عزم ویبپاڼه (عزم نیوز)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د عزم په نوم رسنۍ خپل فعالیت د ۲۰۱۵ز کال په جون میاشت کې پیل کړ. دا رسنۍ د افغانستان، سیمې او نړۍ په اړه خبرونه خپروي. د دې ترڅنګ اسلامي، سیاسي، ټولنیزي، روغتیايي لیکنو ته هم په خپله ویبپاڼه کې ځای ورکوي. د دې ویبپاڼې لومړی ادرس azamm.org و، خو په ۲۰۲۱ز کال کې یې ادرس azamnews.com ته بدل شو، چې په دې سره یې نوم هم د عزم پرځای عزم نیوز ته واوښت.


د خپل فعالیت د اعلان په مطلب کې ویلي چې په هیڅ کوم سیاسي تنظیم پورې اړه نه لري.

عزم کوم مشخص دفتر نه لري، بلکې په افغانستان کې دننه او بهر همکاران لري، چې ټولې چارې یې په آنلاین ډول سر ته رسیږي.