عبد الوهاب مسيري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دوتنه:Misiri.jpg
عبدالوهاب مسیري

عبدالوهاب مسيري اسلامي مفکر و چې په مختلفو موضوعگانو کې او په ځانگړې توگه يهود، يهوديت او صهيونيت په اړه يې د نورو کتابونو تر څنگ يو تاريخي او بې بېگلې دايرة المعارف هم لیکلی.

ژوند[سمول]

مسيري په ۱۹۳۸م کال د مصر په زوړ ښار، دمنهور کې زېږېدلی او په ۲۰۰۸م کال کې په قاهره کې وفات شوی.

زده کړې[سمول]

دوکتور عبد الوهاب خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل کلي کې تر لاسه کړي. په ۱۹۵۵م کال کې د سکندريې پوهنتون د ادبياتو پوهنځي، په انگليسي څانگه کې داخل شوی او ۱۹۵۴م کې ترې فارغ شوی. په ۱۹۶۳م کې د امريکا کولمبيا پوهنتون د ادبياتو پوهنځي کې يې په انگليسي پرتليز ادب کې ماسټري پيل کړې. په ۱۹۶۹م کال کې يې د امريکا په نيوجرسي کې دوکتورا تر لاسه کړې.

فکري ژوند[سمول]

مسيري په پيل کې مارکسېست فکر لاره. وروسته يې دغه فکر ناقص وباله او اسلامي فکر يې خپل کړ. هغه په اسلامي فکر کې خپلې ځانگړې نظريې لري. لکه سيکولرېزم په دوو، شامل او جزوي برخو وېشي؛ شامل يې ردوي او جزوي يې مني.

کتابونه[سمول]

دوکتور مسيري د اسلامي فکر، فلسطين، اسراييل او پر نورو نړيوالو موضوعگانو او خپلو يادښتونو سربېره ماشومانو ته هم کتابونه ليکلي، چې شمېر يې سلگونو ته رسي. د مسيري شهکار اثر، د يهود، يهوديت او صهيونيت تر نامه لاندې د ده دايرة المعارف دی، چې په پنځه ويشتو کلونو کې يې پوره کړی دی. د دغه دايرة المعارف يا انسايکلوپيډيا د ليکلو پر مهال اسراييليانو د وژلو څو گواښونه هم ورته کړي ول. هغه پر انگليسي ژبه هم ځينې کتابونه ليکلي، چې ډېری يې په اسراييلي ټولنه کې د اپارتايد په اړه دي.

سياسي فعاليتونه[سمول]

دوکتور عبد الوهاب مسيري يوازې ليکوالۍ او استادۍ ته ځان نه و محدود کړی، بلکې خپل سياسي فعاليتونه يې هم لرل. هغه د ژوند په وروستيو کلونو کې چې په سرطان مرض هم اخته و، د مصر ښارونو ته وته او د حسنې مبارک د حکومت پر ضد به يې شعارونه ورکول. هغه د دغو فعاليتونو له امله څو وارې زنداني شوی هم دی.

هغه ويلې چې موږ حکومت ته ډېر چانس ورکړ، خو دوی ځانونه اصلاح نه کړل، اوس راپورته شوي يو او د نظام بدلول غواړو. مسيري ځينې خلک په مصر کې د ۲۰۱۱م کال د انقلاب سیاسي پلار گڼي.

مړينه[سمول]

مسيري د قاهرې په فلسطين نامي روغتون کې، د ۲۰۰۸م کال د جولای په درېيمه نېټه، د اويا کلنۍ په عمر، له سرطان ناروغۍ سره له اوږدې مبارزې وروسته مړ شو.

سرچینې[سمول]