عبدالصبور صمدي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالصبور صمدي د عبدالصمد زوى دری ديرش کال وړاندې په جلاال اباد ښار کې زيږيدلى دى .

زده کړې[سمول]

لومړنۍ زده کړې يی په جلال اباد او کابل کې ترسره کړي دي او بیا د ننگرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې د پوهنځي په پښتو څانگه کې شامل شوی دی او د لیسانس په درجه ترې فارغ شوی دی . ښاغلی صمدي د ننگرهار ولايت په دولتي تلويزون کی دنده تر سره کوي. صمدي سربېره پردې چی غښتلی ممثل دى ، په گڼو پروگرامونو ، ډرامو ، تمثیلي ټوټو او فلمونو کې ونډه اخيستې ده ، تر څنگ يی د کمپيوتر پر بېلابېلو پروگرامونو پوهاوی لري . خو له دی ټولو خبرو سره سره دى يوه بله ځانگړنه هم لري ، چې هغه د خطاطۍ هنر دی چې ښاغلی صمدي ترې برخمن دى . ده په دې برخه کې ډېر کار کړى او شاگردان يې هم روزلي دي .

اخځونه[سمول]

  1. http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/11/091104_mmn_s7-abdulsabooractor.shtml