عرب ژمی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عرب ژمی (عربي: الشتاء العربي) هغه اصطلاح ده چې د عرب پسرلي څخه وروسته په 2010ز کلونو کې په ځينو عربي هېوادونو کې، د مطلقې واکمنۍ او اسلامي سخت دريځۍ بيا سر راپورته کولو ته اشاره کوي. د "عرب ژمي" اصطلاح د عربي ټولنې په هېوادونو او منځني ختيځ او شمالي افريقا کې منځ ته راغليو يو شمېر پېښو ته اشاره کوي، چې د سوريې کورنۍ جګړه، د عراق بغاوت او په عراق کې له هغې وروسته جګړه، د مصر بحران، د ليبيا لومړۍ کورنۍ جګړه او له هغې وروسته د ليبيا دويمه کورنۍ جګړه، او د يمن کورنۍ جګړه پکې شامل دي. د عرب ژمي په توګه ياديدونکو پېښو کې هغه پېښې هم شاملې دي، چې په مصر کې منځ ته راغلې او په پايله کې يې محمد مرسي له واکه لېرې او جنرال عبدالفتاح السيسي په 2013ز کال کې د کودتا په پايله کې واک په لاس کې واخيست.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

دا اصطلاح په لومړي ځل چينايی سياسي عالم «Zhang Weiwei» د يو امریکايي سياسي عالم «Francis Fukuyama» سره د 2011ز کال د جون په يو ويشمته نېټه د يو بحث پر مهال جوړه کړه. Fukuyama باور دلود چې د عرب پسرلی خوځښت به خامخا تر چين پورې خپور شي، په داسې حال کې چې Zhang وړاندوينه کوله چې عرب پسرلی به ژر په عرب ژمي بدل شي. [۱۴][۱۵]

د وارسا پوهنتون د پوهانو په وينا، عرب پسرلی د پيل څخه څلور کاله وروسته په 2014ز کال کې په بشپړ ډول په عرب ژمي بدل شو، د عرب ژمي په پايله کې ګڼې سيمه ييزې جګړې، مخ پر زياتېدو سيمه يیزه نا ارامي، د عرب هيوادونو اقتصادي او وګړيز کمښت، او نسلي-ديني ګوندي (فرقه يي) جګړې منځ ته راغلې. د بيروت د امريکايي پوهنتون د يوې څېړنې تر مخې، د 2014ز کال تر دوبي پورې، د عرب ژمي په پايله کې د يو ميليون څلورمه برخه انسانان مړه شوي او ميليونونه انسانان کډوال شوي وو. احتمالاً په عرب ژمي کې تر ټولو مهمه پېښه په عراق او شام کې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې منځ ته راتګ و، کومې ډلې چې د 2014 څخه تر 2019ز کال پورې د دې سیمې يوه ستره برخه په واک کې درلوده.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په 2023ز کال کې، ګڼې وسله والې جګړې اوس هم روانې دي، کومې چې د عرب پسرلي د پايلې په توګه بلل کېدای شي. د سوريې کورنۍ جګړه په سوريه کې په پراخه کچه د سياسي نا ارامۍ او اقتصادي ستونزو لامل ګرځېدلې ده، په داسې حال کې چې د سوريې دودپيسه (کرنسي) نوي تر ټولو ټيټې کچې ته لوېدلې ده. په يمن کې کورنۍ جګړه او د هغې په پايله کې د سعودي عربستان مداخله په دې هېواد اغېزې لري. په لبنان کې، د بانکوالۍ ستر بحران د ګاونډي هيواد سوريې اقتصاد ګواښي.[۲۲][۲۳][۲۴]

تعريف[سمول]

عموماً د عرب ژمي په اصطلاحا کې لاندې پېښې شاملې دي:

هېواد پېښه د پيل کال
سوريه د سوريې کورنۍ جګړه 2011
عراق د عراق بغاوت (2011-2013) 2011
د عراق جګړه (2013-2017) 2013
مصر د مصر بحران (2011-2014) 2011
د 2013 کال د مصر کودتا 2013
ليبيا د ليبا لومړۍ کورنۍ جګړه 2011
د ليبا دويمه کورنۍ جګړه 2014
يمن د يمن کورنۍ جګړه (له 2014 څخه تر اوسه) 2014
لبنان لبنان ته د سوريې د کورنۍ جګړې غزېدل 2011
بحرين د بحرين د 2011 پاڅون 2011
تونس د 2021 د تونس قانوني کودتا 2021

جغرافيه[سمول]

د "عرب ژمي" اصطلاح په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د عربي ټولنې ټولو هېوادونو کې منځ ته راغلیو پېښو ته اشاره کوي، چې د سوريې کورنۍ جګړه، د عراق بغاوت او له هغې وورسته د عراج جګړه، د مصر بحران، د ليبيا لومړۍ کورنۍ جګړه او په تعقيب يې د ليبا دويمه کورنۍ جګړه، او د یمن کورنۍ جګړه پکې شامل دي. په هغو پېښو کې چې عرب ژمی بلل کېږي، هغه پېښې هم شاملې دي چې په مصر کې منځ ته راغلې، او په پايله کې يې په 2013ز کال کې د مصر د کودتا پر مهال محمد مرسي له واکه لېرې او جنرال عبدالفتاح السيسي واک په لاس کې واخيست.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سياسي پرمختګ، په ځانګړي ډول د 2013ز کال د جولای د مياشتې له درېيمې نېټې څخه په مصر کې د مطلقې واکمنۍ د پر ځای کېدو او ملکي ازاديو ځپل د يو "پوځي ژمي" په توګه تشريح کړای شوی دی، چې د عرب پسرلي د موخو په خلاف يې فعاليت وکړ. د مذاکراتو له ګډوډۍ وروسته په ليبيا کې مختلفو مليشو او قبايلو جګړه پيل کړه. د لنبان او بحرين ډګرونه هم د عرب ژمي د سيمو په توګه پېژندل شوي دي.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

پروفيسر Sean Yom د ليبيا تر څنګ سوريې ته د عرب ژمي د يوې صحنې نوم ورکړی دی. د شمالي مالي جګړه ډېر ځله د "اسلامپالي ژمي" د يوې برخې په توګه تشریح شوې ده. په تونس کې منځ ته راغلي سياسي بدلونونه، چې د حکومت بدلون هم پکې شامل و، او همدا راز د ISIL بغاوت، هم د يو شمېر کتونکو له خوا د "عرب ژمي پر لور وړاندې تګ" د احتمال په توګه بلل شوی دی.[۳۵][۳۶][۳۷]

د پيل نېټه[سمول]

د عرب ژمي د اصطلاح د کارولو لومړي حالتونه د 2011ز کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه موندل کېدای شي.

له هغې وروسته،  د 2012ز کال په وروستيو کې د عرب ژمي اصطلاح په رسنيو کې يادېده، او له هماغه وخته مشهوره شوه، کوم څه چې په اوږدو او زياتېدونکو فرقه يي جګړو او وسله وال تاوتریخوالي د عرب پسرلي د ډېرو شخړو بدلولو ته اشاره کوي. The Daily Telegraph ورځپاڼې د 2012ز کال د ديسمبر مياشتې خپله خپرونه کې، 2012ز کال د عرب ژمي په توګه ياد کړ. [۳۸]

د وارسا د پوهنتون د پوهانو په وينا، عرب پسرلی د پيل څخه څلور کاله وروسته په بشبړ ډول په عرب ژمی بدل شو. پروفيسر «James Y. Simms Jr. » د 2015ز کال «Richmond Times-Dispatch» ورځپاڼې ته په ليکلې خپله نظري مقاله کې له دې نظر څخه ملاتړ کړی دی. د 2016ز کال په لومړيو کې، The Economist خپرونې د عرب نړۍ په ټولو هېوادونو کې وضعيت د "له هر وخت څخه خرابه" وباله، او د روان عرب ژمي نوم يې ورکړ.[۳۹][۴۰][۴۱]

اغېز[سمول]

اقتصادي اغېز[سمول]

د منځني ختيځ او افريقايي مطالعاتو لپاره د موشي ډيان مرکز (Moshe Dayan Center for Middle Eastern and African Studies) په وينا، د 2014ز کال د جنورۍ تر مياشتې پورې، په عرب نړۍ کې د عرب ژمي پر مهال شوي کړکېچونو ارزښت تر 800 ميليارده امریکايي ډالرو رسېدو. په سوريه، مصر، عراق، اردن، او لبنان کې شا اوخوا شپاړس ميلیونه خلکو په 2014ز کال کې بشري مرستو ته اړتيا درلوده.[۴۲]

د The Economist په وينا، مالټا له عرب ژمي ګټه پورته کړه، ځکه هغه سيلانيان چې مصر يا تونس ته به تلل، يو خوندي بديل يې غوره کړ.[۴۳]

مرګ ژوبله[سمول]

د بيروت د امریکايي پوهنتون د يوې څېړنې تر مخې، د 2014ز کال د دوبي تر موسم  پورې، د عرب ژمي په پايله کې د يو ميلیون نږدې څلورمه برخه مړينې منځ ته راغلې او ميليونونه نور انسانان کډوال شوي وو.[۴۴]

سياسي ليکوال او مبصر George Will راپور ورکړی و چې د 2017ز کال تر لومړيو پورې، له 30000 څخه زياتو انسانانو په ليبيا کې ژوند له لاسه ورکړی و، په سوريه کې 220000-320000 انسانان وژل شوي او يوازې د سوريې د کورنۍ جګړې له امله څلور ميليونه انسانان کډوال شوي وو.[۴۵]

تر 2021ز کال پورې عرب ژمي بيا هم دوام پيدا کړ. د بحران پر اساس مرګ ژوبله په لاندې ډول ده:

  • د سوريې کورنۍ جګړه – د تلفاتو شمېر 570000 وژل شوي دي او شمېر مخ پر زياتېدو دی، جګړه روانه ده
  • 2011 د عراق بغاوت، 2013 کورنۍ جګړه، او له هغې وروسته د اسلامي دولت بغاوت – د تلفاتو شمېره له  220000 څخه زيات وژل شوي او مخ پر زياتېدو دی - په 2017ز کال کې د کورنۍ جګړې پای اعلان شو، بغاوت لا هم روان دی
  • د يمن کورنۍ جګړه – د تلفاتو شمېر له 350000 څخه زيات وژل شوي، او مخ پر زیاتېدو دي، جګړه روانه ده[۴۶]
  • د ليبا بحران – د تلفاتو شمېر له 40000 زيات وژل شوي او مخ پر زياتېدو دي، جګړه لا هم روانه ده
  • د مصر بحران او د سينا بغاوت – کوم څه چې د عرب ژمي د پيل ښودنه کوي، د تلفاتو شمېر له 5000 زيات وژل شوي، او مخ پر زیاتېدو دي - په 2023ز کال کې د جګړي د پای ته رسېدو اعلان شوی، خال خال بريدونه روان دي

سرچينې[سمول]

  1. (په 2012-12-31 باندې). Middle East review of 2012: the Arab Winter. The Telegraph.
  2. "Analysis: Arab Winter is coming to Baghdad". The Telegraph. The Jerusalem Post. June 15, 2014. مؤرشف من الأصل في July 14, 2019. د لاسرسي‌نېټه October 8, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Expert Warns of America's Coming 'Arab Winter'". CBN. 2014-09-08. مؤرشف من الأصل في December 9, 2018. د لاسرسي‌نېټه October 8, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "The Arab Winter". The New Yorker. 2011-12-28. مؤرشف من الأصل في September 25, 2018. د لاسرسي‌نېټه October 8, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Arab Spring or Arab Winter?". The New Yorker. مؤرشف من الأصل في July 18, 2019. د لاسرسي‌نېټه October 8, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Yun Ru Phua (March 31, 2015). "After Every Winter Comes Spring: Tunisia's Democratic Flowering – Berkeley Political Review". Bpr.berkeley.edu. مؤرشف من الأصل في July 29, 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ahmed H Adam and Ashley D Robinson. Will the Arab Winter spring again in Sudan?. Al-Jazeera. 11 June 2016. [۱] Archived February 8, 2018, at the Wayback Machine. "The Arab Spring that swept across the Middle East and succeeded in overthrowing three dictatorships in Tunisia, Egypt and Libya in 2011 was a pivotal point in the history of nations. Despite the subsequent descent into the "Arab Winter", the peaceful protests of young people were heroic..."
  8. Karber, Phil (2012-06-18). Fear and Faith in Paradise. Rowman & Littlefield Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4422-1479-8. مؤرشف من الأصل في September 23, 2023. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Arab Winter". America Staging. 2012-12-28. مؤرشف من الأصل في October 26, 2014. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Analysis: Arab Winter is coming to Baghdad". The Jerusalem Post. June 15, 2014. مؤرشف من الأصل في July 14, 2019. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Egypt and Tunisia's new 'Arab winter'". Euro news. 2013-02-08. مؤرشف من الأصل في June 29, 2019. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Yemen's Arab winter". Middle East Eye. مؤرشف من الأصل في September 30, 2018. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Egypt and Tunisia's new 'Arab winter'". Euronews (په انګلیسي ژبه کي). 8 February 2013. مؤرشف من الأصل في June 29, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Zhang, Weiwei (2012-03-21). China Wave, The: Rise Of A Civilizational State (په انګلیسي ژبه کي). World Century Publishing Corporation. د کتاب پاڼې 158. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-938134-03-6. مؤرشف من الأصل في September 23, 2023. د لاسرسي‌نېټه September 5, 2022. My observation of the Middle East has led me to conclude that, while many in the West cheer the Arab Spring, one shouldn't be too optimistic. I hope the region will do well, but it will be difficult, and the Arab Spring today may well turn into an Arab Winter in a not-too-distant future with the American interest undermined. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Fukuyama, Francis; Weiwei, Zhang (2011). "The China Model: A Dialogue between Francis Fukuyama and Zhang Weiwei". New Perspectives Quarterly (په انګلیسي ژبه کي). 28 (4): 40–67. doi:10.1111/j.1540-5842.2011.01287.x. ISSN 1540-5842. مؤرشف من الأصل في June 14, 2021. د لاسرسي‌نېټه June 15, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Fiedler, Radoslaw; Osiewicz, Przemyslaw (2015-08-17). Transformation processes in Egypt after 2011: The causes, their course and international response (په انګلیسي ژبه کي). Logos Verlag Berlin GmbH. د کتاب پاڼې 182. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-8325-4049-4. مؤرشف من الأصل في September 23, 2023. د لاسرسي‌نېټه September 5, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Wolff, Stefan (April 17, 2014). "From Egypt to Syria, this could be the start of the Arab Winter". The Conversation. مؤرشف من الأصل في July 18, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Malmvig, Lassen (2013), Arab uprisings: regional implication (PDF), IEMED, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 24, 2015 باندې, د لاسرسي‌نېټه October 18, 2014 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Rivlin, P (Jan 2014), Iqtisadi (PDF), Dayan Research Center, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 23, 2014 باندې, د لاسرسي‌نېټه October 18, 2014 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Displacement in the Middle East and North Africa – between the Arab Winter and the Arab Spring" (PDF), International Affairs, LB, August 28, 2013, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 18, 2014 باندې, د لاسرسي‌نېټه October 18, 2014 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Wilner, Michael (15 June 2014). "Analysis: Arab Winter is coming to Baghdad". The Jerusalem Post. مؤرشف من الأصل في July 14, 2019. د لاسرسي‌نېټه August 21, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Chulov, Martin (2020-06-12). "US 'Caesar Act' sanctions could devastate Syria's flatlining economy". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في August 15, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Yemen's Government demands UN action regards Houthi violation of deal". Arab News (په انګلیسي ژبه کي). 2020-06-12. مؤرشف من الأصل في September 23, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 2022-06-30 باندې). Analysis: Political and banking deadlock may plunge Lebanon deeper into crisis. Reuters.
  25. "Analysis: Arab Winter is coming to Baghdad". The Jerusalem Post. June 15, 2014. مؤرشف من الأصل في July 14, 2019. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Karber, Phil (2012-06-18). Fear and Faith in Paradise. Rowman & Littlefield Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4422-1479-8. مؤرشف من الأصل في September 23, 2023. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Arab Winter". America Staging. 2012-12-28. مؤرشف من الأصل في October 26, 2014. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Egypt and Tunisia's new 'Arab winter'". Euro news. 2013-02-08. مؤرشف من الأصل في June 29, 2019. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Yemen's Arab winter". Middle East Eye. مؤرشف من الأصل في September 30, 2018. د لاسرسي‌نېټه October 23, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Egypt & Tunisia's new Arab winter", Euro news, February 8, 2013, مؤرشف من الأصل في June 29, 2019, د لاسرسي‌نېټه October 18, 2014 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Hayden, Tom (July 5, 2013). "The Coup in Egypt: An Arab Winter?". The Nation. مؤرشف من الأصل في June 26, 2015. د لاسرسي‌نېټه November 1, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په January 21, 2014 باندې). In Egypt, Arab Spring Gives Way To Military Winter. The World Post. The Huffington Post
  33. "Lecture Explores Past and Future Arab Spring". The Daily Gazette. October 10, 2014. مؤرشف من الأصل في October 19, 2014. د لاسرسي‌نېټه October 19, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Rivlin, P (Jan 2014), Iqtisadi (PDF), Dayan Research Center, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 23, 2014 باندې, د لاسرسي‌نېټه October 18, 2014 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "In Mali AQ achieved to infiltrate and take over Tuareg insurgency. If AQ succeeds to keep the Arab Spring countries destabilized, this will lead to a viral reproduction of Azawad scenario. AQ is the "Islamic Winter"." [۲] Archived October 9, 2017, at the Wayback Machine.
  36. "Egypt & Tunisia's new Arab winter", Euro news, February 8, 2013, مؤرشف من الأصل في June 29, 2019, د لاسرسي‌نېټه October 18, 2014 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Lecture Explores Past and Future Arab Spring". The Daily Gazette. October 10, 2014. مؤرشف من الأصل في October 19, 2014. د لاسرسي‌نېټه October 19, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 2012-12-31 باندې). Middle East review of 2012: the Arab Winter. The Telegraph.
  39. (په 2016-01-09 باندې). The Arab winter.
  40. James Y. Simms Jr. (8 August 2015). "Arab Spring to Arab Winter: a predictable debacle in the Middle East". Richmond Times-Dispatch. مؤرشف من الأصل في July 18, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Radoslaw Fiedler, Przemyslaw Osiewicz. Transformation processes in Egypt after 2011. 2015. p182.
  42. Rivlin, P (Jan 2014), Iqtisadi (PDF), Dayan Research Center, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 23, 2014 باندې, د لاسرسي‌نېټه October 18, 2014 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. (په 2015-11-14 باندې). High wall, narrow sea.
  44. "Displacement in the Middle East and North Africa – between the Arab Winter and the Arab Spring" (PDF), International Affairs, LB, August 28, 2013, د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 18, 2014 باندې, د لاسرسي‌نېټه October 18, 2014 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. James Y. Simms Jr. (8 August 2015). "Arab Spring to Arab Winter: a predictable debacle in the Middle East". Richmond Times-Dispatch. مؤرشف من الأصل في July 18, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Yemen war will have killed 377,000 by year's end: UN". 23 November 2021. مؤرشف من الأصل في December 9, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 10, 2023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)