عثماني یونان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډېری هغه سیمې چې نن ورځ د عصري یونان په پولو کې پرتې دي یو وخت د عثماني سترواکۍ برخې وه، چې په یونان کې عثماني واکمنۍ د ۱۵مې پیړۍ له نیمایي نه د یونان د خپلواکۍ بریالۍ جګړې پورې چې په ۱۸۲۱ز کال کې پیل شوې او په ۱۸۲۲زکال کې د لومړي یونان جمهوریت تراعلان (په ۱۸۰۰ز کال کې د اوو ټاپوګانو خودمختاره جمهوریتونو د رامنځته کېدو دمخه) پورې دوام درلود، چې په یوناني ژبه کې دا د(Tourkokratia) یا ترکي حکومت په نوم پېژندل کیږي. په هر حال، ځینې سیمې لکه د ایونین ټاپوګان، په سټټو دا مار کې د وینس لنډمهاله ملکیتونه، یا په پیلوپونیس کې د ماني ټاپووزمه، د عثماني ادارې برخې نه ګڼل کېدې که څه هم د عثماني واکمنۍ ترلاندې وې.[۱]

د ختیځ روم سترواکۍ د لرغوني روم سترواکۍ پاتې شوني وه چې له ۱۱۰۰ کلونو نه زیات یې د یوناني ژبو نړۍ باندې واکمني وکړه، خو په ۱۲۰۴ز کال کې د لاتیني صلیبیانو له خوا د قسطنطنیه له نیولو وروسته سخت کمزوری شو. دغه راز په یونان کې د عثمانیانو پرمختګ په شمال کې د سربیانو په ماتولو سره بشپړ شو، چې سرب ځواکونه د سربیا د پاچا ووکاسین له خوا رهبري کېده، کوم چې د سربیا د نیمانجیک کورنۍ د وروستي سترواک نږدې کس او په ډېرو مهمو پریکړو کې شریک و.

د سربیانو او د بیزانس کورنیو د جګړو له ګواښ پرته، عثمانیانو په ۱۴۵۳ز کال کې قسطنطنیه محاصره او ونیوله او بیا یې د سویل په لور د یونان خوا ته پرمختګ وکړ او په دې ډول په ۱۴۵۸زکال کې یې اتن ونیاوه، خو یونانیانو تر ۱۴۶۰ز کال پورې په پیلو پونیس کې مقاومت وکړ، سره له دې د ۱۶ پېړۍ په پیل کې د یونان ټوله اصلي خاوره او د ایجین ډېری ټاپوګانې د عثمانیانو تر واکمنۍ لاندې راغلې، پرته له ځینو بندري ښارونه نه چې د وینسیانو په کنټرول کې وې. د یونان غرونه تر ډیره بریده امن وو او د هغو یونانیانو لپاره پټنځای وو چې غوښتل یې د عثماني واکمنۍ نه وتښتي او چریکي جګړو ته ادامه وکړي.[۲]

که څه هم عثمانیان له ۱۵۳۰ لسیزې راهیسې واکمن وو، خو د ایجین سمندر په منځ کې د سیکلایډز ټاپوګان په رسمي ډول په ۱۵۷۹زکال کې د عثمانیانو له خوا ونیول شو. همدارنګه قبرس په ۱۵۷۱ز کال کې سقوط وکړ او وینسیانو تر ۱۶۶۹ز کال پورې د کریټ تر نیواک لاندی راغې، خو د کیفالونیا په استثنا د ایونین ټاپوګان (له ۱۴۷۹ز کال نه تر ۱۴۸۱زکال پورې او له ۱۴۸۵زکال نه تر ۱۵۰۰زکال پورې) هېڅ کله د عثمانیانو تر واکمنۍ لاندې رانه غلې او د وینس جمهوریت تر واکمنۍ لاندې پاتې شول. دغه راز په ۱۸۰۰ز کال کې په ایونین ټاپوګانو کې د اوو نورو ټاپوګانو د جمهوریتونو رامنځته کېدو سره د یونان عصري حکومت رامنځته شو.

عثماني یونان یوه څو توکمیزه ټولنه وه، خو د عثماني دولتونو سیسټم  د عصري لوېدیځ څو کلتوریزم مفکورې سره سمون نه درلود.همدارنګه یونانیانو ته امتیازات او ازادي ورکړل شوه، خو د عثماني اداري پرسونل له ناوړه چلند سره مخ شول، چې مرکزي حکومت یې یوازې له لرې نه کنټرول کاوه. دغه راز یونانیانو د سیاسي خپلواکۍ له لاسه ورکولو سره سره،  په سوداګرۍ کې بر لاسې و. لکه څنګه چې په ۱۵مه او ۱۶مه پېړۍ کې د عثماني واکمنۍ له ځواکمنېدو سره د مدیترانې سمندر د یونان د کښتیو لپاره خوندي ځای وبلل شو او د یونان د کښتیو مالکان د سترواکۍ سمندري بار وړونکي شول، چې ډېرې ګټې یې هم ترلاسه کړې، خو د لیپینټو په جګړه کې د عثماني ماتې وروسته یوناني کښتۍ زیاتره د کاتولیکانو (په ځانګړې توګه هسپانوي او مالتي) سمندري غلو له خوا د سختو بریدونو سره مخ شوې.[۳][۴][۵]

د عثماني واکمنۍ دا دوره د نوي اشرافو په راڅرګندېدو سره په یوناني ټولنه ژوره اغېزه درلوده. لکه څنګه چې د یونان د ځمکې مالکان چې په دودیز ډول یې په بیزانس سترواکۍ حاکمیت درلود له غمجن برخلیک سره مخ شو او په بشپړه توګه له منځه لاړل. همدارنګه په عثماني یونان کې نوې مخکښه طبقه پروکریټو وه، چې د عثمانیانو له خوا د کوکاباشیس په نوم یادېدل. پروکریټو په اصل کې بیوروکراټان او مالیه راټولونکي وو، چې د فساد او خپلوي پاللو له امله یې منفي شهرت درلوده. له بلې خوا فناریوټان د سترواکۍ په پلازمینه قسطنطنیه کې د سوداګرو او ډیپلوماتانو په توګه شهرت وموند، چې د یونان ارتودوکس کلیسا او د کلیسا پادریانو په ملاتړ واک ته ورسېدل او د سترواکۍ په ټولو یوناني، البانیایي لاتیني او سلاویکي ژبو ویونکو اورتودوکس نفوس باندې مذهبي کنټرول ترلاسه کړ.[۶]

د عثماني سترواکۍ پراختیا[سمول]

موریا د بیزانس سترواکۍ وروستی پاتې شونه وه، چې په ۱۴۵۳ز کال کې د عثمانیانو له خوا د قسطنطنیه له نیولو وروسته  د عثمانیانو په وړاندې مقاومت کاوه، خو په هر حال دا سیمه هم په ۱۴۶۰ز کال کې د عثمانیانو لاس ته ولوېده او په دې ډول یې د یونان اصلي ټاټوبي فتحه بشپړه کړه.[۷]

پداسې حال کې چې د یونان او د ایجین ټاپوګان دېری برخه د ۱۵مې پېړۍ تر پایه پورې د عثماني واکمنۍ تر لاندې پاتې وې، خو قبرس او کریټ د وینس برخې پاتې شوې او په ترتیب سره تر ۱۵۷۱ز کال او ۱۶۷۰زکال پورې  دعثمانیانو تر واک لاندې رانغلې. د یوناني ژبو نړۍ یوازینۍ برخه چې د عثماني واکمنۍ نه تښتیدلې د ایونین ټاپوګان وو، چې تر۱۷۹۷ز کال پورې وینس کې پاتې وې. کورفو په ۱۵۳۷، ۱۵۷۱ او ۱۷۱۶ز کلونو کې د درېیو لویو محاصرو سره مقاومت وکړ، چې په پای کې یې ټول عثمانیان وشړل.

اقتصاد[سمول]

د عثماني سترواکۍ په دوره کې د یونان د اقتصادي وضعیت سخت خراب شو. ژوند کلیوال او نظامي شو. په عیسویانو باندې د مالیاتو درانه بارونه ولګول شول، او ډیری یونانیان د ژوندي پاتی کېدو لپاره کرنې ته مخه کړه. په داسې حال کې چې په پخوانیو وختونو کې دا سیمه ډېره پرمختلې او ښاري وه، خو په قسطنطنیه او د وینس تر کنټرول لاندې ایونین ټاپوګانو کې ډېری یونانیان په سوکالۍ کې ژوند کوي.[۸]

د ۱۶۰۰ز کال په شاوخوا کې عثمانیانو د یونان په ځینو برخو کې پوځي واکمنۍ ته لاره هواره کړه، چې د پاڅونو لامل شو او د نفوس له ګړندۍ کمښت سره مخ شو. همدارنګه عثماني ځمکې چې پخوا د سلطان په لاس کې وې په میراثي جایدادونو بدلې شوې او وارثانو ته یې وپلورل شي او یا وصیت شوې، چې د عثماني ځمکو خاوندانو نوې طبقه ازاد یوناني بزګران په غلامانو بدل کړل او د دې لامل شو چې ډېری خلک له غربت نه د خلاصون لپاره له هواره ځمکو نه غرونو ته وتښتي .

مالیه او د ماشومانو خراج[سمول]

یونانیانو د ځمکې او د سوداګرۍ درنې مالیې ورکولې او یونانیانو د دولت د خزانې د ډکولو لپاره له بډایه یونانیانو نه ګټه پورته کړه. همدارنګه یونانیان لکه د نورو عیسویانو په څېر د جزیه یا اسلامي مالیې ورکولو ته اړ شو. ځکه چې ټول غیر مسلمانان د زکات پر ځای چې مسلمانان یې باید د اسلام د پنځه رکنونو د یوې برخې په توګه ادا کړی، ورکولو ته اړ شوی وو. دغه راز د جزیې په ورکولو کې پاتې راغلو د عیسویانو د ژوند او مال د ساتنې د مکلفیت د باطلېدو لامل کېده همدارنګه د تبادلې، غلامۍ یا مرګ له بدیلونو سره هم مخ کېده.[۹][۱۰]

همدارنګه یونانیان باید تل د جزیو د ورکړې تصدیق کولو رسید له ځان سره درلودۍ که نه په بند محکومېدل. ډېری یونانیان د سلطان په لښکر کې خدمت کولو ته اړ نه وو، خو هغه ځوانان چې مسلمانېدل د عثماني اردو په لیکو کې خدمت کولو ته اړ ایستل شوي و. برسېره پر دې، نجونې په حرم کې د odalisques په توګه د خدمت لپاره ګومارل کېدې.[۱۱][۱۲]

دې کړنو ته د «ماشومانو خراج» ویل کېده (په یوناني کې παιδομάζωμα payomazoma چې مانا یې «د ماشومانو راټولول»). په دې توګه هره عیسوي ټولنه دې ته اړ وه، چې له هرو پنځو ماشومانو نه یو هلک ورکړي چې د مسلمان په توګه لوی شي او په اردو کې خدمت وکړي، خو د دې کړنې په اړه ډېر مقاومت وشو. د بېلګې په توګه د یونان فولکلور د مېندو په اړه وايي چې خپل زامن به یې فلج کول ترڅو د هغوی د تښتونې مخه ونیسي. په هر حال اردو ته ننوتل (د اسلام له منلو سره) یوناني هلکانو ته دا فرصت ورکاو، چې د والي یا آن لوی وزیر رتبه تر لاسه کړي. [۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Bruce Merry, Encyclopedia of Modern Greek Literature, oTurkocracy, p. 442.
  2. World and Its Peoples. Marshall Cavendish. 2009. د کتاب پاڼې 1478. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7614-7902-4. The klephts were descendants of Greeks who fled into the mountains to avoid the Turks in the fifteenth century and who remained active as brigands into the nineteenth century. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Maurus Reinkowski, “Ottoman “Multiculturalism”? The Example of the Confessional System in Lebanon”. Lecture, Istanbul, 1997. Edited by the Orient-Institut der Deutschen Morgenlandischen Gesellschaft, Beirut,1999, pp. 15, 16.
  4. [۱]Douglas Dakin, The Greek Struggle for Independence, 1821-1833. University of California Press, p. 16.
  5. http://press.princeton.edu/chapters/i9187.pdf کينډۍ:Bare URL PDF
  6. Clogg, 2002 کينډۍ:Page needed
  7. "Greece During the Byzantine Period: The Peloponnese advances". britannica.com. Online Encyclopaedia Britannica. 
  8. Michał Bzinkowski Archived 2016-03-03 at the Wayback Machine., Eleuthería ē Thánatos!: The idea of freedom in modern Greek poetry during the war of independence in 19th century. Dionysios Solomos’ “Hymn to Liberty”
  9. James E. Lindsay Daily life in the medieval Islamic world, (Greenwood Publishing Group, 2005) p.121
  10. Douglas Dakin,the Greek struggle for independence, 1972
  11. Waterfield, Robert (2005). Athens: A History, From Ancient Ideal To Modern City. Basic Books. د کتاب پاڼې 285. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-465-09063-X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Madeline C. Zilfi Women and slavery in the late Ottoman Empire Cambridge University Press, 2010
  13. Vasdravellis, I. Οι Μακεδόνες κατά την Επανάστασιν του 1821 (The Macedonians during the Revolution of 1821), 3rd improved edition, Thessaloniki: Society of Macedonian Studies, 1967. کينډۍ:Page needed
  14. Shaw, p. 114.