Jump to content

عبدالله ګل اخلاص يار او د هغه شاعري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سريزه

[سمول]

   د ګران هېواد په تېر خونړي اوښتون او بدلون کې چې له يوې خوا يې زمونږ ټاټوبی د نشت پر پاڼ ودراوه، پوهان، ليکوال او تکړه شاعران مو له يوې مخې د پوليګونونو تورو خاورو وخوړل او يا هم پرديو هېوادونو ته پردېس شول او ځينې ځوانان مو د روسي تاړاک په وړاندې د هسکو غرونو سرونو کې دېره شول او ځينې په جګړو کې رالوی شول، ځينو قلمونه راواخيستل او د خپلې ټولنې دردونه او ناخوالې يې د قلم په ژبه وکښلې، ليکوال او شاعران شول .

    د ښاغلي عبدالله ګل (اخلاص يار) شاعري هم د همداسې حالاتو انځور وړاندې کوي يانې د هېواد د تېر شوي ناتار او ناورين روان حالات يې په شعر کې په سمبوليکه بڼه د تشبيه او نورو بديعي ښکلاوو په بڼه کارولي دي همدارنګه د ده په شاعرۍ کې ادبي ښکلاوې هم په خورا ښه انداز استعمال شوي دي . په دې پايليک ( مونوګراف ) کې ما هم له خپلې وسې سره سم د ډاکتر عبدالله گل ( اخلاص يار ) پر پېژندنه سربيره  د ده  د شاعرۍ په بديعي ښکلاوو او تشبيه کار کړى دى ، چې له يوې خوا به د ياد شاعر پېژندنه او شاعري د ورکيدو څخه ژغورل شوي وي او له بلې خوا به  د ده  د شاعرۍ بديعي ښکلاوې او تشبيه هم رابرسيره شوي وي او نورو ليکوونکو ته به  نوي لارې په گوته شوي وي ، چې دوى هم  د ډاکتر اخلاس يار د شعر او شاعرۍ په  نور برخو کار وکړي .

       په پای کې بايد ووايم ،څومره ، چې د موضوع حق دى ښايي هغسې ما نه وي اداء کړى ، او يا داچې زما دا ليکنه به  له تيروتنو او نېمگړتياوو خالي نه وي  له همدې کبله له گرانو لوستونکو څخه هيله کوم ، چې که د لوستلو پر مهال له نيمگړتياوو او تيروتنو سره مخامخ شي نو د خپلې بزرگوارۍ له مخې دې ما وبخښي او که شونې وه ماته تېروتنې او نيمگړتياوې راپه گوته کړي چې په راتلونکي کې اصلاح او کره شي .

په پاى کې يو ځل بيا د خپل لارښود استاد پوهنمل سيدغني (غني ) څخه د زړه له تله مننه کوم چې د خپلو ټولو بوختياوو سره سره يې زما د ددې ليکنې لارښوونه په غاړه واخيسته او زه يې له خپلو نيکو لارښوونو مستفيد کړم

د عبدالله ګل لنډه پېژندنه

[سمول]

زوکړه

       الحاج ډاکټر عبدالله ګل (اخلاص يار ) د ارواښاد خيرګل زوی او د ارواښاد اسيم خان لمسی دی چې په ( ۱۳۳۹ هـ ش ) کال کې  د پکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ د تنګي د منده خېلو په سيمه کې په يوې ديندارې او بې وزلې کورنۍ کې دې نړۍ ته  سترګې غړولې دي.

زده کړې

      عبدالله ګل چې کله پنځه کلن شو، نو پلار يې د خپل کلي په جومات کې سبق او درس  ته کښېناوه، لومړی يې بغدادي سيپاره ولوسته ور پسې يې د قرانکريم په زده کړه پيل وکړ، وروسته له هغې يې بيا په ښوونځي کې شامل کړ، چې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د څمکنيو په لېسه کې وکړې او ثانوي زده کړې يې په پېښور کې د سيد جمال الدين افغان په لېسه کې بشپړې کړې .

اخلاص يار صيب خپلې  لوړې زده کړې  د پېښورپه ( A – M – D – C  )   مؤسسه کې د منځني

Afghanistan Medical and Development Commitee

طب په برخه کې بشپړې کړي دي،  د دې ترڅنګ يې يو شمېر ديني، طبي او نور ټولنيزو کورسونه او ورکشاپونه هم لوستي دي.

دندې

[سمول]

       ډاکټر عبدالله ګل( اخلاص يار)  خلکو ته د خدمت په موخه يو شمېر دندې ترسره کړي دي چې په لاندې توگه د ده  دندې په دوو برخو ويشو :  لومړی هغه دندې چې د ( ۱۳۷۱ – ۱۳۸۰ هـ ش) کال پورې او دويم يې هغه دندې چې له  (۱۳۸۰ هـ ش )  کال څخه راپه دې خوا  تراوسه يې يې ترسره کوي په دوه برخو يې وېشو:

الف : د ۱۳۷۱ – ۱۳۸۰ هـ ش ) کال پورې د ښاغلي اخلاص يار دندې په دې ډول دي :

   د شهيد محمد ابراهيم د حوزې روغتيايي مسئول، د لښکر ايثار د روغتون مسئول، د سما فرقې د لومړي پلي کنډک روغتيايي چارو مسئول، د څمکنيو ولسوالۍ د شهيد محمد عارف د قرارګاه روغتيايي مسئول او د څمکنيو د ښوونې او روزنې د مشر په توګه يې دندې ترسره کړي دي.

ب :  هغه دندې چې اخلاص يار صيب  د (۱۳۸۰ هـ ش )  کال راپه دې خوا چې د موقتې ادارې سره سم يې پيل کړي دي په دې ډول دي : د سهار ادبي او فرهنګي ټولنې مشر، د سليمان غره د دوه مياشتنۍ مجلې مسئول مدير، د ملي پيوستون د پروګرام د کليوالي شورا مشر، د څمکنيو ولسوالۍ د ځوانانو د ټولنې مرستيال ، خو اوس مهال کومه ځانګړې دنده نه لري، او په خپل ځانګړي کتنځي کې د خپلو هېوادوالو روغتيا ته د پاملرنې په موخه په خدمت بوخت دی.

د اخلاص يار  اثار

[سمول]

      اخلاص يار صيب يو شمېر اثار او اشعار ليکلي دي چې يو شمېر يې چاپ  او يو شمېر د چاپ انتظار باسي ، چې په لاندې ډول يې يادونه کوو : الف : چاپي اثار

۱ ) خوړين زړګی ( شعري ټولګه ) (۱۳۸۱ هـ ش) کال  کې چاپ .

۲ ) سلګۍ (شعري ټولګه) (۱۳۸۴ هـ ش) کال. کې چاپ

ب :  ناچاپ اثار

۱ ) بدخويه زوی ( لنډې کيسې)

۲ ) د پېښور عالمي ادبي کنونشن ته زمونږ ادبي سفرونه (يونليک)

۳ ) ودونه او دودونه (څېړنيز اثر)

۴ ) زړې عنعنې ( د سيمې په لرغونو دودونو څېړنه)

۵ ) داتصوير د چا دی ( لنډې کيسې )

۶ ) کيسه د ژوند مې ده چې څنګه به وي ( شعري ټولګه )

سربېره پر دې يو شمېر نورې مقالې يې هم د هېواد دننه او بهر په يو شمېر رسنيو کې خپرې شوي دي.

ادبي هڅې

[سمول]

        ښاغلی عبدالله ګل په ( ۱۳۷۷ هـ ش ) کال کې د ټولې پکتيا په کچه د لومړي ځل لپاره په څمکنيو ولسوالۍ کې د سهار ادبي او فرهنګي ټولنې بنسټ کېښود، چې له کبله يې د پکتيا لرې پرتو غرنيو سيمو يو شمېر شاعران او ليکوالان سره منظم کړل، همدارنګه يې په ادبي ډګر کې د روزلو وروسته يې د ټولنې او پښتو ادب خدمت ته وړاندې کړل، د پکتيا ولايت د ازادو چاپي او خپرنيزو رسنيو له شمېره يې د نښتر مجلې وروسته د سليمان غر مجلې خپرول پيل کړل، چې د ټولې پکتيا په کچه د خپرنيزو رسنيو دوهم ګام بلل کيږي، د څمکنيو په ولسوالۍ کې يې د لومړي ځل لپاره د رسنيو يو نماينده ګي جوړه کړه، بل دا چې په سيمه کې يې يوه خپلواکه FM راډيو د     ( څمکني غږ )  په نوم جوړه کړه .

بل  کار يې په ياده  ولسوالۍ کې د يوه کتابتون بنسټ ايښودل وو، چې ټولو خلکو به ترې  استفاده کولاى شوه  ، چې دا يې د څمکنيو د خلکو لپاره يو ستر علمي خدمت گڼل کيږي ، له دې سربېره يې د پکتيا ولايت په درې نورو ولسواليو( جاني خېل، لژه منګل او ډنډ پټان ) کې د ادبي ټولنو بنسټ کېښود، همدارنګه ښاغلي عبدالله ګل اخلاص يار په (  ۲۰۰۵ زېږديز ) کال په پېښور کې د پښتو ژبي ادبي نړۍ وال کنونشن کې د پکتيا ولايت د ليکوالانو او شاعرانو ګډون ته لاره برابره کړې وه، دا وې د ښاغلي عبدالله ګل اخلاص يار ادبي هلې ځلې چې تاسې ته په لنډه توګه وړاندې شوې .

د اخلاص يار شاعري د نور و په نظر

[سمول]

د اخلاص يار د شاعرۍ په اړه ډېرى شاعرانو او ليکوالو خپل نظرونه وړاندې کړي دي ، چې ځينې يې په لاندې ډول دي :

سليم بنگښ

[سمول]

    د خېبر پښتونخوا نوميالي ليکوال او شاعر سليم بنګښ د عبدالله ګل اخلاص يار د شاعرۍ په اړه ليکلي دي  : (( د اخلاص يار په شاعرۍ کې هم د خپل وران ويجاړ وطن ساندې دي ‎، نظم دی که غزل که لوبه کله کله يې صفا او کله کله يې استعاراتي يا رمزيه شکل کې د وطن خبره ضرور کړې ده، د ده  د شاعرۍ په موضوعاتو کې وينې، اوښکې ، ژړا، شهيد، مجاهد، قبر، کونډه، کنډوالې، خزان، نفاق، ورور د ورور سره په جنګ، د پرديو لمسون، سور سېلاب او مذهب شامل دي ، خو اخلاص يار له په دغو  موضوعاتو ډېر شمير نظمونه ليکلي دي))


دپکتيا ولايت داطلاعاتو او فرهنگ رئيس

      د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ښاغلي اخلاص يار د شعر او شاعرۍ په اړه خپل نظر داسې څرګندوي : (( د اخلاص يار صاحب شعرونه عقيدوي، حماسي، عشقي او په وروستي تحليل کې رزمي او بزمي دي، عالي مفهوم او مانا پکې نغښتې وي او د سمندر د څپو په شان پکې څپانده څپې هم شته ، چې د هيلو کښتۍ يې د اميد د نور ساحل ته په مزه مزه روانه ده.))

دين محمد درويش

[سمول]

    ليکوال او شاعر دين محمد دروېش د عبدالله ګل اخلاص يار د شعر او شاعرۍ په اړه خپل د نظر په لاندې الفاظو وړاندې کوي : ((اخلاص يار په خپل شعر کې درد، احساس، مينه، تخيل، تجسم، ترسيم او سوز راوړى دى ، د شاعرۍ  ټول احساسات و عواطف يې په هغه محور چورلي چې د زمانې د ناخوالو څخه عينې تصوير راکاږي، د اخلاص يار صاحب د شعرونو دغه پانګه چې هغه هم مالګه لري او هم مصاله هم عرک لري او هم حکايات،دا د وطن د جګو غرونو د نښترونو ، انځورونو ، د ازادي غوښتونکو او ازادي بخښوونکو د سپېڅلو قربانيو او د در  په درو او لالهاندو مهاجرو انسانانو د آهونو، فريادونو، د خوړينو زړونو بړاس او د اسوېليو ښه او په زړه پورې اوازونه  او نارې سورې  دي.))

علي خيل صديق  جلا ل منگل

[سمول]

  شاعر او ليکوال ښاغلی علي خېل صديق جلال منګل د اخلاص يار د شعر او شاعرۍ په اړه خپل نظر په دې الفاظو څرګندوي : (( د اخلاص يار د شعرونو په ځولۍ کې رنګا رنګ موضوعات شته دي چې پکې حمد، نعتونه، حماسې، صوفيانه، انقلابي، عشقي او د مينې شعرونه شته، چې داټول اشعار يې په خپل په خپل خپل ځای کې داسې لګولي لکه يو کروندګر چې بزغلی په خپل مناسب ځای ولګوي او ترې د ښه حاصل تمه کوي .))

هاشم خيل هاشمي منگل

[سمول]

     هاشم خېل هاشمي منګل خپل نظر د ده د شاعرۍ په اړه داسې څرګندوي : (( ځوان ا و انقلابي شاعر څوک دی دا شاعر په حقيقت کې د دردونو شاعر دی، د رنځونو او غمونو شاعر دا هغه شاعر دی چې ډېرو ځورونو او ربړونو يې زړه خوړين کړی دی.))

نياز الله اصيل ځاځى

      ليکوال او ژورنالست نياز الله اصيل ځاځی د ښاغلي عبدالله ګل اخلاص يار د شعر په اړه ليکلي دي : (( اخلاص يار صاحب په ګران هېواد افغانستان باندې د تېر شوې، ناورينونو او د افغان ولس له خوا د کلکې مبارزې او د ځان تېرېدنې او ځان ځارونې ډېر ښه انځورونه  د شعر په ژبه بيان کړی دی.... خپل ګران وطن د ويرونو او ماتمونو په حال کې نشي ليدلای، نو د شعر په ژبه د خپل وطن له ليلی سره تشبيه کوي.))

فهيم الله فهيم

[سمول]

    شاعر فهيم الله فهيم د اخلاص يار د  ( سلګۍ ) پر شعري ټولګې باندې  ( زما خوږ دوست ) تر سرليک لاندې خپله رايه او نظر د هغه د شعرونو په اړه داسې څرګندکړى : (( الله تعالی په اخلاص يار باندې ډېر مهربانه دی چې د هغه په زړه کې يې خلوص، مينه، درد او جذبه اچولې ده او هغه خلوص، مينه، درد د زړه د اخلاصه د زړه نه د شعرونو په ژبه  رابهر کړي دي او دومره محنت او محبت سره يې ليکل کړي دي چې هر کتونکی د هغه شاعري په بيا بيا لوستل غواړي، د هغه په شاعرۍ کې د وطن مينه، سوز، درد او وفا ډېره زياته ده او  د وطن په مينه ډېر مست دی.))

د عبدالله گل اخلاصيار په اشعارو کې تشبيه

[سمول]

د تشبيه پېژندنه 

      تشبيه په لغت کې تمثيل او ورته ګڼلو ته ويل کيږي او په اصطلاح کې د ورته والي هغه اړيکې دي چې د يو ځانګړي غرض لپاره يې ويونکی د دوه يا ډېرو ترمنځ د يوه يا ډېرو مشترکو صفتونو له امله د برخېزونو ( د تشبيه اداتو ) په واسطه څرګندوي. (۵: ۴۶)

    يا په بل عبارت تشبيه په لغت کې د يو شان والي، يو شي د بل شي غوندې کولو او ورته والي  په ماناوو کارېدلې ده. ( ٥ : ۴۶)

د تشبيه ارکان

           تشبيه په څلورو بنسټونو ولاړه ده چې بې له دې تشبيه نه بشپړيږي چې عبارت دي له :

۱ ) مشبه : د کوم شي ورته والی چې بيانيږي هغې ته مشبه وايي.

۲ ) مشبه به : د کوم شي سره چې د بل شي ورته والی کيږي هغه ته مشبه به وايي.

۳ ) د ورته والي وجه يا وجه شبه : د دواړو سره ورته شيانو ( مشبه او مشبه به)  ترمنځ مشترک وصف ته د تشبيه وجه وايي.

د تشبيه ادات : هغه ادات دي چې د هغوی په واسطه د مشبه او مشبه به ترمنځ د تشبيه وجه څرګنديږي. (۵ : ۴۷ )

       اوس به دلته د ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار له شعرونو څخه د تشبيې بېلګې ذکر کړو :

لکه بلبل چې دګلونـــــو په تالان ژا ړي

داسې مې زړه په يادښتونو د جانان ژاړي

                                                                                              ( ۱ : ۷ )

        په پورته بيت کې ( بلبل ) مشبه او ( زړه ) مشبه به ده ( لکه او داسې ) د تشبيه تورې او ادات دي او ( ژړېدل ) يې وجه شبه ده.

       د ښاغلي عبدالله ګل اخلاص يار په دې لاندې بيت کې د تشبيې يوه بله بېلګه وګورئ :

خلکو تاج محلې او زمونږه قلنـــــدري چې وي

سوزو به په اور کې دا بې وسه زنده ګي چې وي

                                                                                                    ( ١ :۹۷ )

    په پورتني بيت کې ( د خلکو تاج محلي ) مشبه او ( زمونږ قلندري  او بې وسه زنده ګي ) مشبه به ده، د تشبيه تورې نه لري، وجه شبه يې ( ژوند او زنده ګي تېرول ) دي.

د اخلاص يار په شاعرۍ کې ادبي ښکلاوې

   دلته به مونږ په ادبي ښکلاوو باندې په لنډه توګه خبرې وکړو او هر ادبي صنعت ته به د ښاغلي عبدالله ګل اخلاص يار  له شعرونو نه بېلګې راوړو ترڅو ستاسې ادبي تنده پرې خړوبه شي.

طباق الاضداد

[سمول]

   طباق په لغت کې يو ځای کولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه ادبي صنعت دی چې شاعر په خپل کلام کې دوه مخالفې ماناوې راوړي، ننوموړي صنعت ته تضاد، تناقض، تقابل او مطابقت وايي .(۶ : ۱۰۹)

طباق درې ډولونه لري :

۱ )   نوموال يا اسمي طباق

۲ )   کړوال يا فعلي طباق

۳ ) ايجابي او سلبي طباق     

    اوس به دلته د طباق الاضداد ادبي صنعت يو څو بېلګې د ښاغلي عبدالله ګل اخلاص يار له شاعرۍ نه وړاندې کړو :

دا دوزخي خيالات به وغورځوم

د اميدونو جنتونه بـــــــه شم

                                                                                                (٢ : ۱ )

   په پورته بيت کې د ( دوزخي او جنتونه ) په کلمو کې طباق الاضداد ادبي صنعت موجود دی، ځکه دا دواړه کلمې يو د بل ضد کلمې دي.

خلک دې وحشت او جهالت له قفس وبــاسي

هر خوا دې د علم طوفاني کښتۍ روانه کړي

                                                                                                  ( ١ :۱۳ )

     په پورته بيت کې د ( جهالت او علم ) په کلمو کې طباق الاعداد ادبي صنعت پروت دی، ځکه چې جهالت د تورتم او ناپوهۍ په مانا دی او علم د پوهې او رڼايۍ په مانا کارول کيږي.

ويښ دې ويده زړونه کړل له خوبه دې بيداره کړل

ته اذان د څړک شوې د غفلت شپه دې روښانــه کړه

                                                                                                    ( ٢ : ۱۳ )

     په دې بيت کې د ( ويښ، ويده، خوب او بيدار ) کليمې طباق الاعداد ادبي صنعت دی، ځکه ويښ او ويده د يو بل ضد ماناوې لري او په همدې شکل خوب او بيداري يو د بل خلاف حالتونه دي چې د يو په شتون کې بل له منځه ځي.

خوږې دې په ما لګــــي او ترخې دې په ما لګي

حيران يم چې دوعا او که ښېرې دې په ما لګي

                                                                                                      ( ٢ : ۴۳ )

      په دې ياد بيت کې د ( خوږې، ترخې، دوعا او ښېرې ) کليمې په خپلو منځونو کې يو د بل ضد دي او يو د بل خلاف ماناوې لري، چې په دې ډول ويلای شو چې په ياد بيت کې د طباق الاضداد ادبي صنعت کارول شوی دی.


نن که ماشوم يې خو سبا ته در نه ځوان جوړيږي

ځان ته دې پام کوه ماشومه! له تا ځان جوړيږي

                                                                                                         ( ١ : ۱۵ )

   د لوړ بيت په لومړۍ مسره کې د ( ماشوم او ځوان ) په کلمو کې د طباق الاضداد ادبي صنعت ذکر شوی دی، ځکه ماشومتوب د عمر يو حالت او ځواني د ژوند بل حالت دی، نو دا چې دا دواړه حالتونه يو د بل ضد او نقيض کوونکي واقع کيږي، نو ځکه ويلای شو چې په ياد بيت کې په لومړۍ مسره کې د طباق الاضداد ادبي صنعت وجود لري.

که په خوب کې ووم که ويښ ستا يادونو کې لوبېږم

کله وخاندم له شرمه ډېر مشغــــــول په واوېلا يم

                                                                                                           ( ١ : ۹۲)

  د پورتني بيت په لومړۍ نيم بيته کې د ( خوب او ويښ ) په کلمو کې طباق الاضداد ادبي صنعت ذکر شوی دی، ځکه نوموړې کلمې يو له بل سره هيڅ مطابقت نه لري، يانې يو د بل تضاد دي او يو بل نقض کوي.

نوموال ( اسمي ) طباق

[سمول]

   هغه طباق ته وايي چې د دوو نومونو يا صفتونو ترمنځ تقابل يا تضاد موجود وي اسمي طباق بلل کيږي . (٤ : ۲۱۷)

       د ښاغلي عبدالله ګل په شاعرۍ کې په لاندې بيتونو کې د نوموال يااسمي طباق ښې بېلګې ليدلای شئ :

ټوله يو خزان خزان نشته دا سره ګلان

ساز د پسرلي نشته چا سره به وخاندو

                                                                                              ( ١ : ۶۴ )

    په پورتني بيت کې د ( خزان او پسرلي ) په کلمو کې اسمي يا نوموال طباق پروت دی، ځکه ده کلمې دواړه اسمونه او نومونه دي او په تضاد کې هم واقع دي ځکه پسرلی د خزان او خزان د پسرلي ضد دی.

     داهم د عبدالله ګل اخلاص يار له شعرونو څخه د نوموال طباق يوه بله بېلګه :

څوک وايي پردی دی دا ديار زمونږه خپل دی

د دې کلي هر ګل او هر ماليار زمونږه خپل دی

                                                                                                         ( ٢ : ۶ )

په پورته بيت کې د ( خپل او پردي ) په کلمو کې اسمي يا نوموال طباق پروت دی ځکه خپل او پردي دواړه نومونه دي او ي، د بل ضد هم دي، نو ځکه ويلای شو چې په پورته بيت کې نوموال يا اسمي طباق پروت دی. 


تکرار حسن

[سمول]

تکرار حسن  هغه صنعت ته وايي چې شاعر په خپل کلام کې کومه کلمه د تدريج، تاکيد او ډېر والي يا نورو اغراضو له مخې تکرار کړي تکرار حسن بلل کيږي، لکه په لاندې بيتونو کې يې تاسې بېلګې ولولئ :

ګوګل مې وسوه شنه لوخوړه شو لمبه لمبه شو

د عقل پړی مې هم وشلېدو تيکـــه تيکــه شو

                                                                                                     (۱: ۷ )

   په پورتني بيت کې ( لمبه، لمبه، تيکه، تيکه ) کلمو کې تکرار حسن ادبي صنعت پروت دی، ځکه چې دغه کلمې د ډېروالي او تکرار له مخې په نوموړي بيت کې راغلي دي.

سندرې اخلاص ياره او غزل لمبــه لمبـــه شول

شپېلۍ ايره ايره شوې هم مصرعيو اور اخيستی

                                                                                                       ( ١ : ۳۳ )

    په پورته بيت کې د ( لمبه، لمبه او ايره، ايره ) کلمو کې تکرار حسن ادبي صنعت موجود دی ځکه نوموړې کلمې د ډېروالي او تکرار له مخې ذکر شوي دي.

مراعات النظير 

[سمول]

     مراعت په لغت کې د ساتلو په مانا دی او نظير په لغت کې د مثل او مانند په مانا دی په اصطلاح کې که شاعر په خپل کلام کې څو متناسبې ماناوې راوړي مراعت النظير ورته وايي .  (٤: ۲۱۹)

لکه د اخلاص يار په لاندې بيتونو کې  :

زخمي زخمي سينې وې ترې سړې وينې څڅېدلې

طبيب د رنځونو بيمــــــاران په ژړا ســـــر و

                                                                                                  ( ١ : ۴۸ )

     په پورته بيت کې د ( زخمي، زخمي، سينې، سرې وينې، څڅېدلې، طبيب، رنځونه، بيماران ) متناسبې کلمې دي ځکه يې مراعت النظير ادبي صنعت بولي.

د دنګو غرو سړی يم ځکه غرونه مې خوښيږي

دا څېړۍ او دغه لمنځې نښترونه مې خوښيږي

                                                                                                   ( ١ : ۸۹ )

    په پورته بيت کې ( دنګو غرو، غرونه، څېړۍ، لمنځې او نښترونه ) متناسبې او اړوندې کلمې دي،نو ځکه ويلای شو چې په پورته بيت کې د يادو کلمو په کارولو سره د مراعات النظير ادبي صنعت څخه استفاده شوې ده.

بې له طبيبـــه بې دوا او بـې درمل ملـــګـــرو

ناسور پرهر مې رغېدو کې شو سپرلی چې راغی

                                                                                               ( ١: ۱۲۹ )

      په پورتني بيت کې د ( طبيب، درمل، دوا، ناسور، پرهر او رغېدو) متناسبې کلمې کارول شوي دي چې يو له بل سره مناسبت لري، نو ځکه ويلای شو چې په ياد بيت کې مراعت النظير ادبي صنعت کارول شوی دی.

مطربه مه شرنګـــــوه تار د رباب

دا خوار په سور د رباب څه پوهيږي

                                                                                          ( ١ : ۲۶ )

       په ياد بيت کې د ( مطرب، شرنګوه، تار د رباب او سور د رباب ) کلمې اړوندې او متناسبې کلمې دي چې ښاغلي عبدالله ګل اخلاص يار د دې کلمو په کارولو سره په ياد بيت کې د مراعات النظير ادبي صنعت پنځولی دی.

باغچې دي وچې وچې پـه ژړا ســــر بلبــــلان دي

شنې کوترې چېرته تللي فرار شوي هم توتيان دي

                                                                                                            ( ١: ۳ ) 

   په پورته بيت کې د ( باغچې، بلبلان، شنې کوترې او توتيانو ) کلمې يو له بل سره مناسبت او اړيکه لري، چې په ياد بيت کې د ټولو يادولو سره ښاغلي اخلاص يار خپل ياد بيت د مراعات النظير په ادبي صنعت ښکلی کړی دی.

سياقة الاعداد 

[سمول]

په لغت کې د اعدادو طرز ته وايي او په اصطلاح کې که چېرته يو شاعر په خپل کلام کې شمېرنې ( اعداد ) په مرتب يا نامرتب ډول ذکر کړي سياقة الاعداد ادبي صنعت ګڼل کيږي.  (٦ :۱۳۲ )

بېلګې يې د ښاغلي عبدالله ګل اخلاص يار په شعرونو کې وګورئ :

که اووم ښکاره کړو په اتم مو څه خوښي ليدلې

نوره پناه له داسې ورځــــو اخلاص ياره غواړم

                                                                                                          ( ٢ : ۲۵)

     لوړ بيت په لومړۍ مسره کې د ( اووم او اتم ) کلمې په رتبي عددونو کې شمېرل کيږي او همدارنګه شمېرې هم دي، نو ځکه وايو چې په ياد بيت کې د سياقة الاعداد ادبي صنعت پروت دی.

ستا اخلاص يار خو لاتراوسه په څلوېښتو کې دی

هېره به نـــه کړي داستم که پرې اتيا تېر شي

                                                                                                 ( ١: ۱۱۰ )

      په پورته بيت کې د ( څلوېښت او اتيا ) عددونه يا شمېرې راغلي دي، نو په همدې اساس وايو چې په ياد بيت کې د سياقة الاعداد ادبي صنعت کارول شوی دی.

تجنيس 

[سمول]

    تجنيس په لغت کې همجنس کولو ته وايي او په اصطلاح کې په يو بيت يا نيم بيتۍ کې دوه يا زياتې داسې کلمې راوړل دي چې په بڼه، وزن، تورو، شمېر، ليک او لوست کې يو شان يا څه سره ورته وي او په مانا کې سره توپير ولري، عبارت له تجنيس څخه دي . (٦ : ۷۸ )

تجنيس په اووه ډوله دی :

۱ ) تام تجنيس

۲ ) ناقص تجنيس

۳ ) زايد تجنيس

۴ ) مرکب تجنيس

۵ ) مکرر تجنيس

۶ ) مطرف تجنيس

۷ ) خطي تجنيس

زايد تجنيس  

[سمول]

زايد په لغت کې زيات کړل شوي ته وايي او په اصطلاح کې هغه ادبي صنعت دی چې له متجانسو کلمو څخه د يوې په سر يا منځ کې يو توری زيات راغلی وي، لکه دا لاندې بېلګه :

د سرو ګلانو په ښايسته مخونــــه

خواره واره شوه د خزان اوښکه

                                                                                                ( ١ : ۶۳)

     د پورته بيت په دوهمه مسره کې د ( خواره، واره ) په کلمو کې د ( خواره ) په کلمه کې د سر يو توری ( خ ) د (واره ) له کلمې څخه زيات دی، نو ځکه يې زايد تجنيس بولو.

مطرف تجنيس  

[سمول]

      هغه تجنيس دی چې متجانسې کلمې يې په يو توري کې سره توپير ولري مطرف تجنيس يې بولي . (٦: ۹۱)

د ښاغلي اخلاص يار په شعرونو کې د مطرف تجنيس ځينې بېلګې :

کور مې راته ګور و او جامې شوې کفن زمـــــا

اور راپسې ژوند شو سرو لمبو سره مې مخه شوه

                                                                                                    ( ١ : ۷۱ )

    د پورته بيت په لومړۍ مسره کې د ( کور او ګور ) کلمې په يوه توري کې سره توپير لري چې هغه د ( ک او ګ ) توري دي، نو ځکه وايو چې په ياد بيت کې مطرف تجنيس ادبي صنعت راغلی دی.


وينه د زړګي مې له احساس سره بلده شوه

مينه مې د مينې د اخلاص سره بلده شوه

                                                                                               ( ١ : ۶۶ )

   په پورته بيت کې د ( وينه او مينه ) په کلمو کې مطرف تجنيس راغلی دی، د ( وينه ) کلمه کې ( و ) او د ( مينه ) کلمه کې ( م ) يو له بله سره توپير لري نور يو شان دي، نو ځکه وايو چې په ياد بيت کې مطرف تجنيس خوندي شوی دی.

په خړو تړو کې د شنـــه نښتـــــر په وچو ښاخو

په خوړينو سترګو سپينې سپينې مرغلرې ژاړي

                                                                                                    ( ١ : ۷۹ )

   د ياد بيت په لومړۍ مسره کې د ( خړو، تړو ) په کلمو کې مطرف تجنيس پروت دی چې د ( خړو ) په کلمه کې د ( خ ) توری د ( تړو ) کلمه کې د ( ت ) توری يو له بله سره توپير لري، نو په همدې اساس وايو چې په ياد بيت کې مطرف تجنيس ادبي صنعت پروت دی.

شعري فورمونه

     مونږ به دلته لومړی هغه شعري چوکاټونه او فورمونه در وپېژنو چې په پښتو ژبه کې دود لري، چې په هر يو به يې په بېلابېل ډول لنډ نظر واچوو او د ښاغلي عبدالله ګل اخلاص يار له شاعرۍ به ورته بېلابېلې بېلګې راوړو.

غزل 

      په پښتو شاعرۍ کې غزل يو له هغه شعري چوکاټونو څخه دی چې عام مقبوليت لري، غزل لکه له نامه يې چې ښکاري عربي کلمه ده او له همدې ژبې څخه پښتو ته دا فورم راغلی دی...غزل معمولاً هغه شعري چوکاټ ته وايي چې مطلع ولري، د بيتونو شمېر يې د ۵ – ۱۵ بيتونو پورې وي او د څپو شمېر يې معمولاً سره برابر وي، قافيه  په غزل کې اساسي توکی دی، خو رديف پکې اختياري دی، په پښتو شاعرۍ کې د غزل فورم دا لاندې بڼې دود لري : (٧: ۵ )

۱ ) بې رديفه غزل

۲ ) رديف لرونکې غزل

۳ ) دوه قافيه ييز غزل

۴ ) ماته غزل

۵ ) بې مطلعې غزل    

۱ ) بې رديفه غزل

[سمول]

د ماضي په وير ککړ يم خبر نه يمـــه له حالــه

د هجران لمبو له پاسه تږی پروت يم بې مجالــه

سرګردانه تاوېدلو د منځــــالــــو په لټون کې

څو ماشوم فکر مې بوټ شو د دې کلي لـه دېوالـــه

ما ويل نه به راځې بېرته ځکه ډېر دې يم زبېښلی

ته خو بيا راغلې نارحمه په دې لور د وچې کالــه

چېرته سر په بيه هم نه مېلاوېږي په کوڅــه کې

نه پوهېږم څومره ګران شوې ای زما د يار وصاله

د دردونو ترجمان شـه د رمــزو پــــه عبـــــارت

ګوره ګوره ويده نه شې اخلاص ياره نازک خيالــه

                                                                                                  ( ٢ : ۳۱ )

       د پورتني غزل هره مسره ۱۴ څپې لري، ( حاله، مجاله، دېواله، کاله، وصاله او خياله ) يې د قافيې کلمې دي او د رديف نه لري، ځکه يې بې رديف غزل بولي.

۲ ) رديف لرونکی غزل

[سمول]

       د غزل د فورم هغه بڼه ده چې د قافيې ترڅنګ رديف هم ولري، رديف هغه يو يا څو کلمې دي چې له قافيې ورسته په يو شکل او تر ډېره زياته حده په يوه مانا  په تکراري ډول راځي د بېلګې په ډول يې د اخلاص يار دا غزل وګورئ :

خير ده که زما په وينو سور د زړه پرهـار پاتې شو

رقيبه ستا د خيالي خوب تعبير هم خوار پاتې شو

که زه دې وسوم راته اورونــه دې تحفـــه راکول

تاته خو هم د نغـــــري ترڅنګ اغيـــار پاتې شو

کاڼی يې مه ګڼه سکروټه ده پرې وبـــه ســـوزې

کوم چې زما له وېجاړ کور درته يادګــار پاتې شو

خدايږو چې نن سبا به ستا په خپــــو کې ونښلي

هغه خور دام چې له ما خوار درتـه په لار پاتې شو

هغه زيندۍ او هغه پړی به کړي ستا په غــــاړه

کومې فتوا نه چې بې وزله اخلاص يـــار پاتې شو

                                                                                                    ( ٢ : ۵۹ )

       د پورته غزل هره مسره ۱۵ څپې لري، ( پرهار، خوار، اغيار، يادګار، الر او يار ) يې د قافيې کلمې دي، ( پاتې شو، پاتې شو ) يې رديف دی چې له ټولو قافيو نه ورسته په تکراري بڼه راغلی دی، نو ځکه دغه غزل هم رديف لرونکي غزل ګڼل کيږي.

رباعي ( څلوريزه )

        رباعي يا څلوريزه هغه شعر ته ويل کيږي چې دوه بيتونه ولري چې څلور نيم بيتې کيږي ، په رباعي کې اکثره اوله، دوهمه، او څلورمه مسره يو قافيه لري او درېمه مسره ازاده وي او کله کله څلور واړه هم قافيه وي او يو ډول قافيه لري، دخيال تسلسل يې يو وي او څلورمې مسرې کې زيات ټينګار وي. (٧ : ۱۹)

    د بېلګې په توګه يې د اخلاص يار صيب دا څلوريزه وګورئ :

مرور رانه د پاکې مينـې يــــــار ده

په زړګي کې مې جوړ ځکه دا پرهار ده

ای رقيبه رانه څه تپوس کوې تــــه

ستا په توره لګېدلی اخلاص يـار ده

                                                                                              ( ١ : ۱۳۷ )

      په پورته څلوريزه کې د ( يار، پرهار او اخلاص يار ) کلمې د قافيې کلمې دي ( ده، ده ) يې رديف دی چې له هرې قافېې وروسته په تکراري بڼه راغلی دی، هره نيم بيته يې ۱۲ سېلابه لري او د درېمه نيم بيته له قافيې ازاده ده ځکه يې رباعي ګڼلای شو.

قطعه ( پاړکی )

      قطعه هغه شعر ته ويل کيږي چې د اول بيت د دواړو مسرو قافيه سره يو شان نه وي او د شعر د ټولو بيتونو وزن، څپې او د دوهمو مسرو قافيې سره يو ډول وي، لږ تر لږه دوه بيته وي او زيات هم راتلای شي . (٧ : ۲۲)

د ښاغلي عبدالله ګل اخلاص يار دا لاندې پاړکی گورو:


لکه مړی خالي لاس درنــه روان يــم

ستا دې حسن په ثروت باندې مې څــه

اخلاص يار دې پرې ملنګ د زمانې کړ

دا نيمګــړی محبت باندې مې څـــه

                                                                                           ( ١: ۱۴۸ )

     د پورتنۍ قطعې يا پاړکي د لومړي بيت مسرې سره يوه قافيه نه لري ، د شعر د ټولو بيتونو وزن او څپې سره برابرې دي او د دوهمو مسرو قافيې سره يو رنګ دي، نو ځکه يې قطعه بولي يا همدې ډول شعر ته قطعه يا پاړکی وايي.

دوه يزه ( مثنوي )

[سمول]

      دوه يزه ( مثنوي ) هغه ډول شعري فورم دی چې هر بيت يې په خپل منځ کې ګډه قافيه لري ( مقفي وي ) د بيتونو شمېر يې ثابت نه وي، په ټولو قافيه والوشعري چوکاټونو کې مثنوي ترټول خلاص او لوی شعري فورم دی،شاعر کولای شي په دې فورم کې خپل مقصدتر وروستي بريده بيان کړي. (٧ : ۳۴)

د اخلاص يار په اشعاروکې د دوه يز بېلگې په لاندې ډول دي :


د ماضي د فکر ټاله زنـګـــوم دې بيـــدوم دې

مستقبله راته غوږ شه پاڅـــوم دې ويښوم دې

د سپرلي د باغيچو ګله د جانان د مينې خياله

رابيدار شه رابيدار شه زما نه شوله پيماله

ته پياله شه د شرابو يو سکون مې زړه تــــه راکړه

خدای لپاره خدای لپاره لږ سمون مې زړه ته راکړه

اوسېدل مې نوره ګران دي خالــــــــــه تا پرې پرې کړم

بند په بند دې واړه مات کړم ټول دې زه خاورې ايرې کړم

زه نور داسې ژوند غواړم چې غزل مې په خندا وي

د هوس د لوړو هيلـــــــو بڼ بلبل مې په خندا وي

                                                              ( ١ : ۱۲۳ )

        په پورتني دوه يز کې تاسو وليدل چې ځينې بيتونو يې بېلابېلې قافيې لرلې ، ځينې بيتونه يې رديف لري او ځينې يې نه لري، خو ټول يې يو ګډ وزن تعقيبوي او د څپو د شمېر له مخې سره مساوي دي.

درېيز ( مثلث )

[سمول]

      هغه ډول شعري فورم دی چې هر بند يې درې نيم بيتې لري ، درې واړه يې متحدالوزنه وي او يو شان قافيه ولري ، په مثلث کې قافيه اساسي او رديف اختياري توکي وي، د مسرو د څپو شمېر يې سره برابر وي، د سر بند درې واړه مسرې يې په خپل منځ کې ګډه قافيه لري . (٧ : ۴۰)

لکه د اخلاص يار دا درې ييز :

و ګرانو وطنوالو سباوون مو مبارک شه

دا نوی پرمختګ نوی بدلون مو مبارک شه

د سولې امنيت په طرف يون مو مبارک شه

دردونو او غمونو کړاوونو تکليفونـــه

بدمرغه ورور وژنې ربړونې او جنګونه

د سوکالۍ په لور خوځون مو مبارک شـه

بېل شوي دشمنانو په توطيو وای سکه وروڼه

اوس بېرته سره اخلي د يووالی پيوندونــه

دا ستر ملي يووال پيوستون مو مبارک شـــه

هر تن لري نو ځان سره پيغام د محبت

يو بل ته غېږوتنه له بديو نــه نفرت

غمجنو پرګنو دغه سمون مو مبارک شه

تاجک وي که ازبک هــــزاره وي کـــه پښتـــون

کوي به لکه وروڼــــه يو لــه بل ســره ژوندون

نو وايم اخلاص ياره دا ګډ ژوندون مو مبارک شه

                                                                                                      ( ١ : ۵۹ )

     د پورتني شعر په لومړي بند کې ( سباوون، بدلون، يون ) سره هم قافيه کلمې دي ، په دوهم بند کې ( تکليفونه او جنګونه ) د قافيې کلمې دي او درېمه نيم بيته يې د ( خوځون ) قافيې په لرلو سره د لومړي بند له قافيو سره تړل شوې ده، په درېم بند کې ( وروڼه، پيوندونه ) سره هم قافيه کلمې دي او درېمه نيم بيته يې د ( پيوستون ) په قافيې سره د لومړي بند له هم قافيه کلمو سره تړل شوې ده، په څلورم بند کې د ( محبت او نفرت ) کلمې سره هم قافيه دي چې درېمه نيم بيته يې د ( سمون ) په کلمې سره د لومړي بند له قافيو سره پيوست کړل شوې ده، په پنځم بند کې د ( پښتون او ژوندون ) کلمې هم قافيه کلمې دي او درېمه نيم بيته يې د ( ژوندن ) په کلمې سره د لومړي بند له هم قافيه کلمو سره هم قافيه راوړل شوی دی او په دې ډول يې يو درېيز يا مثلث شعري فورم جوړ کړی دی.

پايله

  ډاکټر عبدالله ګل ((اخلاص يار )) چې په اوسني مهال د ځوانو او تکړه شاعرانو له ډلې څخه دی چې د هغو ادب پوهانو ليکوالو په ليکه کې ځاى لري ،  چې يو څه پرې ليکل کېدای شي په کم عمر کې د ده ډېر اثار، کتابونه، مقالې او ليکنې خپلې ټولنې ته وړاندې کړې دي .

    زه د ښاغلي ډاکټر عبدالله ګل اخلاص يار د ژوند د حماسي شاعرۍ د انداز نه دې پايلې ته ورسېدم چې هغه د خپلې دردېدلي ټولنې د ناخوالو ، دردونو او ټپونو درمانګر او انځورګر شاعر دی، اخلاص يار د خپل شعر په ګلبڼ کې تېز رنګونه هم لري، هغه په ادبي ښکلاوو او تشبېهاتو هم ډېر ښه پوهيږي،چې په خپلو شعرونو کې يې د تشبيه ، استعاره او کنايي څخه چې د شعر اړين توکي گڼل کيږي کار اخيستى دى . د خپلو اشعارو دزياتې ښکلا په موخه يې د بديعي صنعتونو بېلابېلې ښکلاوې يې کارولي دي . او دا چار يې دا راپه گوته کوي چې اخلاص يار صيب په ادبي فنونو کې  لوى لاس درلود او په  اړونده برخه کې دپراخې مطالعې څښتن وو.

      په پاى کې د درنو لوستونکو څخه هيله کوم که چېرته د لوستلو پرمهال کومه تېروتنې يا ستونزې سره مخامخ شي ،نو ماته دې بخښنه وکړي ، ځکه دا زما لومړۍ اکاډيميکه ليکنه ده او هرومرو به له نېمگړتياوو خالي نه وي او که چېرته شونې وه نو ماته دې په گوته کړي چې په راتلونکي کې کره او پوره شي ډېره مهرباني به مو وي. بايدپه پاى کې يوځل بيا دخپل لارښوداستاد ښاغلي پو هنمل سيدغني (غني) څخه د زړه له کومي مننه وکړم . ( کورمو ودان )

وړانديزونه

[سمول]

     په پای کې په لاندې ډول څو وړانديزونه لرم هيله ده ،چې اړوند چارواکي ورته پوره پوره پاملرنه وکړي :

·       لومړی بايد د ده ټول اثار، کتابونه، مقالې او شعرونه د يو کتاب په بڼه چاپ او خپاره شي.

·    د ده د اثارو، کتابونو، مقالو د څېړنې او ښې پېژندنې لپاره بايد سمينارونه جوړ شي او نور ليکوالان بايد دده په اثارو، کتابونو، مقالو او ليکنو، مقالې وليکي ترڅو د ده کړې خواري، څېړنې او کتابونه نور هم ارزښتمن شي.

·       د ښاغلي اخلاص يار د درناوي او نازونې په وياړ بايد سمينارونه جوړ شي.

·    د پوهنتون محصلين او د پوهنځيو فارغين بايد د ده د بېلابېلو هنري پنځونو، ليکنو ،څېړنو او شعرونو نه ګټه پورته کړي او د ښې روښانتيا لپاره يې بايد دې ته  ورته مونوګرافونه او پايليکونه وليکي.

·    له خپلو ملي سوداګرو او شتمنو افغانانو نه غوښتنه کوم چې د ښاغلي ډاکټر عبدالله ګل ( اخلاص يار ) د اثارو او کتابونو په چاپ او خپراوي کې د نوموړي پوره مالي او مادي همکاري وکړي.

په پای کې بيا يادونه کوم چې د ښاغلي عبدالله ګل د ښې نازونې او درناوي په موخه دې غونډې ترسره شي.

ماخذونه

[سمول]

۱ )  اخلاص يار، عبدالله ګل. ( ۱۳۸۱ هـ ش ). خوړين زړګی. پېښور: الازهر خپرندويه ټولنه .

۲) اخلاص يار، عبدالله ګل. ( ۱۳۸۴ هـ ش ). سلګۍ. پېښور: الازهر خپرندويه ټولنه

۳ ) پنهان، فضل محمد. ( ۱۳۸۳ هـ ش ) . ادبي ارمغان . کوېټه : صحاف نشراتي موسسه.

۴ ) مسلم دوست، عبدالرحيم. ( ۱۳۸۶ هـ ش ) . خوږه ژبه. پېښور : عنايت خپرندويه ټولنه.

۵ ) همکار، محمد ابراهيم  ( ۱۳۸۹ هـ ش ) . ادبي فنون. جلال اباد: مومند خپرندويه ټولنه.

۶ ) همکار، محمد ابراهيم ( ۱۳۸۶ هـ ش ) . د بديع فن او پښتو شاعري. جلال اباد : رڼا خپرندوی مرکز.

۷ ) يون، محمد اسماعيل ( ۱۳۷۷ هـ ش ). هندسي جوړښت . پېښور :دانش خپرندويه ټولنه.