عبدالله څار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالله څار د ارواښاد عبدالغفار زوى . پر کال ١٣٥٧ لمريز د ننگرهار ولايت دخوگياڼيو داگام په ولسوالۍ کې زوکړى دی لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې دپېښور په بېلابېلو ښوونځيو کې کړي ، او دثانوي دورې بري ليک يې په پېښورکې له التقوى عالي لېسې څخه پر کال ١٣٧٥ لمريز په اعلى درجه تر لاسه کړی دی. لوړې زده کړې يې په ننگرهار کې دحقوقو او سياسي علومو ددپلوماسۍ په څانگه کې کړي . شعر لېکنه يې د ١٣٧٧ لمريز کال دنارنج گل له مېلې ( مشاعرې ) وروسته پېل کړې . چې تر دې دمه يې يوه ښايسته ټولگه شعرونه ليکلي دي .