عبيدالله بارکزى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کندهار چارواکي وایې ناپېژاندو وسله والو کندهار ښار کي ولسي جرګې کې دارزګان دخلکو استازی او دهمدې جرګې دشکایتونو کمېسیون مشر عبیدالله بارکزی په ډزوشهيد کړى دی. پر نوموړي دغه برید نن (شنبه مارچ ۲۳مه۲۰۱۹)له غرمې وروسته شاوخوا درې بجي وروسته له هغه شوی، چي نوموړی د دوستانو له کوره روانیده. که څه هم وسلوال طالبان وایي په دغه برید کې لاس نه لري، خو درې کاله وړاندې همدوى په یوه برید کې د نوموړي یو زوی او څو نور کسان وژلي وو. پر ښاغلي بارکزی برید د کندهار ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند شارنو سیمه کې شوی دی. افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي بارکزي وژل کېدو په تړاو یوه اعلامیه کې خواشیني څرګنده کړې. د کندهار د پولیسو مشر تادین خان وایي، د دوی لومړني مالومات ښي چي برید ګر دوه کسان وو او پر ښاغلي بارکزي یې هغه مهال برید وکړ چي نوموړي په ټیلیفون کې خبرې کولې. په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی عبدالرحیم ایوبي وایي، د عبیدالله بارکزي او دکندهار د نورو مشرانو وژل تصادفي نه دي، بلکې نوموړی دا په کور دننه او د بهرنیو کړیو پلان شوې فعالیتونه بولي.شاغلي ایوبي پر حکومت نیوکه وکړه چي په وینا یې تېرو پنځو کلونو کي د کندهار او شاوخوا ولایتونو مخور مشران یو په بل پسې وژل شوي، خو حکومت دې برخه کې له ولس سره د دغه ډول وژنو او په اړه یې د پلټنو هیڅ ډول مالومات نه دي شریک کړي. د ارزګان امنیه قومندان مطیع الله خان، حشمت خان کرزی، عبدالجبار قهرمان، جنرال عبدالرازق او عبیدالله بارکزی هغه څېرې دي چې په تېرو پنځو کلونو کي وژل شوي دي . وسلوالو طالبانو ویلي، د عبیدالله بارکزي په وژنه کي لاس نه لري، خو درې کاله وړاندې په کابل کې د همدې ډلې درېیو بریدګرو په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو د استازي میرولي پر کور د برید پر مهال له پنځو نور کسانو سره د ښاغلي عبیدالله بارکزی زوی حفیظ الله بارکزی هم وژلي و. عبیدالله بارکزی ۶۰ کاله عمر درلود چه په ۱۹۵۹ کال کى زيږيدلى وو او د ارزګان د چورې ولسوالۍ اوسېدونکي و. عبیدالله بارکزي دوې دورې په ولسي جرګه که د ارزګان د خلکو استازی او ددغه جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر هم و. نوموړی د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو مخکښ غړی و او په ۱۳۶۱ کال کې یې له دغه حزب سره فعالیت پیل کړی. عبیدلله بارکزی دوه دورې په ولسي جرگه كې د ارزګان ولایت استازی او په دویمه دوره کې د همدې جرګې دشکایتونو اورېدني کمیسون مشر هم و. ښاغلي بارکزي د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته د بېلابېلو نظامي دندو تر څنګ د ارزګان د چورې او خاص ارزګان ولسوالیو د ولسوال په توګه هم دندې درلودې. عبیدالله بارکزي لومړنۍ زده کړي ارزګان او وروسته یې د کابل باختر پوهنتون کي د حقوقو او سیاسي علومو برخه کې زدکړې کړې وې. نوموړی له ۱۳۸۵ نه تر ۱۳۸۹ کال پورې د ارزګان د قومونو او سرحدونو د مشر په توګه هم پاته شوی دى.