عزت الله شمسزى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عزت الله شمسزی پر ۱۳۵۸ لمريز لېږدي کال د لغمان ولایت د الینگار ولسوالۍ په کنده راجایي نومې کلي کې زیږېدلی دی.

زده کړې

عزت الله شمسزی منځنۍ زده کړې په پښتونخوا کې د درسمندو کمپ په لېسه کې پای ته رسولې ، پر ۲۰۰۲ کال یې په پېښور پوهنتون کې د ژورنالیزم له څانگې څخه د لیسانس سند واخیست. له اوو کالو راهیسې په فرهنگې کارونو بوخت دی ، د هیلې مجلې مرستیال ، د کاوون اوونیزې مسوول مدیر او همدا راز له ۲۰۰۳ م کال راهیسې په بیلابیلو نړیوالو ټولنو کې مطبوعاتي مسوول او ویاند چې اوس هم د ملگرو ملتونو په یوه دفتر کې د مطبوعاتي مسوول او ویاند په توگه کار کوي . عزت الله شمسزى له ۲۰۰۰م میلادي کال راهیسې بېلابېلو ملي او نړیوالو ورځپانو ، مجلو او ویب پاڼو سره همکاري کوي . په درېيو ژبو [پښتو، دري او انگلیسي] لیکنې کولای شي .

چاپي اثار

د نورو فرهنگي منډو ترړو ترڅنگ یې یو شمېر کتابونه هم لیکلي چې په لاندې ډول دي:

۱-د نښترو او گورگرو څو سندرې [ دلغمان د شاعرانو تذکره] چاپ.

۲-هنر او هنري څرنگوالی (ناچاپ)

۳- کیسې او نقدونه [د بېلابېلو نړیوالو لیکوالو کیسې او پر کیسو یې نقدونه] ناچاپ

۴-دشعرونو یوه ټولگه [نوم مې لا ورته نه دې غوره کړی] ناچاپ

اخځونه

  1. http://samsoor.com/sheruna.php Archived 2020-10-03 at the Wayback Machine.