږي چې د دوی مجبوریتونه هیڅ معنی نلري، مګر دوی د جنونونو له امله درامینځته شوي مصیبت څخه د خلاصون په پار دوي هرډول یوکار اوعمل کوي. [۲] [۴] [۵] [۷] مجبوریتونه چي ډیری وختونه رامینځته کیږي، معمولا په ورځ کې لږترلږه یو ساعت وخت نیسي او د یو چا د ژوند کیفیت خرابوي. [۲] [۵] مجبوریتونه په لمړیو شیبو کې د راحت لامل کیږي ، مګر د وخت په تیریدو سره دغه ډول جنون وده کوي. دڅېړنو پربنسټ له درې ملیونو څخه ډیر امریکایان د OCD په ناروغۍ اخته دي. [۸] د مرسي په وینا، په متحده ایالاتو کي نږدې په هرو 40 لویانو کي یوکس او په 100 ماشومانوکي 1 ماشوم OCD ناروغي له ځان سره لري. [۹]

  1. "The ICD-10 Classification of Mental and Behavioural Disorders Clinical descriptions and diagnostic guidelines" (PDF). who.int World Health Organization. د کتاب پاڼې 142. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: عرض-المؤلفون (link)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ The National Institute of Mental Health (NIMH) (January 2016). "What is Obsessive-Compulsive Disorder (OCD)?". U.S. National Institutes of Health (NIH). مؤرشف من الأصل في ۲۳ جولای ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Diagnostic and statistical manual of mental disorders: DSM-5 (الطبعة 5). Washington: American Psychiatric Publishing. 2013. د کتاب پاڼي 237–242. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-89042-555-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ "Overview – Obsessive compulsive disorder (OCD)". nhs.uk (په انګلیسي ژبه کي). 2021-02-16. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ "What Is Obsessive-Compulsive Disorder?". psychiatry.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. CDC (2020-12-02). "Obsessive-Compulsive Disorder in Children | CDC". Centers for Disease Control and Prevention (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "What are compulsions? | OCD-UK" (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Diagnosis and Treatment of Obsessive-Compulsive Disorder in Children and Adolescents (A Systematic Review)". Diagnosis and Treatment of Obsessive-Compulsive Disorder in Children and Adolescents (A Systematic Review) | PCORI (په انګلیسي ژبه کي). 2023-02-15. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Obsessive Compulsive Disorder". Mercy (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)