عبراني سپېڅلی کتاب
تنخ یا تناخ (په عبري: תָּנָ״ךְ) چې عبري سپېڅلي کتاب او په عبراني ژبه کې میقرا (په عبري: מִקְרָא) هم بلل کیږي د عبراني سپېڅلو متنونو ټولګه ده چې تورات، نوییم او کتووویم په کې شاملېږي. د یهودیت او سامریت بېلابېلې ډلې د دغه سپېڅلي کتاب په بېلابېلو نسخو استناد کوي چې په دغو کې له میلاد وړاندې د دریمې پېړۍ پر مهال د یهودیت دویم معبد ته اړوند سپتواګینتا یا اوویاګونی متن، سریاني پشیطا، سامري تورات، د مړه سیند اوږدې لاسي کتیبې او همدارنګه مازورتي متن شاملېږي چې په لسمه پېړۍ کې د یو شمېر لیکوالانو له خوا بشپړ شو او اوس مهال په رباني یهودیت کې ترې ګټنه کیږي. د سپېڅلي عبراني کتاب اصطلاح تر ډېره پورې له مازورتي متن سره یو ډول بلل کیږي؛ ورته مهال دا د منځنیو پېړیو یو له هغو نسخو او متنونو څخه دی چې د تاریخ په اوږدو کې د یهودیت د بېلابېلو څانګو له خوا معتبر ګڼل شوی دی. د مازورتي متن اوسنۍ نسخه تر ډېره پورې په توراتي عبراني ژبه او همدارنګه یې وروستنۍ برخې (ډانیال او عزرا کتابونه؛ او د ارمیا کتاب ۱۰:۱۱ خط) په توراتي آرامي ژبې باندې دي. [۱][۲][۳]
د عبري سپېڅلي کتاب یا تنخ اوسنۍ معتبره نسخه چې په رباني یهودیت کې ورباندې استناد کیږي د هغو مازورتي متن (له اوومې میلادي پېړۍ څخه تر لسمې پېړۍ پورې) دی چې ۲۴ کتابونه په کې شاملېږي. دغه کتابونه په جلا پړاوونو (فصلونو) او آیاتونو وېشل کیږي. تنخ د دویم معبد په دوره کې تدوین شو؛ دا هغه دوره وه چې یهودانو په کې د دې اړوند بحث وکړ چې د دوی د مقدسو متنونو کومه برخه الهي منشا لري او همدارنګه دې اجماع ته ورسېدل څو د تر ټولو لرغونو متنونو څخه په ګټنې هغه کتاب جوړ کړي چې نن ورځ یې «تورات» بولي؛ دوی مازورتي متن جوړ کړ چې یهودي کاتبانو او پوهانو د منځنیو پېړیو په لومړیو کې وروستی کړ. په دغو کې هغه ۲۴ عبري او ارامي کتابونه شامل دي چې دوی یې معتبر بولي. ورته مهال د اسکندریې یوناني ژب ویونکو د «اویاګوني یا سپتواګینتا» په نامه د هغو یوناني ژباړه تالیف کړه. په اویاګوني کې هغه کتابونه شاملېږي چې وروسته اپوکریفا/مشکوک بلل کېدل، په داسې حال کې چې سامریانو د تورات جلا نسخه ځان ته تولید کړه او سامري پنج کتاب یې بولي. په اورشلیم کې د هبريو پوهنتون د بایبلي مطالعاتو د ښوونکي او د هالنډي الاصله اسرائیلي بایبلي عالم او ژب پوه امانوئل ټوو په خبره د تنخ دواړې دغه لرغونې نسخې په پام وړ توګه د منځنیو پېړیو له مازورتي متن سره توپیر لري. [۴]
معاصر څېړونکي د تنخ د تاریخ د درک په موخه له مازورتي متن سربېره له ګڼ شمېر منابعو ګټنه کوي. په دغو منابعو کې یونانی اویاګونی، سریاني پشیطا، سامري تورات، د مړه سمندر اوږدې لیکنې، آرامي تورات او د رباني متونو یو شمېر نقلونه شاملېږي. دغه منابع په یو شمېر مواردو کې له مازورتي متن څخه لرغونې دي او تر ډېره له هغو سره توپیر لري. دغه توپیرونه د داسې نظریې د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلي چې ګویا کېدای شي د تنخ لومړنۍ نسخې شتون لرلی وي او د نن ورځې د تنخ سرچینه ګرځېدلې وي. ورته مهال هېڅکله دغه ډول لومړنی متن نه دی موندل شوی او د هغو د دریو مشهورو نسخو (اویا ګونی، مازورتي متن او سامري تورات) اړوند په دې کې اختلاف شتون لري چې کوم یو یې لومړني متن ته ډېر نږدې دی. [۵][۶][۷][۸]
ورته مهال د عبري تنخ او یا هم د عیسویت د لرغوني تړون ترمنځ ګڼ شمېر مشترکات شتون لري. د پروتستانتانو لرغونی تړون د عبري بایبل په څېر یو ډول کتابونه لري، خو هغه یې په متفاوت ډول تنظیم کړي دي. د رومن کاتولیک، ختیځې ارتدوکس او مشرقي ارتدکس کلیساوو په لرغونی تړون کې ثانوي قانوني کتابونه شاملېږي چې په تنخ کې شتون نه لري. په اسلام کې تورات نه یوازې له پنج کتاب (د موسی علیه سلام پنځه کتابونه) بلکې له ټولو عبري سپېڅلي کتابونو سره یو ډول بلل کیږي. [۹][۱۰]
ترمینولوژي
[سمول]تنخ
[سمول]تنخ هغه لنډ کړای شوی نوم دی چې د مازورتي متن د دریو سنتي برخو د هر یو د نوم له لومړنیو عبري حروفو څخه جوړ شوی دی: تورات (د شریعت یا د احکامو په معنی)، نوییم (رسولان) او کتوویم (مکتوبات یا لیکنې). [۱۱]
په دریو برخو باندې د تنخ اوسنی وېش په رباني ادبیاتو کې هم لیدل کیږي. ورته مهال په هغه دوره کې د تنخ له کلمې ګټنه نه کېدله او پر ځای یې میقرا (یا میکرا، د قرائت کولو په معنی یا هغه څه چې قرائت کیږي) دود وه ځکه چې د تنخ متون د خلکو ترمنځ په لوړ غږ لوستل کېدل. د تنخ لنډ نوم د لومړي ځل لپاره په منځنیو پېړیو کې ثبت شوی دی. ورته مهال میقرا تر نن ورځې پورې په عبري کې د تنخ په خوا کې کارول کیږي او په معاصره محاوروي عبري کې یو ډول معنی لري.[۱۲][۱۳][۱۴]
اصطلاحات
[سمول]تناخ
[سمول]تناخ يو مخفف دی، چې د ماسوري متن له درې دوديزو تقسيمونو څخه د هر يو د لومړي عرباني توري څخه جوړ شوی دی چې هغه دا دي: تورات (لفظي معنا يې لارښوونه يا قانون دی)، نيفيم (پيغمبران) او کيتوويم (لیکنې) – چې په دې ډول ورڅخه تناخ جوړېږي.[۳]
د تناخ په مخفف کې څرګندو درې برخو وېش په حاخامي ادب کې په سم ډول تاييد شوی دی. په هر حال، په دې پړاو کې، تناخ نه و استعمال شوی. د دې پر ځای، مناسب عنوان يې مکرا (يا مقرا، يعنې د هغه څه لوستل چې لوستل کېږي) و، ځکه چې بايبلي متن به په عام محضر کې لوستل کېدو. د تناخ مخفف تر ټولو لومړی د منځنيو پېړيو په عصر کې ثبت شوی دی. د عبراني صحيفو د حوالې لپاره د «مکرا» استعمال تر نن ورځې په عبراني ژبه کې، د تناخ تر څنګ جاري دی. په عصري عبراني ژبه کې، دا دواړه نومونه يو د بل پر ځای کارول کېږي.[۵][۶][۷]
عبراني بايبل
[سمول]د بايبل د مطالعاتو ډيری پوهان د عبراني بايبل (يا عبراني صحيفې "متنونه") اصطلاح د يهودي يا مسيحي مفهوم تر څنګ د کمې بې پری اصلاحاتو د بديل په توګه د کارولو پلوي کوي (د بېلګې په ډول تناخ يا عهد قديم). د بايبلي ادبياتو د لارښود سبک ټولنه، کومه چې د Harvard Theological Review او د Bibliotheca Sacra او Westminster Theological Journal په څېر محافظه کارو ژورنالونو په څېر سترو علمي جریدو لپاره معيار دی، ښودنه کوي چې ليکوالان "د بديلو معناوو له مفاهيمو څخه خبردار اوسئ لکه...عبراني بايبل او عهد قديم" څخه د کوم يو د استعمال وړانديز نه کوي.[۸][۹][۱۰]
عبراني د کتابونو اصلي ژبې ته اشاره کوي، خو دا د دويم معبد د عصر يهوديانو او د هغوی اولاد ته اشاره هم کولای شي، چا چې د ماسوري متن لېږدول تر نن ورځې پورې خوندي کړي دي. په عبراني بايبل کې د ارامي ژبې کوچنۍ برخې هم شاملې دي (ډيری يې د دانيال او عزرا په کتابونو کې دي)، چې په ارامي مربع رسم الخط ليکل شوي او چاپ شوي دي، کوم چې د بايبلي تبعيد څخه وروسته د عبراني الفبا تورو په توګه منل شوي وو.[۱۱]
منځپانګه
[سمول]ژانرونه (انواع/نوږ) او موضوعات
[سمول]په تناخ کې مختلف ژانرونه (انواع) شامل دي. له نیمايي څخه زيات يې روايتونه (حکايتونه) دي، يعنې په تېر (ماضي) کې د ترتيب شويو پېښو تفصيل دی. سفر اللاوين، او د سفر الخروج او سفر العدد ډېرې برخې له قانوني موادو څخه جوړې دي. د زبور کتاب د تسبيحاتو (مزامير) يوه ټولګه ده، خو سرودونه په تناخ کې يو بل ځای شامل کړای شوي دي، لکه خروج 15، 1 صمويل 2، او يونس 2. د امثالو او او ټولنې په څېر کتابونه د حکمت د ادب مثالونه بلل کېږي.[۱۲]
نور کتابونه د پېغمبرۍ بېلګې دي. په نبوي کتابونو کې، يو پيغمبر د بدۍ تقبيح کوي يا د دې وړاندوينه کوي چې خدای به په راتلونکي کې څه وکړي. شونې ده چې يو پيغمبر خوبونه تعبير او تفسير کړي. دانيال کتاب په تناخ کې يوازیني کتاب دی، کوم چې معمولاً د اخر الزمان ادب په توګه تشريح کېدای شي. په هر حال، نور کتابونه يا د کتابونو برخې له اخر الزمان څخه مخکې په نوم نومول شوي دي، لکه اشعياء 24-27، ويويل او زکريا 9-14.[۱۵]
په تناخ کې يوه مرکزي موضوع توحيد دی، يعنې د يو خدای عبادت کول. تناخ د بني اسرائيلو له خوا جوړ شوی و، هغه خلک چې د لرغوني نږدې ختيځ په کلتوري او ديني سياق کې يې ژوند کړی دی. د لرغوني نږدې ختيځ دينونه د شرک وو، خو بني اسرائيلو د توحيد په پلوۍ شرک رد کړ. د بايبل عالم «کرسټين هايس» ليکلي دي چې عبراني بايبل "[د بني اسرائيلو] د ديني او کلتوري انقلاب سجل و".[۱۳][۱۶]
پراختیا او تدوین
[سمول]هغه کتابونه چې عبري بایبل یا سپېڅلی کتاب جوړوی د څو سوو کلونو په ترڅ کې د بېلابېلو پړاوونو پر مهال تنظیم او تصحېح شوي دي. د بایبلي څېړونکي جان جې. کالینز په خبره «اوس دا څرګنده ښکاري چې سپېڅلي عبري کتاب په بشپړه توګه خپل وروستی ډول له تبعید وروسته یا د دویم معبد د دورې پر مهال موندلی دی».[۱۷]
په سنتي ډول موسی د تورات لیکوال بلل کیږي او د تنخ دغه برخې په ډېر احتمال سره له میلاد وړاندې پنځمې پېړۍ پر مهال معتبر یا شرعي ځایګی موندلی. د عزرا ۷:۶ برخه وړاندیز کوي چې عزرا «د موسی د قانون (تورات) تکړه کاتب دی، هغه قانون چې د اسرائیلو خدای هغه ته لېږلی و». [۱۸]
نوییم بیا له میلاد وړاندې تر دویمې پېړۍ پورې دغه ځایګی نه درلود. په سیراخ کتاب، د مړه سمندر په اوږدو لیکونو او نوي تړون کې بیا «شریعت او رسولانو» ته یو لړ اشارې شوې دي. ډانیال کتاب چې له میلاد وړاندې د ۱۶۴ زکال په شاوخوا کې لیکل شوی په ډېر احتمال سره له دې امله چې هغه مهال نوییم ثابت شوی و، پیغمبرانو ته اړوند نه بلل کیږي. [۱۹]
کتوویم چې د تنخ وروستۍ برخه ده هم یې ورته ځایګی موندلی دی. د سیراخ د کتاب په پیلامه «او نورو لیکنو» کې دا هم د شریعت او رسولانو سره یوځای یاد شوی دی، خو محتوا یې څرګنده نه ده. لوقا انجیل هم «د موسی قانون، انبیاوو او مزامیرو» ته اشاره لري (لوقا ۲۴:۴۴). دغه ارجاعات ښيي چې د دغو لیکنو محتوا تر هغه مهاله چې له میلاد وړاندې دویمه پېړۍ کې یې د شرعي کېدو دوره بشپړه شوه، په سیال (مایع) ډول پاتې شوه. [۲۰]
د دې اړوند چې عبري مقدس کتاب څه وخت تثبیت شو، د نظر اتفاق شتون نه لري: یو شمېر څېړونکي استدلال کوي چې دا د هامونیانو د لړۍ له خوا تثبیت شو، په داسې حال کې چې نور بیا څرګندوی دا له میلاد څخه وروسته دویمې پېړۍ او یا آن له دې وروسته هم لا نه و ثابت شوی. د لومړۍ میلادي پېړۍ په وروستیو کې د جمنیا شورا وروسته له دې اعتبار وموند چې عبري قانون یې جوړ کړ، خو معاصر څېړونکي باوري دي چې دغه مهال د خاخامانو دغه ډول معتبرې شورا شتون نه درلود. د ۷۰م او ۱۰۰ زکال ترمنځ خاخامانو په دې بحث درلود چې ایا یو شمېر لاسونه «کتابونه ککړ کوي» (په دې معنی چې کتابونه سپېڅلي دي او باید د سپېڅلو په توګه ورته درناوي وشي»؛ همدا و چې ثابت شمېر شرعي کتابونو ته ارجاع پیل شوه. په دغو کتابونو کې د شمولیت لپاره بېلابېلو معیارونو شتون درلود. لرغوني کتابونه هغه و چې باید له میلاد وړاندې څلورمې پېړۍ څخه یې زیاته مخینه لرلې وای او یا هم داسې لیکوال ته اړوند بلل شوي وای چې له دغې مودې وړاندې یې ژوند کاوه. اصلي ژبه یې باید عبری وای او په پریمانه کچه ترې ګټنه کېدلای. له همدې امله ګڼ شمېر هغه کتابونه چې په یو شمېر یهودي ټولنو کې سپېڅلي ګڼل کېدل، په دغه دوره کې د سپېڅلو کتابونو له کتاره وویستل شول. [۱۹][۲۱][۲۲][۲۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Tanach" Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine.. Random House Webster's Unabridged Dictionary.
- ↑ Tov, Emanuel (2014). "The Myth of the Stabilization of the Text of Hebrew Scripture". In Martín-Contreras, Elvira; Miralles Maciá, Lorena (eds.). The Text of the Hebrew Bible: From the Rabbis to the Masoretes. Journal of Ancient Judaism: Supplements. Vol. 103. Göttingen: Vandenhoeck & Ruprecht. pp. 37–46. doi:10.13109/9783666550645.37. ISBN 978-3-525-55064-9. Archived from the original on 2023-02-15. نه اخيستل شوی 2023-02-16.
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Jeremiah 10:11
- ↑ Tov, Emanuel (2014). "The Myth of the Stabilization of the Text of Hebrew Scripture". In Martín-Contreras, Elvira; Miralles Maciá, Lorena (eds.). The Text of the Hebrew Bible: From the Rabbis to the Masoretes. Journal of Ancient Judaism: Supplements. Vol. 103. Göttingen: Vandenhoeck & Ruprecht. pp. 37–46. doi:10.13109/9783666550645.37. ISBN 978-3-525-55064-9. Archived from the original on 2023-02-15. نه اخيستل شوی 2023-02-16.
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ Isaac Leo Seeligmann, Robert Hanhart, Hermann Spieckermann: The Septuagint Version of Isaiah and Cognate Studies, Tübingen 2004, pp. 33–34.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ Shanks, Herschel (1992). Understanding the Dead Sea Scrolls (1st ed.). Random House. p. 336. ISBN 978-0679414483.
- ↑ ۷٫۰ ۷٫۱ "Controversy lurks as scholars try to work out Bible's original text". The Times of Israel. Archived from the original on 25 September 2015. نه اخيستل شوی 25 September 2015.
- ↑ ۸٫۰ ۸٫۱ "Scholars seek Hebrew Bible's original text – but was there one?". Jewish Telegraphic Agency. 2014-05-13. Archived from the original on 2016-11-05. نه اخيستل شوی 25 September 2015.
- ↑ ۹٫۰ ۹٫۱ Andersen, Alex (Spring 2019). "Reconsidering the Roman Catholic Apocrypha". Classical Conversations. Lakeland, Florida: Southeastern University. 3: 1–47. Archived from the original on 16 February 2023. نه اخيستل شوی 15 February 2023.
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Isabel Lang Intertextualität als hermeneutischer Zugang zur Auslegung des Korans: Eine Betrachtung am Beispiel der Verwendung von Israiliyyat in der Rezeption der Davidserzählung in Sure 38: 21-25 Logos Verlag Berlin GmbH, 31.12.2015 ISBN 9783832541514 p. 98 (German)
- ↑ ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ "Torah"..
- ↑ ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ It appears in the masorah magna of the Biblical text, and in the responsa of the Rashba (5:119); see Research Query: Tanakh/תנ״ך Archived 2019-07-18 at the Wayback Machine.
- ↑ ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ "Mikra'ot Gedolot". people.ucalgary.ca. Archived from the original on 2022-08-30. نه اخيستل شوی 2022-09-09.
- ↑ Biblical Studies Mikra: Text, Translation, Reading, and Interpretation. Norton Irish Theological Quarterly. 2007; 72: 305–306
- ↑ Barton 2001، م. 9.
- ↑ Barton 2001، مم. 9–10.
- ↑ Collins 2018، م. 15.
- ↑ Coogan, Michael D.; Chapman, Cynthia R. (2018). The Old Testament: A Historical and Literary Introduction to the Hebrew Scriptures (4th ed.). Oxford University Press. pp. 4–5. ISBN 978-0190608651.
- ↑ ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Collins 2018، م. 5.
- ↑ Coogan او Chapman 2018، م. 5.
- ↑ McDonald & Sanders, The Canon Debate, 2002, p. 5, cited are Neusner's Judaism and Christianity in the Age of Constantine, pp. 128–145, and Midrash in Context: Exegesis in Formative Judaism, pp. 1–22.
- ↑ Davies, Philip R. (2001). "The Jewish Scriptural Canon in Cultural Perspective". In McDonald, Lee Martin; Sanders, James A. (eds.). The Canon Debate. Baker Academic. p. PT66. ISBN 978-1-4412-4163-4.
With many other scholars, I conclude that the fixing of a canonical list was almost certainly the achievement of the Hasmonean dynasty.
- ↑ Coogan او Chapman 2018، مم. 5 & 7.