عدلي طبپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Jump to navigation Jump to search

عدلي طبپوهنه د پخواني مالوماتو را ټولولو او ازموینې ساینسي میتود دی. په پخواني روم کې د خلکو د حضور پرته به محکمی ته د دوسیو په اړه مالومات لږدول کېدل او د طرفینو نه به پوښتنی گروېږنی کېدی. همدا میتود په معاصرې عدلي طبپوهنې کې کارېږي.

د عدلي طب تاریخ:

د ویلییم جېمز په وسیله اخېستل شوي، د گوتو نښې

په عدلي طب کې د پوهې، تجربې او وسایلو د نشتوالي له وجې به اکثره مجرمین له سزا لرې پاتې کېدل؛ تحقیقات به د شکنجې په ذریعه کېدل؛ او اکثره وخت به جرم د شاهپوهو په ذریعه ثبوت کېده. په ۱۱۸۶ کال کې یو چېنایي چې سونگ سي نومیده یو کتاب له گناه د پاکېدو په نوم ولیکه؛ یو کس چې د وښو په لور مړ شوی د مرگ قضیه یې د څیړونکې له لوري داسې حل شوه چې ټولو خلکو لورونه یې راغونډ کړل او د یو حیوان پر مړ جسد یې وکارول د ټپونو ځایونه یې د انسان د ټپونو سره پرتله کړل او بلاخره یې قاتل وموند. د سنگ سي کتاب کې د نازکو هډوکو پر معاینې هم تاکېد شوی تر څو د حادثې، خپل مرگ او د وژل کېدو توپیر وشي.

په چېن او هند کې به یې د متهمو کسانو خوله له وریژو ډکوله بیا به یې وریژې پرې توکولی ترڅو د خولې لوند والی معلوم کړي. د دوی په آند داسې و چې د مجرم خوله ډېره وچه وي، همداسې په منځني ختیځ کې به یې گرمه وسپنه پر مشکوکو کسانو څټله، د چا به چې ژبه ډیره وسوزېده مجرم به گڼل کېده.

د عدلي طب د علم سرچینه:

Abbe-03.jpg

په ۱۶ پیړۍ کې اروپا خپلو نظامي پوهنتونو کې دعدلي طب څانگه هم زیاته کړه تر څو د مرگونو یا د ټولنې د جرمونو د وجوهاتو او څرنگوالي په اړه څېړنې وکړي او په دې اړه مالومات راټول کړي. یو فرانسوي نظامي جراح "امبرایوزپاري" په اولني ځل په سیستماتیک ډول سره د وجود پر غړو د جنگ جگړې اثرات مطالعه کړل. دوه ایټالیوي جراحانو ځینې مرگونی وجوهات چې د انسان د بدن پر غړو اثر کوي عدلي طب ته اضافه کړل.

په ۱۸ پیړۍ کې فرانسی او جرمني په عدلي طب کې علمي پراخوالی رامنځ ته کړ چې په همدې وجې د تحقیقاتو نه د شکنجې نوم په ورکېدو شو او علمي میتودونو یې ځای ونیوه. یو سویډني کېمیا پوه "ویلهلم کارل" په ۱۷۷۳کې اکسید او ارزینک "زهرو" تشخیص طریقه د انسان په وجود کې پیدا کړه چې وروسته یو جرمني دی علم ته په ۱۸۰۶ کې توسعه ورکړه او دا طریقه په رسمي ډول په محکمه کې په ۱۸۳۲ کال کله چې جان بډل خپل نیکه ته په زهرو ورکولو تورن و, و کارول شوه.

په عدلي طب کې انټرو پومیټري یا د انسان د بدن اندازه گیري: یو فرانسوي پولیس افسر بزرټیب یون په اولنیب ځل انټرو پومیټري تخنیک په قانون کې اضافه کړ تر څو مجرم د قد او قامت په واسطه وپېژندل شي، تر دی مخکې به مجرم د انځور او نوم په وسیله پېژندل کېده. د انځور په ذریعه پیژندل په معاصر وخت کې هم کاریږي.

د گوتو نښې:

په ۱۸۵۸ کې د گوتې نښې د لاسلیک پر ځای کارېدل پیل شول، په ۱۸۷۷ کې د گوتو نښې د تړونونو، د تقاوت پیسو اخیستلو او نورو کړنو لپاره وکارېد. په اولني ځل ویلم هیرسشیل د گوتو د نښې په ذریعه د دوه بچېانو قاتله مور یې پیدا کړه.

او په ۱۸۹۷ کې هند هم د مجرم پیژندلو لپاره د گوتو نښو کارونه رسمي کړه چې عزیز الحق او چاندرا د گوتو پیژندلو ماهرین وه. په ۱۹۰۱ کال کې د لندن او سکاټلند ښارونو هم د گوتو نښو استعمال شروع کړل. په ۱۹۰۹ کې په لومړي ځل د لوزام په نامه عدلي پوهنتون پرانسیتل شو. په ۱۹۱۰ کې د فرانسی لیون ښار کې د عدلی طب لابراتوار پرانستل شو او انگلستان په ۲۰ پیړۍ کې عدلي طب ته د ډي اېن اې ازموینه ورزیاته کړه.

د عدلي طب فرعي څانگې:

کېمیاوي عدلي طب پوهنه د نشه یي توکو قاچاق، په اور سوزېدنې، یا د مجرم نه د پاتې شوې مرمیو تشخیص کوي.

د عدلي طب انجینرۍ څانگه د هغو جوړښتونو یا تولیداتو چې د جرم ناکامۍ سبب شوی وي یا د دی په ذریعه یو څه یا چا زیان لیدلی وي.

انټيمولوژي د هغو حشراتو مطالعه کوي چې د جسد داخل، پر جسد یا د جسد اطرافو کې وي. انټيمولوژی د جرم ځای پیدا کونه کې هم مرسته کوي.

جیولوژي د خاپونو یا نښانونو مطالعه کوي. جیوفزیک د جیو فزیکې تخکنیکونو لکه راډار، د ځکمې او اوبو لاندی یا نور داسې تشخیصونکې وسایلو په مرسته د جرم په اړه مالومات پیدا کوي.

ډنټلو لوژي د غاښونو مطالعه کوي.

پېتالوژي د درملو د وجې پېښ شوی مرگ څېړي.

ټوکسي کولوژي د انسان په وجود کې د زهرو یا نشه یي موادو مطالعه ده.

معاصره عدلي طب پوهنه د گرځنده ټیلیفون د ډیلیټ شوي پیغام پیدا کونه؛ او غږیزو مکالمو له لارې هم د جرم مخنیوي کوښښ او د مجرم پلټنه کوي .

په عدلي طب کې مشکوک تخنیکونه:

د عدلي طب پر ځینو تخنیکونو فکر کېده چې علمي به وي خو د وخت په تېرېدو سره ثابته شوه چې بیخی علمي بڼه نلري. لکه د مرمیو د پوچکو پرتله کول؛ دا تخنیک د امریکا د ایف بي آی ادارې تر ۴۰ کالو زیات وکاروه خو کله چې د جان کېنیډي ترور وشو د مرمیو پوچک کې ځینو پوچکو د زهرو پوښ درلوده او په ۲۰۰۵ کې دا تخنیک له کارولو ولویده.

نړیوال نفوس:

د امریکا متحده ایالاتو په ۲۰۱۰ کال کې ۱۲۰۰۰ د عدلي طب کارپوهان لرل.

د قضایې دعوا پوه :

عدلي طب د هغو مالوماتو چې د خپلواکو څېړنو نه لاس ته راغلي وي څیړنه او تشریح کوي.

عدلي طب او انساني چارې:

د سره صلیب نړیواله اداره او دېته ورته نور سازمانونه د عدلي طب مالومات د انساني اهدافو لپاره کاروي، له وسلوال تضاد نه وروسته د ورکو شویو خلکو لټون او یا د مهاجرو شویو کورنیو چې له یو بل نه ورک شوی وي.

عدلي طب کې د بوټانو شواهد

په عدلي طب کې د بوټانو شواهد د گوتو د نښان په شان ډېر مهم رول لوبوي، چې د شواهدو پیدا کولو لپاره دوه تخنیکونه کاریږي؛ د وسایلو په ذریعه بصري یا په ډیټابیس کې د مقایسې په ذریعه؛ هر بوټ خپل مشخصات لري چې د مشخصاتو له مخې د بوټ اغوستونکي وزن په نظر کې نیولو سره د مجرم پېژندنه کېدلی شي .

عدلي طب د بوټانو ۳ اړخه څیړي: د بوټانو د تلي لاندې خوا، د تلي پاسه یا د بوټ دننه پر تلي د پښو نښان، د بوټونو نښانونه پر ځمکې دیوال، فرش خټه یا نورو ځایونو باندې .

د تلي د بهرنۍ خوا فشار :

د تلي بهرنۍ خوا فشار او نښان د قربانۍ پر وجود یا د جرم په ځای کې پر ځمکه، فرش، دیوال که د ختلو لپاره کارېدلی وي, دروازه که په لغته پرانېستل شوې وي کتل کېږي، که چېرې دا نښانونه د انسان له سترگو پټ وي د لیدو وړ نه وي د پیداکونې او لیدنې لپاره ځانگړې شعاع چې اکټرا ویولیټ نومیږي کاریږي. ځینې وختونه د الیکتروستاتیک په وسیله د نیمه غلیزې مادی په مرسته ترې انځور اخېستل کېږي .

د بوټونو د تلي داخلي حصه:

که چېرې بوټان بدل هم شي د مجرم د پښو نښانونه په بوټ کې پاتې کېږي.

د نښانونو مطالعه: د بوټانو نه ښکاریدونکې نښانونه د مصنوعي نور په مرستې، یو خاص مایع، د کوکسیال او پلورایز نور په مرستې تشخیص کېږي کوم خاپونه چې کمزوري یا کم لیدل کېږي له کېمیاوي او فزیکې میتودو نه کار اخیستل کېږي .

په نرم ځای کې, خټه لرونکې ځای کې، په گرد او غبار لرونکي ځای کې ځینې وخت د انسان سترگو ته لیدل ستونزمن وي خو په عمومي شکل د بوټانو نښانونه د پلسټر کاسټ په ذریعه پیدا کېږي که چېرته خټه وي، نو اول د گرمې هوا په وسیله وچېږي، که اوبه ولري د اوبو وچولو لپاره ایروزول ریزین یا گلو کاریږي.

د یادولو عدلي طبپوهان

Self-portrait of Alphonse Bertillon, inventor of anthropometry.

دا هم وگورئ

کتابپوهنه

سرچینې

بهرنۍ تړنې