عجم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عجم څوک دي او دعجمي کلمه دچا لپاره کارول کیږي؟


دتاریخ په اوږدو کې دعجم کلمه دعربو له خوا دهغو کسانو لپاره چې عرب نه دي په بیلا بیلو بڼو کا رول شوې ده .په پخوانیو زمانوکې به عربوهغه کسان چې عربي ژبه به یې ښه زده نه وه عجمي باله. همداراز به عربو مجوسیانو ( زردشتیانو) یا اورپالونکوته هم دعجمي کلمه کاروله. عربواو ترکانو ایرانیانو ته هم عجمیان ویل. . پخوانیو عربي قاموسونولکه القاموس المحیط کې چې مولف یې محمد بن یعقوب بن محمد بن ابراهیم بن عمر بن ابوبکر بن احمد بن محمود بن ادریس بن فضل الله فیروزآبادی(1329-1414لیږدیز/میلادی)و اود لسان العرب په قاموس کې هم دعجم کلمه دناڅرګند ، ګنګ او مبهم په مانا راغلی د ی او هغو خلکو ته ویل کیږي چې په عربي زبه ښې اوواضحه خبرې نه شي کولی . همداراز د قر آ ن شریف په آیتونو او دحضرت پیغمبر په احادیثوکې هم دعجم او عجمي کلمې یادونه شوې ده چې زه به یې تاسو ته څو بیلګې وړاندې کړم : - د ا لنحل دسورې په دغه آیت کې دعجمي دکلمې یادونه شوې ده :۱ وَلَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّهُمْ يَقُولُونَ إِنَّمَا يُعَلِّمُهُ بَشَرٌ ۗ لِسَانُ الَّذِي يُلْحِدُونَ إِلَيْهِ أَعْجَمِيٌّ وَهَٰذَا لِسَانٌ عَرَبِيٌّ مُبِينٌ پښتو ژباړه یې : پوهیږو چې وايي: دا قرآن یوبشر هغه ته ورزده کوي ، څوک چې دا ژبه هغه ته منسوبوي هغه عجمي دی ، په داسې حال کې چې داروښانه عربي ژبه ده . دفصلت دسورې په دې لاندینی آیت کې : ۲- وَ لَوْ جَعَلْناهُ قُرْآناً أَعْجَمِيًّا لَقالُوا لَوْ لا فُصِّلَتْ آياتُهُ ءَ أَعْجَمِيٌّ وَ عَرَبِيٌّ قُلْ هُوَ لِلَّذينَ آمَنُوا هُديً وَ شِفاءٌ وَ الَّذينَ لا يُؤْمِنُونَ في‏ آذانِهِمْ وَقْرٌ وَ هُوَ عَلَيْهِمْ عَمًي أُولئِکَ يُنادَوْنَ مِنْ مَکانٍ بَعيدٍ. ددې آیت پښتو ژباړه: : که موږ قرآن دعربي ژبې په پرته په بلې ژبې نازل کړی وای په هغه وخت کې به هغو ویل چې ولې یې آیتونه یو له بله جلا نه دي او ولی دعرب سره په غیر عربي او غیر فصیحه ژبې خبرې کوي .ووایه ! دغه قرآن دهغو کسانو لپاره چې ایمان راوړی لارښود او شفا ء دی اوڅوک چې ایمان نه راوړي او غوږونه یې درانه دي او سترګې یې ړندې دي او هغوی ته به دقیامت په ورځ دلیرې واټن نه غږکیږي .

دقرآن دالشعراء په دې آیت کې :۳

وَلَوْ نَزَّلْنَاهُ عَلَی بَعْضِ الْأَعْجَمِینَ ﴿۱۹۸﴾ پښتو ژباړه : که چیرې مو هغه پر ځینو عجمو نازل کړی وای اوپه دې برخه کې دپیغمبر حدیث دی چې وایی لا فضل لعربي على عجمي ولا لأبيض على أسود إلا بالتقوى پښتو ژباړه : عرب پر عجم اوسپین پر تور برتري نه لري ، مګر په تقواسره لنډه داچې عربانو به غیر عربي خلکوته عجمي وایه اواوس هم ځینې عرب دغه پخوانۍ زړه کلمه کاروي ، خو په ټو لو عربو کې داکلمه اوس رواج نلري ،


ماخذونه : ۱- https://en.wikipedia.org/wiki/Ajam ۲-قران کریم ۳- http://tadabbor.org/?page=tadabbor&SOID=41&AYID=44&TPIV=T2 Archived 2021-04-21 at the Wayback Machine.