عبدالرحيم بختانی خدمتگار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
عبدالرحيم بختانی خدمتگار

عبدالرحيم بختانى (زېږېدنه: ۱۳۳۷ ل. د تلې مياشت) يو افغان ليکوال او څېړونکی دی. همداراز هغه د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړيتوب هم لري.

مخينه

نوموړی د سر څيړونکى عبدالله بختانی خدمتگار زوى دی او د ننگرهار ولايت د سره رود د بختان په کلى کې زيږيدلى دى.

زده کړې

لومړني زده کړه يې دسره رود دچهار باغ صفاء په منځني ښوونځي کې په ١٣٥٢ هـ ل کال کې بشپړې کړي دي . او په ١٣٥٨ هـ ل کې د ننگرهار د ليسې څخه د بکلوريا په درجه فارغ شوى دى. د کانکور د ازموينې تر تيرولونه وروسته د ١٣٥٨ هـ ل کال په پاى کې د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو له پوهنځي د تاريخ څانگې ته شامل شو . په ١٣٦٢ هـ ل کال کې د نوموړي پوهنځي څخه د تاريخ د څانگې نه د ليسانس په سويه فارغ شو. د ١٣٦٣ هـ ل کال نه تر ١٣٦٥ هـ ل کاله پورې د پخواني شوروي اتحاد د گرجستان جمهوريت د تبليسى دولتى پوهنتون د تاريخ په پوهنځى کې د ما سترۍ په پروگرام بوخت وو . د ١٣٦٥ هـ ل کال په نيمايى کې د نوموړي پوهنتون د تاريخ د پوهنځي څخه خپله ماسټرى د افغانستان د معاصر تاريخ په بر خه کې تر لاسه کړه.

دندې

د ١٣٦٥ هـ ل کال نه تر ١٣٧١ هـ ل کاله پورې په دولتى ورځپاڼو کې په ژورناليستيکي دندو باندى بوخت وو. د ١٣٧١ هـ ل کال نه تر ١٣٨١ هـ ل کال پورې په شخصي دندو باندې بوخت وو . په ١٣٨١ هـ ل کال کې د افغانستان په علومو اکاډمى کې د علومو اکاډمۍ د کانکور له ازموينى وروسته د علومو اکاډمى د علمي غړي په توگه ومنل شو. د ١٣٨٢ هـ ل کال د چنگاښ په مياشت کې د نامزادۍ دورې تر تيرولو وروسته يې د محقق علمي درجه تر لاسه کړه، او تر اوسه پورې د افغانستان علومو اکاډمۍ کې د علمي غړي په توگه دنده سرته رسوي.

همدارنگه د نورو علمي او څيړنيزو دندو ترڅنگ د ١٣٨١هـ ل کال نه تر اوسه پورې د افغانستان د علومو اکاډمي او د ښوونې او روزنې د وزارت په موافقه د سيد جمال الدين د ښوونکي د روزنې په عالي موسسه کې د رسمي وخت نه وروسته د تاريخ د استاد په حيث دنده سرته رسوي.

څيړنوال عبدالرحيم بختانى د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي او څيړنيزو چاروپر څنگ يو شمير علمي، تاريخي او سياسي مقالې ، ژباړي او کتابونه يې په پښتو، درى او روسي ژبو ليکلى دى. چې ځينې چاپ شوي دي او ځينې نا چاپ دي چې په لاندې ډول دي.

چاپ شوي آثار

  1. د گل پاچا الفت نثرى کليات دوهم ټوک ( تدوين )١٣٨٠ هـ ل .
  2. د پښتنو سره د بابر اړيکې _ ( تاليف ) _ ١٣٨٥ هـ ل
  3. کتابخانه هاى افغانستان درمسير تاريخ ( ژباړه ) _ ١٣٨٣ هـ ل
  4. د سر محقق عبدالله بختانی خدمتگار لنډ ژوند ليک ( تاليف )

ناچاپه آثار

  1. د افغانستان د علومو اکاډمي د علمي غړ وپيژندنه ( تاليف )
  2. د افغانستان د سياسى ، فرهنگى او علمى شخصتونو د زمانې تاريخي حالات ( تاليف )
  3. دگل پاچا الفت نثري کليات _ دريم ټوک _ ( تدوين )
  4. په افغانستان کې د مشروطيت غورځنگ (د ماسټري تيزس ) ( تاليف )
  5. د هند کې د گورگاني واکمنۍ په دوره کې د پښتنو سياسي ، اقتصادي او فرهنگي وضع ( تاليف )


سرچينې

د عبدالرحيم بختاني خدمتگار ژوندليک Archived 2010-02-10 at the Wayback Machine.

باندنۍ تړنې

د عبدالرحيم بختاني خدمتگار وېبلاگ Archived 2010-01-18 at the Wayback Machine.