عبراني بايبل
عبراني بايبل يا تناخ چې په عبراني ژبه کې د مقرا په نوم هم پېژندل کېږي، د عبراني سپېڅلو کتابونو قانوني مجموعه ده چې له تورات، «نيويم» او «کيتويم» څخه جوړ دی. د يهوديت او سامريزم بېلا بېلو څانګو د دې قانون (شريعة) مختلفې نسخې له ځانه سره ساتلي دي، په دې نسخو کې د درېيمې مخزيږديزې پېړۍ د «اوياګوني» متن، چې د يهوديت په دويم معبد کې استعمالېږي، سرياني پشيتا، د موسی پنځه سامري اسفار، د مړ سمندر مخطوطات، او تر ټولو وروستی د لسمې پېړۍ د منځنيو عصرونو ماسوري متن، هغه متن چې ماسوريانو راټول کړی دی، چې اوسمهال په حاخامي يهوديت کې استعماليږي، شامل دي. د عبراني بايبل يا عبراني سپېڅلی کتاب اصطلاحات، ډېر ځله د ماسوري متن سره ګډوډيږي؛ په هر حال، دا د منځنيو پېړيو يوه نسخه ده او د ګڼو متنونو څخه يو دی، چې د تاريخ په اوږدو کې د يهوديت د مختلفو بڼو له خوا مستند (موثق) بلل کېږي. د ماسوري متن موجوده نسخه تر ډېره بريده په بايبلي عبراني ژبه کې دی، په داسې حال کې چې د بايبلي ارامي ژبې څخه يو څو حوالې (اقتباسات) لري (د دانيال او عزرا او د ارميا په کتابونو کې).[۱][۲][۳][۴]
په حاخامي يهوديت کې د کارېدونکي نوي عبراني بايبل مستنده بڼه په ماسوري متن کې ده (له اومې څخه تر لسمې زېږديزې پېړۍ پورې)، کوم چې له 24 کتابونو څخه جوړ دی، په څپرکو او ايتونو وېشل شوی دی. عبراني بايبل د دويم معبد د پړاو پر مهال چمتو شوی دی، څه ډول چې يهوديانو پرېکړه وکړه چې کوم مذهبي عبارتونه الاهي دي؛ ماسوري متن، کوم چې د يهودي کاتبانو او ابتدايي منځنيو پېړيو د علماوو له خوا ترتيب شوی دی، د عبراني او ارامي 24 کتابونو څخه جوړ دی، کوم چې دوی مستند (موثق) بولي. د سکندريې يوناني شويو په يوناني ژبه خبرې کونکو يهوديانو د عبراني بايبل يوه يوناني ژباړه چمتو کړه، کوم چې "اويا ګونې" ژباړه بلل کېده، په کومو کې چې هغه کتابونه شامل وو چې وروسته د «اپوکريفا» په نوم وپېژندل شول، په داسې حال کې چې سامريانو د تورات يوه خپله نسخه چمتو کړه چې د موسی د پنځو اسفارو په نوم پېژندل کېږي. د اورشليم په عبراني پوهنتون کې د بايبل د مطالعاتو د پروفيسر هالنډي-اسرائيلي بايبل عالم او ژبپوه «ايمانويل ټوو» په وينا، د عبراني بايبل دا دواړه لرغونې نسخې د منځنيو پېړيو د ماسوري متن څخه په څرګند ډول مختلفې دي.[۵]
پر ماسوري متن سربېره، د عبراني بايبل په تاريخ د پوهېدو لپاره د بايبل اوسنيو علماوو له يو لړ سرچينو څخه کار اخلي. په دې کې اوياګونې ژباړه، په سرياني ژبه پيشيتا ژباړه، د موسی پنځه سامري اسفار، د مړ سمندر د مخطوطاتو ټولګه، ترګم اونکيلوس، او حاخامي مخطوطاتو حوالې شاملې دي. شونې ده چې دا سرچينې په ځینو حالاتو کې له ماسوري متن څخه پخوانۍ وي، او ډېر ځله له دې څخه مختلفې وي. دې توپيرونو دا نظريه منځ ته راوړې ده چې يو بل متن، د عبراني بايبل يو اصلي متن، يو مهال موجود و، او اوس هم د شته نسخو سرچينه او ماخذ دی. په هر حال، دا ډول يو اصلي متن کله هم موندل شوی نه دی، او په دې اړه بحث روان دی، چې عموماً له معلومو درې نسخو (اويا ګونې ژباړه، ماسوري نص "متن"، د موسی پنځه سامري اسفار) څخه کوم يې اصلي متن ته نږدې دی.[۶][۷][۸][۹]
د عبراني بايبل او مسيحي عهد قديم تر منځ ډېر وراته والي موجود دي. په پروټسټانټ عهد قديم کې د عبراني بايبل په څېر کتابونه موجود دي، خو دا کتابونه په جلا ترتيب سره تنظيم شوي دي. رومي کاتوليک، ختيځ ارتودوکس او مشرقي ارتودوکس کليساوو کې د تثنيې کتابونه شامل دي، کوم چې په عبراني بايبل کې نه دي شامل. په اسلام کې، د تورات پېژندنه نه يوازې دا چې د «پنټاټيچ» (د موسی پنځه کتابونه) څخه کېږي، بلکې د عبراني بايبل له نورو کتابونو څخه يې هم پېژندګلو کېږي.[۱۰][۱۱]
اصطلاحات
[سمول]تناخ
[سمول]تناخ يو مخفف دی، چې د ماسوري متن له درې دوديزو تقسيمونو څخه د هر يو د لومړي عرباني توري څخه جوړ شوی دی چې هغه دا دي: تورات (لفظي معنا يې لارښوونه يا قانون دی)، نيفيم (پيغمبران) او کيتوويم (لیکنې) – چې په دې ډول ورڅخه تناخ جوړېږي.[۱۲]
د تناخ په مخفف کې څرګندو درې برخو وېش په حاخامي ادب کې په سم ډول تاييد شوی دی. په هر حال، په دې پړاو کې، تناخ نه و استعمال شوی. د دې پر ځای، مناسب عنوان يې مکرا (يا مقرا، يعنې د هغه څه لوستل چې لوستل کېږي) و، ځکه چې بايبلي متن به په عام محضر کې لوستل کېدو. د تناخ مخفف تر ټولو لومړی د منځنيو پېړيو په عصر کې ثبت شوی دی. د عبراني صحيفو د حوالې لپاره د «مکرا» استعمال تر نن ورځې په عبراني ژبه کې، د تناخ تر څنګ جاري دی. په عصري عبراني ژبه کې، دا دواړه نومونه يو د بل پر ځای کارول کېږي.[۱۳][۱۴][۱۵]
عبراني بايبل
[سمول]د بايبل د مطالعاتو ډيری پوهان د عبراني بايبل (يا عبراني صحيفې "متنونه") اصطلاح د يهودي يا مسيحي مفهوم تر څنګ د کمې بې پری اصلاحاتو د بديل په توګه د کارولو پلوي کوي (د بېلګې په ډول تناخ يا عهد قديم). د بايبلي ادبياتو د لارښود سبک ټولنه، کومه چې د Harvard Theological Review او د Bibliotheca Sacra او Westminster Theological Journal په څېر محافظه کارو ژورنالونو په څېر سترو علمي جریدو لپاره معيار دی، ښودنه کوي چې ليکوالان "د بديلو معناوو له مفاهيمو څخه خبردار اوسئ لکه...عبراني بايبل او عهد قديم" څخه د کوم يو د استعمال وړانديز نه کوي.[۱۶][۱۷][۱۸]
عبراني د کتابونو اصلي ژبې ته اشاره کوي، خو دا د دويم معبد د عصر يهوديانو او د هغوی اولاد ته اشاره هم کولای شي، چا چې د ماسوري متن لېږدول تر نن ورځې پورې خوندي کړي دي. په عبراني بايبل کې د ارامي ژبې کوچنۍ برخې هم شاملې دي (ډيری يې د دانيال او عزرا په کتابونو کې دي)، چې په ارامي مربع رسم الخط ليکل شوي او چاپ شوي دي، کوم چې د بايبلي تبعيد څخه وروسته د عبراني الفبا تورو په توګه منل شوي وو.[۱۹]
منځپانګه
[سمول]ژانرونه (انواع/نوږ) او موضوعات
[سمول]په تناخ کې مختلف ژانرونه (انواع) شامل دي. له نیمايي څخه زيات يې روايتونه (حکايتونه) دي، يعنې په تېر (ماضي) کې د ترتيب شويو پېښو تفصيل دی. سفر اللاوين، او د سفر الخروج او سفر العدد ډېرې برخې له قانوني موادو څخه جوړې دي. د زبور کتاب د تسبيحاتو (مزامير) يوه ټولګه ده، خو سرودونه په تناخ کې يو بل ځای شامل کړای شوي دي، لکه خروج 15، 1 صمويل 2، او يونس 2. د امثالو او او ټولنې په څېر کتابونه د حکمت د ادب مثالونه بلل کېږي.[۲۰]
نور کتابونه د پېغمبرۍ بېلګې دي. په نبوي کتابونو کې، يو پيغمبر د بدۍ تقبيح کوي يا د دې وړاندوينه کوي چې خدای به په راتلونکي کې څه وکړي. شونې ده چې يو پيغمبر خوبونه تعبير او تفسير کړي. دانيال کتاب په تناخ کې يوازیني کتاب دی، کوم چې معمولاً د اخر الزمان ادب په توګه تشريح کېدای شي. په هر حال، نور کتابونه يا د کتابونو برخې له اخر الزمان څخه مخکې په نوم نومول شوي دي، لکه اشعياء 24-27، ويويل او زکريا 9-14.[۲۱]
په تناخ کې يوه مرکزي موضوع توحيد دی، يعنې د يو خدای عبادت کول. تناخ د بني اسرائيلو له خوا جوړ شوی و، هغه خلک چې د لرغوني نږدې ختيځ په کلتوري او ديني سياق کې يې ژوند کړی دی. د لرغوني نږدې ختيځ دينونه د شرک وو، خو بني اسرائيلو د توحيد په پلوۍ شرک رد کړ. د بايبل عالم «کرسټين هايس» ليکلي دي چې عبراني بايبل "[د بني اسرائيلو] د ديني او کلتوري انقلاب سجل و".[۲۲][۲۳]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Tanach" Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine.. Random House Webster's Unabridged Dictionary.
- ↑ Jeremiah 10:11
- ↑ Tov, Emanuel (2014). "The Myth of the Stabilization of the Text of Hebrew Scripture". In Martín-Contreras, Elvira; Miralles Maciá, Lorena (eds.). The Text of the Hebrew Bible: From the Rabbis to the Masoretes. Journal of Ancient Judaism: Supplements. Vol. 103. Göttingen: Vandenhoeck & Ruprecht. pp. 37–46. doi:10.13109/9783666550645.37. ISBN 978-3-525-55064-9. Archived from the original on 2023-02-15. نه اخيستل شوی 2023-02-16.
- ↑ Tov, Emanuel (2014). "The Myth of the Stabilization of the Text of Hebrew Scripture". In Martín-Contreras, Elvira; Miralles Maciá, Lorena (eds.). The Text of the Hebrew Bible: From the Rabbis to the Masoretes. Journal of Ancient Judaism: Supplements. Vol. 103. Göttingen: Vandenhoeck & Ruprecht. pp. 37–46. doi:10.13109/9783666550645.37. ISBN 978-3-525-55064-9. Archived from the original on 2023-02-15. نه اخيستل شوی 2023-02-16.
- ↑ Tov, Emanuel (2014). "The Myth of the Stabilization of the Text of Hebrew Scripture". In Martín-Contreras, Elvira; Miralles Maciá, Lorena (eds.). The Text of the Hebrew Bible: From the Rabbis to the Masoretes. Journal of Ancient Judaism: Supplements. Vol. 103. Göttingen: Vandenhoeck & Ruprecht. pp. 37–46. doi:10.13109/9783666550645.37. ISBN 978-3-525-55064-9. Archived from the original on 2023-02-15. نه اخيستل شوی 2023-02-16.
- ↑ "Scholars seek Hebrew Bible's original text – but was there one?". Jewish Telegraphic Agency. 2014-05-13. Archived from the original on 2016-11-05. نه اخيستل شوی 25 September 2015.
- ↑ Isaac Leo Seeligmann, Robert Hanhart, Hermann Spieckermann: The Septuagint Version of Isaiah and Cognate Studies, Tübingen 2004, pp. 33–34.
- ↑ "Controversy lurks as scholars try to work out Bible's original text". The Times of Israel. Archived from the original on 25 September 2015. نه اخيستل شوی 25 September 2015.
- ↑ Shanks, Herschel (1992). Understanding the Dead Sea Scrolls (1st ed.). Random House. p. 336. ISBN 978-0679414483.
- ↑ Isabel Lang Intertextualität als hermeneutischer Zugang zur Auslegung des Korans: Eine Betrachtung am Beispiel der Verwendung von Israiliyyat in der Rezeption der Davidserzählung in Sure 38: 21-25 Logos Verlag Berlin GmbH, 31.12.2015 ISBN 9783832541514 p. 98 (German)
- ↑ Andersen, Alex (Spring 2019). "Reconsidering the Roman Catholic Apocrypha". Classical Conversations. Lakeland, Florida: Southeastern University. 3: 1–47. Archived from the original on 16 February 2023. نه اخيستل شوی 15 February 2023.
- ↑ "Torah"..
- ↑ Biblical Studies Mikra: Text, Translation, Reading, and Interpretation. Norton Irish Theological Quarterly. 2007; 72: 305–306
- ↑ It appears in the masorah magna of the Biblical text, and in the responsa of the Rashba (5:119); see Research Query: Tanakh/תנ״ך Archived 2019-07-18 at the Wayback Machine.
- ↑ "Mikra'ot Gedolot". people.ucalgary.ca. Archived from the original on 2022-08-30. نه اخيستل شوی 2022-09-09.
- ↑ Hamilton, Mark. "From Hebrew Bible to Christian Bible: Jews, Christians and the Word of God". PBS. Archived from the original on 2018-06-14. نه اخيستل شوی 2007-11-19.
Modern scholars often use the term 'Hebrew Bible' to avoid the confessional terms Old Testament and Tanakh.
- ↑ Safire, William (1997-05-25). "The New Old Testament". The New York Times. Archived from the original on 2019-12-06. نه اخيستل شوی 2019-12-06..
- ↑ Alexander, Patrick H; et al., eds. (1999). The SBL Handbook of Style. Peabody, MA: Hendrickson. p. 17 (section 4.3). ISBN 978-1-56563-487-9. See Society of Biblical Literature: Questions Regarding Digital Editions Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine.
- ↑ "Scanning an Ancient Biblical Text That Humans Fear to Open". The New York Times. January 5, 2018. Archived from the original on July 6, 2019. نه اخيستل شوی June 14, 2019.
- ↑ Barton, John (2001). "Introduction to the Old Testament". In Barton, John; Muddiman, John (eds.). The Oxford Bible Commentary. Oxford University Press. pp. 8–9. doi:10.1093/acref/9780198755005.001.0001. ISBN 9780198755005.
- ↑ Barton 2001، م. 9.
- ↑ Hayes, Christine (2012). Introduction to the Bible. Yale University Press. p. 3. ISBN 9780300188271.
- ↑ Barton 2001، مم. 9–10.